د چاپ ماشین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
PrintMus 038.jpg

د چاپ ماشین پر رنګ شوې سطحه د فشار واردولو لپاره یوه میخانیکي وسیله ده چې د چاپي توکي (لکه کاغذ یا رخت) پر مخ اېښودل کېږي او رنګ ور لېږدوي. دا د چاپ په هغو مخکېنیو طریقو کې یو مهم پرمختګ و چې رخت، کاغذ یا نور چاپي توکي په پرله‌پسې ډول بورس کېدل تر څو رنګ ور ولېږدول شي. د چاپ د ماشین اختراع او په نړیواله کچه عامېدل چې معمولاً د متنونونو لپاره کارول کېده، د دویمې زریزې یوه تر ټولو اغېزناکه پېښه وه.[۱][۲]

په جرمني کې د ۱۴۴۰ کال په شاوخوا کې «یوهانس ګوتنبرګ» د خوځنده ټايپ ماشین اختراع کړ چې له دې سره د چاپ انقلاب پیل شو. د موجودو پېچي ماشینونو له ډيزاین څخه په ماډل اخیستو سره د رنسانس د خوځنده ټایپ یوه ماشین په ورځ کې تر ۳۶۰۰ پاڼو پورې تولیدولی شوای، د دې په پرتله د لاسي چاپ یا پرېنټ تولید څلوېښت پاڼې و او کم شمېر هم د لاسي کاپۍ و. د ګوتنبرګ نوي لاسي قالب په ډېرو اندازو کې د خوځنده فلزي ټايپ دقیقه او چټکه جوړېدنه شونې کړه. د ده دوې اختراع‌ګانې چې یو یې لاسي قالب او بل یې د خوځنده ټايپ ماشین و، په اروپا کې د کتاب او نورو شیانو د چاپ لګښت ډېر کم کړ.[۳][۴]

د رنسانس دورې اروپا ته د خوځنده ټايپ یا تورو د میخانیکي چاپ راتګ د ټولیزو اړیکو دورې ته لاره هواره کړه چې د ټولنې جوړښت یې د تل لپاره بدل کړ. د نسبتاً نامحدودو معلوماتو خپرېدو ـ چې انقلابي افکار هم په کې شامل وو ـ پولې ماتې کړې، جمعیتونه یې په اصلاحاتو کې ایسار کړل او د سیاسي او مذهبي واکمنانو قدرت یې وګواښه؛ د سواد چټکې ودې په زده‌کړو کې د باسوادو مخکښانو انحصار مات کړ او نوې راټوکېدلې متوسطه طبقه یې ځواکمنه کړه. په ټوله اروپا کې د خلکو د فرهنګي ځان‌پوهې ډېرېدل د پروټو نېشنلېزم لامل شول چې د اروپا د محلي ژبو په غوړېدو سره د منځګړې ژبې په توګه د لاتیني ژبې موقعیت ته چټک زیان واوښت. په نولسمه پېړۍ کې چې کله د ګوتنبرګ د لاسي چاپ ماشین پر ځای د بخار چرخشي چاپ ماشینونه جوړ شول، د صنعت په کچه یې د چاپ امکانات برابر کړل.[۵][۶][۷][۸][۹]

تاریخچه[سمول]

اقتصادي شرایط او فکري فضا[سمول]

په اروپا کې د منځنیو پېړیو د وروستيو وختونو په ټولنه کې چټکې اقتصادي او ټولنیزې-فرهنګي پرمختیا د ګوتنبرګ د پرمختللي چاپ ماشین لپاره مناسب فکري او ټکنالوژيکي شرایط برابر کړل: د مخ پر ودې کپيټلېزم د کاروبار روحیې د منځنیو پېړیو د تولید پر لارو چارو، د اقتصادي تفکر پر پالنه او د کار د دودیزو پروسو پر ښه‌والي پراخه اغېزه وکړه. د منځني پاړکي تر منځ د منځنیو پېړیو د سواد او زده‌کړې پراخ ډېروالي د کتاب لپاره تقاضا ډېره کړه چې د لاسي کاپۍ طریقه د دغې اړتیا د پوره کولو جوګه نه وه.[۱۰]

