د ځنګل نرسري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

                                  

دځنګل نرسري(Forest Nursery)[سمول]

  نرسري(روزنځای) دهغه ساحې څخه عبارت دی په کوم کې چې تخصصې کرنه صورت نيسي،او وروسته بيانيالګي دهغوۍ اصلي ځای ته انتقاليږي.ياروزنځای دهغه ځای څخه عبارت دی چيرته چې نباتات ترهغه وخته روزل کيږي ترڅوخپل اصلي ځای ته انتقال شي،په نرسري کې بسترونه (Beds)،لارې(Paths)،داوبخورچينلونه(Irrigation chanal)اوداسې نور شامل وي.

دنرسري بستر(Nursery bed):دهغه ځای څخه عبارت دی چې تخمونه په کې کرل کيږي،يانباتات ورڅخه انتقاليږي اويا قلمې(Cutting) په کې قرار لري.همدارنګه نباتاتودکرنې لپاره اساسي برخه ده چې دابياپه (Seedling bed )او(Transplanting bed) باندې وېشل کيږي.

Seedling bed: دروزنځای دهغه بسترڅخه عبارت دی په کوم کې چې نيالګي کرل کيږي،همدارنګه نباتات ورڅخه ويستل يانورو برخوته انتقاليږي.

Seedling nursery: هغه نرسري چې يواځې په کې نيالګي کرل کيږي اودبوټوانتقال ورڅخه  صورت  نيسي.

Transplanting bed: دروزنځای دهغه بسترڅخه عبارت دی دکوم څخه چې کرل شوی نيالګي مخکې دځنګل درامنځته کيدوڅخه انتقاليږي.

  هغه نرسري چې يواځې دنيالګيودانتقال لپاره بسترونه لري دکوم څخه چې نيالګي انتقال شوي اودځنګل دکرلولپاره اماده وي د(Transplanting nursery) څخه عبارت دی.

د ځنګلي نيالګيو نرسري یو نما ښيي

دنرسري اهداف اواهميت[سمول]

 Importance & object of nursery)

-نرسري په مصنوعي ريجنيريشن (Artificial regeneration) کې يومهم مقام ترلاسه کړی.

-دنرسري په کارونوسره په مصنوعي ريجنيريشن کې زياتوالی رامنځته کېږي .

-ٍدخارجې معرفې شوو انواعوپه ډيرښت کې مهم رول لري

اهداف يې په لاندې ډول دي :

۱-  ّځينې مهم انواع هرکال تخم نه توليدوي نوددغه انواعوټول ژوندې تخمونه چې په  متوسطه (Moderate) اوښه (Good) تخمې کال کې راټول شوی وي بايد په نرسري كې

وکرل شي اونيالګي يي بايدمختلفو کلونوکې انتقال شي.

۲- ځينې انوع په کراره وده کوي که چيرته دغه انواع په مستقيمه  توګه وکرل شي، نو رامنځته شوي نيالګي به دهرزه ګياه ؤ په واسطه له منځه ولاړشي،نوددې لپاره بايد دغه تخمونه په نرسري کې وکرل شي.

۳- هغه نيالګي چې دسرکونوياجادو په غاړو کې کرل کيږي دابايدغټ،قوي اواوږده اوسي چې دا يواځې دنرسري څخه په لاس را وړلای شو.

۴- بهرنۍ معرفې شوې انواع لکه  Tropic pines, viz, Eucalyptus  اوداسې نورو کرل په نرسري کې ډېر ضروري دي.

    ۵- ځينې انواع په مستقيم ډول کرل کيږي خوتخمونه يې په کامياب ډول نه شنه کيږي نونرسري ددې انواعولپاره يوښه ځای دی،ترڅونيالګي په کې په مصنوعي ډول وکرل شي.  

  ۶- دمصنوعي کرنې (Artificial regeneration) لپاره يوه ښه طريقه په روزنځای کې دنيالګيو کرل دي.

دروزنځای صنف بندي[سمول]

(Classification  of Nursery)

1- Nursery is classified either on the basis of Irrigation facilities or duration of there use:


نرسري داوبخور دامکاناتوداستعمال په اساس په دوه ډوله :

a - (Dry Nursery): هغه نرسري ده چې د اوبخورداوبو يامصنوعي اوبو ورکونې څخه محفوظه وي. 

b- (Wet nursery): دهغه روزنځای څخه عبارت دی چې اوبه ورته دضرورت په وخت کې په مصنوعي يا داوبخورپه شکل ورکول کيږي.

2-Types of nursery according to the type of plants grow:

دکرل کېدنکو نباتاتو په اساس دنرسري ډولونه:

a –Fruit nursery) ): هغه نرسري ده په کوم کې چې دميوه دارو ونو بوټي روزل کيږي.

b–(Vegetable nursery): هغه نرسري ده په کوم کې چې دسبزيجاتوبوزغلی کرل کيږي.

c- (Ornamental nursery): هغه نرسري ده په کوم کې چې دزينت په منظورنيالګي روزل کيږي،يا هم دکورونودضرورت په منظورهمدارنګه دلارو لپاره دنيالګيو روزنه په کې ترسره کيږي.

d- (Medicinal or aromatic plant nursery ):په دا ډول روزنځای کې طبي او بوی لرونکي نباتات روزل کيږي .

e- (Forest nursery): هغه نرسري ده په کوم کې چې دځنګل داحيا اواحداث لپاره نيالګي روزل کيږي.

f- (High technology nursery): هغه نرسري ده په کوم کې چې دلوړې ټکنالوژۍ څخه په کاراخيستلودنباتاتودانساجوکرل صورت نېسي،ياهغه بوټي چې په نورو طريقونه تکثيرېږي په دې طريقه يې تکثيرصورت مومي.


3- Types of nursery according to stitution:

دبنياد په اساس دنرسري ډولونه:

a- (Research nursery ): هغه نرسري ده په کوم کې چې دولتي نمائنده ګي ،اکاډميک مؤسسات اوبين المللي سازمانونه دتحقيق په منظورنيالګي روزي .

b-(Government nursery ):هغه نرسري ده چې دمحلي يامرکزي دولت لخوا جوړېږي،چې دا د(A forestation )،(Reforestation) يا(Country tree plantation ) لپاره په کار وړل کېږي .

c- (Industrial nursery): دلرګيودلويوکمپنيولخواجوړېږي اوتنظميږي داد زيات وخت لپاره په نظرکې نيول کيږي،اوهرکال يولوی حجم (Seedling) دښه کيفيت لرګيودتوليدپه منظورتري لاس ته راځي.


4- Types of nursery according to the type of sale:

دنيالګيودخرڅلاو په منظور دنرسري ډولونه:

a- (Retile nursery): هغه نرسري ده په کوم کې چې بوټي په پرچون ډول پلورل کيږي دانرسري دکم وخت (۳ــ۵) کالو لپاره په نظرکې نيول کيږي.

b- (Whole sale nursery): په دې ډول نرسري کې نيالګي په عمده شکل خرڅيږي،چې دادلوي سايزاودايمي نرسري وي.

c-(Mail order nursery ):هغه نرسري ده چې نيالګي په کې دايميل په واسطه پلورل کيږي.کيدای شي چې دا(Retail nursery )اويا(Whole sale nursery)وي.

d- (Private nursery): هغه نرسري ده چې يوشخص په خپل مصرف جوړه کړې وي.

e- (Project nursery):هغًه نرسري ده چې دانجوګانو،مؤسساتواونړيوالوسازمانونو لخوا جوړېږي چې په سيمه کې دونوکرلوته پراختياورکړي.

۵- دکرلوپه اساس دنرسري ډولونه:

(1): Bed-Raised bed or filed growing production nursery:

هغه نرسري ده چې نيالګي اونور تکثري اعضاوی په ځمکه ياجګوبسترونوکې روزل کيږي .

(2): Pot or container growing production nursery: 

هغه نرسري ده چې نيالګي يې په لوښواوپلاستيکي خريطوکې روزل کيږي .

۶- دساحې يامساحت په اساس دنرسرۍ ډولونه:

a – (Small size nursery): کوچنۍ نرسري هغه نرسري ده چې د(۲۵) هکتاره څخه کمه ساحه يې نيولي وي.

b- (Large size nursery): لويه نرسري هغه نرسري ده چې د (۲۵) هکتاره څخه په لويه ساحه کې جوړه شوی وي.

۷- دوخت په اساس دنرسري ډولونه:

a – (Temporary nursery or short time nursery): موقتي نرسري هغه نرسري ده چې دلنډوخت لپاره (پنځه کالو پوری) په کې نيالګي روزل کيږي.په هغوساحوکې جوړېږي چې پخواپه کې نيالګي کرل شوی وي اودنيالګيودتوليدظرفيت يې په هرکال کې د (۵۰۰۰ـــ۱۰۰۰۰۰) پورې وي اوپه دې نرسري کې نيالګي ديوکال دوه يادرې کلونولپاره روزل کيږي.

b- (Permanent or long time nursery): هغه نرسري ده چې نيالــګي دزيات وخت (پنځه کالوڅخه ډېروخت) لپاره روزل کيږي،په دې نرسري کې دنيالګيودتوليدظرفيت د (۱۰۰۰۰۰) څخه زيات وي اونيالګي يې په نيږدې،ليرې،داخلي اوخارجي بازارونوکې پلورل کيږي. دغه ډول نرسري له يوې خوا دضرورت وړ شيانولپاره شعبات رامنځته کوي  اوله بلې خواڅخه کارګران اوفني کدرونه  ټول کال مصروف اوزراعتي ګټې لوړوي.


۸- دتوليددمقصدپه اساس دنرسري ډولونه:

a – (Home nursery): کورنۍ نرسری: په دې کې دکور دضرورت په منظور نيالګي روزل کيږي.

b- (Commercial nursery): تجارتي نرسري: هغه نرسري ده په کوم‎کې چې نيالګي دتجارت اوخرڅلاو په منظور روزل کيږي. اودا په دوه ډوله ده

i.   (Urban nursery ) ښاري نرسری:هغه قوريه ده چې په ښار کې جوړېږي  اونيالګي يې په ښارکې  پلورل کيږي

ii.(Rural nursery) اطرافي نرسري :هغه نرسري ده چې په اطرافوکې جوړېږي اونيالګي يې په کليو اوبانډو کې خرڅيږي .

دنرسري  لپاره دځای ټاکل

(Selection of site for nursery)[سمول]

په يوه نرسري کې نيالګي ښيي

  دروزنځای انتخاب بايد په ډېردقت اوفکرسره صورت ونيسي ځکه دروزنځای موقعيت به دهغې په کاميابۍ ډېر لوی اثرولري ،دروزنځای په انتخاب کې بايدلاندې فکتورونه په نظرکې ونيول شي.

