د څـلورم ائتلاف جګـړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څلورم ائتلاف د ناپيلیون د فرانسوی سترواکۍ پر خلاف وجنګېده او په يوه جګړه کې چې له ۱۸۰۶ ز کال څخه تر ۱۸۰۷ز کال پورې یې دوام وکړ، ماتې وخوړه. د ائتلاف اصلي غړي پروس، روسیه، سکزونی، سويډن او لویه بریتانیا هم ورسره ملګري وه.

پرته له پروس څخه د ائتلاف ځیني غړي پخوا د درېیم ائتلاف په توګه له فرانسې سره جنګېدلي وو او په دغه وخت کې عمومي سوله نه وه راغلې. د ۱۸۰۶ ز کال د اکتوبر پر ۹ مه  پروس د فرانسې د قدرت د ډېرېدو له وېري او د اطریش له ماتې وروسته ، د فرانسې په ملاتړ کې د راین د فډرال له جوړېدو سره له یوه نوي ائتلاف سره یوځای شو.

پروس او روسیه د پروس له ځواکونو سره چې په سکزونی کې راټول شوي وو،  د یوه نوي یرغل لپاره چمتو کـېدل.[۱]

د ۱۸۰۶ ز کال د اکتوبرپه ۱۴ مه ناپیلیون په یوه چټک یرغل کې د جینا  اورستيد په جګړه کې پروسیان مات کړل .

د ناپلیون ترمشرۍ لاندې فرانسوي ځواکونو پروس ونیو، د پروس د ټوک ټوک ځواکونو پاتې شوني یې وڅارل او برلین یې ونیو. دوی بیا  د ختیځ پروس ، پولنډ او د روسیې د پولو په لور مخ ته لاړل چيرته چې دوی د ایلاو په جګړه کې د ۱۸۰۷ ز کال د فبرورۍ له ۷ تر ۸ د روسیې پر خلاف بی پایلي جګړه کړې وه.

ناپیلیون چې خپل ځواکونه یې په نویو وسلو سمبال و، د روسیې د پولو پرخوا مخته تګ وکړ.

په ۱۸۰۷ ز کال د جون په ۱۴ مه روسي ځواکونه د فریډ لینډ په جګړه کې د فرانسیې له خوا وځپل شول او درې ورځې وروسته روسیې د اوربند غوښتنه وکړه. [۲]

د تیلسیت د تړونونو په بنسټ د ۱۸۰۷ ز کال په جولای کې فرانسې او روسیې سوله وکړه ، په کوم کې چې دا ومنل شوه چې د لویې وچې له سیستم سره به یوځای کېـږي. دغه تړون په ځانګړي توګه د پروس لپاره ستونزمن و. نایپلیون د پروس د ډېري برخي چې په هغه کې، د راین د کوزو برخو او لوېدیځ ایلب شامل وه غوښتنه کوله ، کومه چې د پخواني پولنډ او لیتوانی ګډه برخه وه.

په ترتیب سره دا نقشې د ویستفالیه په نوې پاچهۍ کې ، د هغه د ورور جیروم بناپارت په مشرۍ رامنځ ته شوې. هغه دوارسا دوچی هم جوړ کړ چې د پولنډ د مراجعینو دولت و چې د هغه د نوي ملګري،  د سکزوني د واکمن له خوا اداره کېـده.

د جګړي په پای کې ناپیلیون له هسپانیا، پرتګال، اطریش او یو څو نورو کوچنیو دولتونو پرته ، کابو پر ټوله لوېدیځه او منځنۍ اروپا باندې حاکم و.

سره له دې چې څلورم ائتلاف پای ته ورسېد، بریتانیا لا هم له فرانسې سره د جګړي په حال کې وه. په دې خاوره کې دښمنۍ د ۱۸۰۷ ز کال په وروستیو کې ، هغه وخت پیل شوې، کله چې فرانسوي او هسپانیاوي پوځ د بریتانیا په ملګري پرتګال باندې یرغل وکړ او د ټاپووزمو جګړه یې پیل کړه.

