Jump to content

د چرنوبیل غمیزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د چرنوبیل غمیزه یوه اتومي پېښه وه چې د ۱۹۸۶ ز کال د اپریل په ۲۶مه نېټه په شوروي اتحاد کې د اوکراین په شمال کې پريپياټ ښار ته نږدې د چرنوبیل د اتومي برېښناکوټ په ۴مه شمېره بټۍ کې رامنځته شوه. دا د مالي او ځاني زیانونو له پلوه د نړۍ تر ټولو بده غمیزه ده. همدا راز، د اتومي انرژۍ د یوازنیو هغو دوو پېښو له ډلې ده، چې د اتومي پېښې په نړیوال مقیاس کې په ۷ شمېره ډله (تر ټولو لوړ مقیاس) کې ډلبندي شوې دي، دویمه یې په ۲۰۱۱ ز کال کې په جاپان کې د فوکوشیما ډایچي اتومي غمیزه ده. په لومړني بېړني اقدام کې او وروسته د چاپېریال په پاکولو کې څه باندې ۵۰۰،۰۰۰ پاکوونکي ځواکونه ښکېل شول او ۱۸ میلیارده شوروي روبل یا د ۲۰۱۹ ز کال د ارزښت له مخې ۶۸ میلیارده امریکايي ډالره تخمیني لګښت پرې راغی.[۱][۲][۳][۴][۵]

دغه پېښه د یوه RBMK ډوله اتومي بټۍ د بخار پر توربین د خوندیتابه د ازمېښت پر مهال رامنځته شوه. د ازمېښت لپاره په چمتو کولو کې د بټۍ د توان د منظم شوي کمښت په جریان کې خروجي توان په ناڅاپي ډول صفر ته راکښته شو. اپرېټرانو نه‌ شوای کولای چې د ازمېښتي پروګرام د توان مشخصه شوې کچه بېرته عادي حالت ته راولي او په دې توګه بټۍ له بدو شرایطو سره مخامخ شوه. دغه ګواښ په عملیاتي لارښودونو کې نه و تشرېح شوی، له دې امله اپرېټرانو ازمېښت ته دوام ورکړ او د ازمېښت تر خلاصېدو وروسته یې بټۍ خاموشه کړه، خو د اپرېټرانو بې پروایي او د طراحۍ جدي نیمګړتیاوو په ګډه سره بټۍ چاودنې ته چمتو کړې وه. د خاموشېدو پر ځای یې یو ناکنترول شوی ځنځیري اتومي عکس‌العمل پیل کړ او ډېره انرژي یې آزاده کړه.[۶]

هسته ویلې شوه، دوو یا څو چاودنو د بټۍ هسته څیرې کړه او د بټۍ وداني یې ونړوله. ورپسې په آزاده هوا کې د بټۍ په هسته کې اور بل شو. په شاوخوا ۹ ورځو کې یې د پام وړ راډیو اکټیو ککړتیا خپره کړه ، چې د شوروي اتحاد ځینو برخو او لوېديځې اروپا ته ورسېده او په پای کې  د ۱۹۸۶ ز کال د مې میاشتې په ۴مه نېټه پای ته ورسېده. د راډیو اکټیو شاوخوا ۷۰ سلنه باران په ۱۶ کیلومترۍ کې پر بېلاروس واورېده. دغې اورلګېدنې نژدې هماغومره ککړتیا خپره کړه، لکه لومړۍ چاودنې چې خپره کړې وه. د پېښې له ځای څخه بهر د محیطي تشعشعاتو د کچې ډېرېدو له امله تر پېښې ۳۶ ساعته وروسته، په ۱۰ کیلومترۍ کې یوه سیمه ممنوعه او قرنطین شوه. له دغې سیمې څخه شاوخوا ۴۹۰۰۰ کسان، چې ډېری یې د پريپياټ وو، واېستل شول. له پراخې سیمې څخه د ۶۸۰۰۰ نورو کسانو په را ایستلو سره ممنوعه سیمه ۳۰ کیلومترو ته ډېره شوه او وروسته د چرنوبیل پر ممنوعه سیمه بدله شوه، چې مساحت یې شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره مربع (۱۰۰۰ مایل مربع) ته رسېږي.[۷][۸][۹][۱۰]