۱-    Ecological  factor                    

۲- Economical  factor                

۳-               Sociological factor

۴-   Biological factor                 


۱-محيطي فکتورنه ( Ecological   factors)

a- (Climate): د (Seedling) يانيالکيودتوليدلپاره که په پټي کې ياپه لوښوکې کرل شوی وی ملايم اقليم ،اوږد کرنېز موسم (Growing season) ولري اوهمدارنګه دباران ښه  ويش مناسب دی هغه ساحې چې باد،غونډيو يايخ طوفان ته مخامخ وي بايد نرسري په کې جوړه نه شي  .ملايم اقليم هغه سيمې چې دلويواوبوسره نږدې موقعيت ولري يا دوه ميله داوبوڅخه لېري وي يا هم استوائي ساحې وي .

b-Topography

داغيزمنوعملياتولپاره بايدځمکه همواره وي ،دډيرسلوب څخه بايدمخنيوی وشي که سلوپ زيات وي نوتراس دی جوړشي .هغه ځمکې چې سيلاب ته مخامخ يادسيلاب په واسطه متضرره کيږي بايد نرسري په کې جوړه نه شي.د(Land nursery) لپاره داسې ساحه چې لوی کاڼي اولوټې ولري مناسبه نه ده نوداسې ساحې بايدپاکې شي اودغونډيو په منځ کې بايد نه وي.

c- خاوره:

د(Pot) ياپه لوښوکې دروزل کيدونکونيالګيو(container production nursery)لپاره دساحې په انتخاب کې خاوره کوم مهم فکتور نه دي ځکه چې ددې لپاره ميډيا په مصنوعي ډول جوړېږي بلکې ځنې شيان بايد په نظر کې ونېسو.لکه دخاورې انتقال او(Drainage) مهم دي. بايد په دې فکر وشي د(Pot nursery)لپاره دشګې،خاورې،peat mass ،اوبو(water) سرې ،  (fertilizer)،دکرلو لوښې اوداسې نور شيان  يوې اعتمادي منبع ته اړتياده داشيان بايدپه يومناســـب قيمت ترلاسه شي.د (Field production nursery) لپاره دخاوری انتخاب دهغه نيالګيوپه ډول پورې فرق کوي کوم چې بايد توليد شي.(Seedling) اودلوڅو ريښونباتات (bare root plant) که په (Sandy) او (Sandy lome ) خاوروکې وکرل شي ښه توليدورکوي.ددې خاورې ګتې دا دي

1.                داوبوکولواو ياباران څخه وروسته درزونه نه کوي اودنيالګيوتيغ وهنې ته ښه اجازه ورکوي

2.                په پسرلي کې يادباران څخه وروسته نسبت نوروځمکوته په کې کارژر پيل کيږي.

3.                ټول کرنيزفعاليتونه په کې اسانه دي اوکمې انرژۍ ته ضرورت لري.

4.                په پسرلي کې دنيالګيو ويستل ترې اسانه وي اودزخمي کېدوميلان يې کم وي.

دښه کيفيت لرونکي نيالګيودتوليدلپاره خاوره بايدښه (Structure) او(Porosity) ولري.چې دا مشخصات دخاورې داوبو او هوا (Air-water relationship)،دغذائي مــــــوادومــــوجوديت(Nutrient availability)،مــــايکرواورګانيزمــــــــونوفعــاليت

(The activity of  micro organism) اوپه پايله کې په(  Growth & development) وده اوپرمختګ باندې ډېر قوي تأثير لري. دخاورې دانه داره سټرکچر(Granular or crumbs structure  ) د(Field nursery) لپاره ترټولوغوره خاوره ګڼل کېږي .داکثره لرګينونباتاتولپاره (PH)د(۵ــ۲.۷)پورې دي دروزنځای دخاورې (PH) ددې ترمنځ وي .

   هغه خاورې چې (PH) اندازه يې (۲.۷) څخه لوړه وي بايدترې مخنېوی وشي ،دروزنځای خاورې بايدحاصلخيزه وي .هغه خاورې چې ټيسټ يې لوړکلسيم اومګنيزيم وښي بايددنرسري لپاره انتخاب نه شي ځکه چې ټول لرګين انواع د(Micro element) په کمبود اخته کوي د  Filed nursery لپاره خاوره بايد(٪۲-۵)  پورې عضوي مواد ولري اودمضره هرزه وښو،نيماتودنو،حشراتو،امراضو اوهرزه وژونکو دپاتې شونوڅخه پاکه وي ،کوم چې وده محدوده وي اودنيالګيو کيفيت خرابوي .   



   

d – اوبه (Water):

په هغه ځای کې چې نرسري جوړېږي په ټول وده يېز موسم کې يې باران په ښه توګه ويشل شوی وي اويا هم داوبو دايمې منابع ولري لکه: کوهی،کاريز،ټيوب ويل اوياکانال اوبه کېدای شي دښاروالی اوبوسيستم اويا لښتيو(Streams)،سيندونو(River)،ډنډونو(ponds)،اوجهيلونو(Lakes) څخه ترلاسه شي .اوبه بايددالقليو،دحده زياتو مالګو(Excessive salts)اودفابريکوفضله موادو څخه چې نباتاتو ته ضرر رسوي پاکې وي.هغه اوبه چې د(Seedling) اونوی ترانسپلنټ نيالګيولپاره استعماليږي بايد د(200ppm) څخه کم حل شوي جامدمواد ولري.(Soul bridge ) دألې (3ms/cm)په (25c) کې د(200ppm) حل شوي جامدموادو لارښوونه کوي.دکلسيم (500ppm)د(PH) دلوړيدواحتمال را ښيې نوله دې بايدزيات نه شي دهيوادپه ځېنوځايونوکې سوديم اوبوران کولای شي د(Seedling) په توليداوتکثيرکې مشکلات رامنځ ته کړيژ.داوبو لګونې اوبودسوديم د جذب نسبت بايدد(10ppm) څخه اوبوران (1/2 ppm)څخه لږ وي ددې تر څنګ چې دروزنځای لپاره اوبه برابرېږي بايد دکارکونکولپاره يې هم دڅښلودپاکواوبو دايمې منبع موجوده وي.

e –هوا (Air):                                              

دهواککړتيا دساحې په انتخاب کې يوبل مشکل دی هغه هواچې دسلفرډای اوکسايد(So2)،(Hf)هايدروجن فلوراوکسايد،Phototoxic ،Photochemical smog ،(O3) اوزون اونورو دراندو فلزاتو سره ککړه شوی وي بايدد هغې ساحې څخه دروزنځای په جوړولوکې ډ ډه وشي.چې دامواد معمولادفابريکو،موټرونو،جنراتورونو اوداسې  نوروپه واسطه توليدېږي ،نوروزنځای بايد دفابريکو څخه ليرې  ساحه کې  وي  ترڅو دهغوی د(pollution) څخه نباتاتو ته ضرر ونه رسيږي.

-اقتصادي فکتورونه:

۱- (Cost of land ) :-دځمکې نرخ: په يوه ساحه کې دځمکې لومړني مصارف دروزنځای دساحې په تعين کې مهم رول لري.نرسري بايدپه داسې ځای کې چې دځمکې داجارې مصرف  يې داسې وي چې ددې دپوره کولوترڅنګ ټول مصارف پوره اوزيات عايدولري جوړه شي .داسې نه چې ځمکه دومره لوړ مصرف ولري چې دروزنځای څخه پوره نه شي اجاره بايد داوږد مهال يعنې لږترلږه لس کاله وي.

۲- Labor   :لکه څرنګه چې دنرسرۍ اکثره فعاليتونه دکال په يوفصل کې وي نوپه هماغه وخت کې دکاريګرموجوديت ضروري دي ،نوروزنځای بايدپه داسې ځای کې جوړ کړای شي چې په هر وخت کې په مناسب قيمت سره کاريګرموجود وي ترڅوپه دايمې توګه مزدورانوته ضرورت پيدانه شي .    

۳- Facilities :اکثره روزنځايونه انرژۍ ته ضرورت لري ځينې يې په يوشکل اوځينې يې ممکن ډېرو شکلونوته  .دبرق په شکل انرژي ،درڼا ،د وسايلواودعملياتودکارونې لپاره لکه:داوبولګونې پمپونه ،يخچالونه،کمپيټرونه  اوداسې نورولپاره ددې ترڅنګ ګاز اودډبروسکارو ته دنباتاتود(Green house)اوخونودګرمولوپه خاطرضرورت دي.پطرول اوډيزل دموټرونو،لاريو،تراکتورونو،ماشينونو اونورو وسايل چې په قوريه کې استعمالېږي په يوښه نرخ سره قرارداد شي اوټول ضروري سهوليتونه دي محاسبه شي اوچې په کومه ساحه کې په ښه توګه ترلاسه کېدای شي (په کم مصرف) نو يوه  داسې سيمه چې برق ولري اونور اړين وسايل په ښه توګه ترلاسه شي اوهم کوم وسايل (موټرونه) چې عضوي مواد اونوروضروري وسايلوپه راوړلواودروزنځای څخه دنيالګيوپه انتقال کې په کاروړل کېږي ،هغه وخت په کم مصرف تماميدای شي چې سرک ته نږدې وي.                 

۴- Competition  رقابت :دهرنوي تجارت دشروع کولودمخه بايدرقابت ارزيابي شي،او وليدل شي چې دې سيمه کې دې ته ورته څواودکوموامکاناتولرونکي روزنځايونه شته.دشروع کولودمخه بايديوسوال ته ځواب وويل شي چې څه شي زه توليدولای شم چې زما درقابت څخه لوړدي.اوزه کولی شم چې هغه په ګټه خرڅ کړم،که څه هم په سيمه کې درقابت موجوديت دساحې په انتخاب کې کوم مشکل نه دي ځکه هغه ساحه کې شايد لوي مارکيټونه هم موجود وي ،اودروزنځای موجوديت په سيمه کې ممکن سرمايه وي دروزنځای والا ممکن يودبل سره دوسايلوپه تبادله کې بشري نيرو اويادانتقال په وسايلو مرسته وکړي.

