د چنگاښ کورنۍ
د چنګاښ کورنۍ یا کلک پوستي Crustaceans د کروستاسیا فرعي فیلوم (subphylum Crustacea) هغه ټول غړي دي چې په چې په ارتروپوډا فیلوم (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي. فیلوم یا فایلم په طبقه بندۍ کې له پاچایي (kingdom) ښکته او له کلاس (class) څخه پورته کټګورۍ یا وېشنیزې ته وایي. د بې شمزیو یا غېرې فقاریه یو ګروپ ده چې تقریبا ۴۵۰۰۰ ډولونه پکې شامل دي کوم چې د نړۍ په مختلفو برخو کې ژوند کوي.تر ټولو زېات پېژندل شوي چنګاښونه کوني کبر(crab)، استوانه اي چنګاښ (lobster)، د اوبو ملخ (shrimp) او دلرګیو سپګې (wood louse) دي خو له دې پرته د چنګاښ کورنۍ کې خورا زېات نور ډولونه هم شامل دي کوم چې تر مسلکي خلکو پورې محدود دي. چنګاښ له نورو ارتروپوډ (arthropods) سره توپیر لري: توپیر یې دوه لمړۍ پښې دي چې په پنسونو بدلیږي (antennules and antennae)، بل توپیر یې له خولې سره دوه وړې ضمیمې دي چې د ژامو په توګه یې کاروي.
د چنګاښ په کورنۍ کې تر ټولو ستره ډله دیکاپوډا (Decapoda) ده په کومه کې چې د چنګاښ ۱۰۰۰۰ مختلف ډولونه شامل دي. په دې ډله کې د امریکا استوانه اي چنګاښ (American lobster) شامل ده کوم چې تر ۲۰ کیلو ګرامه (۴۴ پونډه) وزن کوي، د جاپان غڼه کوني کبر (Japanese spider crab) پکې شامل ده چې پښې یې تر ۳.۷ متره (۱۲ فټه) پورې پراخې دي، تر ټولو واړه ډولونه یې د اوبو ګونګټې (water fleas) دي او په دې ګونګټو کې الونېلا (Alonella) تر ۰.۲۵ ملي متره (۰.۰۰۹ انچه) پورې اوږدوالی لري.
د چنګاښ د کورنۍ ډولونه په تازه اوبو کې، سمندر کې او په ځمکه ژوند کوي؛ ځینې ډولونه یې په داسې مالګینو اوبو کې هم شته چې مالګه یې د سمندر په پرتله څو ځلې زېاته وي. ځینې ډولونه یې د سمندر په تل کې ژوند کوي، ځینې لامبو وهونکي په بندونو کې دي. د ایزوپوډا او امفای پوډا ډلو (orders Isopoda and Amphipoda) ځینې ډولونه یې د سمندر په ۱۰۰۰۰ متره ژورو کې موندل شوي. د چنګاښ کورنۍ غړي د ټولې نړۍ په بندونو او سیندونو کې کالونۍ لري، په هغو بندونو کې هم شته چې د سمندر له سطحې ۵۰۰۰ متره لوړ دي.
د چنګاښ کورنۍ کې ځینې د کوني کبر ډولونه دوه ژواکي دي او له اوبو څخه په مردارو شوو ژو پسې د ځان تغذیه کولو لپاره راوځي. د کوني کبر ځینې ډولونه ونې ته د ختلو وړتیا هم لري. ځینې ډولونه یې له اوبو څخه د ډېرې مودې لپاره لرې ژوند کوي خو د هګیو اچولو پر وخت بېرته سمندر ته کوزیږي او لاروای بچیان یې هم په سمندر کې لاروال دوره تېروي چې د ځمکې کوني کبر نوم ورته اخلي. هغه چنګاښونه چې بیخي په وچه کې ژوند کونکي دي د لرګي سپګې دي کومې چې په ایزوپوډا ډله (order Isopoda) او اونیسکوایدیا کورنۍ (family Oniscoidea) کې ډلبندي شوي. په نمناکه ځایونو کې ژوند کوي. د ایزوپوډ ځینې ډولونه په صحراګانو کې هم شته.
