Jump to content

د چنګ واکمنې کورنۍ تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د «چنګ» واکمنې کورنۍ تاريخ په 1636ز کال کې د «مانچو» د قبيلې مشر «هانګ تايجي» (تايزونګ سترواک) له خوا د «چنګ» واکمنې کورنۍ په اعلان سره پيل شو، خو 1644ز کال (کله چې دې واکمنې کورنۍ د بيجينګ واک په لاس کې واخيست، کوم ښار چې د مينګ واکمنې کورنۍ پلازمېنه وه) عموماً په چين کې د دې واکمنې کورنۍ د واک پيل بلل کېږي. دې واکمنې کورنۍ تر 1912ز کال پورې دوام وکړ، تر هغه وخته کله چې «پيويي» (شونګتوانګ سترواک) د 1911ز کال د اوښتون په غبرګون کې تخت او تاج پرېښودل. د چين وروستۍ شاهي واکمنه کورنۍ چې د «چنګ» واکمنه کورنۍ وه، د ټولو پخوانيو چينايي واکمنو کورنيو په خلاف، د واک اوج ته ورسېده، په پراخه پيمانه ځمکنې پراختيا کې ښکېله وه، کومه چې د شرمونکې ماتې او د بهرنيو قدرتونو له خوا په سپکاوي سره پای ته ورسېده، کوم قدرتونه چې دوی له ځانه ښکته بلل. د لوېديځ او جاپاني امپراليزم په وړاندې د «چنګ» واکمنې کورنۍ په بريالۍ مقابله کې ناکامي بالاخره د دې واکمنې کورنۍ د سقوط لامل وګرځېدل، او د دې واکمنې کورنۍ په وروستیو کلونو کې په چين کې راپورته شوې بې ثباتۍ بالاخره د جنګ سالارۍ د پړاو لپاره لاره هواره کړه. [۱][۲][۳][۴]

که څه هم نوموړي په رسمي ډول د «چنګ» واکمنې کورنۍ بنسټ نه و ايښی، وروسته «جين» واکمن «نورهاچي»، چې په اصل کې د «منګ» يو باج ورکونکی و، چا چې خپل ځان په رسمي ډول د «منګ» شاهي قدرت سیمه ييز استازی باله،  د بېلا بېلو «جورچن» قبايلو د يوځای کولو لپاره د خپلو تګلارو په مټ د دې واکمنې کورنۍ د ظهور بنسټ کېښود، د اتو بيرغونو پوځي سيستم يې سره يوځای کړ، او له هغه وروسته يې له «منګ» څخه سيمې ونيولې، کله يې چې په 1618ز کال کې په څرګند ډول د اوو شکايتونو سره، د «منګ» د مشرتابه د پرېښودو اعلان وکړ. د هغه زوی، «هانګ تايجي»، چا چې په رسمي ډول د «چنګ» واکمنې کورنۍ اعلان کړی و، هغه سيمې سره يوځای کړې، په کومو سيمو چې نوموړي له «نورهاچي» څخه په ميراث کې واک تر لاسه کړی و، او د «منګ» واکمنې کورنۍ د نيولو بنسټ يې کېښود، خو د دې موخې له تر سره کولو مخکې هغه ومړ. کله چې د «منګ» واک سره ووېشل شو، د «لي زيچانګ» په مشرۍ بزرګرو باغيانو په 1644ز کال کې د «منګ» پلازمېنه بيجينګ ونيو، او د لنډ مهالي «شون» واکمنې کورنۍ بنسټ يې کېښود، خو د «منګ» جنرال «وو سانګويي» د «شانهايي»  غاښی د «چنګ» د تابع شهزاده «ډورګون» د پوځونو پر مخ پرانيست، چا چې ياغيانو ته ماتې ورکړه، پلازمېنه يې ونيوله، او حکومت يې په لاس کې واخيست، د دې تر څنګ نوموړي په دې موخه چې «هان» چينيان د ويښتو د ډول خپلولو ته اړ کړي، د کتار شرمونکی فرمان هم نافذ کړ. [۵]