۳- ټولنيز فکتورونه:

يوشميردټولنپوهنې فکتورونه دروزنځای په پرمختګ اورامنځ ته کولوباندي تأثيرلري  اوتأثيربه ولري چې مختلف اقتصاديSegment  لکه: ډيرشوي نفوس دارامۍ اوتفريح وخت دنرسرۍ د محصولاتو په تقاضاباندي اثرغورځوي.خوداعوامل دټولنوپورې فرق کوي دخلکو دژوند حالات اونژادي بيوګرافي هم دنرسرۍ دمحصولاتوپه خرڅولوډيرتأثيراچوي.دنرسرۍ کارکونکي دمديرڅخه نيولې ترکاګرپورې بايددښه سلوک اورويې لرونکي وي ترڅو خلک جذب کړي .اوداسې ساحه وي چې هلته خلک دروزنځای په اهميت وپوهېږي،اوهغه خپله دګټې اويايې خپل ځان ته دکاردمنبع په توګه قبوله کړي.همدارنګه په ساحه کې دمکتبونو،جوماتونو،روغتونونو،تعليمي مؤسيساتوکرونکومرکزونه اودکرنې حمايه کونکومؤسيسوموجوديت هم تأثيراچوي.

۴  - بيولوژيکي فکتورونه:

دروزنځای دځای دانتخاب څخه دمخه بايددمختلفوبيولوژيکي فکتورونوپه اړه څېړنه وشي لکه :حشراتو،امراضو،هرزه ګياه اوددې ترڅنګ په ځينوځايونوکې موږکان،خاڼي،موږې،سوۍاويانوراهلي حيواناتوشتون وليدل شي .چې نيالګيوته ډيرتاوان اړولی شي اوکه چېرته شتون ولري اياهلته يې دمخنيوي لپاره دتوسعې متخصصين ،پوهنتونونه،دامراضواوآفاتودکنټرول اومخنيوي لپاره ډيپارټمنټ اومسلکي کسان شتون لري او که نه.

دنرسرۍ ساحهArea of nursery) ([سمول]

   دنرسرۍ ساحه دانوعودشنه کيدو،دنيالګيودعمرياراويستل شوو نيالګيو دانتقال وخت،دضرورت وړانتقاليدونکوبوټوشميردکرل کيدونکې ساحې اودکرلو فاصلوپورې اړه لري. دمحاسبه شوي ساحې څخه (٪۵۰)برخه لارو،سرکونو،داوبوچينلونواوداسې نورو لپاره ځانکړې کيږي .

کټاره جوړول( Fencing)

  دحيواناتودضرر څخه دمخنيوي په خاطر دقورې نه  ګرد چاپېره دلرګي ياداوسپنې دپايواوسيم خاردار کټاره ،دتيږوديوال اويا Green wall ته ضرورت بريښي چې جوړ شي. ساحې نه ليدوسره اوروزنځای ته دضرر رسونکو شيانوپه نظرکې نيولوسره بايددکټارې ډول اوياډيزاين ترتيب شي .دپايې اوږدوالی (۶فوټه يا ۸۰.۱متره) وي چې (۲ـ۵.۱ فوټه يا۴۵-۶۰ سانتي متره) په ځمکه کې ننوځي دلرګي پايې دتيږو اوسيمنټوپه واسطه کلکيږي.چې دپايوتر منځ فاصله بايد(۱۲ فوټه يا۵.۳ سانتي متره) وي اودسيم خاردار لومړی تاردځمکې دسطحي څخه ديوفټ (۳۰ سانتي متره) په اندازه اوچت نصب کړای شي اودنورتارونوترمنځ فاصله بيا(۶۰) سانتي متروپورې ټاکل کېږي اوتر(۱۲۰سانتي متره)په جګوالي ختميږي.دکونجونودپايوداستناد لپاره دوه نوروپايوته ضرورت دی.

*  حمايه کونکې پايې د (۴۵) درجوپه زاويه دکونج دپايې په مقابل کې نصبيږي.

*  دحمايه کونکوپايواوږدوالی دځمکې په سطحه حداقل دوه فټه وي.

*دحمايه کونکوپايولاندې برخه د(۴۰) سانتی متروپه ژور والي سره نصبېږي

*داپايې په داسې شکل ځمکه کې ځای پرځای کېږي چې دسيم خاردار په جهت واقع شي.     






بادماتونکي(Wind breakers)

په هغه ځايونوکې چې دقوي بادلرونکي وي نولازمه ده چې دقوريې څنګ کې شمال خواته بادمادونکي وکرل شي .دګرمواوټيټومنطقولپاره  Eucalyptus camondolensis چې تيزه وده کونکي دي وکرل شی.په سړواويخوځايونوکې نورې نوعې لکه :سفيدارياوله وکرل شي.

دبادماتونکي دمؤثريت لپاره چې قوريه دوزو اونوروحيواناتوڅخه محفوظه شي اغزنې څانګې استعمالولای شو.که دروزنځای څخه دډيروخت لپاره استفاده کيږي بايدشين ديوال  څخه دبادماتونکي په توګه استفاده وشي .ترڅودحيواناتواوهرزه بوټودتخم مخنيوی وشي. دونولاندې څانګې بايدقطعه نه شي اوګڼې پريښودل شي ،ترڅو دحيواناتودتګ راتګ څخه مخنيوی وشي.اوهم هغه ونې چې دقلموپه واسطه تکثر کيږي انتخاب شي.په هغه ځايونوکې چې تيږي نسبت نوروموادوته زياتې وي دقوريې دساتنې لپاره دتيږوديوالونه ګټوراوساده دي.خوتاوان يې دادی چې قورې ته دازادې هوا دچلندستونزه رامنځته کوي اودقوريې په منځ کې  يخه اوګرمه هوا پاتي کيږي اوبوټوته ضرر رسوي.




نقشه کشي(Lay out)

   دنرسرۍ دانتخاب څخه وروسته دمستطيل په شکل (Block) بايدجوړشي،چې ددوي ترمنځ بايد(۸.۰)متره دايمې لارې پريښودل شي دغه بلاکونه بياپه کوچنيوبلاکونوباندې ويشل کيږي.چې ددې بلاکونوترمنځ لاره(۹.۰)متره پراخوالی لري،بيادغه بلاکونه په فرعي بلاکونوويشل کيږي چې لارې يې  (۵.۰) متره پراخوالي لري .کله چې يوه نرسري نقشه کشي کوو داوبوچينلونه موقعيت اوتګ راتګ لارې يې بايد په نښه شي.

  په غونډيوکې دتراسونو په شکل دنرسرۍ بسترونه جوړېږي،دتراس پراخوالی بايدپه مناسبه اندازه جوړشي دکوچنيواوغټوتراسونوپه دواړه خواوکې لارې پريښودل کېږي.بسترونه بايددشرق نه غرب طرف ته په اوږدوالي جوړشي ترڅودلمر،پرخې اوسيوري ته دمخامخ کېدوستونزې ونلري.نرسري بايدپراخه ميخانيکي کرنې لپاره جوړه شي ،هلته بايددتراکتورونواوګاډودتګ راتګ لپاره پراخه لارې پريښودل شي.

   همدارنګه دهرې نرسرۍ دبسترونوپه يوطرف کې دتراکتوردسرک اوپه بل طرف داوبو چينلونه وي.ياپه بل عبارت دهردووبسترونوڅخه وروسته دتراکتورلپاره يوه لاره جوړه شي.

 

دسامان الا توتحويل خانه:-

په قوريه کې دسامان الا تو لپاره تحويلخانه ډيره ضروري ده چې دابايدوچه وي او رطوبت ونلري.


دضرورت وړ سامان الا ت

کولنګ، چمچه ،بيل ،درجې تار ،څلورانچه ميخونه،  آب پاش ،چاڼ،اوږدبيل دکيندلو دنرمولواوميده کولولپاره اوداسې نور چې تصويرونه يې دادي.


دبستر تيارول (Preparation of bed)[سمول]

   Size of beds: - دبسترونواندازه ديوې ساحې څخه بلې ته فرق کوي عمومي دبسترونوعرض (۲.۱) متره وي مګرپه ځينووختونوکې په عمومي ډول دغه پراخوالی (۸.۱) متره ته رسيږي.

په غرونوکې(deodar)  لپاره دبسترونوپراخوالی (۹.۰ ) متره ته رسيږي.په قانوني ډول دبسترپراخوالی دومره وي چې ترڅوکارګران په ناسته وکولای شي چې دبستردواړه خواو څخه بيدون دپښې اولاس دلګولوڅخه هرزه بوټي لري کړي دنرسرۍ دبسترونواوږدوالی په غرنۍ ساحوکې (۸.۱)متره وي اوپه همواروساحوکې (۲.۱۲) متره وي.په بنګال کې (۶.۳)متره اوږدي او(۲.۱) متره پراخه دنرسرۍ بسترونه د(Kamra) په نوم يادېږي. اودهندجنوب کې دنرسرۍ اعلی بستر(۲۱۲)متره اوږدوالی او(۲.۱)متره پراخوالی لري، دمتريک سيستم په اعتبارسره دنرسرۍ دبستر(۱۰)متره اوږدوالی اويومترپراخوالي سپارښتنه کيږي.

دخاورې جوړونه :

دساحې دنښه کولونه وروسته بسترونه د(۳.۰-۴۵.۰)متره پورې پّه ژوروالي سره کيندل کيږي،هرزه ګياه اودنيالګيوپاتي شوي ريښې ترې غونډيږي اودنرسري څخه لري غورځول کيږي.که خاوره جغل لرونکي وي نوجغل دنري تارلرونکي جال په واسطه چاڼيږي.کومه خاروه چې دبسترونولپار تياريږي دهغې سره دپاڼوبقايا اوحيواني سره ګډيږي اويومرکب ترې جوړېږي،که په ساحه کې دسپينوميږيانوخطروي نو٪۵۰  Alrdix  په يوهکتارکې  د75kg خاورې سره ګډېږي.په شمالي بنګال کې دپاڼودغه بقاياوي دژمي په موسم کې راټوليږي هواته خورېږي کله چې وچې شي بياانتقاليږي اوپه يوخوندي ځای کې ذخيره کيږي.کله چې دپاڼوکډونوبايددکرکول پوډر (charcoal dust )اوايره(ashes) ورسره هم ګډيږي.

ددې په واسطه دخاورې تيزابيت اصلاح کولي اوچينجي لری کوی په نم لرونکوساحوکې دنرسرۍ بسترونه دليول شو لاروڅخه (۱۰ــ۱۵) سانتي متره جګ جوړېږي،بسترونه دباڼس (bamboo)،خښتوياتيږو پواسطه حمايه کيږي.داپه ګرم موسم کې دبسترونوغاړې په باران کې دښويدواويادابيارۍ په وخت کې دخرابيدوڅخه مخنيوی کوي.هغه ساحې چې اوږد ګرم موسم اوزيات باران لرونکې وي بسترونه دعاموځمکوڅخه لاندې جوړېږي دغه ځمکې په ګرم موسم کې په اسانۍ سره خرابيږي.دبسترونوسطحه کيدای شي په ښه توګه همواره ياپه منحني ډول تياره شوی وي که چېرته درنې خاورې وي نوپاسنۍ سطحې نه دسنډ وينځل شوي شګې  په عمومي ډول ورکول کيږي. اوهمدارنګه دوچوګياوواونري ياتنکي بوټوسوځيدل  په بسترکې دهرزه ګياو وده کمزورې کوي اودکوچنيورسيدلو تخمونوانواعولپاره مفيد وي .