پنځم ائتلاف هغه وخت  راغونډ شو، کله چې اطریش په  ۱۸۰۹ز کال کې له جګړي سره یوځای شو.  

بنیادونه[سمول]

څلورم ائتلاف (د ۱۸۰۶ څخه تر ۱۸۰۷ ز کال پورې) د لویې بریتانیا، پروس، روسیې، سکزونی او د سویډن له خوا د فرانسې پر خلاف د پخوانی ائتلاف د له منځه تلو څخه څو میاشتي وروسته جوړ شو. ناپیلیون د استرالیز د جګړي د ګټلو او ورپسې د درېیم ائتلاف د ړنګېدو څخه وروسته د دې په انتظار و چې په اروپا کې عمومي سوله راشي، په ځانګړي توګه له خپلو دوو پاتې مخالفینو بریتانیا او روسیې سره.

په همدې وخت کې ناپیلیون د دې هڅه کوله چې د یوه ازمېښتي اتحاد په وړاندیز سره، په  پروس کې د دې دوو قدرتونو واک را کم کړي. د دې کوښښ یې هم کاوه، تر څو د پروس پوځي او سیاسي نفوذ د جرمني په ایالاتونو کې پاتې شي.

د۱۸۰۶ ز کال په جنوري کې د ویلیم پیت له مړینې سره سره، بریتانیا او د ویګ نوي دولت په فرانسه کې د مخ  پر وده دولت د کنټرولولو لپاره یو لاس و.

د دغو دوو هېـوادو ترمنځ د سولې خبرې اترې د نوي کال په لومړیو کې د ناحل شویو مسایلوله امله، چې د امیان د سولې تړون د  له منځه تلو لامل هم و،دغه خبري بي پایلي پاتې شوي.

د دوی ترمنځ یوه جنجالي  موضوع ، د هانور برخلیک و چې دا د یوې جرمني رایه ورکوونکي ټولنې هغه ایالت و چې له بریتانیا سره یې په خپل سر اتحاد کړی و، دغه ایالت د فرانسې له خوا د ۱۸۰۳ ز کال راهېسې نیول شوی و.

د دغه ایالت پرسرمخالفتونه په پای کې د بریتانیا او پروس لپاره د فرانسې خلاف د جګړې لامل شول. همدارنګه دغې مسئلې سويډن هم په جګړه کې را ښکېل کړ، ځکه چې د دوی ځواکونو هلته د تېر ائتلاف د جګړو پروخت کې هڅې کولې، هانور ازاد کړي.

له هغه وروسته چې فرانسوي سرتېرو د ۱۸۰۶ ز کال په اپریل کې د سويډن پوځونه و ایستل ،د جګړې مخنیوی ستونزمن شو.

د ځینو سمندري نښتو یوه برخه او د مایدې مرکزي جګړه چې د ۱۸۰۶ ز کال په جولای کې په سویلي ایټالیا کې وشوه  ( که څه هم دې کارونو ته د ائتلاف د دريېمي جګړي د یوې برخې د پای ته رسېدو په سترګه کتل کېدل)، د څلورم ائتلاف په وخت کې د فرانسې او بریتانیا تر منځ اصلي شخړي کومه مخامخ پوځي مقابله نه وه، بلکې د دغو دوو قدرتونو تر منځ  اقتصادي جګړه وه.

