Jump to content

د څوکې ښکاریان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د څوکې ښکاري (په انګلیسي: apex predator) چې د سر ښکاري (په انګلیسي: top predator) په نامه هم پېژندل کېږي، د طبیعي ښکاریانو څخه پرته، یو ښکاري دی چې د غذایي ځنځیر په سر کې قرار لري.[۱][۲]

د څوکې ښکاریان معمولاً د خوړو د هڅې (trophic dynamics) له مخې پېژندل کېږي، په دې معنا چې دوی په تر ټولو لوړه غذایي سطح (trophic levels) کې قرار لري. د خوړو ځنځیر په وچه کې اکثره خورا لنډ وي او ممعمولاً ثانوي مصرف کوونکو ته محدود وي – د بېلګې په توګه، لېوان اکثره ستر واښه خوړونکي (اولیه مصرف کوونکي) ښکار کوي، چې بوټي (لومړني تولید کوونکي) خوري. د څوکې ښکاري مفهوم د حیات وحش په مدیریتونو چاپېریال ساتنه او چاپېریالي سیلانیت کې کارول کېږي.

د څوکې ښکاریان یو اوږد تکاملي تاریخ لري چې، لږ تر لږه کېمبرین پېر ته رسېږي، هغه وخت چې د انومېلوکېدس په څېر حیواناتو په سمندر واکمني کوله انسانانو د ډېرو پېړیو لپاره د لېوه، ښکاري مرغه او تور قاز په ګډون د څوکې ښکاریانو سره، په ترتیب سره د ښکاري حیواناتو، الوتونکو او ماهیانو د ښکار لپاره تعامل کړی دی. په دې ورستیو وختونو کې یې، د څوکې ښکاریانو سره په نویو طریقو تعامل پیل کړ. په تعاملاتو کې د چاپېریالي سیلانیت له لارې لکه، له پړانګي نهنګ سره تعامل  او بېرته را ګرځونې (له اسارت یا نورو سیمو څخه حیات وحش ته د نوعو بېرته خوشې کولو) د هڅو له لارې، لکه د صحرایي پیشو وړاندیز شوې بېرته را ګرځونه، شامل دي.     

چاپېریالي رولونه

[سمول]

په ټولنه باندې اغېزې

[سمول]

د څوکې ښکاریان د اوبو او وچې دواړو ایکوسېستمونو د ښکار کېدونکو نوعو اغېزناک نفوس (population dynamics) او د نورو ښکاریانو نفوس اغېزمنوي. د مثال په توګه، غیر بومي ښکار کوونکي کبان، کله-کله مخکني حاکم ښکاریان محو کوي. په یو سمندرګي د یوې منظمې مطالعې ترسره کېدنې وښوده، کله چې یو غیر بومي ووړ-خولی باس (کب) له سمندرګي ووېستل شو، د پردې ترشا بومي د څوکې ښکاري لېک ټروټ (یو ډول کب دی)، د خپل ښکار د انتخاب بڼه بدله کړله او خپله غذایي سطح یې لوړه کړه. د وچې د یوې بېلګې په توګه، یو د څوکې ښکاري بېډګر (یو ژوی دی چې لنډې پښې لري حشرات، واړه تي لرونکي، خزندګان، ذوحیاتین او د هغو الوتونکو چې په ځمکه ځاله جوړوي هګۍ ښکار کوي او هم یې په خوراک کې) د منځنۍ غذایي سطحې یو ښکاري چیژګي (شیشګي) سره سیالي کوي. د پېډګرانو حذف (د بوډین توبرکلوزیز په یوه ازمیښتي څېړنه کې) د شیشګي د نفوس د ګنوالي د دوه برابره کېدو لامل شو. هغه ښکاریان چې د خپلې ټولنې په ټولو ژویو له پورته-کښته خوا باندې کنټرول لري، ډېری وخت کلیدي نوعې ګڼل کېږي. انسانان معولاً د څوکې ښکاریان نه ګڼل کېږي، ځکه چې د خوړو متنوع رژیم لري، که څه هم چې، د انسانو غذایي سطح د غوښو د ډېر مصرف سره پورته ځي. [۳][۴][۵][۶]

