د ځمک‌پوهنې زماني مقیاس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمک‌پوهنې زماني مقیاس د کرونولوژيکې تاریخ‌ټاکنې یو سیستم دی چې د ځمکې طبقې د وخت له مخې ډلبندي کوي. ځمک‌پوهان، لرغون‌پوهان او د ځمکې نور علما یې د ځمک‌پوهنیز تاریخ د وخت او نورو پېښو د تشرېح کولو لپاره کاروي. زماني مقیاس د ډبرینو لایو د څېړنې او کتنې او د فوسیلي پاتې‌شونو د څېړنې له لارې د بېلابېلو ارګانېزمونو د راپيدا کېدو او تکامل له لارې رامنځته شو.

ترمینالوژي[سمول]

د وخت تر ټولو لویې وېش‌بندۍ هغه زماني محدودې دي چې ایانونه (eons) بلل کېږي. لومړنۍ زماني محدوده «هېډين» (Hadean) وه چې د ځمکې له رامنځته کېدو سره پیل شوه او شاوخوا ۵۴۰ میلیون کاله یې تر «ارکین» (Archean) زماني محدودې پورې دوام وکړ او دا هغه مهال و چې ځمکه په کافي اندازه سړه شوې وه تر څو لویې وچې او لومړني پېژندل شوي ژوندي موجودات را پیدا شي. تر شاوخوا ۲.۵ میلیارد کلونو وروسته د یو حجروي موجوداتو د فوټوسنټېز له لارې تولید شوی اکسیجن په اتومسفیر کې را څرګند شو او د پروټوزوییک (Proterozoic) زماني محدودې پیل یې وښود. بالاخره فانوزوییک (Phanerozoic) زماني محدوده یا عصر چې ۵۴۱ میلیون کاله ګڼ‌حجروي موجودات په کې شامل دي، پیل شوه او تر ننه دوام لري. لومړنۍ درې زماني محدودې (یعنې له فانروزوییک پرته هر عصر) په ټولیز ډول پریکامبرین لویه زماني محدوده نومولی شو. [۱][۲][۳]

اصول[سمول]

د ځمک‌پوهنې هغه واحدونه چې د یوه وخت اړوند دي خو د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې دي، تر ډېره سره ورته نه دي او بېلابېل فوسیلونه په کې دي. پر دې بنسټ له تاریخي پلوه مساوي زماني محدودې ته په بېلابېلو سیمو کې بېلابېل نومونه ورکړل شوي دي. د بېلګې په توګه په شمالي امریکا کې لومړنۍ کامبرین زماني محدوده «واکوبان» نومول کېږي چې وروسته د ټریلوبیټونو له مخې پر سیمو وېشل کېږي. په ختیځه اسیا او سایبریا کې همدغه واحد د الکسین، اټدابانیان او بوټومین په پړاوونو وېشل شوی دی. د ځمکنیو طبقاتو د نړیوال کمیسیون د کار یو مهم اړخ د دغو متضادو اصطلاحاتو او هغو تعریفونو یوځای کول دي چې ښايي په ټوله نړۍ کې وکارول شي.[۴][۵]

په لمریزه منظومه کې ځینې سیارې او سپوږمکۍ داسې جوړښتونه لري چې په کافي اندازه کلکې دي او د خپل تاریخ سوابق ساتلی شي؛ زهره، مریخ او د ځمکې سپوږمۍ یې بېلګې دي. خو هغه سیارې چې تر ډېره غیر جامده بڼه لري، له نورو سره په پرتلیز ډول خپل تاریخ سم نه‌شي ساتلی.[۶]

د زماني مقیاس تاریخچه او نوم اېښودنه[سمول]

لومړنۍ تاریخچه[سمول]

په لرغوني یونان کې ارسطو (تر میلاد مخکې ۳۲۲-۳۸۴) ولیدل چې د سمندري سېپيو یا صدفونو فوسیلونه هغو فوسیلونو ته ورته دي چې په ساحلونو کې دي. دی دې پایلې ته ورسېد چې په ډبرو کې موجود فوسیلونه ارګانېزمونو رامنځته کړي دي او استدلال یې وکړ چې د وچې او سمندر موقعیتونه په اوږده مهال کې بدل شوي دي. د لیونارډ ډاوینچي (۱۴۵۲-۱۵۱۹) زماني دورې د ارسطو له هغو تشرېحاتو سره اړخ لګوي چې د لرغوني ژوند د پاتې شونو فوسیلونه ښيي.[۷][۸][۹][۱۰]