د چاپ انقلاب[سمول]

د چاپ انقلاب هغه مهال رامنځته شو چې د چاپ‌خونو پراختیا د معلوماتو او نظرونو جریان ته لاره هواره کړه او کومو ټولنو ته چې رسېدلی و، هلته یې د بدلون د عامل په توګه کار وکړ.[۱۱]

د ګڼو چاپي کتابونو تولید او پراختیا[سمول]

د میخانيکي خوځنده چاپ اختراع په څو لسیزو کې په ټوله اروپا کې د چاپي فعالیتونو د پام وړ ډېروالي لامل شوه. د جرمني په ماینز ښار کې له یوې چا‌پ‌خونې څخه چاپ د پنځلسمې پېړۍ تر پای پورې د مرکزي، لوېديځې او ختيځې اروپا شاوخوا ۲۷۰ ښارونو ته پراخ شو. د ۱۴۸۰ کال په لومړیو کې په جرمني، ایټالیا، فرانسه، اسپانیا، هالنډ، بلجیم، سویزلنډ، انګلنډ، بوهمیا او پولنډ کې په ۱۱۰ بېلابېلو ځایونو کې چاپ‌خونې فعالې وې. تر هغه وخت را وروسته باور دا دی چې "په اروپا کې چاپ شوی کتاب په نړیواله کچه کارېده".[۱۲][۱۳]

په ایټالیا کې، چې د لومړني چاپ مرکز و، تر ۱۵۰۰ کال پورې په ۷۷ ښارونو کې چاپ‌خونې جوړې شوې. د بلې پېړۍ په پای کې په ایټالیا کې په یوه وخت په ۱۵۱ ځایونو کې چاپي فعالیتونه کېدل چې په ټولیز ډول دلته شاوخوا ۳۰۰۰ چاپ‌خونې فعالې وې. په دې پراختیا سره د چاپ مرکزونه ډېر زر را څرګند شول؛ د ایټالیا درېیمه برخه چاپ‌خونې په وینز ښار کې جوړې شوې.[۱۴]

تر ۱۵۰۰ کال پورې په ټوله لوېديځه اروپا کې فعالو چاپ‌خونو څه باندې شل میلیونه کاپیانې تولید کړې وې. په بله پېړۍ کې د دوی تولید لس برابره شو او شاوخوا ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونونو کاپیانو ته ورسېد.[۱۵]

د ۱۶۰۰ کال په شاوخوا کې د اروپا چاپ‌خونو هره ورځ د ۱۵۰۰ او ۳۶۰۰ تر منځ کتابونو د تولید وړتیا لرله. په پرتلیز ډول په لرې ختیځ کې چې د کاغذ شا د لاس په مرسته پر پاڼه سولول کېده، په ورځ کې تولید تر څلوېښتو پاڼو نه ډېرېده.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د اراسموس له اثارو څخه لږ تر لږه ۷۵۰۰۰۰ کاپیانې یوازې د هغه د ژوند په اوږدو کې (له ۱۴۶۹ تر ۱۵۳۶) پورې وپلورل شوې. د اصلاحاتو په لومړیو وختونو کې د عمده چاپ انقلابي پوتانشیل شهزادګان او پاپان حیران کړل. د ۱۵۱۸ او ۱۵۲۴ کلونو تر منځ یوازې په جرمني کې د کتابونو خپرښت اووه برابره شو. د ۱۵۱۸ او ۱۵۲۰ کلونو تر منځ د «لوټر» رسالې په ۳۰۰۰۰۰ چاپي نسخو یا کاپیانو کې خپرې شوې.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د صنعتي چاپ ماشینونه[سمول]