په اېکوسېستم باندې اغېزې

[سمول]

د ښکار د تراکم د کنټرول او کوچنیو ښکاریانو د محدولو د پایلې په توګه، د څوکې ښکاریان ښایي په اېکوسېستمونو ژورې اغېزې ولري. دوی د اېکوسېستمونو په عملکرد، د مرضونو په تنظیم کولو او د ژوند تنوع په ساتنه کې بنسټیز رول لري. د بېلګې په توګه، کله چې ګیدړ فرعي قطبي ټاپو ګانو ته راوستل شو، د قطبي ګیدړ په واسطه د سمندري الوتونکو ښکار، شنه چمنونه په شاړو ځمکو بدل کړل. د اېکوسېستم په ټیټو سطحو دا ډول پراخې اغېزې، د خوړو ابشار بلل کېږي. د لوړې سطحې د ښکاریانو له منځه وړل، معمولاً د انساني عاملینو په واسطه، ښایي د خوړو د ابشارونو د ګډوډولو لامل شي. د بېلګې په توګه د ښکار په واسطه د څوکې ښکاري چې نسبي غذایي سطح یې ۴.۷ ده کېچېلوټ (ترټولو ستر نهنګ) د نفوس کمښت د څلورمې غذایي سطحې لرونکي، ستر سکوایډ (یو غوښه خوړونکی سمندري ژوی دی چې نورو غوښه خوړونکي خوري) د نفوس د ډېرښت لامل شوی. دا اغېزې چې د منځنۍ غذایي سطحې لرونکو ښکاریانو خپرېدل بلل کېږي، په ځمکنیو او سمندریزو اېکوسېستمونو کې پېښېږي؛ د بېلګې په توګه، په شمالي امریکا کې د څوکې غوښه خوړونکو شمېر کم شوی په داسې حال کې چې د منځنۍ سطحې ښکاریانو هغه په تېرو دوه پېړیو کې ۶۰٪ زیات شوی دی. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ساتنه

[سمول]

څرنګه چې د څوکې ښکاریان پر نورو ښکاریانو، واښه خوړونکو او بوټو خورا زیات اغېز لري، دوی ښایي د طبیعت په ساتنه کې مهم رول و لري. د نشت کېدنې په شاوخوا وختونو کې، انسانانو ډېر د څوکې ښکاریان ښکار کړل، خو د نړۍ په نورو سیمو کې یاد ښکاریان اوس د بېرته را ګرځېدو په حال کې دي. یاد ښکاریان په زیاتېدونکې توګه د اقلیم د بدلون په واسطه ګواښل کېږي. د بېلګې په ډول، قطبي یږ د ښکار لپاره د سمندر پراخې یخبندان ساحې ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه سمندري خوګ، خو اقلیمي تغیرات د شمالي قطب د سمندر یخ ویلې کوي، چې قطبي یږ اړباسي ترڅو په وچه کې د اوږدې مودې لپاره روژه ونیسي.[۱۶][۱۷][۱۸]

