د چارلس داروين مذهبي اندونه (نظريات)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مذهب په اړوند د چارلس داروين اندونه د ډېرې لېوالتيا او لانجې موضوع ده. د مودرنې بيالوژي د پرمختګ او د ارتقاء تيورۍ په اړوند د هغه مهم کار په خپل وخت کې د مذهب او ساينس په اړه شويو بحثونو کې څرګنده ونډه درلودلې ده. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، په متحده ايالاتو کې د تخليق-ارتقاء اختلاف په اړوند د نوموړي همکارۍ د لانجو مرکز وګرځېد.

کله چې داروين د انګلیکي کليسا او په عموم کې د مسيحيت د عقيدتي اصولو په متنونو لانجې راپورته کړې، وروسته د خپل ژوند په اوږدو کې نوموړي د «جان فورډايس» د يو لیک په ځواب کې خپل دريځ د يو ملحد (اګنوستي هغه فلسفه ده چې وايي انسان خلقت د ماوراء الطبيعية په حقيقت نه شي پوهېدای) په توګه روښانه کړ:

"زما په ډېرې بې ثباتۍ (څپڅپاندۍ) کې، زه د خدای له وجود څخه د انکار کولو په معنا سره کله هم يو ملحد نه وم. –زه فکر کوم چې عموماً (او نور پسې نور څومره چې زه لوېدم)، خو د تل لپاره نه، يو ملحد به زما د ذهني وضعيت تر ټولو سمه تشریح وي".[۱]

چارلس داروين غېر مواقفت پلوه وحدانيت پرسته مخينه درلوده، خو يو انګليکي ښوونځي کې يې زده کړې کړې وې. د يو روحاني کېدو په موخه، نوموړي د اړوند لسانس سند تر لاسه کولو لپاره په کيمبريج پوهنتون کې داخله وکړه، په کوم کې چې د الاهياتو (علم الکلام) زده کړه هم شامله وه. نوموړي په طبيعي تاريخ کې زياته لېوالتيا پيدا کړه، او لکه څنګه چې «جان هرشل) ويلي، نوموړی د ساينس لپاره له شوق او ذوق څخه ډک شو، د «وليام پيلي» د طبيعي الاهياتو پر بنسټ، کومو چې په طبيعیت کې د الاهي جوړښت دليل وړاندې کړ، تر څو روښانه کړای شي چې د خدای قوانين د طبيعيت په مټ عمل کوي. د «The voyage of the Beagle» په نوم کتاب کې، نوموړی ارتودوکس پاتې شو او د وېش د تشريح کولو لپاره يې "د تخليق مرکزونه" لټول، خو د سفر د پای پر لور، نوموړی شک پیدا کړ، چې انواع ټاکل شوي دي. تر دې وخته نوموړي په بايبل د تاريخ په توګه نيوکه درلوده، او حيران و چې ولې بايد ټول مذهبونه په يو ډول سم نه وي. په 1836ز کال کې له راستنېدو وروسته، نوموړي د انواعو د بڼو د بدلون په اړوند اټکلونو کولو  او د مذهب په اړوند فکر کولو سره د ځمکپېژندنې په اړه خپل نوي اندونه چمتو کړل.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د 1839ز کال د جنورۍ په مياشت کې له «ايما ويګ ووډ» سره د داروين له واده وروسته، دوی تر څو کلونو پورې د مسیحيت په اړه بحثونه وکړل، د «ايما» اندونه (نظريات) د هغې د نورې کورنۍ په څېر د وحدانيت وو. د «پيلي» او «تاماس مالتيس» د خدايي ارادې نظريې د يو مهربانه پنځونکي د قوانينو په پايله کې د لوږې په څېر بدۍ ثابتې کړې، کومو چې په ټوليز ډول ښه اغېز درلود. د دراوين په نزد، طبيعي غوراوي د مطابقت ښېګڼې پيدا کړې، خو د جوړښت اړتيا يې له منځه يوړه، او هغه په ټولو تکليفونو او دردونو کې د يو قادر مطلق خدای کار نه شو لېدلای، لکه «ايکنومون» غومبسه، کومې چې د خپلو هګیو لپاره د ژوندۍ غذا (خوراک) په څېر چينجي فلج کول. تر 1844ز کال پورې، نوموړي ژونديو موجوداتو ته يوازې د څو خامیو سره په بشپړ ډول د مناسبو په توګه کتنې سره د «پيلي» پيروي وکړه، او تر 1859ز کال پورې يې دا نظريه تر يو بريده بدله کړه. د « On the Origin of Species» په نوم د هغه اثر د مذهبي نظرياتو عکاسي کوي. که څه هم نوموړي مذهب د قبايلي بقا د ستراتيژۍ په توګه بللی و، داروين بيا هم باور درلود چې خدای حتمي قانون جوړونکی دی، او وروسته يې يادونه کړې، هغه مهال چې نوموړی د خدای د وجود په اړه په خپله د پنځېدلي په توګه قانع شوی و او د دې حقدار و چې هغه ته په خدای باور لرونکی وويل شي. دا نظريه وروسته لړزانده (څپڅپانده) شوه، او نوموړي د د ټاکلو مذهبي معاملاتو په اړه د پرېکنده نظرياتو جوړولو پرته، د وجداني شکونو لټون پيل کړ. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