د صنعتي انقلاب په پیل کې د ګوتنبرګ د لاسي چاپ د ماشین میخانیکونه لا په بنسټیز ډول نه وو بدل شوي، خو د نورو نوښتونو تر څنګ یې د جوړښت نويو موادو په تدریج سره د چاپ اغېزناکتیا ډېره کړې وه. په ۱۸۰۰ کال کې «لارډ سټانهوپ» له چودن (هغه اوسپنه چې په اسانۍ سره قالبېدای شي) څخه د چاپ ماشین جوړ کړی و چې د اړتیا وړ ځواک یې تر ۹۰ سلنه پورې را کماوه او د چاپي ساحې سایز یا اندازه یې دوه برابره ډېروله. د سټانهوپ ماشین په ساعت کې د ۴۸۰ پاڼو د چاپ وړتیا لرله چې د چاپ د پخواني سبک خروجي یا تولید یې دوه برابره کړ. د دې تر څنګ د چاپ د دودیزې طریقې ذاتي محدودیتونه هم را څرګند شول.[۲۴][۲۵]

دوو ایډیاوو د چاپ د ماشین ډیزاین په کلکه بدل کړ: لومړی د ماشینونو د چلولو لپاره د بخاري ځواک کارول وو، او دویم د تختې پر ځای د سلنډرونو څرخېدونکی حرکت و. دغه دواړه عناصر د لومړي ځل لپاره جرمني چاپګر «فرډریش کونیګ» په هغو چاپي ډيزاینونو کې په بریالي ډول عملي کړل چې د ۱۸۰۲ او ۱۸۱۸ کلونو تر منځ یې رامنځته کړل. کونیګ په ۱۸۰۴ کال کې لندن ته تر تګ وروسته له «توماس بنزلي» سره وکتل او په ۱۸۰۷ کال کې یې د پروژې مالي ملاتړ وکړ. په ۱۸۱۰ کال کې کونیګ د چاپ یو بخاري ماشین ډيزاین کړی و چې تر ډېره داسې لاسي ماشین ته ورته و چې د بخار موتور لري. د دغه ماډل لومړنی ازمېښت د ۱۸۱۱ کال په اپرېل میاشت کې وشو. ده خپل ماشین د جرمني انجنیر «انډریاس فرډریش بایر» په مرسته تولید کړ.[۲۶]

کونیګ او بایر د خپلو لومړنیو ماډلونو لومړي دوه ماډلونه په ۱۸۱۴ کال کې په لندن کې پر «ټایمز ورځپاڼه» وپلورل چې په ساعت کې یې ۱۱۰۰ پاڼې چاپولی شوای. په دې طریقه لومړنۍ ګڼه د ۱۸۱۴ کال د نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه پرېنټ یا چاپ شوه. دوی خپل لومړنی ماډل په داسې ډول بشپړ کړ چې په دواړو خواوو کې یې د پاڼې د چاپولو وړتیا لرله. دغې چارې ډېرو مخاطبانو ته د ورځپاڼو د ور رسولو اوږد بهیر پیل کړ (چې په خپل وار سره یې له سواد سره مرسته وکړه) او له ۱۸۲۰مې لسیزې را وروسته یې د کتاب تولید بدل کړ او په سرلیکونو او نوره مېټاډېټا کې د سټډرډ جوړونې لامل شوه. د دوی شرکت (Koenig & Bauer AG) لا هم په نړۍ کې د چاپ د ماشینونو یو ستر تولیدوونکی دی.

سرچينې[سمول]