دځمکې تيارول(Lend preparation):

  -دBed نرسرۍ لپاره دځمکې تيارول:

مخکې له دې چې دکرلووخت راورسيږي پټی بايدپه لاندشکلونوتيارشي

۱- قلبه(Plowing ) :ځمکه بايدپه لاندې شکل قلبه شي

- خاوره ښه ژوره قلبه شي

-ډيرلوندپټی قلبه نه شي ځکه چې لوټې کوي

-ډيروچ پټي هم قلبه نه شي ځکه چې خاوره زياته ميده کېږي اودابخورنه ورسته بيا کلکيږی  .

۲- پاک کاري (Cleaning):

ډبرې اوبيکاره ګياوي ورځيني لري کړای شي

۳- ماله (Harrowing) :

دپاک کارۍ څخه وروسته بايدځمکه ماله شي اودپټی لوټې ماتې کړای شي

۴- هموارکاري (Leveling) :

دماله کولوڅخه وروسته بايدځمکه همواره شي ددې لپاره چې ځمکه ښه همواره شي اود ليول کولوپه کارکې اسانتياراشي په پلا ټونووويشل شي .

دPot نرسري لپاره دPorting mixture   جوړول :

  دغه مخلوط په ډير احتياط اودقت سره انتخاب اوجوړشي ددې لپاره شګه،خاوره ، اوکمپوسټ Compost په کار دی ددې څخه چې کوم mixture برابرېږي دا په  Sandy loam   يا په Loamy send وي ددې لپاره بايددځنګل د(Top soil) څخه هم استفاده وشي.

-Well decomposed compost    : ددې لپاره ښه حاصلخيزه خاوره ،ښه تجزيه شوي عضوی مواداوشګه استعمالېږي چې نسبت يې په لاندې ډول دي .



Compost Send soil
۱

۱

۱

۱

۰

۰

۱

۱

۱

۲

۲

۲

۱

۱

۰

۰

۳

۳

۲

۱

۳

۴

۳

۴


په دې مخلوط کې خاوره بايدد٪ ۵۰ څخه زيات عضوي موادولري اوCompost  ښه  تجزيه شوی وي ،خاوره دځمکې دژورې برخې نه واخيستل شي نه دسردبرخې څخه يعني د(۵۰ ــ ۱۰۰) سانتي متره ژور ،بيادغه خاوره ښه ميده شي اود(۱ــ۲) سانتي متره سوري لرونکي جال څخه وويستل شي.همدارنګه دخريطولپاره نورمخلوطونه په لاندې  ډول جوړېږي.


1- The HC type soil mixture:

  داپه  1940م کال کې دکلفورنياپه پوهنتون کې دقوي اوصحت منده لوښوکې کرل کېدونکي نباتاتولپاره په کار يوړل شو،ددې اجز‌اء عبارت دي له :پاکه شګه چې ذرات يې د(mm ۰.۰۵ــ۰.۱۵) پورې وي اودې سره   Sphagnum type peat moss ګډشي په داسې شکل لکه :

Sphagnum type peat moss                                             Sand

          25 %                                                                    75 %

           50 %                                                                    50 %


2- Cornel peat moss late mixture:

  دامخلوط په (1960 s) کې ديوکلنونباتاتودتخمونودتوليداوهمدارنګه په بسترکې کرل کېدونکونباتاتولپاره استعمال شو ،اجزا‌ء يې عبارت دي له :Peat moss; Vermiculite Peatlite ;Rice hull sawd ust; استعمال شي همدارنګه Dolomisitic lime stoneاو

Single supper phosphate   ديومترمکعب ميډيالپاره (1 Cubic yard)

       11- Bushels peat moss

        11- Bushels Diplomatic lime stone

        1_12- lb 5: 10: 5 Fertilizer of   6 week

          11- lb single super phosphate


مايکوريزا

مخکې له دې چې مايکوريزامعرفي کوولومړی يې بايد وپېژنوچې څه ته يې وائي .

مايکوريزا (Mycorrhiza)  :[سمول]

دونوپه يوشمير انوعوکې دکوچنيوريښوکوچني انجامونه کوم چې د Root cap شاته واقع وي ددې پرځای چې  (Root hairs) پواسطه وپوښل شي،دخاورې دځانګړوغيرفتوجني فنګسونوتريرغل لاندې راځي.اويوډول مرکب جوړښت تشکيلوي کوم چې نه ريښه ده اونه فنګس چې دماکوريزاپه نوم يادېږي.


دمايکوريزا ډولونه:

۱- Ectotrophic : په دې حالت کې فنګس د(Basidio my cetes) په کلاس پورې اړه لري دريښودپاسه يوقشرمنځته راوړي هايفاله قشرڅخه راوځي فنګس کارټيکس ته ننوځي اوددې لارې هايفاوته دحجروترمنخ خاليګاوې دودې کولوزمينه برابروي.

۲- Endotrophic :په دې کې فنګس د(phycomycetes) په کلاس پورې اړه لري دوې دانفرادې هايفاپه شکل دريښوپه سطحه موجودې وي اوکارټيکس حجروته نفوذکوي چې له امله يې ځينې وختونه حجرې دمريوشکل غوره کوي.

۳- Ect endo trophic  :په دې حالت کې پورته يادشوي دواړه ډولونه اخته کېدنه ترسره کوي .هعه وني چې مايکوريزا پکې مندل کېږي لکه :pinus،Abeis،Picea،Cedrus، populs    ،Salix  اوداسې نور .


په ځنګلدارۍ کې دمايکوريزا ارزښت :

که څه هم دمايکوريزادقيق رول لاتراوسه معلوم نه دی خوبياهم باورکيږي چې لاندې وظيفې سرته رسوي .

- دهغه منرالي موادوپه جذب کې مرسته کوي چې اندازه يې ډيره کمه اودهغه نباتاتو دريښوپواسطه دجذب وړنه وي کوم چې مايکوريزا نلري لکه :فاسفورس،مس ،او اوسپنې ).

- دنايترجن ونصب کول

  دپورته دندو دسرته رسولوله امله مايکوريزا دونولپاره ګټوره ده په خاصه توګه دغيربومي انواعودپايښت لپاره ضروري ګڼل کيږي ،په زياتره هيوادنوکې دځنګلونو زيات شميرکرنې دمايکوريزادنه معرفي کولوله امله دناکامۍ سره مخ دي.

دمايکوريزامعرفي کول:

      که څه هم ځېني وختونه مايکوريزاپه نوروخاوروکې پرته له دې چې دځنګلدارانولخوا معرفي شي پخپله منځته راځي ،بيلګه يې ديوکالپټسوبريالۍ کرنه اوهمدارنګه په هند کې دSal په ځنګلونوکې د Chir pine کرنه ده.خوبياهم سپارښتنه کېږي چې ديوغير بومي نوعې دکرنې څخه مخکې بايدمعرفي شي،مايکوريزاپه لاندې طريقو معرفي کېدای شي.

۱- دکرل کېدونکي نوعې دښه کيفيت لرونکي طبيعي ځنګل څخه دراوړل شوي خاورې ګډول،خاوره بايدنه وچه اونه هم ډيره لمده وي بلکې په کافي اندازه رطوبت اومايکوريزا ريښې ولري.داډول خاوره دپولي ايتايلين په تړلوکڅوړوکې راوړل شي اوهرڅومره ژرچې امکان ولري په ساحه کې واچول شي،ددې لپاره چې دمايکوريزاژوندتضمين شي تر اخيستلو وروسته دلسو ورځونه زياته ونه ځنډول شي.

۲-  دروزنځای په بسترونوکې دنيالګيوترمنځ دهغه راوړل شوي نيالګيوکرنه چې ريښې يې دمايکوريزا لرونکې وي .   

Sowing of Seed in beds   په بستر کې د تخمونوکرل:-[سمول]

تخمونه بايد دDrill ميتودپواسطه دپراخه بسترونوپه منځ کې ديوسرڅخه بل سر پوری وکرل شي که څه هم کوچني تخمونه د(Broad cost)په شکل کرل کيږي دغه تخمونه په مناسبه اندازه شنه کيږي همدارنګه دقطار په شکل کرنه دهرزه ګياوپه ويستولو کې مشکلات نه پيښوی قطارونه Drilling board په مرسته جوړيږي .

Drilling board: ددغي تختي پراخوالې دبستر دپراخوالي په اندازه دی اوپه مناسبه اندازه اودږدوالې لري چې دتختی پراخوالي سره متناسب دی اودچروشکل اوژوروالې پری جوړيږي په لاندي برخه کې ميخونه دغوښتنې وړفاصلوکې موقعيت لري تخته دنرسرۍ په بسترباندي زورکيږي دنرسرۍ په بستر باندي خاپ ( نښي )رامينځ ته کيږي بيا تخته تری جګيږي اوپه رامينځته شوونښوباندي چري جوړيږي .

کله چې مونږچري جوړونو تخته بايد هر وخت لپاره موجوده وي دتختي جګول اوځای پرځای کول اسانه وي اوکم وخت پکې مصرفيږي ځيني وخت (Up-E eucalyptus) په نرسريوکې (Drilling drum ) استعماليږي دايوه خالي استوانه ده چې (60cm)قطر لري اودنرۍ تختي څخه جوړه شويده اواوږدوالی يې دنرسرۍ دبستردپراخوالي سره مساوي دي ددغې (Drum) يا استواني بهر سطحه داوسپني راد(Iron rods) دغوښتني وړ فاصلوباندي نصب دې ددغي استوانې په مرکزې برخه کې يو(Axel)ديوميلي پواسطه نصب شويدی کوم چې ددغې استوانې شکل ساتي د(Axel) دواړه طرفونوکې لاستي موجوددي کوم چې په بسترباندي داستوانې اودوران ورکولولپاره استمعماليږي اوچري پري اوباسو .


