د چين د خلکو جمهوريت ولسمشر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د چين د خلکو جمهوريت ولسمشر چې په رسمي ډول د چين ولسمشر په توګه پېژندل شوی ،د چين د خلکو جمهوريت د دولت مشر دی. د ولسمشر دنده يوازې تر ډېره بريده تشريفاتي او محدود واکونه لري، خو د تړون د يوې موضوع په توګه، ولسمشري په يو وخت کې د چين د کمونست ګوند عمومي منشي په غاړه لري، څوک چې همدا راز د مرکزي پوځي کميسيون مشري هم په غاړه لري، په همدې بنسټ په اغلبه توګه سره د چين اعلی زعيم وي.[۱]

ولسمشري په رسمي ډول د دولت د يوې ادارې په توګه بلل کېږي، نه د يوې اداري چوکۍ په ډول. د اساسي قانون له مخې: ولسمشر د خلکو ملي کانګريس (NPC) په خوښه کار کوي، کوم چې د دولتي قدرت او مقننه قوې تر ټولو لوړ ارګان دی او په حقوقي ډول د خپلو اختياراتو پر بنسټ د اجرائيوي اقداماتو واک نه لري.

ولسمشري په لومړي ځل په ۱۹۵۴ز کال کې په اساسي قانون کې منځ ته راوړل شوه او په پرله پسې ډول د «ماو تسه تونګ» او «ليو شايوچي» له خوا په واک کې واخستل شوه. د کلتوري انقلاب پر مهال «ليو» په سياسي رسوايۍ کې وغورځېد اوله هغې وروسته جمهوري ریاست تش پاتې شو. د ۱۹۷۵ز کال د اساسي قانون له مخې ولسمشري لغوه شوه، وروسته د ۱۹۸۲ز کال په اساسي قانون کې بيا راژوندۍ شوه، خو دا ځل يې واکونه کم وو. د دې عنوان رسمي انګليسي ژباړه وه (Chairman/رئيس»، له ۱۹۸۲ز کال وروسته دا ژباړه بدله او په «ولسمشر» واوښته، خو په چينايي ژبه کې دا عنوان بيا هم نه دی بدل شوی.

کله چې په ۱۹۸۲ز کال کې اوسنی اساسي قانون ومنل شو، ولسمشري تر ډېره بريده تشريفاتي وه، په کومه کې چې لومړي وزير د حکومت د مشر په توګه خدمات وړاندې کول او د چين د کمونست ګوند سرمنشي د ګوند د سياسي مشر په توګه دنده تر سره کوله، په ۱۹۸۰ز لسيزه کې درې بېلا بېلو اشخاصو درې دندې له ځانه سره درلودې. ويل کېدای شي چې په حقيقت کې سياسي واک اصلي زعيم درلود، چا چې «له پردې شا» څخه د ګوند او پوځ واک په لاس کې درلود، بې له دې چې له دې درې دندو يوه ولري. خو ولسمشر «لي شيانيان» (۱۹۸۳-۱۹۸۸ز کلونه) او «يانګ شانګ کوين» (۱۹۸۸-۱۹۹۳ز کلونه) ساده تش په نوم څېرې نه وې، بلکې په حقيقت کې په لوړ مشرتابه کې مهم لوبغاړي وو چې خپل واکونه يې د ولسمشر د دفتر پر ځای، په اتو مشرانو (د چين د کمونست ګوند  اتو ځواکمنو مشرانو ته اشاره ده) کې د خپل حيثيت څخه تر لاسه کول.[۲]

له ۱۹۹۳ز کال راهيسې، له لنډمهالو دورو پرته، د چین تر ټولو لوړپوړی مشر په یو وخت کې هم د ولسمشر، هم د ګوند د مشر (د عمومي منشي په توګه) او هم د پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه (د مرکزي پوځي کميسیون د مشر په توګه) خدمات وړاندې کوي. دا فرد بيا د بېلا بېلو نومونو له مخې جلا جلا دندې تر سره کوي. د بېلګې په ډول: دا مشر د ولسمشر په توګه د بهرنيو مشرانو سره ليدنې کتنې کوي او له سفيرانو سره ګوري، د مرکزي پوځي کميسيون د مشر (CMC) په توګه پوځي لارښونې صادروي او د چين د کمونست ګوند د عمومي منشي په توګه د ګوند واکمني په لاس کې لري.