د «شونچي» سترواک تر واکمنې لاندې، «چنګ» واکمنې کورنۍ د «منګ» واکمنې کورنۍ ډېرې سیمې و نيولې، او وفادار پاتې شونې يې سويل لوېديځو ولايتونو پورې تعقيب کړل، او په مرکزي چين يې د «چنګ» واکمنې کورنې بنسټ کېښود. «کانګسي» سترواک په 1662ز کال کې په تخت کېناست، او تر 1722ز کال پورې يې تر يو شپېته کلونو حکمراني وکړه. د هغه د واکمنۍ پر مهال، د «چنګ» واکمنه کورنۍ د نېکمرغۍ پړاو ته داخله شوه، چې د «چنګ» د عروج عصر بلل کېږي. د درې جاګيرداريو بغاوت د هغه د واکمنۍ پر مهال وځپل شو، او بېلا بېلې سرحدي شخړې حل کړای شوې. د هغه ځای ناستی «يونګ جانګ» سترواک و، څوک چې يو وړتيا لرونکی سمونپال ثابت شو. د هغه او د هغه د زوی «چي ينلانګ» سترواک تر واکمنې لاندې، د «چنګ» پوځ د چين په پولو کې په لسو سترو جګړو کې ښکېل شو. په دې  پړاو کې، «چنګ» واکمنه کورنۍ د خپلو پوځي فتوحاتو له لارې، هومره ځمکنۍ پراختيا ته ورسېده، چې چين له دې وړاندې په خپل تاريخ کې نه وه ليدلې.

په هر حال، د «چنګ» سترواکۍ پراخوالي او د سترواکۍ کنګل اقتصاد، ډېر ژر خپل زيان پيل کړ. فساد په چټکۍ سره خپرېدونکې ستونزه شوه، ځکه چې د «هيشين» په څېر چينايي واکمنو په منظم ډول د ماليې عايدات او ولسي پانګې غلا کولې، او په دې ډول په چينايي ولس کې په پراخه کچه لوږه خپره شوه. «جاچنګ» سترواک د فساد د ختمولو هڅه وکړه، او د سپین نيلوفر او «مياوو» په نومونو بغاوتونه يې وځپل. د هغه ځای ناستي «ډيوګوانګ» سترواک هڅه وکړه چې په چين کې د افیونو سوداګري وځپي، کومې سوداګرۍ چې د افيونو په لومړۍ جګړه کې د «چنګ» واکمنه کورنۍ له برتانويانو سره په شخړه کې اچولې وه. په دې جګړه کې چينايانو ماتې وخوړه، او د «ناننچنګ» تړون، چې يو غېر مساوي تړون و، د کوم تر مخې چې د هانګ کانګ ټاپو برتانويانو ته وسپارل شو، او ډېر بندرونه يې د بهرنيو سوداګریو لپاره پرانيستل. په 1856ز کال کې، د «چنګ» واکمنې کورنۍ او بهرنيو قدرتونو تر منځ لا زيات کړکېچ د افیونو د دويمې جګړې د پيل لامل وګرځېدل، د کومې په پايله کې چې د چين د حکومت له خوا د لا زياتو غېر مساوي تړونونو لاسليک وشو. مخ پر زياتېدونکي اقتصادي ستونزې، فرقه يي کړکېچونه، او بهرنيو لاسوهنو په شتون سره په 1850ز کال کې د «ټايپنګ» بغاوت پيل شو. د مسيحي انقلابي «هانګ شوکوان» په مشرۍ کې، باغيانو «تايپنګ» اسماني پاچايي جوړه کړه. دا بغاوت بالاخره د تاريخ تر ټولو خونړۍ شخړې ثابتې شوې، چې نږدې له شل څخه تر دېرش ميلیونه خلک پکې ووژل شول، او دا د «چنګ» واکمنې کورنۍ لپاره د لوړ قيمت لرونکې بريا ثابته شوه، ځکه چې دا واکمني له بغاوت وروسته له پنځوسو کلونو څخه هم په کمه مود کې پای ته ورسېده. د دې بغاوت په پايله کې فرقه يي کړکېچ زيات شو، او سيمه پالنه چټکه شوه، کوم څه چې د «چنګ» له سقوط وروسته د جنګسالارانو د پړاو د وړاندوينې ښودنه کوله.