په ۱۹۹۵ز کال کې د یلستون ملي پارک ته د حفاظت د اندازې د معلومولو لپاره د خړ لېوه له را وړلو وروسته، چې هم یو د څوکې ښکاري او هم یوه کلیدي نوعه وه (یو ښکاري چې په خپل اېکوسېستم خورا اغېز لري.)، په ستر یلوسټون ایکو سیستم کې لوی بدلونونه ثبت شول. ایلک، د لېوه ستر ښکار کمیابه شو او خپل رفتار ته يې بدلون ورکړ، په ساحلي سیمو کې یې څړ پرېښود او ولې، اسپینونه او دپختې بوټي یې ودې ته پرېښودل، چې په پایله کې یې د د اوبو د سپي، سترې ګَوَزې (موز) او نورو نوعو لپاره د استوګني مناسب ځای جوړ شو. د لېوانو حضور په ښکار باندې د دوی د اغېز برعلاوه، د پارک د زیان منونکو نوعو له ډلې، یږ هم تر اغېز لاندې راوست: یږان چې له ژمني خوبه راویښ شول، په میاشتو روژه یې نیولې وه، دوی د لېوانو د ښکار د مردارو پس مانده غوښې راټولې کړې، په ځانګړې توګه د مني په موسم کې چې دوی یو وار بیا د ژمني خوب لپاره تیاری کاوه. ګریزلي یږ په ژمني خوب کې دنیا ته راځي په دې بنسټ د خوړو د ډېرښت سره یې د بچیانو د ډېرښت تمه هم کېږي. لسګونه نورې نوعې لکه، عقاب، کارغه، کیشکره، پیشو پړانګ او تور خرس په پارک کې د لېوه په واسطه د وژل شوو ژوو د مړو د خوړونکو په توګه ثبت شوي.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د انسانو غذایي سطح

[سمول]

چاپېریال پوهانو په دې اړه بحثونه کړي چې انسانان د څوکې ښکار کوونکي دي که نه. د بېلګې په توګه سیلوېن بونومو  او همکارانو یې په ۲۰۱۳ز کال کې استدلال وکړ چې د نړۍ په ټوله غذایي شبکه کې، د انسان د نسبي تغذیې سطح (HTL) د انسان په غذایي رژیم کې د هرې نوعې د تغذیې د سطحې د منځنۍ کچې په توګه محاسبه کولای شو، چې د انسان په غذایي رژیم کې د یوې نوعې د برخې د پیدا کولو لپاره، په ټول رژیم کې د یادې نوعې د برخې د نسبت په واسطه یې کچه معلومولای شو. دا تجزیه او تحلیل د ۲.۲۱ اوسط ورکوي، چې د ۲.۰۴ (د بورنډي لپاره، د ٪ ۹۶.۷سبزیجاتو د غزایي رژیم سره) او ۲.۵۷ (د ایرلېنډ لپاره، د ٪۵۰ غوښې او کبانو او ٪۵۰ سبزیجاتو سره) ترمنځ تغیر کوي. دا قیمتونه غیر-څوکې ښکاریانو لکه انچوی (يو ډول کوچنی کب دی) او خوګ د قیمتونو سره د پرتلې وړ دي.[۲۴]

په هر ترتیب، په ۲۰۱۴ز کال کې پیټر ډي. روپنېرین د بونومو په اټکل باندې نقد وکړ او استدلال یې وکړ چې انسانان د څوکې ښکاریان دي او دا چې HTL د ځمکنیو کروندو په بنسټ ترسره شوی و، چېرې چې یقیناً انسانان د غذایي ټيټه سطح لري، چې په زیاته کچه تولیدونکي (د ۱ سطحې زراعتي بوتي دي) یا لومړني مصرف کوونکي خوري (واښه خوړونکي په ۲ مه سطح کې) لکه څرنګه چې تمه کېږي انسان له دویمې سطحې څخه لږ پورته راولي. دوپنېرین د دې پر ځای د انسان موقعیت په دوه سمندری ایکو سیستمونو کې محاسبه کړ، یو د کاربین په مرجاني صخرو او بل سویلي افریقا ته نږدې بنګولیا سیمه کې. په دې سیستمونو کې انسان په زیاته کچه ښکاری کبان خوري او په ترتیب سره د ۴.۴۵ او ۴.۵ غذایي سطحې لرونکی دی، چې د دوپنېرین له نظره د دې لامل کېږي چې دا انسان د څوکې په ښکاریانو تبدیل شي.[۲۵]

په ۲۰۲۱ز کال کې میکي بین-ډور او همکارانو یې د انسان بیولوژي د حیواناتو سره په مختلفو غذایي سطحو کې پرتله کړه. د معدې د تېزابیت د معلومولو لپاره یې ستندرد وسایل وکارول، دوی دې نتیجې ته ورسېدل چې انسانانو د څوکې ښکاریانو په توګه تکامل کړی دی او خپل غذایي رژیم ته یې د ډېرو مېګافونانو (megafauna) د نشت کېدنې په غبرګون کې چې یو وخت د دوی د خوړو اصلي سرچینه وه، بدلون ورکړی دی.  [۲۶]