دپورته وسايلوپه غياب کې دچروجوړولولپاره دلرګي ميخونوڅخه هم استفاده کوودغه ميخ دغوښتني وړفاصلوباندی ټک وهل کيږي اودميخ ويستلو وروسته پکې تخمونه اچول کيږي .دچروفاصلې دتخم دانواعوداندازی پورې فرق کوي دقطارونوترمينځ فاصلې (8cm) نه تر(25cm) پوری دی اودDeodar a دهماليايې څيړۍ ) لپاره فاصله ددي څخه هم کمه ده .

دکوچنيونيالګيولپاره چري کيدای شي چې (15cm) جداوالې ولري اودغټونيالګيو لپاره فاصلي ددی څخه هم بايدزياتي وي .

همدارنګه دکندی (Stumps) دجوړولولپاره يا دنيالګيولپاره دخاورې راټولودچرويا جويچو ترمينځ فاصله (25cm) اودنيالګيوترمينځ فاصله (15cm) وضعه شوې ده .تخمونه بايد په چروکې نژدې ونه کرل شي ځکه تيغ وهنه يې کمزوری وی ،لښتی کمزوری وی ،دهرزه ګياووکنترول يې مشکل وي ،دچپه کيدواوله مينځه تګ دخطرسره مخامخ کيږي دمثال په ډول :که نيالګې (15cm) فاصله کې جداوکرل شي که څه هم په ابتدايې ډول تيغ وهنې څخه وروسته نژدي کرل کيږي اواضافي نيالګې نوروبسترونوته انتقاليږی .

ديوکالپټس ( Eucalyptus) اواډينا (  Adina) کوچني تخمونه کرل مشکل کار دی نوپدي اساس دادشګي ،ايري اويا دخاوري سره ګډيږی پدي کې دتخم حجم بايد مساوي وي يانه ډير ډبل وی اويا نه ډير نری وی .تخمونه په عمومي ډول په لاس يا نوروعميلوسره کرل کيږي چې دغوښتني وړشکل اوډبل والې ولري .تخمونه بايدډيرژورونه کرل شي ځکه که ژوروکرل شي تخم خپل رطوبت (اوبه)له لاسه ورکوي اونه ټوکيږي ،همدارنګه تخمونه بايد سرسري يا لږ ژوروالي هم ونه کرل شي ځکه چې خاوره کې اوبه تقطير شي اوخاوره پوره رطوبت ونلري نوبياهم تخم نه ټوکيږي .نوتخمونه بايدپه مناسب ژوروالي وکرل سي يعنی دتخم دقطريويا دوه برابره خاوره اچول کيږي دتخم نرۍ څوکه بايد په خاوره کې ښکته شي ځکه چې نرۍ څوکې څخه دنيالګي ريښه توليديږي چې ښکته خواته په خاوروکې وده کوي اوغټي څوکي څخه دنيالګي تنه راوزی چې دځمکي په سرنيغه وده کوی .

دکرلوڅخه مخکې دتخمونوازمايښت :

هغه تخمونه چې دکرپه منظورازمايل کيږي بايدپاک.صاف.سالم اودهرډول ناروغيو، حشراتو څخه پاک وي Uniformly ولري اود(Toreros) څخه پاک وي ،Weed crop  څخه پاک وي اوداعتمادي مرجع څخه اخيستل شوی وي اودتيغ وهني فيصدي (Germinating percentage)يې لوړه وي ،تخم ښه پوخ شوی اوCertificate  ولري .

دتخم ټوکيدنې فيصدي بايد په لاندي ډول تحقيق اوامتحان شي :

أ‌.                   دلويوتخونونوعې دعرضي برش پواسطه امتحان کيږي :

يوموټی تخمونه اخيستل کيږي اودهغي (۱۰۰)دانې په امتحانې ډول جلاکيږي اوهريويې په جلاتوګه عرضاً قطعه اوزړي دهغي دظاهري علايمو،رنګ ،اندازه اوظرفيت له پلوه کتل کيږي ددې عملياتو په جريان کې سالم تخمونه جلاکوواودهغوې دشميرله مخی دکرنيزوتخمونودټوکيدنې قوه ټاکوو.

ب‌.                   دټوکيدنې دفيصدۍ دمعلومولولپاره (۱۰۰) سل تخمونه کرل دي په يوه معمولي ګلدانۍ کې چې تخم وروسته دکرلودديګ اوهيومس دمخلوط پواسطه په نازک ډول پټيږي هغي ته په يو نسبتاً ګرم اطاق کې ځای ورکوودنموپايله تر (۲۱) ورځو پورې ياداشت کيږي شنه شوي تخمونوشميراودټوکيدنې فيصدي ټاکو.

ت‌.                   دBlotter paper  :دايو کاغذدی داسې چې سل داني تخمونه دهغي پرمخ باندي همواراومرطوبيږي ذکرشوي کاغذرطوبت ساتی اودتخم نموپه اسانۍ سره امکان کوي هغه تخمونه چې شنه شوي دي شميريې ددی له لاري دټوکيدنې فيصدي ټاکوو.

ث‌.                   په دقيق اوصحيح ډول دتخمونوفيصدي دماشينونويواسطه تاکل :

څرنګه چې ددي نوعه ماشينونوتهيه کول ډيرقيمته دي نو په دې بنا له هغوې څخه استفاده غيراقتصادي ده هغه تخمونه چې دټوکيدنې قوه لري بايدلومړی ترنمويې عملياتولاندې واقع شي ترڅوکرته اماده شي .دځينې انواعوتخمونه لکه سپين ګلداره اکاسي ،بلوط ،تورکاج اوداسي نوردکال په ټاکلي وخت کې کرل کيږي نومونه کوي اوپه غيرمساويانه توګه په مختلفووختونوکې تيغ وهنه کوي همدارنګه ځينې  انواعوتخمونه پوستکي لري دغه قشرداوبو،هوامانع ګرځي اونه پريږدي چې تيغ وهنه وکړي ددي وضعي  دمخنيوي لپاره ځيني لارې موجودي دي چې په لاندي ډول دي

أ‌.                   ددي لپاره چې ځينې ونوتخمونه پوستکی (پسته ،بلوط اونور) داب هوا دتيريدوجوګه شي په نورمال ډول نمووکړي له ګرمويا جوش اوبوڅخه استفاده کووداسي چې ذکرشوي تخمونه په يوه لوښی کې ځای پرځای کووپه هغې کې ګرمې اوبه (10-15)ثانيولپاره اچوووروسته په سطحي ډول وچيږي اوبي له کومې فاصلې يې کرو،ياداچې ذکرشوي تخمونه په يوه تکه يې خلطه کې اچول کيږي او 10-15 ثانيو پورې په جوش اويا يوساعت په هغه اوبو کې اچووچې دحرارت درجه يې (40c”) درجې دسانتي ګريد وي وروسته په فوري توکه کرل کيږي .

ب‌.                   Scarification: ددې لپاره چې دځينوتخمونوپوستکي نازکه شي د اوبو اوهوا نفوذ پيداکړي نو په يو سخت جسم باندي دهغي دموښلوڅخه استفاده کيږي پدې معنی چې تخم يوپه يو سخت جسم باندي موښي اووروست کرل کيږي داطريقه دفرياتوري دنظر کاملاً بي ضرره ده يواځي وخت پري ضايع کيږي.

ت‌.                   Stratification :

  هغه عمليې څخه عبارت دي چې دتخمونوداستراحت دمودي دمينځه وړلواوودي ته دهڅولولپاره ضروري دي چې هغوې داوږدي مودې لپاره دټيټومثبتودرجوحرارت اولوندچاپيريال سره کافي هواولري معامله کيږي په ساړه اولوندځاي کې دتخمونواچولوکې دتخمونواچولوپه مقصددادی چې تخمونه ژوراويوشان وټوکيږي دتودوخي لوړه درجه دبي وخته ټوکيدنې سبب ګرځي اودتودوخي ټيټه درجه دساتني وخت اوږدوي اودبي وخته ټوکيدنې مخه نيسي تقريباً هرهغه مواد چې لندبل اوهواساتي اودزهرناکوموادوڅخه خالی وي دتخمونوداچولوپه مقصدمناسب بريښي مطلوب اومروج موادعبارت دي له (پاکي شګې) Sphagnum Mass ,Peal mass .،Vermiculite ، اوداري بورڅخه چې دحجم له مخي دری برخي مواداويوه برخه دتخم ګډوويابه تخمونه په لنده بل ساتونکو موادوکې واچوې چې يوه طبقه لندبل ساتونکي مواداوبله طبقه تخم چې دهرې طبقي پنډوالې 1-7.5cm پوری وي نوموړي تخمونه به دځمکي په (30cm) ژوروالي کې چې سوړاولوند وي ساتل کيږي خوپه يخو منطقو کې په مستقيم ډول (Direct sowing) هم تخمونه کرل کيږي چې دقوس (ليندۍ) په مياشتي کې کرل کيږي په دې توګه دلمدي سړې هوااړتيا پوره کيږي.

ث‌.                   دکيمياوي موادواستعمال :

                پدې ورستيوکې چې تخمونه دکرلولپاره اماده کووله کيمياوي موادونه استفاده کيږي داموادعبارت دي له ګوګړوتيزابواوسوديم هايدرواکسايدڅخه چې له اثره يې دکرنيزوتخمونوپوستکي نازکه کيږي اوکرته اماده کيږي .ددې دوه موادودجملي څخه سوديم هايدرواکسايډ35% محلول نه استفاده کول مؤثره دي .داسي چې هغه جوش کوي دهغې په مينځ کې داکاسي اويانوروتخمونه ددې ځينې ديوي ثانيې لپاره ننباسووروسته له ويستلوبی له فاصلي څخه کرو.داعمليه دتخم پوښ نرموي اودي ته امکان برابروي ترڅوهوااواوبه ورته داخلي شي .

دپلاستيکي کڅوړوډکول :

کوښښ دې وشي چې پلاستيکي کڅوړي قوی وي اوخاوره پکې ښه تخته شي څوځله دخاوروڅخه ډکه اوپه ځمکه ووهل شی .پلاستيکي کڅوړي بايد(9-12)پوری سورولري .

دپلاستيکي کڅوړو ځای پرځای کول:

ددي لپاره لومړی چوکاټ جوړيږي دابه دلرګي ،ښختي ،تيږو څخه وي چې اندازه يې دخريطي دقطر په اندازه وي وروسته پکې پلاستيکي کڅوړي ځای پرځای کوو.

په پلاستيکي کڅوړوکې دتخمونوکرل:

تخمونه بايد په داسي شکل وکرل شي چې په کڅوړه کې چې دتخم دوه چندپه خاوره کې سوري کيږي اوبيا پکې تخم اچول کيږي اودپاسه پري خاوره اچول کيږي ښه بايد تخته شي دکرلوڅخه وروسته بايداوبه شي .