  1. For example, in 1999, the A&E Network ranked Gutenberg no. 1 on their "People of the Millennium" countdown Archived 29 August 2010 at the Wayback Machine.. In 1997, Time–Life magazine picked Gutenberg's invention as the most important of the second millennium Archived 10 March 2010 at the Wayback Machine.; the same did four prominent US journalists in their 1998 resume 1,000 Years, 1,000 People: Ranking The Men and Women Who Shaped The Millennium Archived 3 March 2012 at the Wayback Machine.. The Johann Gutenberg entry of the Catholic Encyclopedia describes his invention as having made a practically unparalleled cultural impact in the Christian era.
  2. McLuhan 1962; Eisenstein 1980; Febvre & Martin 1997; Man 2002
  3. Wolf 1974, pp. 67f.:
    From old price tables it can be deduced that the capacity of a printing press around 1600, assuming a fifteen-hour workday, was between 3.200 and 3.600 impressions per day.
  4. Ch'on Hye-bong 1993, p. 12:
    This method almost doubled the printing speed and produced more than 40 copies a day. Printing technology reached its peak at this point.
  5. Febvre, Lucien; Martin, Henri-Jean (1976). The Coming of the Book: The Impact of Printing 1450–1800. London: New Left Books. Quoted in: Anderson, Benedict. Comunidades Imaginadas. Reflexiones sobre el origen y la difusión del nacionalismo. Fondo de cultura económica, Mexico, 1993. کينډۍ:ISBN. pp. 58f.
  6. Weber 2006, p. 387:
    At the same time, then, as the printing press in the physical, technological sense was invented, 'the press' in the extended sense of the word also entered the historical stage. The phenomenon of publishing was born.
  7. Bertold, 1970, pp. 20, 26, 39,
  8. Gerhardt 1978, p. 217
  9. Anderson, Benedict: Comunidades Imaginadas. Reflexiones sobre el origen y la difusión del nacionalismo, Fondo de cultura económica, Mexico 1993, کينډۍ:ISBN, pp. 63–76
  10. Eisenstein 1980; Febvre & Martin 1997; Man 2002
  11. (Eisenstein (1980))
  12. "Incunabula Short Title Catalogue". British Library. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Febvre, Lucien; Martin, Henri-Jean (1976). The Coming of the Book: The Impact of Printing 1450–1800. London: New Left Books. Quoted in: Anderson, Benedict. Comunidades Imaginadas. Reflexiones sobre el origen y la difusión del nacionalismo. Fondo de cultura económica, Mexico, 1993. کينډۍ:ISBN. pp. 58f.
  14. Borsa 1976, p. 314; Borsa 1977, p. 166−169
  15. Febvre, Lucien; Martin, Henri-Jean (1976). The Coming of the Book: The Impact of Printing 1450–1800. London: New Left Books. Quoted in: Anderson, Benedict. Comunidades Imaginadas. Reflexiones sobre el origen y la difusión del nacionalismo. Fondo de cultura económica, Mexico, 1993. کينډۍ:ISBN. pp. 58f.
  16. Pollak, Michael (1972). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The performance of the wooden printing press"]. The Library Quarterly 42 (2): 218–264. doi:10.1086/620028. 
  17. Wolf 1974, pp. 67f.:
    From old price tables it can be deduced that the capacity of a printing press around 1600, assuming a fifteen-hour workday, was between 3.200 and 3.600 impressions per day.
  18. Needham 1965, p. 211:
    The outstanding difference between the two ends of the Old World was the absence of screw-presses from China, but this is only another manifestation of the fact that this basic mechanism was foreign to that culture.
    Widmann 1974, p. 34, fn. 14:
    In East Asia, both woodblock and movable type printing were manual reproduction techniques, that is hand printing.
    Duchesne 2006, p. 83; Man 2002, pp. 112–115:
    Chinese paper was suitable only for calligraphy or block-printing; there were no screw-based presses in the east, because they were not wine-drinkers, didn’t have olives, and used other means to dry their paper.
    Encyclopædia Britannica 2006: "Printing":
    The second necessary element was the concept of the printing press itself, an idea that had never been conceived in the Far East.
  19. Ch'on Hye-bong 1993, p. 12:
    This method almost doubled the printing speed and produced more than 40 copies a day. Printing technology reached its peak at this point.
  20. Duchesne 2006, p. 83
  21. Issawi 1980, pp. 492
  22. Weber 2006, pp. 387f.
  23. The British Library Incunabula Short Title Catalogue gives 29,777 separate editions (not copies) as of 8 January 2008, which however includes some print items from the 16th century (retrieved 11 March 2010). According to Bettina Wagner: "Das Second-Life der Wiegendrucke. Die Inkunabelsammlung der Bayerischen Staatsbibliothek", in: Griebel, Rolf; Ceynowa, Klaus (eds.): "Information, Innovation, Inspiration. 450 Jahre Bayerische Staatsbibliothek", K G Saur, München 2008, کينډۍ:ISBN, pp. 207–224 (207f.), the Incunabula Short Title Catalogue lists 28,107 editions published before 1501.
  24. Meggs, Philip B. A History of Graphic Design. John Wiley & Sons, Inc. 1998. (pp 130–133) کينډۍ:ISBN
  25. Bolza 1967, p. 80
  26. Bolza 1967, p. 88