له دې ستونزو سره سره، له بغاوت وروسته هم «چنګ» واکمنې کورنۍ دوام پیدا کړ، چې له 1861 څخه تر 1908ز کال پورې «ډوګر سکسي» ملکه د دې واکمنۍ اغېزناکه مشره وه. نوموړې يوه منځلارې سمونپاله وه، او د «ټونګزي» سترواکۍ د بېا قيام څارنه یې کوله. د پېړۍ په پيل کې د «باکسر» بغاوت د ولسونو د ناخوښۍ بېلګه وه، چې يو نړيوال ايتلاف ته يې لاره هواره کړه، کوم چې پر چين يرغل وکړ، تر څو بهرني وګړي او ګټې خوندي کړي. «سکسي» د باغيانو لوری ونيو، او د ايتلافي پوځونو له خوا يې پرېکنده ماتې وخوړه. په 1908ز کال کې، د «سکسي» مړينې هېواد په ژوره ستونزه کې وغورځاوه، او له يو اغېزناک مشر څخه محروم شو. «پيويي» سترواک، يو کوچنی ماشوم و، او د هغه د نائيب السلطنتۍ پر واک سخته سيالي وشوه. «يوان شیکايي» د يو غير مؤثر جمهوريت د ولسمشر په توګه خپل ځان واک ته ورساوه، او د 1912ز کال په وروستيو کې يې «پيويي» سترواک له واکه ګوښه کېدو ته اړ کړ. په دې سره د «چنګ» واکمنه کورنۍ پای ته ورسېده، او تر څنګ يې په چين کې له دوه زره کلونو څخه د زياتې مودې د سترواکۍ نظام هم پای وموند. «شيکايي» د لنډ وخت لپاره د يو ديکتاتور(مطلق العنان مستبد) په توګه واکمني وکړه، خو ثابته شوه چې هغه په ټول چين د واکمنۍ وړتيا نه لري، او هېواد وپاشل شو، او يوازې په 1928ز کال کې د «چينګ کايي ژيک» تر واکمنې لاندې بيا سره متحد شو. دا کورنۍ په 1917ز کال کې د لنډ وخت لپاره او په بې اغېزې ډول يو ځل بيا واک ته ورسېده، چې «پيويي» يې مشري کوله، چې بې پایلې شخړې او ګډوډۍ ورسره تړلې وې، او  د «کومينتنګ» تر واکمنۍ پورې يې چين تباه کړ.

د «مانچو» دولت بنسټ اېښودل

[سمول]

ټولکتنه

[سمول]

د «چنګ» واکمنې کورنۍ بنسټ هان چينايانو نه و ايښی، څوک چې د چين د نفوس ډېره برخه تشکيلوي، بلکې بنسټ يې «مانچو» ايښي و، څوک چې د استوګنو بزګرو خلکو زوزات و، کوم چې د «جورچين» په نوم پېژندل کېدل، دوی «تنګوسک» خلک و، چې د دې سيمې په شا اوخوا کې اوسېدل، اوس د چين «جيلين» او «هيلونګجين» ايالتونه له دې سيمو جوړ دي. کله کله «مانچو» کوچيان بلل کېږي، خو دوی کوچيان نه وو. ابتدايي اروپايي ليکوالانو د شمالي يورواسيا د ټولو خلکو لپاره د "تارتار" اصطلاح کارولې ده، خو په اولسمه پېړۍ کې د کاتوليکي مبلغينو ليکنو د "تارتار" اصطلاح يوازې «مانچو» ته د اشارې کولو او "تارتاري" هغو ځمکو ته د اشارې کولو لپاره وکاروله چې دوی ورباندې واکمني درلوده. کومې سيمې چې د «مانچوريا»، او له هغې سره نښتې د اسيا داخلي سيمې دي، په کومو سيمو چې د مينګ-چنګ له انتقال مخکې د «چنګ» تر واکمنۍ لاندې وې.[۶][۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Sin-wai Chan (2019). The Routledge Encyclopedia of Traditional Chinese Culture. Taylor & Francis. p. 57. ISBN 9781315453477.
  2. Watson, Noelle (2012). Asia and Oceania: International Dictionary of Historic Places. Taylor & Francis. p. 744. ISBN 9781136639791.
  3. Ben Wu (1998). Ritual Music in the Court and Rulership of the Qing Dynasty (1644–1911). University of Pittsburgh. p. 136.
  4. 唐積誠 (1910). 中國歷史教科書. 京華書局. p. 5.
  5. The Cambridge History of China: Volume 9, The Ch'ing Empire to 1800, Part 1, by Willard J. Peterson, p. 29
  6. Dong, Shaoxin (2020), "The Tartars in European Missionary Writings of the Seventeenth Century", in Weststeijn, Thijs (ed.), Foreign Devils and Philosophers Cultural Encounters between the Chinese, the Dutch, and Other Europeans, 1590-1800, Leiden: Brill, pp. 82–83, ISBN 9789004418929
  7. Woolley, Nathan (2016), Celestial Empire: Life in China 1644–1911, National Library of Australia, p. 107, ISBN 9780642278760