Root pruning:

 هغه عمليه ده په کوم کې چې دپلاستيکي کڅوړوڅخه دباندي دراوتلی ريښي قطع کيږي که داعمليه اجراشي نو په نتيجه کې به قوي ،غښتلي اومتوازن Seedling په لاس راشي اودريښواوڅانګوترمينځ نسبت به يې ښه وي .

څه وخت اوپه کومووسايلوترسره شي :

وخت يې معلوم نه دی وخت په وخت  وکتل شي کله چې ريښي دکڅوړي څخه راووځي اوځمکي ته ننوزي بايدقطع شي .قطعه کوونه بايد دنوکانو،چاقويا قيچي پواسطه ترسره شي .

دتخمونومقدار( Quantity of seed)[سمول]

دتخم مقداردتخمونوپه وزن ،دقطارونوترمنځ فاصلې په قطارونوکې دتخمونوترمنځ فاصلې ،دکرلوفيصدۍ اودبسترپه اندازې پورې اړه لري نودلاندې فرمول پواسطه محاسبه کيږي.

W=A.D/P.M*100

دغوښتل شوي تخم دوزن په ګرامW=weight of seed required                                         

A=Area of bed in square meter په مترمکعب کې دبسترساحه                                              D=Number of plant required per square meter په مترمربع کې دغوښتل شوونيالګيوشمېر

P=plant percent of the species دنباتاتودشنه کېدوفيصدي

N=number of seed per kg په ګرام کې دتخمونوشمېر

مثال :درې جريبه ساحه ده چې دلختيوضايعات ترې ويستل شوي وي که چېري يې 70.20cm کې وکرودتخم دټوكشېدنې فيصدي 89 وي اوپه يوکيلوکې يې په اوسط ډول دتخمونوشمېر200 دانې وی په لاندې ډول يې محاسبه کوو

100-89                 200.89/100=178

200-x                   

معلوم شول چې په يوکيلوکې دژونديوتخمونوتعداد۱۸۷ دانې دی .

دبوټواوبسترونوترمنځ فاصله په سانتي مترده په متريې اړوواومعلومووچې په ټوله ساحه کې څومره بوټي کرل کيږي.

X=6000m2/0,7000,20m =6000m2/0,14m2=42857

اوس دنوموړي تعدادپه کيلوکې دژونديوتخمونوپه تعدادتقسيموو.

42857/178=240kg

ياهم دفرمول پواسطه يې محاسبه کوو.

W=A.D/P.M*100

W=6000.7,1428/89.200=42857/17800*100=240,5kg

دکرلووخت (Time of sowing)[سمول]

دکرلووخت دتخم دپخېدلوپه وخت ،دانواعودودې په اندازې اودنباتاتودکرلوپه اندازې اوداسې نوروپورې اړه لري .که چېرته دکرل کيدونکونباتاتواندازه کوچنۍ وي اوپاخه يارسيدلي تخمونه دژمي،پسرلي په باراني موسم کې وکرل شي نوددوۍ نباتات به قوي وي که چېرته اوږدونباتاتوته ضرورت  نه وي ياکندې جوړولوته ضرورت وي نوکه تخمونه په باراني موسم کې وکروپه راتلونکي کال باراني موسم کې به ترې يوه ښه نبات لاسته راشي که چېرته زياتې اوږدې ودې خطروي نوبايددکرلووخت يې وځنډول شي .

Covering the seed and the seed beds

دتخم احاطه کول په بسترکې[سمول]

Drill په طريقه دکرلوڅخه وروسته تخمونه دخاورې لاندې کيږي دتخم دپاسه دچرودواړوخواووته خاوره اچول کيږي اوفشارورکول کيږي دخاورې اندازه بايددتخم دقطردمتوسطې اندازې څخه زياته نه وي که چېرته تخمونه کوچني وي بايددپاکې شګې ،ورستې شوې پاڼې يا Fine soil بايدپرې واچول شي مګرځينې استثناءت موجوددي دمثال په ډول دمخروطيانوتخمونه بايدد3_9mmپورې خاورې په واسطه پټ شي اويا بايدديوپلاستيک يالرګين خط کش پواسطه دغه اچول شوې خاوره تخته شي ځينې وختونه تخمونه اود ژونديوموجوداتولکه مرغانو،وزواوافتونوپواسطه خوړل  کيږي چې ددې دمخنيوي لپاره بايدلاندې تدابيرپه نظرکې ونيسو.

۱ – Use of repellent on seed ديوې مانع استعمالول په تخم باندې :دتخم دمانع په حېث reed lead   نيفت اويا کافوراستعماليږي reed lead زياتره وخت دChir دتخمونوسره استعماليږي تقريباً دلس کيلوتخم لپاره يوکيلو reed leadاستعماليږي.دنفتوتېل دتوت دتخمونوسره استعماليږي پداسې حال کې چې يوبوتل دنفتوتيل د۳۷ کيلوګرامه تخم لپاره کفايت کوي همدارنګه توت داوبواودکافورپه محلول کې خيشتولوپواسطه هم استعماليږي

۲ – Use of protective scouring on seedپه بسترباندې حفاظتي کوډ استعمالول: ځينې خطرناکوژونديوموجوداتولکه مرغيواوځناوروپواسطه دبسترونوتخمونه خوړل کيږي نودتخمونوتېغونه بايدسرپوښ شي لکه دمثال په ډول deodar تخمونه دبهشتي مرغانوپواسطه خوړل کيږي نوددې دمخنيوي لپاره تخمونه داغزوپواسطه پټيږي ترڅودهغې دخوراک څخه وساتل شي همدارنګه بسترونه دنوروشيانوپواسطه هم پوښل کيږي لکه دکوچنيوښاخونوپواسطه دبسترپوښ کول اوياهم دبوسوپواسطه همدارنګه داکتوبراونومبرپه مياشتوکې بسترونه په يوې طبقې دوښوسره پوښل کيږي چې ددغواندازه بايد د8_10cm پورې وي

Weeding   دهرزه بوټوکنټرول

هغه بوټي چې په کرونده کې دبزګردخوښې پرته شنه شي اوداصلي بوټوسره داوبو،غذاي موادواودلمر وړانګوپه رانيولوکې رقابت کوي دېته هرزه بوټي وايي دابايددکروندې څخه ويستل شي دويستلوښه وخت يې هغه دی چې کله هرزه بوټي تنکي اونري وي که چېرې دهرزه بوټورېښې نرۍ وي اويوازې دTaproot  ولري نوبايددلاس پواسطه ويستل شي اوکه چېرې ريښې يې زياتې وي نودتېرووسايلو پواسطه بايدويستل شي پدې عمليه کې لاندې احتياطي تدابيرضروري دي .

۱ – کله چې داصلي بوټي ريښې کمزورې وي نوبايدنيالګي دچپ لاس ددوه ګوتوپواسطه ونيول شي اوپه ښۍ لاس  باندې هرزه بوټي راويستل شي.

۲ – کله چې هرزه ګيااوباسوبايدخاوره لمده وي ځګه چې هرزه بوټي په اسانۍ سره راويستل شي.

۳ – که چېرته نيالګي ګڼ وي نوبايدرنګړي کوونه پکې صورت ونيسي .


سيوري کول (Shading)[سمول]

دنيالګيولپاره سيوري دلاندې شيانوپه خاطرجوړيږي .

۱ – As a protection against sun : ځوان  نيالګي عموماً دلمرپه مقابل کې مقاومت کم وي بايدلمردوړانګوڅخه وساتل شي .

۲ – As a protection against frost : نوي ټوګيدلي نيالګي په ژمي کې ديخوهنې سره حساسيت لري ددې لپاره چې نيالګي ديخنۍ څخه خوندي شي بايدسيوری ورته جوړشي دسهارلخوادلمردراختلو سره بايدلمرته راويستل شي اوکله چې لمرلويږي په ژمي کې بايدپه سيوري کې کېښودل شي .

۳ – As a protection against rain and hail : ځينې وختونه نازک اونري نيالګي دباران دغټوڅاڅکواوږلۍ پواسطه زيانمن کيږي البته دپسرلي اوخزان په موسم کې دوۍ بايدپه سيوري کې کيښودل شي. باران دنازکه نيالګيوڅانګې اوپاڼې ماتوي اوله منځه يې وړي نوبايدددې لپاره يو سيوري جوړشي مګرهغه نيالګي چې 3  انچه ارتفاع ولري اويانوي ټوکيدلي وي بايدپه سيوري کې وساتل شي مګرهغه نيالګي چې 15انچ څخه زياته ارتفاع ولری دهغې لپاره دسيوري جوړول پکارندي .هغه انواع چې په جګوبسترونوکې کرل کيږي بايددعضوي موادوپوسيله وپوښل شي چې عبارت دي له ښاخونو،پاڼې ،دعلوفه جاتوکامپوست اوارې بوربايداستعمال شي .

همدارنګه هغه نيالګي چې په پلاستيکي خريطوکې کرل شوي وي بايدنيمه سيوری ولري دوۍ دونودسيوري لاندې اوياهم دمصنوعي سيوري لاندې کېښودل کيږي په دغه سيوروکې عموماً دبام دکاګيل ، بوس اودرمې بايداستعمال شي خوکاګيل ارزانه نه تماميږي .

همدارنګه دځينوسيابانونولپاره چوکاټ جوړيږي داپدې ډول چې دبستردپاسه يوچوکاټ جوړيږي اودچوکاټ دپاسه يوپوزی اچول کيږي .عموماً دموقتي نرسريولپاره سيوری دلرګي د وسايلوڅخه جوړيږي چې انتقال اونصب يې اسانه وي اوددايمي نرسريولپاره دفلزي وسايلوڅخه جوړيږي چې په کانګريټ کې نصبيږي .

اوبوخور(Irrigation[سمول]

په موقتي نرسريوکې داوبومنابع بايدموجودي وي ددي لپاره ډېره ګټوره اومهمه داده چې لدې لارې اوبه شي که چيرته تخمونه په اکتوبريانومبرکې وروسته دباران څخه کرل کيږي اووده يانمويې دجولاي په مياشت کې صورت ونيسي لکه چې په IUP د (Eucalyptus hybrids) نرسرۍ لپاره ابياري يوحقيقي ضرورت په دايمې نرسريوکې دلومړي وخت څخه بايدټو يبويلونه ويستل شي ترڅوداوبخورپه وخت کې اودغوښتنې وړنيالګيوپه اندزاه کې له مونږسره کومک کوي .