د بټۍ چاودنې دوه انجنیران ووژل او دوه نور یې سخت وسوځول. د اور د مړ کولو، د بټۍ د بېرته سمولو او د خارجې شوې اتومي هستې د پاکولو لپاره پراخ عملیات پیل شول. په بېړني اقدام کې د دغه برېښناکوټ ۱۳۴ کارکوونکي او اور وژونکي د ډېرې اندازې ایونایز کوونکې تشعشع د جذب له امله د حادې تشعشع له سېنډروم سره په روغتون کې بستري شول. د دغو ۱۳۴ کسانو په ډله کې ۲۸ کسان په را وروسته ورځو او میاشتو کې مړه شول او په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د تشعشعاتو له امله په نري رنځ(سرطان) د مړینې ۱۴ مشکوکې پېښې وشوې.[۱۱][۱۲]

پر عمومي روغتیا د چرنوبیل د پېښې اغېزې مشخصې نه دي. تر ۲۰۱۱ کال پورې د ماشومتوب په دوره کې د ټيروئيډ سرطان له امله د ۱۵ کسانو مړینه ثبت شوې ده. د ملګرو ملتونو یوې کمېټې ومونده چې ، تر دې مهاله د دغې پېښې له امله څه کم ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د بې‌درشله خطي ماډل (LNT Model) پر بنسټ ویل کېږي چې له دغې پېښې سره د تړلو مړینو ټولیز شمېر مشخص نه دی. په راتلونکو لسیزو کې د مړینو د ټولیز شمېر په اړه د دغه ماډل وړاندوینې متفاوتې دي. تر ټولو معتبرې څېړنې د شوروي اتحاد په یوازې درېیو هېوادونو کې تر ارزونو وروسته، د ۴۰۰۰ کسانو د مرګ‌ژوبلې او په ټوله اروپا کې ترارزونو وروسته له ۹۰۰۰ تر ۱۶۰۰۰ شاوخوا کسانو د مرګ‌ژوبلې وړاندوینه کوي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

شوروي اتحاد د ۱۹۸۶ کال تر ډسمبر پورې د چرنوبیل د اتومي برېښناکوټ حفاظتي ډبرین تابوت جوړ کړ. دغه تابوت له پاتې‌شونو څخه د راډیو اکټیو ککړتیا خپراوی کم کړ او په هوا کې یې د خپرېدو مخه ونیوله. په هغه ځای کې یې د روغو پاتې شوو بټیو د خدمې لپاره د راډیو اکټیو خوندیتوب هم برابر کړ او دا کار یې د ۱۹۸۶ ز کال په وروستیو کې او په ۱۹۸۷ ز کال کې بیاځلي هم وکړ. د تابوت د پرله پسې خرابۍ له امله، دغه ځای په ۲۰۱۷ ز کال کې د چرنوبیل د نوي امن دیوال په احاطه کې وساتل شو. که څه هم د راډیو اکټیو ګواښ ورسره مل دی، خو دغه لویه محفظه د بټۍ د پاتې‌شونو او تابوت دواړو د لرې کولو امکان برابروي. ټاکل شوې ده چې اتومي پاک‌کاري په ۲۰۶۵ ز کال کې بشپړه شي.[۱۹]

مخینه(شالید)

[سمول]

تر خاموشېدو وروسته د بټۍ سړېدل

[سمول]

د برېښنا د تولید په عملیاتو کې په یوه اتومي بټۍ کې ډېری تولید شوې تودوخه له اتومي درز څخه د سوځېدونکو میلو په مرسته حاصلېږي، خو د پام وړ برخه (۶ سلنه) یې د پنډ درز له راډیو اکټیو ویجاړۍ څخه ترلاسه کېږي؛ دغه پروسه د ویجاړۍ د تودوخې په نامه یادېږي. د ویجاړۍ دغه تودوخه د درز د ځنځیري عکس‌العمل تر درېدو وروسته تر څه وخت پورې دوام کوي، لکه د بټۍ تر خاموشېدو وروسته، که هغه په بېړني ډول وي یا همداسې پلان شوې وي. د هستې د ډېرې ګرمېدا یا په بد حالت کې د هستې د ویلې کېدو د مخنیوي لپاره د سړوونکې مایع د پمپونو پر له پسې ګرځېدل ضروري دي. RBMK بټۍ اوبه د سړوونکې مایع په توګه کاروي چې د الکتریکي پمپونو په مرسته تاوېږي. د سړوونکې مایع د جریان چټکتیا د پام وړ ډېره ده. ۴مې شمېرې بټۍ د سوځېدو ۱۶۶۱ جلا کانالونه لرل، چې هره یوه یې په ساعت کې ۲۸ زره لېتره سړوونکي جریان ته اړتیا لرله، چې په ټولیز ډول د ټولې بټۍ لپاره په ساعت کې ۴۵ میلیونه لېتره کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