سرچينې

[سمول]
  1. "predator". Online Etymological Dictionary. Archived from the original on 2009-07-01. نه اخيستل شوی 2010-01-25.
  2. "apex predator". PBS. Archived from the original on 2009-07-22. نه اخيستل شوی 2010-01-25.
  3. Lepak, Jesse M.; Kraft, Clifford E.; Weidel, Brian C. (March 2006). "Rapid food web recovery in response to removal of an introduced apex predator" (PDF). Canadian Journal of Fisheries and Aquatic Sciences. 63 (3): 569–575. doi:10.1139/f05-248. Archived from the original (PDF) on 11 September 2008.
  4. Trewby, Iain D.; Young, Richard; McDonald, Robbie A.; Wilson, Gavin J.; Davison, John; Walker, Neil; Robertson, Andrew; Doncaster, C. Patrick; Delahay, Richard J. (April 2014). Criscuolo, François (ed.). "Impacts of Removing Badgers on Localised Counts of Hedgehogs". PLOS ONE. 9 (4): e95477. Bibcode:2014PLoSO...995477T. doi:10.1371/journal.pone.0095477. PMC 3988185. PMID 24736454.
  5. Davic, Robert D. (2003). "Linking Keystone Species and Functional Groups: A New Operational Definition of the Keystone Species Concept". Conservation Ecology. نه اخيستل شوی 2011-02-03.
  6. Bonhommeau, S.; Dubroca, L.; Le Pape, O.; Barde, J.; Kaplan, D. M.; Chassot, E.; Nieblas, A.-E. (2013). "Eating up the world's food web and the human trophic level". Proceedings of the National Academy of Sciences. 110 (51): 20617–20620. Bibcode:2013PNAS..11020617B. doi:10.1073/pnas.1305827110. PMC 3870703. PMID 24297882.
  7. Wallach, Arian D.; Izhaki, Ido; Toms, Judith D.; Ripple, William J.; Shanas, Uri (2015). "What is an apex predator?". Oikos. 124 (11): 1453–1461. doi:10.1111/oik.01977.
  8. Stier, A. C.; Samhouri, J. F.; Novak, M.; Marshall, K. N.; Ward, E. J.; Holt, R. D.; Levin, P. S. (May 2016). "Ecosystem context and historical contingency in apex predator recoveries". Science Advances. 2 (5): e1501769. Bibcode:2016SciA....2E1769S. doi:10.1126/sciadv.1501769. PMC 4928970. PMID 27386535.
  9. Egan, Logan Zane; Téllez, Jesús Javier (June 2005). "Effects of preferential primary consumer fishing on lower trophic level herbivores in the Line Islands" (PDF). Stanford at Sea. Stanford University. Archived (PDF) from the original on 2010-07-12. نه اخيستل شوی 2010-01-25.
  10. Pace, M. L.; Cole, J. J.; et al. (December 1999). "Trophic cascades revealed in diverse ecosystems". Trends in Ecology and Evolution. 14 (12): 483–488. doi:10.1016/S0169-5347(99)01723-1. PMID 10542455.
  11. Berger, Joel (1999). "Anthropogenic extinction of top carnivores and interspecific animal behaviour: implications of the rapid decoupling of a web involving wolves, bears, moose and ravens" (PDF). Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences. 266 (1435): 2261–2267. doi:10.1098/rspb.1999.0917. PMC 1690453. PMID 10629976.
  12. Croll, D. A.; Maron, J. L.; et al. (March 2005). "Introduced predators transform subarctic islands from grassland to tundra". Science. 307 (5717): 1959–1961. Bibcode:2005Sci...307.1959C. doi:10.1126/science.1108485. PMID 15790855. S2CID 19305264.