هغه ساحه چې دباران اندزه يې نامعلومه اونامشکوکه وي ابياري يې دکاميابۍ يوه وسيله ده .په هرحال مونږبايدپه يادولروچې زيات اوبخوردکم اوبخورپه نسبت زيات مضردی .زيات اوبخورپه نرسرۍ کې دهرزه بوټودزياتېدوباعث ګرځي .که په نرسرۍ کې زيات اوبخورصورت ونيسي نودنباتاتوپاڼې ژيړيږي اوپه اخره کې نبات دمړينې سره مخامخ کيږي.

دابيارۍ لپاره بايديوخاص نظارت موجودوي همدارنګه ابياري بايددماسپښين څخه وروسته صورت ونيسي مګرپه هغه ځايونوکې چی پرخه اوجبه کېدنه رامينځته کيږي بايددسهارلخوا صورت ونيسي خوپه معمولي ډول دبسترونواوبخوردخاورې په ډول ،دبوټي په حالت،اقليمي شرايطوپورې اړه لري .همدارنګه کوشش وشي چې په بسترونوکې اوبه ډنډپاتې نشي ځکه دRoot rot دناروغۍ سبب کيږي .همدارنګه دپلاستيکي کڅوړوابياري دنرې سوري لرونکي ابپاش پواسطه صورت نيسي دتيغ وهلوڅخه په لومړيواونيوکې دورځې يوځل اوبه شي وروسته هواته په کتلوسره يوځل يادوه ځل اوبه کيږي هغه عمومي قاعده ده چې بايدتعقيب شي .که هوامعتدله وي دورځې يوځل دسهارلخوااوداوړي وچ اقليم په وخت کې دورځې دوه ځلې‎ اوبه ورکول کيږي سهاروختي اوماښام لخواهمدارنګه په طوفاني اوباراني ورځوکې بايداوبه ورنکړی شي.

اوبوخوربايدپه لاندې ميتودونوترسره شي :

۱ – By auto miter : ديوکاليپټس کـــــــوچني تخمونه اوکـــــوچني نيالـــګي دهـروخت لپاره چپــــه کيږي چــې دچـپه کېدواصلي دليل يې رطــــوبت دی نوددې لپـــاره بايد auto miterپوسيله ابياري شي .دايوپمپ دی کوم چې دنرسرۍ په بسترونوکې درطوبت په شکل اوبه شيندي ځېنې برخې په مارکيټ کې موندل کيږي .لکه حشره وژونکي اوفنجي وژونکی دوايانې چې پرې استعماليږي.

Automizer   پواسطه اوبخورکول ترهغه وخته دوام لري چې نيالګی د۱۰ ــ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالي ته ورسيږي اوددې نه وروسته Water can څخه استفاده کوو Aut     mizerپه يوه زاويه اوبه پورته کوي اوبېرته يې په بسترشندي بيدون

دډريفونودخلاصېدواودخاورې دتخريب څخه.

۲ – By watering can :دابپاش پوسيله داوبخورترسره کول دادطبعي باران په شکل دی .دهغه انواعولپاره مهم  دی کوم چې کوچني تخمونه لري لکه ِAdina ترهروخت ورڅخه استفاده کولی شوچې نباتات ګل تشکيل کړي.

۳– By Flooding : دابيارۍ داطريقه په وچوساحواوپه هغه بسترونوکې چې دلمرپواسطه زيانمن شوي وي استعماليږي پدې طريقه کې بسترونوته په سيلابي شکل اوبه ورکول کيږي ۱۵ ــ۱۰ سانتي مترپه اوږدوالي .ځينې وخت دغه اوبه په خاوره کې هم نفوذکوي .داطريقه دهغه تخموولپاره چې کوچنې وي داستعمال وړنده ځکه چې دزياتواوبوله وجې تخمونه ورستيږي اوهمدارنګه نيالګي اوهر اوبخورڅخه وروسته ماتيږي .

۴– By sprinkler: په دې طريقه کې دنرسرۍ دبستردپاسه پايپونه چې لرونکي دوړوړوسوريووي نصبيږي کله چې داوبودپمپ څخه اوبه په پايپونوکې خوشي شي ددوړيوسوريوله لارې اوبه راوځي اوپه بسترکې لويږي ددې لپاره دسپکواونرمووسايلوڅخه استفاده کيږي ګټه يې داده چې اوبه کمې مصرفوي اوکموکارګرانوته ضروروت لري.

Planting out and transplanting

دنرسرۍ دبسترڅخه دګډنيالګيوراويستل اوپه کرل کيدونکې ساحه کې په مستقيم ډول کرل ديته  Planting out وايي يادنرسرۍ دبسترڅخه دنيالګيوراويستل بيدون ددې څخه چې دنرسرۍ بل ځاي ته انتقال شي ديته Planting out.مګرځينې وخت دنيالګيواندازه مناسبه اوقوي نه وي په يوکال کې ترڅوانتقال شي نودوۍ بايددراتلونکي کال لپاره وساتل شي که چېرته نيالګي دنرسرۍ په بسترکې پرېښودل شي نودTop rootيې زيات پرمختګ کوي اوپه ايستلوکې مشکلات رامينځته کوي نوددې لپاره بايدنيالګی دنرسرۍ ديوبرخې څخه بلې ته انتقال شي ترڅوجانبي ريښې زياتې شي .دغه دنيالګيووړل ديوځاې څخه بل ځاې ته ياهم دنرسرۍ دبسترڅخه دنيالګيوانتقال کرل کيدونکې ساحې ته د Transplantingپه نوم ياديږي همدارنګه دېتهLining out هم وايي .يعنې دنيالګيوانتقال دبسترڅخه قطارونوته .

دهغه نيالګيولپاره چې لوڅې رېښې لري کله چې دنرسرۍ څخه ويستل شي دنرسرۍ په څنګ ياپه نرسرۍ کې يوخندق وهل کيږي اوټول راويستل شوي نيالګي په خندق کې کېښودل کيږي پداسې شکل چې ريښې لاندې اوساقې بايددپاسه کېښودل شي اوپه ريښوباندې خاوره واچول شي .دنيالګيوانتقال بايد Transplanting board پواسطه ترسره شي دغه ساده لرګينه تښته ده چې ۱۰ ۱۵ ساتني مترپورې پراخوالی لري او۲سانتي مترډبوالی لري اواوږدوالی يې دنرسرۍ داوږدوالي سره مساوي دی. په يوه څنډه دتختې کې په مناسبه اندازه سوري موجودوي په دغه سوريوکې نيالګي ځاې پرځاې کيږي پداسې شکل چې ريښې( Top root)  دځمکې سره لګيدلي وي خاوره پرې اچول کيږي اوښه تخته کيږي ددې څخه وروسته نيالګي هغه ساحې ته چې دکرلپاره تياره شوي وي بايدانتقال شي .پدې طريقه کې يوکس په ورځ کې ۱۰۰۰ نه تر۱۵۰۰ پورې نيالګي انتقالولی شي .دادعامويامعمولي نرسريوانواع لکه Seadar,supressus,spruce, اوEucalyptus اوداسې نورودانتقال لپاره استعماليږي .

دنيالګيو دانتقال طريقه[سمول]

ډېرمهارت ته ضرورت لري بايدلاندې نقاط پکې په نظرکې ونيول شي .

۱ – Transplant بايدسهروختي اويا مازديګرناوخته صورت ونيسي.

۲ – انتقال پداسې ورځ صورت ونيسي چې ورېځ وي .

۳ – په داسې ورځ چې باداوباران وي بايدانتقال صورت ونه نيسي .

۴ – انتقال بايددباتجربه کسانوپواسطه صورت ونيسي .

۵ – انتقال بايدپه پوره غوراودقت سره صورت ونيسي ترڅودبوټوتخريب ونه شي.

۶ – دانتقال دمخه بايدروزنځاې اوبه شي .

دنيالګيودويستلوڅخه وروسته دې نيالګي سورت،درجه بندي اودبسته بندي شي اوروسته دې په موټريا Transplanting borad  کې دډېراحتياط سره انتقال شي.

Grading :  ټول بوټي بايدپه درې برخووويشل شي اوجداجداکېښودل شي .هغه بوټي چې لوړقدلري بېل هغه بوټي چې متوسط قدلري بېل اوهغه بوټي چې ټيټ قدلري بېل درجه بندي شي.ددې څخه لوړقدي اومتوسط قدانتقال اوټيټ قدبايدپه نرسرۍ کې راتلونکې کال ته وساتل شي .

Packing of seedling (دنيالګيوبسته بندي ):

کله چې نيالګي لرې ساحي ته ليږدول کيږي بايدبسته بندي شي ددې لپاره دځينووسايلوڅخه استفاده کيږي لکه دنريوستريوټوکر،دپېړوستريوټوکر،پلاستيک ،دشولوواښه ،وچ واښه اوداسې نوروڅخه استفاده کيږي.

دنيالګيوزېرمه کول:لوړه اوټيټه تودوخه اولندبل دقوريي څخه دويستل شوونيالګيودوچېدوعامل ګرځي. مخکې له دې چې لرې ځايونوته واستول شي بايدزېرمه شي زېرمتون بايدمناسبې تهويې .ټيټې تودوخې (۲-۳) سانتي ګراد اولوړنسبتي لندبل  (٪۸۵-۹۰)لرونکی وي .

Planting bricks:

کله چې مونږنيالکي دنرسرۍ څخه دکرلوساحي ته انتقالووځيني وخت د (Planting bricks)څخه استفاده کيږي .داخامي خښتي دي کوم چې Clay خاورې ،حيواني سري اوشګي دمساوي مقدارڅخه جوړي شوي ،دغه معلومه خاوره کې اوبه علاوه کيږي اويوغليظ مخلوط ورڅخه په لاس راځي وروسته دهدف په اساس ډيزاين کيږي . ددغوخښتولوړوالې 15-25cm پورې پورته برخه 10x10cm اوقاعده يې 15x15cm په اندازه سور لري خودخښتي اندازه اوسايزديوځای څخه بل ځای ته فرق کوي خوپه ځينوځايونوکې پورتنۍ برخه 2cm سور لري چې ( 10-6cm) پورې ژوروالې ولري دنيالګی دانتقال لپاره پريښودل کيږي وروسته دجوړيدوڅخه لمرته کيښودل کيږي چې وچه شی کله چې وچه شوه  بيا هغه سورې دحيواني سری اوخاورې څخه ډکيږي اونيالګي يا تخمونه پکې کرل کيږي ددي لپاره په نرسرۍ کې يو کنده ويستل کيږي 2cm ژوروالی ولری خښتې پکې کيښودل کيږي اوخالي برخوته يې شګه وراچول کيږي .