که په سټېشن کې ټول برېښنا پرې شوې وای، د چرنوبیل هرې بټۍ درې درې ملاتړي ډيزلي جنراتورونه لرل، خو تر پوره چمتو کېدو او د اصلي پمپ د چالانولو لپاره د ۵.۵ مېګاواټه اړینې خروجۍ تر برابرولو پورې یې له ۶۰ تر ۷۵ ثانیو پورې وخت ونیو. د هر پمپ پر سر د تعادل ځانګړي وزنونه پمپونه د دې وړ ګرځوي، چې د سکون له لارې سړوونکې مایع واخلي او په پای کې د جنراټور تر چالانېدو پورې رامنځته شوې تشه ډکه کړي. له دې سره سره، که د سټېشن له خامشېدو سره هم‌ مهاله یوه ۶۰۰ ملي‌متري (۲۴ انچه) سړوونکې لوله څيرې شي، د خوندیتابه لوړ خطر شته دی. په دې سناریو کې باید د هستې بېړنی سړوونکی سیستم (ECCS) د هستې داخل ته اضافي اوبه پمپ کړي، تر څو د تبخیر له امله د ضایع شوې سړوونکې مایع ځای ونیسي. دا نظریه مطرح شوې وه چې د بټۍ د بخار د توربین تاوېدونکی حرکت د اوبو د پمپونو له لارې د ECCS د چالانولو لپاره د اړین برق د تولید لپاره کارېدای شي. له توربین څخه د انرژۍ په اخیستو سره د توربین سرعت کمېږي، خو ارزونو وښوده چې، ښايي دومره انرژي موجوده وي چې د ۴۵ ثانیو لپاره د سړوونکو پمپونو د چالان ساتلو لپاره برېښنا تولید کړي. دغه چاره د بهرنۍ برېښنا د بشپړې پرې کېدو او د بېړنیو جنراتورونو د چالانېدو تر منځ پرته تشه په بشپړ ډول نه ډکوي، خو حالت کرارولای شي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. "Chernobyl Nuclear Accident". www.iaea.org. 14 May 2014.
  2. Burgherr, Peter; Hirschberg, Stefan (2008). "A Comparative Analysis of Accident Risks in Fossil, Hydro, and Nuclear Energy Chains". Human and Ecological Risk Assessment. 14 (5): 947–973. doi:10.1080/10807030802387556. S2CID 110522982.
  3. Black, Richard (12 April 2011). "Fukushima: As Bad as Chernobyl?". BBC News. Archived from the original on 16 August 2011. نه اخيستل شوی 20 August 2011.
  4. "Chernobyl: Assessment of Radiological and Health Impact, 2002 update; Chapter II – The release, dispersion and deposition of radionuclides" (PDF). OECD-NEA. 2002. Archived (PDF) from the original on 22 June 2015. نه اخيستل شوی 3 June 2015.
  5. Johnson, Thomas (author/director) (2006). The battle of Chernobyl. Play Film / Discovery Channel. (see 1996 interview with Mikhail Gorbachev)
  6. "INSAG-7: The Chernobyl Accident: Updating of INSAG-1" (PDF). IAEA. 1992. Archived (PDF) from the original on 20 October 2018. نه اخيستل شوی 8 November 2018.
  7. McCall, Chris (April 2016). "Chernobyl disaster 30 years on: lessons not learned". The Lancet. 387 (10029): 1707–1708. doi:10.1016/s0140-6736(16)30304-x. ISSN 0140-6736. PMID 27116266. S2CID 39494685.
  8. "Chernobyl-Born Radionuclides in Geological Environment", Groundwater Vulnerability, Special Publications, John Wiley & Sons, Inc, 10 October 2014, pp. 25–38, doi:10.1002/9781118962220.ch2, ISBN 978-1-118-96222-0
  9. "Belarus: Five things you may not know about the country". BBC. 11 August 2020. نه اخيستل شوی 15 August 2020.
  10. Steadman, Philip; Hodgkinson, Simon (1990). Nuclear Disasters & The Built Environment: A Report to the Royal Institute. Butterworth Architecture. p. 55. ISBN 978-0-40850-061-6.
  11. Mettler Jr., Fred A. "Medical decision making and care of casualties from delayed effects of a nuclear detonation" (PDF). The National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine. Archived from the original (PDF) on 12 July 2018. نه اخيستل شوی 8 November 2018.