  13. Soulé, Michael E.; Bolger, Douglas T.; Alberts, Allison C.; Wright, John; Sorice, Marina; Hill, Scott (March 1988). "Reconstructed Dynamics of Rapid Extinctions of Chaparral-Requiring Birds in Urban Habitat Islands" (PDF). Conservation Biology. 2 (1): 75–92. doi:10.1111/j.1523-1739.1988.tb00337.x. hdl:2027.42/74761.
  14. Baum, Julia K.; Worm, Boris (2009). "Cascading top-down effects of changing oceanic predator abundances". Journal of Animal Ecology. 78 (4): 699–714. doi:10.1111/j.1365-2656.2009.01531.x. PMID 19298616.
  15. Prugh, Laura R.; Stoner, Chantal J.; Epps, Clinton W.; Bean, William T.; Ripple, William J.; Laliberte, Andrea S.; Brashares, Justin S. (2009). "The Rise of the Mesopredator". BioScience. 59 (9): 779–791. doi:10.1525/bio.2009.59.9.9. S2CID 40484905.
  16. Estes, James A.; Terborgh, John; Brashares, Justin S.; Power, Mary E.; Berger, Joel; Bond, William J.; et al. (2011). "Trophic Downgrading of Planet Earth". Science. 333 (6040): 301–306. Bibcode:2011Sci...333..301E. CiteSeerX 10.1.1.701.8043. doi:10.1126/science.1205106. PMID 21764740. S2CID 7752940.
  17. "Climate impacts on polar bears". Polar Bear Specialist Group. 27 January 2009. نه اخيستل شوی 9 September 2018.
  18. Silliman, Brian R.; Hughes, Brent B.; Gaskins, Leo C.; He, Qiang; Tinker, M. Tim; Read, Andrew; Nifong, James; Stepp, Rick (2018). "Are the ghosts of nature's past haunting ecology today?". Current Biology. 28 (9): R532–R537. doi:10.1016/j.cub.2018.04.002. PMID 29738721.
  19. Dobson, Andy P.; Wilmers, Christopher C; Getz, Wayne M. (2005). "Gray Wolves as Climate Change Buffers in Yellowstone". PLOS Biology. 3 (4): e92. doi:10.1371/journal.pbio.0030092. PMC 1064850. PMID 15757363.
  20. Robbins, Jim (May–June 1998). "Weaving a new web: wolves change an ecosystem". Smithsonian Zoogoer. Smithsonian Institution. 27 (3). Archived from the original on 10 February 2010. نه اخيستل شوی 2010-01-25. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  21. Wilmers, Christopher C. (2004). "The gray wolf – scavenger complex in Yellowstone National Park" (PDF). pp. 56, 90 and throughout. Archived (PDF) from the original on 2010-07-12. نه اخيستل شوی 2010-01-25.
  22. Levy, Sharon (November 2002). "Top Dogs". Archived from the original on 2009-06-06. نه اخيستل شوی 2010-01-25.
  23. Bystroff, Chris. "The wolves of Yellowstone" Archived 2011-07-20 at the Wayback Machine. (2006-04-17), p. 2. Retrieved 2010-01-25.
  24. Bonhommeau, S.; Dubroca, L.; Le Pape, O.; Barde, J.; Kaplan, D. M.; Chassot, E.; Nieblas, A.-E. (2013). "Eating up the world's food web and the human trophic level". Proceedings of the National Academy of Sciences. 110 (51): 20617–20620. Bibcode:2013PNAS..11020617B. doi:10.1073/pnas.1305827110. PMC 3870703. PMID 24297882.
  25. Roopnarine, Peter D. (2014). "Humans are apex predators". Proceedings of the National Academy of Sciences. 111 (9): E796. Bibcode:2014PNAS..111E.796R. doi:10.1073/pnas.1323645111. PMC 3948303. PMID 24497513.
  26. Ben-Dor, Miki; Sirtoli, Raphael; Barkai, Ran (2021). "The evolution of the human trophic level during the Pleistocene". American Journal of Physical Anthropology. 175: 27–56. doi:10.1002/ajpa.24247. PMID 33675083.