د «ماو» پر مهال د ولسمشرۍ لپاره د دورې محدوديت نه و. د ۱۹۸۲ او ۲۰۱۸ز کلونو تر منځ، اساسي قانون روښانه کړه چې ولسمشر نه شي کولای، له دوو پرله پسې دورو زياته ولسمشري وکړي. په ۲۰۱۸ز کال کې، د واکونو له بدلون پرته دوره يي محدوديت ختم کړای شو.

اوسنی ولسمشر «شي جينګ پينګ» چا چې په ۲۰۱۳ز کال کې دنده اشغال کړې او د «هو جينتاو» ځای ناستی دی، د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې د بيا لپاره وټاکل شو.

وړتياوې او ټولټاکنې[سمول]

د چين د اوسني اساسي قانون له مخې: ولسمشر بايد د چين تبعه وي، بشپړ ټاکنيز حقوق ولري او پنځه څلوېښت کلنۍ ته رسېدلی وي.

ولسمشر د خلکو ملي کانګريس (NPC) له خوا ټاکل کېږی، کومه چې د چين تر ټولو لوړه دولتي هسته (اداره) ده، کومه چې د ولسمشر او نورو دولتي مشرانو له دندې د لرې کولو واک لري. ټاکنې او لرې کول د اکثريت رايې پر بنسټ تر سره کېږي. [۳]

د NPC د بنسټيز قانون له مخې: ولسمشر د NPC د رئيسه پلاوي له خوا نوماند کېږي، کوم چې د کانګريس اجرائيوي اداره ده، خو په عمل کې له ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې واکمن چينايي کمونست ګوند د ولسمشر چوکۍ د دې ګوند د اوسني عمومي منشي لپاره ساتي. د دولت د نورو ټولو مسئولینو په توګه چې د NPC له خوا ټاکل شوي وي، ولسمشر د يو نوم رايې پاڼې څخه ټاکل کېږي.[۴]

د ۱۹۸۲ او ۲۰۱۸ز کال د مارچ تر منځ موده کې، ولسمشر او مرستيال ولسمشر ټاکنې تر دوه پرله پسې دورو پورې محدودې وې، خو د ۲۰۱۸ ز کال د خلکو ملي کانګريس کې دا محدوديتونه لرې شول.[۵][۶][۷]

واکونه او مسئولیتونه[سمول]

د اوسني اساسي قانون له مخې: کوم چې په ۱۹۸۲ز کال څخه وروسته کلونو کې د ډېر کم تعديل سره جوړ شوی، ولسمشر د قوانينو د ابلاغولو، د لومړي وزير (صدر اعظم) تر څنګ د دولتي شورا د نورو وزيرانو د ټاکلو او لرې کولو، د ولسمشر د بښنو، د بېړني حالت اعلانولو، په پراخه کچه د خوښت د فرمانونو صادرولو او دولتي وياړونو صادرولو واک لري. سربېره پر دې، ولسمشر نورو هېوادونو ته سفيران ټاکي او لري کوي او له بهرنيو هستو سره کلني تړونونه لاسليکوي. د اساسي قانون سره سم، دا ټول واکونه د خلکو ملي کانګريس تايید يا تصديق ته اړتيا لري. ولسمشر همدا راز د خلکو جمهوريت په استازيتوب دولتي ليدنې کتنې کوي. د اساسي قانون سره په سمون کې «دولتي ليدنې کتنې» فقره يواځينی ولسمشريز واک دی، کوم چې د خلکو ملي کانګريس له خوا د هېڅ دول څارنې غوښتنه نه کوي. له دې امله چې د ولسمشريزو واکونو غوڅ اکثريت د NPC تر تايید پورې تړلي دي، په اصل کې ولسمشر يو تش په نوم څوکۍ ده، پرته له دې چې په دولتي حکومت کې کوم مستقيم غږ (اظهار نظر) ولري. په همدې بنسټ ويل کېدای شي چې دا څوکۍ د دې پر ځای چې د يو واقعي اجرائيوي واک لرونکی دفتر وي، يواځې د دولت د نښه ييزې ادارې په توګه کار کوي.[۸][۹][۱۰]