په لوخوکې کرنه ( Plants containers)[سمول]

ځيني انواع چې ريښي يې په عادی شکل نه راوځې دده سره بايد يوڅه خاوره دګولولی په شکل هم دځمکي څخه راواخستل شي .مګردغه کار زيات وخت مصرفوي نو ددې لپاره بايد دغه انواع په يوقسم لوخوکې وکرل شي اوپه همدې لوخوکې ځنګل ته انتقال شي .

Plant containers يا په لوخوکې کرنه داسی تعريفوو: هغه لوخي دي کوم چې تخمونه يا هغه نيالګې چې دانتقال لپاره ويستل شوي وي لرل کيږي پدي کې دنيالګيويوڅه ريښې زيانمی کيږي .ددي لپاره په اسانۍ سره مونږلوخي هم استعالولی شوBaskets،زمبيل ،ګلدانونه،اونوزارزانه اوسپک وسايل چې په بازارکې پيداکيږي لکه خاورين ګلدانونه ،کاغذيا دکاغذ په شان نورمواد Polythene bage  دهندپه نرسريو کې لاندي شيان هم استعماليږي .

1)                Dona:

دايو(Hindi)لغت دی کوم چي معنی يې يو ګلدان چې دپاڼوڅخه جوړوي Donas د(Bauhina vahii) دپاڼوڅخه جوړ دی چې نيالګې ياه شنه شوي تخمونه پکې کرل کيږي .هدارنګه په بنګال کې د(Dona) مختلف قسمونه استعاليږي چې د (Sal) ونه په يو داسي (Dona) کې کرل کيږي چې نامحدوه پاڼو څخه جوړاوسلندرې شکل ورلري .

په بنګال کې ،Dona (20-3-cm) اودږوالی او(7-10cm)قطر لري چې Ficus bengalines او(Shorearobusta) ونودهغه پاڼو څخه چې دهوا پواسطه وچې شوې وي جوړيږي پدې کې خواره اوحيوانې سره کډيږي په سيوري کې وچيږي اوبيا پکې کرنه صورت نيسي .

2)                Moss cylinders and fiber cubes :

دخزو (پست نباتاتو)څخه يوسلندردی جوړيږي چې اودږوالی (15cm)اوقطريې (5-8cm) وی د Eucalyptus globules لپاره استعماليږي .دادنرسرۍ په خاوره کې کيښودل کيږي او نيالکې پکې انتقاليږي اوبايد په سيوري کې وساتل شي .

3)                Baskets:-

دادباڼس څخه جوړيږي يا (tamarix)څخه جوړوي چې دې کې هم نيالګې دنرسرۍ څخه دکرلوساحې ته انتقاليږي .


4)                Tubs:

دادباڼس قاغذقطي اود(Betula bark)څخه جوړيږي .باڼس دخوښي وړ اندازه اوقطرسره غوڅيږي اودواړه بندونه تري ليري کيږي اوسوری يې ديوسيم پواسطه اذاديږي بيا دجوړي شوي ميديا څخه ډکيږي تخمونه يا نيالګې پکې کرل کيږي .

Pricking out:

دهغي عميلي څخه عبارت دي په کوم کې چې (Seedling) دهغه خريطوڅخه چې څونيالګي ولري ويستل کيږي اوپه هغه خريطوکې چې هيڅ نيالګي راشنه شوې نه وې کرل کيږي .يا په بل عبارت په تکراري اومسلسل شکل په قوريه کې دنيالګيوويستل اوهغه خريطو څخه چې ديو څخه زيات نيالګې ولرې اوپه هغه ځای کې کرل کيږي چې هلته نيالګي نه وي راشنه شوي .يا په تکراري شکل په قوريه کې دنيالګيواويستل اوکيښودلوته Pricking out  وايې .

که په يوه خريطه کې دوه يا ددي څخه زيات نيالګي کرل کيږي لاندې نواقص لري :

a.                غذايې موادپه ګډه مصرفوي نسبت هغو ته چې په خريطه کې ځانته وی ضعيفه وده کوی

b.                امکان لري چې دنيالګيودکښينولوپه موقع کې ټول نيالګي چې په يوه خريطه کې وي په اصلي ځاي کې کښينول شي نووده يې کمه وی نازکه اوکه اوبه وي .دPricking out لپاره بايدنيالګي څوساعته مخکې اوبه شي اويوسورې دميلې پواسطه دنيالکې دپشتوڅخه لږ څه دنيالګی سره په څنګ کې کيږي اوپه ډير احتياط سره نيالګي راويستل کيږي اوپه خالي خريطه کې هم سوری کيږي اونيالګی پکې کرل کيږي خود(Transplant)شوي نيالګي ريښي بايدکږی اوپيچل شوي نه وي .که دنيالګيوريښي ډيري ژوري وي يعني (Top root) ولري نوددي لپاره چې په خريطه کې مستقيم ځای پرځای شي ريښي بايددنوک يا چاقوپواسطه غوڅی شي اوژرترژره وکرل شي اواوبه ورکړل شي .ريښي بايد دکښينولوپه موقع مرطوبې وساتل شي اودلمروړانګوڅخه وساتل شي .

Hardening:

دځينوونوتخمونه لکه ناجو،صبراويامورفان تخمونه چې کله په (  Plastic tunnel )کې وکرل شي نوددي لپاره چې (Seedlings)يې دسختواقليمي شرايطوسره مقاومت پيداکړی نود(Hardening)عمليه پری سره ته رسوو.Hardening هغه عمليه ده په کوم کې چې Seedling  دسختواقليمي شرايطوسره لکه دلمرمستقيمی شعاوې ،يعني هوا،اوبوکمبوداودغذايې موادوکمبودسره په تدريجي ډول مخامخ کيږی ترڅووکولای شي په اينده کې دسختواقليمي شرايطوپه وړاندي مقاومت وکړای شي .

Maintenance of fertility :

په نرسرۍ کې هرکال دنيالګيوکرنه دخاوري حاصل خيزی کموي دنباتاتوپه کيفيت باندي ډيرضررناک تاثيرکوي .ددي لپاره ضروري ده چې په نرسرې کې دخاوري صاحل خيري په متوسطه درجه وساتوددي هدف لپاره ځيني ميتودونه موجوددي چې په لاندی ډول دي .

1)             ساحه په غيرکرل شوی شکل پريښودل( By Leaving land fallow) 

   دخاورې دحاصل خيزۍ دساتني لپاره په عام ډول توافق کوونکې ميتوددي پدې خاطرکه چيرته ۱/۴ برخه دنرسرۍ دساحې څخه ديوکال لپاره په غيرکرنير شکل پريښودل شي نوراتلوونکوڅلوروکلونوپه جريان کې به دنرسرۍ ټولې ساحې ته استراحت ورکړل شي اودوباره ددوې اصلي حاصلخيرۍ راوستلوسره کومک کوي .

2)             ‌دښه ميده شووورستوپاڼوپه علاوه کولوسره : By maxing well rotten leaf mowed

دنرسرۍ دخاورې سره دميده وورستوپاڼوګډول دحاصلخيزۍ په راوستلوکې مرسته کوي په Temperate  forest دمعتدل ځنګلونوکې خوساشوي پاڼی په اسانۍ سره پيداکيږي مګر په Temperate  forest استوايې ځنګلونو کې وچي نري پاڼي پيداکيږي بلکي ډبلي سطحي پاڼي نه پيداکيږي کله چي موپاڼي واچولې يوڅو مياشتي وروسته په دي سره اچوو.

3)           دحيواني سري په کډلو سره By Maxing yerd manure

دښي ورستۍ شوي حيواني سري په استعمال سره هم کولي شو چي خاوري ته دوباره حاصل خيزي ورکړو.

4)           ‌By maxing compost

هغي ته وايې چې په کوم کې دسبزيجاتو هغه برخې چې خوريږي يا دجوړيدو وړتيا لري استعماليږي ځيني وخت ورسره حيواني يا منرالي توليدات هم کډيږي اودخاوری  دحاصل خيزۍ لپاره استعماليږي compost  په دي کې وراسته اوله منځه تللي سبزيجات استعاليږي ددي عمل لپاره يوه کنده ويستل کيږي 3x 2x 1ml ژوروالي ولري اودکندي پراخوالي ضرورت په اندازي وي .

5)           دشنې سري استعمال : Green manoring

            پدی طريقه کې کوچنۍ يا بلوغت ته رسيدلي شنه بناتات دځمکي لاندې کيږي ترڅودخاورې حاصل خيزۍ لوړه کړي ددي لپاره اکثره ليګومي نباتات استعماليږي مګرځيني وختونه غيرليګومي نباتات هم استعماليږي لکه چې په هند کې ،Uncea Crototaria،aculeata،sesbanea،sativa،cannabis اوداسی نوراستعماليږي .شنې سری په هغوځايونوکې چې باران اواوبه نه وي نه جوړيږي ځکه چې په خاوره کې رطوبت ددي لپاره ډيرضروري دي . په عمومي ډول دشنوسروسره ځيني وخت کيمياوي سري هم استعماليږي .

6)           دکيماوي سري په علاوه کولوسره:By adding chemical fertilizer

دوي دعضوي سرو په شان دخاورې حاصل خيزۍ په اساس سره نشي برابرولې مګر دخاورې اونوعي دضرورت په وخت کې استعماليږي .

Nursery register:[سمول]

هره نرسرۍ بايدراجسترولري ترڅوچې دنرسرۍ په باره کې مکمل معلومات پکې ورکړل شوي وي همدارنګه په شروع دراجسترکې دنرسرۍ عمومي مشخصات ذکرشوي وي لکه دنرسري نوم،موقعيت ،دجوړولوکال ،ساحه په هکتارباندې ،خاوره ا ودابيارۍ طريقي ،دکټاري دلومړيوقيمتونومعلومول ،په خاوره کې دکارکولوپه وخت کې دهغې لومړنې قيمتونومعلومول ،دسري استعمال ،دهغي برخې قيمت اوکرايه دغه معلومات بايد په يوه نفشه کې وښودل شي په نرسرۍ کې دمختلفوانواعودبرخومعلومات اوداسي نوردنرسرۍ په بستر يا پلاټ کې دکرل کيدونکوتخمونوشميريا مقدارته مسلسل نمبر Serial number دکرلوتاريخ ،دتيغ وهلوتاريخ ،دهرزه ګياووکنترول ،دابيارۍ نيټي ،سري اوداسي نوردغه جزيات اوټول مصارف بايدهم ذکرشي ځکه ديونيالګي قيمت بايدهم محاسبه شي  .