  12. Nagataki, Shigenobu (23 July 2010). "Latest Knowledge on Radiological Effects: Radiation Health Effects of Atomic Bomb Explosions and Nuclear Power Plant Accidents". Japanese Journal of Health Physics. 45 (4): 370–378. doi:10.5453/jhps.45.370. Archived from the original on 28 April 2019. نه اخيستل شوی 8 November 2018. People with symptoms of acute radiation syndrome: 134 (237 were hospitalized), 28 died within 3 months, 14 died within the subsequent 10 years (2 died of blood disease)
  13. "Chernobyl 25th anniversary – Frequently Asked Questions" (PDF). World Health Organization. 23 April 2011. Archived (PDF) from the original on 17 April 2012. نه اخيستل شوی 14 April 2012.
  14. "Chernobyl: the true scale of the accident". World Health Organization. 5 September 2005. Archived from the original on 25 February 2018. نه اخيستل شوی 8 November 2018.
  15. "UNSCEAR assessments of the Chernobyl accident". www.unscear.org.
  16. Smith, Jim T (3 April 2007). "Are passive smoking, air pollution and obesity a greater mortality risk than major radiation incidents?". BMC Public Health. 7 (1): 49. doi:10.1186/1471-2458-7-49. PMC 1851009. PMID 17407581.
  17. Rahu, Mati (February 2003). "Health effects of the Chernobyl accident: fears, rumours and the truth". European Journal of Cancer. 39 (3): 295–299. doi:10.1016/S0959-8049(02)00764-5. PMID 12565980.
  18. Peplow, M. (1 April 2006). "Special Report: Counting the dead". Nature. 440 (7087): 982–983. Bibcode:2006Natur.440..982.. doi:10.1038/440982a. PMID 16625167.
  19. "Chernobyl nuclear power plant site to be cleared by 2065". Kyiv Post. 3 January 2010. Archived from the original on 5 October 2012.
  20. Ragheb, M. (22 March 2011). "Decay Heat Generation in Fission Reactors" (PDF). University of Illinois at Urbana-Champaign. Archived from the original (PDF) on 14 May 2013. نه اخيستل شوی 26 January 2013.
  21. "DOE Fundamentals Handbook – Nuclear physics and reactor theory" (PDF). United States Department of Energy. January 1996. p. 61. Archived from the original (PDF) on 19 March 2014. نه اخيستل شوی 3 June 2010.
  22. "Standard Review Plan for the Review of Safety Analysis Reports for Nuclear Power Plants: LWR Edition (NUREG-0800)". United States Nuclear Regulatory Commission. May 2010. Archived from the original on 19 June 2010. نه اخيستل شوی 2 June 2010.
  23. Medvedev, Zhores A. (1990). The Legacy of Chernobyl (First American ed.). W.W. Norton & Company. ISBN 978-0-393-30814-3.
  24. Dmitriev, Viktor (30 November 2013). "Turbogenerator Rundown". Причины Чернобыльской аварии известны. N/A. نه اخيستل شوی 19 September 2021. На АЭС с реакторами РБМК-1000 используется выбег главных циркуляционных насосов (ГЦН) как самозащита при внезапном исчезновении электропитания собственных нужд (СН). Пока не включится резервное питание, циркуляция может осуществляться за счет выбега. С этой целью для увеличения продолжительности выбега, на валу электродвигателя –привода ГЦН установлен маховик с достаточно большой маховой массой.
  25. "Main Circulating Pumps". Справочник "Функционирование АЭС (на примере РБМК-1000)". N/A. 19 September 2021. نه اخيستل شوی 19 September 2021. Для увеличения времени выбега на валу электродвигателя установлен маховик.
  26. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  27. Medvedev, Zhores A. (1990). The Legacy of Chernobyl (First American ed.). W.W. Norton & Company. ISBN 978-0-393-30814-3.