د چنګاښ د کورنۍ په ډېرو ډولونه کې جنس جلا نه وي. د برنکل ډېر ډولونه هېرمافروډیتیزم (hermaphroditism) لري په دې مانا چې یو برنکل دواړه د نر او ښځې جنسي غړي لري. د برنکل کوم ډولونه چې نر لري نران یې ډېر واړه دي او خپل ځان په غټ برنکل پسې نښلوي تر څو یې هګۍ القاح کړي. د نوتوستراکا ډلې ځینې غړي لکه د چونګښې بچي ته ورته د اوبو ملخ (tadpole shrimps) هم هېرمافروډیت (hermaphrodite) دي؛ د هګیو کیسه (ovary) کې یې چې کومې هګۍ د ودې په حال کې وي د دې هګیو ترمنځ تیت یا خپاره شوي د سپرم تولیدونکې نرمۍ موجودې وي. د اوبو د ملخ په ځینې ډولونو کې جنسیت خپله بدلېدونکی وي د بېلګې په توګه پاندالوس مونتاګي ډول (Pandalus montagui) چې د دیکاپوډا ډلې غړي دي د نر په توګه ژوند پېل کوي خو له ۱۳ میاشتو وروسته په ښځې بدلیږي. هغه ایزوپوډ چې د ریسکوتوایډ نسل (genus Rhyscotoides) کې شامل دي له زړېدو سره یې جنسیت له نر څخه ښځې ته بدلیږي. د ځینې ډولونو نران ډېر واړه خو ښځې یې ډېرې غټې وي او نران یې د ښځې په تناسلي جهاز (genital tract) کې پټ وي؛ په پرازیتي ډولونو کې دا ډول نران ډېر پیدا کیږي. د چنګاښ د کورنۍ په غټو ډولونو لکه کوني کبر او استوانه اي چنګاښ (lobster) نر له ښځې غټ وي او پنسونه یې هم اوږده وي. په غټو ډولونو کې بل د جنسیت توپیر (sexual dimorphism) په نر کې د رانیولو غړي کوم چې د جنسي نزدیکت پر وخت د ښځې د رانیولو یا ښځې پسې د نښتلو لپاره کاروي، نر کې یې ځینې غړي موجود وي چې په مستقیمه توګه ښځې ته سپرم لېږدولو کې مرسته کوي.
نورمال د مثل تولید له هګۍ سره د سپرم اتحاد یا ادغام (fusion) ده، خو د چنګاښ کورنۍ ډېر غړي خاکي هګۍ کوي او خاکي بچیان زېږوي په دې مانا چې هګۍ یې د نر په سپرمو القاح شوې نه وي. دا ډول د مثل تولید کونکي چنګاښونه د پارتېنو جینیتیک (parthenogenetic) په نامه یادیږي. د چنګاښ د کورنۍ د ځینو ډولونو ښځې خپلې هګۍ په اوبو کې ازادې پرېدي لکه د کالانوس ډول (Calanus) چې یو کوپېپوډ (copepod) ده. همداسې مالا کوستراکان (malacostracan) چې د باتینېلاسیا (Bathynellacea)، اناسپیداسیا (Anaspidacea)، او اوفوزیاسیا ډلو (Euphausiacea) ډلو غړي دي خپلې هګۍ د سینې پسې نښتو غړو کې ګرځوي.
له هګۍ پیدا شوي لاروا بچیانو ته یې د ( nauplius) نوم اخلي، د بدن جوړښت یې ساده وي، په برخو وېشل شوی نه وي، درې جوړه ضمیمې لري چې ژامې او پنسونه (antennules, antennae, and mandibles) دي، او یوه سترګه لري. د سیریپېد (cirripedes)، اوستراکوډ (ostracods)، برانکیوپوډ (branchiopods)، کوپېپوډ (copepods)، دیکاپوډ (decapod) او د تېکوستراکا فرعي ډله نوپلیوس (subclass Thecostraca) نوپلیوس لاروای لري. ډېری نور یې جنینی (embryonic stages) دورې لري او یا یې لاروای بچیان نوپلیوس ته ورته وي.
انسانانو ته یې غټ ډولونه ارزښت لري چې عمدتا دیکاپوډ دي. د ارام سمندر په شمال او سوېل برخو کې کب نیونکي د سوداګرۍ لپاره د اوبو ملخان (shrimps)، د اوبو ملخ ته ورته چنګاښ (prawns)، استوانه اي ازغن چنګاښ (spiny lobster) او پاچا کوني کبر (king crab) نیسي. په اروپا او شمالي امریکا کې د خوړ وړ چنګاښ نیله کوني کبر (blue crab)، ډانجنېس کوني کبر (Dungeness crab)، ډبره کوني کبر (stone crab) دي کوم چې د کب نیونکو لخوا نیول کیږي. په سوېلې امریکا کې یو ډول برنکل ده چې اوږدوالی یې تر ۲۷ سانتي متره (۱۱ انچه) پورې رسیږي، د ډول نوم یې بالانوس پسیتاکوس (Balanus psittacus) ده د خوړو وړ ګڼل کیږي. د فرانسې او هسپانیا خلک بیا د میتېلا پولیسیپس ډول برنکل (Mitella pollicipes) خوري. په جاپان کې برنکل ساتل کیږي او کله چې غټ شي ټوټه ټوټه کیږي او په ځمکو کې د سرې په توګه کار ترې اخیستل کیږي. د چنګاښ د کورنۍ ځینې ډولونه د سوداګریزو کبانو خواړه دي.