د څارويو رنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د څارويو رنګ د يو څاروي عمومي بڼه ده، چې د هغې له سطحو څخه د رڼا د انعکاس يا خپرېدنې له امله رامنځته کېږي. ځيني څاروي روښانه رنګ لري، په داسې حال کې چې د ځينو نورو د رنګ کتل سخت دي. په ځينو ډولونو لکه پيفول کې نارينه جنس پياوړې بڼې او څرګند رنګونه لري او رنګين کمان ته ورته دي، په داسې حال کې چې ښځينه جنسونه يې خورا لږ څرګند دي.

دا چې څارويو ولې رنګونه جوړ کړي دي، په اړه يې بېلابېل لاملونه شته. کموپلاژ “Camouflage” [د سيال د غولولو وسيله] يو څاروي ته دا وړتيا ورکوي، چې له ليد څخه پټ پاتې شي. څاروي د نورو نوعو څارويو ته د پاکونکو په توګه خدمتونو غوندې اعلان کولو، د خپلو نوعو يا ډولونو د نورو غړو پر وړاندې د خپل جنسي دريځ د څرګندولو په موخه او په پېښې کولو کې د نورو ډولونو د خبرورکولو له رنګ څخه د ګټې اخېستلو لپاره له رنګونو څخه کار اخلي.

څاروي په مستقيم او نامستقيمو لارو چارو سره رنګ توليدوي. سيده يا مستقيم توليد د ليدلو وړ رنګه حجرو د شتون له لارې پېښېږي، چې د رنګ مادې يا پګمنټ په نوم پېژندل کېږي او د خالونو په شان د رنګه موادو ذرې دي. نامستقيم توليد د حجرو د غوره والي له مخې پېښېږي، چې د کروماتوفورونو په نوم يادېږي او لکه د وېښتانو د حجرو په شان رنګ لرونکې حجرې لري. په کروموتوفورونو کې د رنګ د ذرو وېش د هورموني او عصبي ادارې له مخې بدلون کولی شي. د کبانو په اړه په ډاګه شوې ده، چې کروماتوفورونه ښايي د ليدلو وړ رڼا، ماورای بنفش وړانګې، د تودوخې درجې، کيمياوي موادو او داسې نورو غوندې چاپيريالي پارونکي يا محرک پر وړاندې په سيده ډول غبرګون ښکاره کړي. د رنګ بدلون د څارويو له بېلابېلو ډولونو سره په د ليدلو په لږه يا زياته وړتيا کې مرسته کوي او د بېړني حالت ښودنو او کموپلاژ يا د دښمن غولونې د وسيلې په توګه مهم دی. د زياتره پتنګالو او مرغانو په ګډون ځيني څاروي د پوستکو واو بڼو له مخې کوچني جوړښتونه لري، چې دوی ته روښان رنګين کماني رنګونه ورکوي. د سکوېډ [لس پښه ييز سمندري ژوی] او د سمندر د ژورې برخې د ځينو ژويو په ګډون نور څاروي رڼا توليدولی شي، چې ځيني وختونه بېلابېل رنګونه لری. څاروي زياتره وخت د اړينو رنګونو او اغېزو د توليدولو په موخه دا ډول دوه يا زيات ميکانيزمونه يو ځای کاروي. [۱]

تاريخچه[سمول]

د څارويو د رنګ ښکاره کول د پېړيو لپاره په بيولوژي کې د لېوالتيا او پلټنې موضوع ده. په لرغونې دوره کې ارستو ثبت کړه، چې پنجه پړاو [اته پښې لرونکی سمندري ژوی] له شاځمکې سره د سمون او د ګواښ پر مهال د خپل رنګ د بدلولو وړتيا درلوده. [۲]

رابرت هوک ‘Robert Hook’ د مايکروګرافيا “Micrographia” (۱۶۶۵ز) په نوم خپل کتاب کې د طاوس د بڼو حيرانونکي رنګونه (جوړښتی، نه رنګه) بيان کړل. [۳]