د لومړنیو اصولو رامنځته کېدل[سمول]

د اوولسمې پېړۍ په وروستیو کې نیکولاس سټینو (۱۶۳۸-۱۶۸۶) د ځمک‌پوهنې د زماني مقیاسونو اصول بیان کړل. سټینو استدلال کاوه چې ډبرینې لایې د یو بل پر سر واقع دي او هره یوه یې د وخت یوه برخه څرګندوي. ده د انطباق قانون هم فورمول‌بندي کړ. دا قانون وايي چې هر ځانګړی قشر احتمالاً تر هغو قشرونو مشر دی چې پر سر یې پراته دي او تر هغو قشرونو ځوان دی چې ترې لاندې دي. که څه هم د سټینو اصول ساده وو، خو عملي کول یې له ستونزو سره مل وو. د سټینو د مفکورو په پایله کې د نسبي تاریخ ټاکنې په څېر نور مهم مفاهیم رامنځته شول چې دا مهال یې ځمک‌پوهان کاروي. ځمک‌پوهانو د اتلسمې پېړۍ په جریان کې ومونده چې:[۱۱]

  1. د ډبرینو لایو سلسلې تر رسوب وروسته غالباً زړېږي، خرابېږي او کږېږي
  2. هغه طبقې چې په یوه وخت او بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي، ظاهر یې په بشپړ ډول توپیر لري
  3. د هرې ټاکلې سیمې طبقې د ځمکې د اوږده تاریخ یوازې یوه برخه ښيي

د ځمک‌پوهنې د زماني مقیاس فورمول‌بندي[سمول]

د یوه داسې ځمک‌پوهنیز زماني مقیاس چې د ځمکې په هره نقطه کې د عملي کولو وړ وي، د فورمول‌بندي کولو لومړنۍ هڅې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې وشوې. تر ټولو اغېزناکې هڅې یې (د وارنر په مشرۍ) وشوې چې د ځمکې د قشر ډبرې یې په څلورو ډولونو ووېشلې: لومړنۍ، دویمې، درېیمې او کواټرنر. د دې تیورۍ پر بنسټ د ډبرو هر ډول د ځمکې د تاریخ په یوه ځانګړې دوره کې رامنځته شوی دی. پر دې بنسټ د «درېیمې دورې» په اړه خبرې کولی شو. په واقعیت کې «ټرشاري» (Tertiary) (دا مهال پالیوژن او نیوژن) د ځمک‌پوهنې د یوې دورې د نامه په توګه تر شملې پېړۍ پورې کارېده او «کواټرنر» د اوسنۍ دورې د نامه په توګه لا په رسمي استفاده کې باقي پاتې دی.

په اقشارو کې د موجودو فوسیلونو په مرسته د اقشارو پېژندنه چې «ویلیم سمېت»، «جورج کوویر»، «جان ډي اومالیوس ډي الوې» او «الکساندر برونګنیارټ» د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې وکړه، له ځمک‌پوهانو سره یې مرسته وکړه تر څو د ځمکې تاریخ په لا ډېر غور او دقت سره ووېشي. دوی ته یې دا وړتیا هم ورکړه چې اقشار په ټولو ملي (او حتا قاره‌يي) سرحدونو کې له یو بل سره ونښلوي. که دوې طبقې (که د فضا له نظره هر څومره لرې او د ترکیب له نظره هر څومره متفاوتې وي) مساوي یا سره ورته فوسیلونه ولري، دا احتمال یې ډېر زیات دی چې دوی به په هم‌مهاله ډول رامنځته شوې وي. د ۱۸۲۰ او ۱۸۵۰ کلونو تر منځ په اروپا کې د فوسیلونو او لایو دقیقو څېړنو د ځمک‌پوهنې د دورو هغه لړۍ رامنځته کړه چې لا هم کارول کېږي.