داروين د سيمه ييزې کليسا د مذهبي غړيو په کار کې مهمې ونډې درلودلو ته دوام ورکړ، خو له شا اوخوا 1849ز کال راهيسې، د يکشنبې په ورځ قدم وهلو لپاره تلو، داسې حال کې چې د هغه کورنۍ به کليسا ته تله. سره له دې چې د خپلو مذهبي نظرياتو په اړه يې کمې خبرې کولې، په 1879ز کال کې نوموړي ځواب ورکړ چې هغه د خدای له وجود څخه د انکار کولو په معنا کله هم ملحد نه و، او دا چې په عام ډول به يو ملحد (غېر ارادي يا هغه څوک چې په قادر مطلق باور لري) زما د ذهني حالت تر ټولو سمه تشریح وي. نوموړی له دې هم وړاندې ولاړ چې ووايي "ساينس له مسيح سره هيڅ اړیکه نه لري، پرته له دې چې د ساينسي څېړنې عادت انسان د ثبوت منلو کې محتاط ګرځوي. زما لپاره، زه نه منم چې کله هم کومه وحی شوې ده. تر هغه بريده چې د راتلونکي ژوند پورې اړه لري، هر انسان بايد د متضادو ناجوتو (مبهمو) شونتياوو تر منځ خپله پرېکړه وکړي".[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د داروين مذهبي مخينه[سمول]

چارلس داروين د نيپوليني جګړو پر مهال زېږېدلی او له هغې وروسته پړاو کې ستر شوی و، کوم چې يو محافظه کار پړا و، هغه مهال کله چې د «ټوري» تر واکمنۍ لاندې حکومت د انګلستان له خوا جوړې شوې انګليکي کليسا سره د نږدې اړيکو دردلو پر بنسټ بنسټپالنه وځپله، خو کله چې د کورنۍ د يادښتونو يادونه وشوه، نو د اتلسمې پېړۍ روښانفکرۍ، او ډېريو غېر موافقو کليساوو د مسيحيت مختلف تشريحات وړاندې کړل. د هغه «وايګ» چې داروينيانو او «ويج ووډيانو»  د پراخې کورنۍ ملاتړ يې کاوه، کلک وحدانيان وو، که څه هم د هغه يو نېکه، «ايراسمس داروين»، يو ازاده خيال (دهري) و، او د پلار يې يو ارام ازاد خيال و، خو د يو ډاکټر په توګه يې د خپلو شتمنو انګليکي سرپرستانو سره له هر ډول ټولنيزو شخړو ډډه کوله. په داسې حال کې چې د داروين مور او پلار د ټولنيز فشار د بدلون لپاره چمتو وو، تر څو چالس ته د انګلستان په کليسا کې د تعميد غسل ورکړي، د هغه پرهېزګارې (ديندارې) مور خپل بچيان د موحدينو کليسا ته بوتلل. د نوموړې له مړينې وروسته، کله چې هغه يوازې اته کلن و، نوموړی د «شريوسبري» په ښوونځي کې ليليه شو، کوم چې يو انګليکي دولتي ښوونځی و.[۲۱]