د ستايلو وړ دې مرغۍ د بڼو برخې د مايکروسکوپ له لارې د ټولو بڼکو يا وزرونو له پرانېستلو څخه پرته هم ښکاري؛ لکه څرنګه چې څرګنده ده، چې په لکۍ کې د هرې بڼکې ډډ يا لويه بڼکه د اړخيزو څانګو ګڼې برخې لېږدوي، ... نو د همدې له امله د دې تارونو هر يو يې په مايکروسکوب کې د پراخه اوږد جسم په توګه ښکاره کېږي، چې د روښانه منعکس کېدونکو برخو له يوې ډلې څخه جوړ شوی دی. ... د دوی پورتني اړخونه ماته داسې ښکاري چې د نريو هوارو جسمونو له يوې ډلې څخه جوړ شوي وي، چې مخ پر وړاندې نور هم نری کېږي او يو له بل سره خورا نږدې غځېږي او د همدې له امله لکه د د ملغلرې د مور “mother of Pearl” د سيپۍ يا صدفونو غوندې يوازې يوه فعاله رڼا نه، مګر تر څنګ يې په يو تر ټولو نادر ډول لږ رنګ هم منعکس کوي؛ او دوی د بېلابېلو ځايونو د معنا له مخې رڼا ته په پام سره اوس يو رنګ او بيا بل رنګ او دواړه په خورا تېزۍ سره منعکس کوي. اوس دا چې دا رنګونه په يوازې ډول په زړه پورې دي او د رڼا له ماتېدنو څخه په سمدستي ډول راپورته کېږي، نو د همدې له مخې مې وموندل چې اوبه دا رنګه برخې لندوي او د دوی رنګونه له منځه وړي، چې دا بهير د انعکاس او ماتېدنې له بدلون څخه پرمخ تلونکی ښکاري. ــ رابرت هوک

د چارلس داروين د ۱۸۵۹ زکال د طبيعي ټاکنې د نظريې له مخې د رنګ په شان بڼې بېلابېلو څارويو ته د يوې توليدي ګټې د برابرولو په واسطه رامنځته شوي دي. د بېلګې په ډول: د نوعو هغه وګړي چې د ورته نوعو خلاف يو څه غوره کموپلاژ لري، ښايي په منځني ډول لږ څه زيات نسل پرېږدي. ډاروين د “Origin of Species” تر سرليک لاندې خپل کتاب کې ليکي: [۴]

کله چې موږ پاڼه خوړونکي حشرات شنه او د نباتاتو د پوستکي مشبوع کونکي خال خال خړ، “alpine ptarmigan” په ژمي کې سپين، د هيتر په نوم نبات سور وزمه مرغه او د سکارو غوندې ځمکې تور وزمه مرغه وينو، نو بايد باور وکړو چې دا تت رنګونه له ګواښ څخه د دوی په ساتنه کې د يادو نباتاتو او حشرو د خدمت رنګونو له ډلې څخه دي. ګروس مرغه که چېرې د خپل ژوند په يو څه دوره کې له منځه لاړ نه شي، نو بې شمېره به زيات شي؛ د دوی په اړه روښانه ده، چې له ښکاري مرغانو څخه زيات ځورېږي او بازان د سترګو د نظر په واسطه له دومره لرې څخه خپل ښکار پر لور ځي، چې د لويې وچې په ځينو برخو کې خلکو ته خبر ورکول شوی دی، چې سپينې کوترې ځکه ونه ساتي، چې د له منځه تللو پر وړاندې خورا حساسې دي. په دې دليل زه د شک لپاره هيڅ دليل نه وينم، چې طبيعي ټاکنه به شايي د ګروس هر ډول ته د مناسب رنګ په ورکولو او د ياد رنګ په ساتلو کې هغه مهال خورا ګټوره وي، چې يو ځل په رښتيني او ثابت ډول تر لاسه شوی وي. ــ چارلس ډاروين[۴]

د هنري وړالټر بېټس “Henry Walter Bates” د ۱۸۶۳ ز کال “The Naturalist on the River of Amazons” نومي کتاب د امازون کاسو [د سيند کاسه] کې د خزندو او په ځانګړي ډول پتنګانو په اړه خپله پراخه څېړنې تشرېح کوي. نوموړي وموندل چې په څرګند ډول ورته پتنګانو زياتره وخت د بې زیانه نوعو په درلودلو سره په بېلابېلو کورنيو پورې تړاو درلود، چې د ښکاري يا داړونکي څاروي له لورې تر بريد لاندې د راتللو موکې د کمولو په موخه د زهرجنو يا تريخ خوند لرونکو نوعو پېښې کوي، چې د پېښې کولو دا بهير اوسمهال د نوموړي په وياړ د بېټس “Batesian” پېښې يا تقليد نومول کېږي. [۵]