د زماني مقیاسونو تاریخ ټاکنه[سمول]

کله چې «ویلیم سمېت» او «سر چارلز لایل» د لومړي ځل لپاره دې پایلې ته ورسېدل چې د ډبرو لایې پرله‌پسې زماني دورې څرګندوي، هغه مهال د زماني مقیاسونو اټکل په ډېر غیر دقیق ډول کېده، ځکه چې د بدلون د کچې اټکلونه نامعلوم وو. که څه هم خلقت‌پالانو د مقدس کتاب له مخې د ځمکې د عمر لپاره شاوخوا شپږ یا اووه زره کاله تاریخونه وړاندیز کول، لومړنیو ځمک‌پوهانو د ځمک‌پوهنې د دورو لپاره میلیونونه کاله وړاندیز کړل او ځینو حتا د ځمکې عمر کابو نامحدود وباله. ځمک‌پوهانو او لرغون‌پوهانو د بېلابېلو اقشارو او فوسیلونو د نسبي موقعیت پر بنسټ د ځمک‌پوهنې جدول جوړ کړ او زماني مقیاسونه یې د بېلابېلو عواملو د څېړنې پر بنسټ اټکل کړل. په ۱۸۹۶ کال کې د راډیو اکټیو د کشف او په ځمک‌پوهنه کې یې د کارولو تر وخت پورې د ډبرو د بېلابېلو لایو عمر او د ځمکې عمر د لویو بحثونو موضوعات وو.

د ځمک‌پوهنې لومړنی زماني مقیاس چې مطلق تاریخونه په کې شامل وو، په ۱۹۱۳ کال کې بریتانیايي ځمک‌پوه «ارتور هولمز» خپور کړ. ښاغلي هولمز نوې رامنځته شوې څانګه یعنې جیوکرونولوژي ډېره مخته یوړه او د نړۍ مشهور کتاب «د ځمکې عمر» یې خپور کړ چې په دې کتاب کې یې د ځمکې عمر لږ تر لږه ۱.۶ میلیارد کاله اټکل کړ.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Chapter 9. Chronostratigraphic units". International Commission on Stratigraphy. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. A dictionary of geology and earth sciences. Michael Allaby (الطبعة 4th). Oxford: Oxford University Press. 2013. OCLC 860061071. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-174433-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  3. Cohen, K.M.; Finney, S.C.; Gibbard, P.L.; Fan, J.-X. (2013-09-01). "The ICS International Chronostratigraphic Chart". Episodes (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة updated). 36 (3): 199–204. doi:10.18814/epiiugs/2013/v36i3/002. ISSN 0705-3797. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Age of the Earth". U.S. Geological Survey. 1997. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dalrymple, G. Brent (2001). "The age of the Earth in the twentieth century: a problem (mostly) solved". Special Publications, Geological Society of London. 190 (1): 205–221. Bibcode:2001GSLSP.190..205D. doi:10.1144/GSL.SP.2001.190.01.14. S2CID 130092094. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Statutes of the International Commission on Stratigraphy". د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Janke, Paul R. (1999). "Correlating Earth's History". Worldwide Museum of Natural History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fischer, Alfred G.; Garrison, Robert E. (2009). "The role of the Mediterranean region in the development of sedimentary geology: A historical overview". Sedimentology. 56 (1): 3. Bibcode:2009Sedim..56....3F. doi:10.1111/j.1365-3091.2008.01009.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sivin, Nathan (1995). Science in Ancient China: Researches and Reflections. Brookfield, Vermont: Ashgate Publishing Variorum series. III, 23–24. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rudwick, M. J. S. (1985). The Meaning of Fossils: Episodes in the History of Palaeontology. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-73103-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. McPhee, John (1981). Basin and Range. New York: Farrar, Straus and Giroux. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780374109141. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Geologic Time Scale". EnchantedLearning.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "How the discovery of geologic time changed our view of the world". Bristol University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Martinsson, Anders; Bassett, Michael G. (1980). "International Commission on Stratigraphy". Lethaia. 13 (1): 26. doi:10.1111/j.1502-3931.1980.tb01026.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)