ايډنبرا – طبي زده کړې او لامارکي تکاملي نظريه[سمول]

د انګلستان دوه پوهنتونونه، يعنې اکسفورډ او کامبريج، د انګلستان د کليسا لاندې فعال وو، او محصلين اړ وو چې د انګليکي عقیدې په نهه دېرشو مادو لاسليک وکړي، له همدې امله ډېرو غېر مطابقو انګريزانو خپل کوچنيان سکاټلينډي پوهنتونونو ته استول، کومو چې د طب په څېر ډګرونو کې ښه شهرت درلود. چالس په لومړي سر کې د ايډنبرا په پوهنتون کې زده کړه وکړه، او کله چې هغه له درملو څخه څنډې ته کړای شو، نوموړي په پلينين ټولنه (د ايډنبرا پوهنتون د محصلينو يوه ټولنه وه) کې په طبيعي تاریخ کې فعاله لېوالتيا پيدا کړه. دې ټولنې ته د هغه يو وړانديز کونکی بنسټپال « William A. F. Browne» و، او د 1827ز کال د مارچ په اوه ويشتمه نېټه «بروان» استدلال وکړ چې دماغ او شعور يوازې د دماغو د فعاليت اړخونه دي، روح يا روحاني هستې له جسم څخه جلا څه نه دي. يو سخت بحث پيل شو، او وروسته يو چا له يادښتونو څخه د دې ماده پرست (ماټرياليسټ) بدعت (کفر) ټوله يادونه وويسته. دا لومړی ځل و چې داروين له بنسټپال ازاد فکر او له هغې څخه پيدا شويو دلايلو سره مخ شو. په يوه موقع «رابرټ ايډمنډ ګرانټ» د لیمارک د ارتقايي نظرياتو په اړه بحث وکړ. داروين هک پک شو، خو هغه په نږدې وختونو کې د خپل نېکه «ايراسمس» همدا ډول اندونه لوستي وو او بې پرې (بې تفاوته) پاتې شو.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Letter 12041 – Darwin, C. R. to Fordyce, John, 7 May 1879". Darwin Correspondence Project. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Desmond & Moore 1991, pp. 12–15Darwin 1958, pp. 21–25
  3. von Sydow 2005, pp. 5–7
  4. Darwin 1958, pp. 57–67
  5. Keynes 2001, pp. 356–357
  6. "Darwin Online: 'Coccatoos & Crows': An introduction to the Sydney Notebook". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Darwin 1958, pp. 82–85
  8. "Darwin Correspondence Project " What did Darwin believe?". 7 جولای 2015. د لاسرسي‌نېټه 14 اپریل 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. von Sydow 2005, pp. 8–14
  10. Miles 2001
  11. Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species By Means of Natural Selection (الطبعة First). London, UK: John Murray. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Davis, Ted. "The Evolution of Darwin's Religious Faith". BioLogos. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. von Sydow 2005, pp. 4–5
  14. Moore 2006
  15. Darwin 1958, pp. 85–96
  16. "Darwin Correspondence Project " What did Darwin believe?". 7 جولای 2015. د لاسرسي‌نېټه 14 اپریل 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Darwin Correspondence Project – Darwin and the church". د اصلي آرشيف څخه پر 7 اکتوبر 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 15 اګست 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. van Wyhe 2008, p. 41
  19. "Darwin Correspondence Project " What did Darwin believe?". 7 جولای 2015. د لاسرسي‌نېټه 14 اپریل 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Darwin 1887, pp. 304–307
  21. Desmond & Moore 1991, pp. 12–15Darwin 1958, pp. 21–25
  22. Browne 1995، صص. 72–88.
  23. Desmond او Moore 1991، ص. 38.
  24. Desmond او Moore 1991، ص. 22.