د ايډوارد بګنال پولټن “Edward Bagnall Poulton” د ۱۸۹۰ ز کال پياوړی دارويني کتاب (د څارويو رنګونه، د هغوی معنا او کارونه، په ځانګړي ډول هغه چې د خزندو برخه کې پام کې نيول کېږي) د څاريو د رنګ درې اړخونو په اړه بحث وکړ، چې نن ورځ په پراخه کچه منل شوي دي، مګر هغه وخت مخالفتي يا په ټوليز ډول نوي وو. دې کتاب د ډاروين د جنسيتي ټاکنې نظريه په کلکه ومنله او استدلال يې وکړ، چې د نارينه او ښځينه مرغانو تر منځ څرګند توپيرونه چې د ارګوس سارايي چرګ غوندې د ښځينه جنسونو له مخې ټاکل شوي وو، په ګوته کوي چې روښانه نارينه بڼکه په هغو نوعو کې موندل شوې وه، چې «د ورځې له خوا ګرځي يا مينه څرګندوي». ياد کتاب په فريکوينسي پورې د تړلې ټاکنې مفهوم د هغه وخت په پام کې نيولو سره وړاندې کړ، چې د خوراک وړ پېښې کونکي څاروي په کې د هغو بې خوند موډلونو په پرتله لږ روښانه وي، چې دوی يې د رنګونو او نمونو پېښې کوي. پولټن په خپل کتاب کې د خبرتيا رنګ څرګندولو لپاره د اپوسيماټيزم اصطلاح هم رامنځته کړه، چې نوموړي د تي لرونکو څارويو، مچيو او غومبسو، ګونګټانو او پتنګانو په ګډون د ژويو په پراخه کچه توپيري ډلو کې څرګنده کړې ده. [۶][۷][۸]

د فرانک ايورس بيډارډ د ۱۸۹۲ ز کال کتاب (د څارويو رنګ Animal Coloration) د طبيعي ټاکنې شتون ومنه، مګر په خورا نيوکه ييز ډول يې د کمولاژ، پېښې کولو او جنسي ټاکني برخو کې د هغې کارول وڅېړه. ياد کتاب په بشپړ ډول د پولټن تر نيوکې لاندې راغلی دی. [۹][۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Meyer-Rochow, VB (2001). Fish chromatophores as sensors of environmental stimuli - Book=Sensory Biology of Jawed Fishes; editors Kapoor BG & Hara TJ; Science Publishers Enfield (NH), USA. د کتاب پاڼي 317–334. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Aristotle (c. 350 BC). Historia Animalium. IX, 622a: 2–10. Cited in Borrelli, Luciana; Gherardi, Francesca; Fiorito, Graziano (2006). A catalogue of body patterning in Cephalopoda. Firenze University Press. کينډۍ:ISBN. Abstract Archived 2018-02-06 at the Wayback Machine.
  3. Hooke, Robert (1665) Micrographia. Ch. 36 ('Observ. XXXVI. Of Peacoks, Ducks, and Other Feathers of Changeable Colours.'). J. Martyn and J. Allestry, London. Full text Archived 7 August 2016 at the Wayback Machine..
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species, Ch. 4. John Murray, London. Reprinted 1985, Penguin Classics, Harmondsworth.
  5. Bates, Henry Walter (1863). The Naturalist on the River Amazons. John Murray, London.
  6. Mallet, James. "E.B. Poulton (1890)". University College London. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Allen, J. A.; Clarke, B. C. (September 1984). "Frequency dependent selection: homage to E. B. Poulton". Biological Journal of the Linnean Society. 23 (1): 15–18. doi:10.1111/j.1095-8312.1984.tb00802.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Poulton, Edward Bagnall (1890). The Colours of Animals, their meaning and use, especially considered in the case of insects. Kegan Paul, Trench, Trübner. London. pp. 331–334
  9. Beddard, Frank Evers (1892). Animal Coloration, An Account of the Principal Facts and Theories Relating to the Colours and Markings of Animals. Swan Sonnenschein, London.
  10. Yost, Robinson M. "Poulton: Colours". Kirkwood Community College. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Poulton, Edward Bagnall (6 October 1892). "Book Review: Animal Coloration: an Account of the Principal Facts and Theories relating to the Colours and Markings of Animals". Nature. 46 (1197): 533–537. Bibcode:1892Natur..46..533P. doi:10.1038/046533a0. S2CID 3983153. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)