په داسې حال کې چې بریتانیا لا هم په سمندرونو واک درلود، ناپیلیون غوښتل چې دغه واک مات کړي ( پروس ته له ماتې ورکولو وروسته ) هغه د لويي وچي د سیستم  له پیل کولو او د برلین فرمان له صادرولو سره سم هڅه کوله، چې دا واک مات کړي.  بریتانیا څو میاشتې وروسته په شورا کې له زیان سره مخامخ شوه. [۳]

په ورته وخت کې روسیې د ۱۸۰۶ ز کال ډېرې وخت د ځان په بېرته جوړېدو کې تېرکړ، ځکه چې  د تېر کال په ماتو او جګړه کې یې تاوان لیدلی و. ناپلیون هیله درلوده چې له روسیې سره سوله وکړي ، د سولي یو ازمېښتي تړون یې د ۱۸۰۶ ز کال په جولای کې، له روسیې سره لاسلیک کړ، خو دا تړون د تاسرالکسندریو له لوري لغوه شو او دواړه ځواکونه په جګړه کې ښکېل پاتې شول.

روسیه له ائتلاف سره یوازې په نوم ملګرې وه . روسيې په ټول کال کې د یو غیر فعال بنسټ په توګه شامله وه (د اکتوبر په اصلي جګړو کې یې له پروس سره هېڅ ډول پوځي مرسته ونه کړه، په داسې حال کې چې د روسیې پوځونه پر ځان بسیا و)، روسی ځواکونه په پوره ډول ترهغه په جګړه کې نه وو شامل شوي، تر څو چې د ۱۸۰۶ ز کال په وروستیو کې ناپیلیون پولنډ ته ننوت.

په پای کې تېر کال پروس له فرانسې سره په سوله کې پاتې شو، که څه هم نژدې و چې په درېیم ائتلاف کې له متحدینو سره یوځای شي. د فرانسوي سرتېرو یوې فرقې چې مشرۍ یې مارشال بیرندوت کوله، په غیرقانوني ډول له روسیې او اطریش سره د مخامخ کېدو لپاره د پروس په خاوره کې د انسباج له بي طرفي څخه سرغړونه وکړه.

په دې اړه  د پروس اندېښنه د استرالیز له خوا په چټکۍ سره راکمه کړای شوه او د شونبرون له جګړې دوې  اونۍ وروسته، پروس له فرانسې سره د سولې تړون (کنوانسیون ) لاسلیک کړ.

په دغه کنوانسیون کې دوې میاشتي وروسته یو څه بدلونونه راغلل او په یوه ماده کې یې ژمنه شوې وه، چې هانور به پروس ته ورکول کېږي او په بدل کې به انسباج د فرانسې ملګري بایریا ته د ډالۍ په توګه ورکوي.

سربېره پر دې، ناپيلیون د ۱۸۰۶ ز کال د مارچ په ۱۵ مه خپل اوښی مارشال یواخیم مورات ته یوه لوړ مقام  ورکړ، هغه دا چې د برګ او کلیوس د لویو سیمو واکمن شي، هغه سیمي چې (له بایریا څخه یې د انسباج په بدل کې ترلاسه کړې وې ). مورات له پروس سره خپله دښمني هغه وخت نوې کړه، کله چې هغه د پروس یوه پوځي فرقه، چې په نوې ترلاسه شوې خاوره کې ځای پرځای شوې وه وایسته.

 دې کار ته ناپیلیون سخت غبرګون وښود. د پروس او فرانسې تر منځ اړیکې هغه وخت په چټکۍ سره خرابي شوې، کله چې پروس په پای کې دا وموندله، چې ناپیلیون په پټه له بریتانیا سره د ناکامو خبرو اترو په وخت کې ژمنه کړې وه چې د هانور واک به بېرته بریتانیا ته سپاري. د فرانسې دغه دوه مخی چلند، د پروس او فرانسې تر منځ په مني کې د جګړې د اعلانولو یوه لویه وجه وه [۴]

سرچينې[سمول]

  1. Edouard Driault, "The coalition of Europe against Napoleon." American Historical Review 24.4 (1919): 603–624 online.
  2. David G. Chandler, Jena 1806: Napoleon Destroys Prussia (Osprey, 1993).
  3. William M. Sloane, "The Continental System of Napoleon." Political Science Quarterly 13.2 (1898): 213–231 online.
  4. F. L. Petre, Napoleon's Conquest of Prussia – 1806 (1914) pp. v–vii online.