په نظريه کې، ولسمشر د لومړي وزير د ټاکلو اختيار لري، خو په عمل کې لومړی وزير له تاریخي اړخه لومړی وزير د چين د کمونست ګوند د لوړې کچې د بحثونو په پايله کې ټاکل کېږي. د لومړي وزير له نوماندۍ وروسته، NPC د نوماندۍ د تايید لپاره غونډه کوي، خو له دې کبله چې په رايه پاڼه يواځې يو نوم وي، دا مجلس يواځې تاييد يا رد کولای شي. تر نن ورځې، دې مجلس هېڅ نوماند ن دی رد کړی. له دې کبله چې لومړی وزير، څوک چې د چين د حکومت مشر وي، په چينايي حکومت کې تر ټولو مهمه سياسي ټاکنه ده، د ځينو شرايطو تر مخې، شونې ده چې د نوماندۍ دا واک ولسمشر ته واقعي سياسي نفوذ ورکړي.[۱۱][۱۲]

په همدې بنسټ په دې حالت کې د «ولسمشر»  نوم کټ مټ د متحده ايالاتو يا د صدارتي هېوادونو په څېر معنا نه لري، بلکې د پارلماني نظامونو په پرتله د دې چوکۍ واک ته په کتنې سره يواځې يو اټکل دی.

ولسمشر همدا راز د حمل او نقل څو طريقې په واک کې لري، چې شونې ده په هر وخت کې بدلون ومومي.

د الوتکې په مټ

د دولت د مشرانو د لېږد او انتقال تاريخ د « CAAC» هوايي لیکو تر وخت پورې رسېږي.

د ښکته درجې دولتي مسئولين د CAAC بوينګ ۷۰۷ ډوله الوتکې په مټ لېږدول کېږي. چيرمين ماوتسه تونګ شخصي « Ilyushin Il-18» الوتکه درلوده چې هغه به د خپلو سفرونو پر مهال کار ځینې اخيست. د هغه له مړينې وروسته، دا الوتکه له خدمت څخه و اېستل شوه او په چين کې د هوايي چلند په يو موزيم کې وساتل شوه.

سرچينې[سمول]

  1. (په 10 March 2018 باندې). Ending Term Limits for China's Xi Is a Big Deal. Here's Why. New York Times.
  2. Forword in Zhao, Ziyang (2009). Bao Pu; Adi Ignatius; Renee Chiang (المحررون). Prisoner of the State: The Secret Journal of Zhao Ziyang. Foreword by Roderick MacFarquhar. New York: Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-4391-4938-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Constitution of the People's Republic of China. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۱۰ باندې – عبر english.peopledaily.com.cn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Articles 62, 63.
  4. Organic Law of the National People's Congress of the PRC. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جولای ۲۰۱۵ – عبر China.org.cn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Article 13.
  5. "Introduction to Structure and Functions of the Chinese Government: National People's Congress, Standing Committee, President, State Council, Premier and Central Military Commission". Krishna Kanta Handique State Open University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2018-02-25 باندې). CPC Proposes Change on Chinese President's Term in Constitution. Xinhuanet.
  7. (په 11 March 2018 باندې). China Approves 'president for Life' Change. BBC News.
  8. Constitution of the People's Republic of China. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۱۰ باندې – عبر english.peopledaily.com.cn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Article 62, Section 5. The NPC does no itself have the power to nominate the Premier.
  9. (په 10 March 2018 باندې). Ending Term Limits for China's Xi Is a Big Deal. Here's Why. New York Times.
  10. "Introduction to Structure and Functions of the Chinese Government: National People's Congress, Standing Committee, President, State Council, Premier and Central Military Commission". Krishna Kanta Handique State Open University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite conference
  12. Weng, Byron (1982). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Some Key Aspects of the 1982 Draft Constitution of the People's Republic of China"]. The China Quarterly 91 (91): 492–506. doi:10.1017/S0305741000000692.