Jump to content

د ځمک‌پوهنې تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمک‌پوهنې تاریخ د ځمک‌پوهنې یا جیولوژۍ د طبیعي علم له پراختیا سره سروکار لري. ځمک‌پوهنه د ځمکې د مبدا، تاریخ او جوړښت علمي څېړنه ده.[۱]

لرغونې دوره

[سمول]

د ځمک‌پوهنې په اړه ځینې لومړني افکار د ځمکې د مبدا په اړه وو. لرغوني یونان د ځمکې د مبدا په اړه د ځمک‌پوهنې لومړني مفاهیم رامنځته کړل. پر دې سربېره، په څلورمه مخزېږده پېړۍ کې ارسطو د ټکنیو جیولوژيکي بدلونونو په اړه ژور مشاهدات وکړل. ده د ځمکې ترکیب وکاته او داسې تیوري یې چمتو کړه چې له مخې یې ځمکه په کم سرعت بدلون کوي او دا بدلونونه د یوه کس د ژوند په اوږدو کې نه‌شي لیدل کېدای. ارسطو د ځمکې د فزیکي بدلون د سرعت په اړه د ځمک‌پوهنې په لمن کې داسې لومړني مفاهیم رامنځته کړل چې پر مشاهداتو ولاړ وو.[۲][۳]

منځنۍ پېړۍ

[سمول]

ابو ریحان البیروني (۹۷۳-۱۰۴۸ ز) د لومړنیو مسلمانو ځمک‌پوهانو له ډلې و چې په اثارو کې یې د هند د ځمک‌پوهنې په اړه لومړنۍ لیکنې موجودې وې او دا فرضیه یې مطرح کړه چې هند نیمه وچه یو وخت سمندر و.[۴]

ابن سینا (۹۸۱-۱۰۳۷ ز) د اخوان الصفا په څېر نورو طبیعي فیلسوفانو تر څنګ له ځمک‌پوهنې او طبیعي علومو سره پام وړ مرستې وکړې. ابن سینا د «کتاب الشفاء» په نامه کتاب ولیکه چې په پنځمه برخه کې یې د ارسطو د منرال‌پوهنې او هواپوهنې په اړه په شپږو څپرکو کې شرحه راغلې ده: د غرونو جوړېدل، د ورېځو له جوړېدو سره د غرونو مرسته؛ د اوبو سرچینې؛ د زلزلې منشا، د کاني توکو جوړېدل؛ او د ځمکنیو برخو بېلابېلوالی.

۱۷مه پېړۍ

[سمول]

د اوولسمې پېړۍ په جریان کې د ځمکې د مبدا په اړه مذهبي او علمي ګومانونه د ځمکې په اړه د لا ډېرې لېوالتیا لامل شول او د ځمکنیو قشرونو د سیستماتیکې پېژندنې تخنیکونه یې رامنځته کړل. د ځمکې پوړونه د ډبرو  د داسې افقي طبقو په ډول تعریفولی شو چې کابو ټول ترکیب یې سره مساوي دی. د دغه علم یو سرلاری «نیکولاس سټینو» و. سټینو د علم په کلاسیکو متنونو کې زده‌کړې کړې وې. ده په ۱۶۵۹ کال کې د طبیعي نړۍ په اړه منل شوې پوهه وننګوله. تر دې مهمه یې دا نظریه وړاندې کړه چې فوسیلونه په ځمکه کې وده کوي او د ډبرو د جوړېدو په اړه یې دود تشرېحات هم وننګول. د ښاغلي سټینو څېړنې او د دغو موضوعاتو په اړه د ده را وروسته برداشتونه د دې لامل شوي چې څېړونکي یې د مدرنې پوړ پوهنې او ځمک‌پوهنې یو بنسټګر وبولي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

۱۸مه پېړۍ

[سمول]

د ځمکې د ماهیت او منشا په اړه د ورځ په روځ زیاتېدونکې لېوالتیا له امله کاني توکو او د ځمکې نورو برخو ته پام ډېر شو. پر دې سربېره د ۱۸مې پېړۍ له منځه تر پایه په اروپا کې د کانونو اقتصادي اهمیت ډېر شو چې له دې امله د کاني ډبرو په اړه دقیقه پوهه اړینه شوه. څېړونکو په سیستماتیک ډول د ځمکې د جوړښت په اړه څېړنې پیل کړې. په دې کې یوازې د ځمکې په اړه څېړنې نه وې، بلکې د هغو نیمه قېمتي فلزاتو په اړه هم څېړنې پیل شوې چې په ځمکه کې موجود وو او سوداګریز اهمیت یې درلود. د بېلګې په توګه په ۱۷۷۴ کال کې «ابراهام ګاټلوب وارنر» خپل کتاب خپور کړ چې د کاني توکو د بهرنیو ځانګړنو په اړه و او د دغه کار له امله دی په پراخه کچه وپېژندل شو، ځکه د بېرونیو ځانګړنو پر بنسټ یې د خاصو کاني ډبرو د پېژندنې لپاره دقیق سیستم وړاندې کړ. د کانونو د سپړنې لپاره چې څومره ګټورې ځمکې وپېژندل شي او نیمه قېمتي فلزات وموندل شي، همدومره ډېرې پیسې په لاس راځي. دا هغه انګېزه وه چې د اقتصادي ګټې لپاره یې ځمک‌پوهنې ته پوره پام واړاوه او دغه برخه یې د څېړنې لپاره پر ښه موضوع بدله کړه. څومره به چې د دې برخې څېړونکي ډېرېدل، د ځمکې په اړه به دقیق مشاهدات او لا ډېر معلومات ورسره ترلاسه کېدل. [۱۱]

۱۹مه پېړۍ

[سمول]

د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د کانونو صنعت او صنعتي انقلاب د پوړ پوهنې پراختیا ته لاره هواره کړه. په انګلستان کې د کانونو کچ‌ګر یا سروې کوونکي «ویلیم سمېت» له ۱۷۹۰یمې لسیزې را وروسته په تجربوي ډول ومونده چې فوسیلونه د طبیعي منظرونو د ورته جوړښتونو تر منځ د تفکیک لپاره ډېر اغېزناک وسایل دي. ښاغلي سمېت د بریتانیا د ځمک‌پوهنې لومړنۍ نقشه وکښه. کابو په هماغه مهال کې فرانسوي اناتومېست «جورج کوویر» د خپل همکار «الکساندر بروګنیارټ» په مرسته ومونده چې د فوسیلونو نسبي عمر د ځمک‌پوهنې له لیده ټاکلی شو. په داسې ډول چې فوسیلونه په کوم ډبرین پوړ کې واقع دي او د ځمکې د سطحې او دغو ډبرینو طبقو تر منځ واټن څومره دی. بورګنیارټ او کوویر د خپلو موندنو له لارې دې پایلې ته ورسېدل چې بېلابېل قشرونه د فوسیلي توکو له لارې پېژندلی شو. په ۱۸۱۱ کال کې «کوویر» او «بروګنیارټ» خپل کتاب خپور کړ چې «د پاریس په چاپېریالونو کې د ځمک‌پوهنیزو تشرېحاتو» په اړه و. د دغه کتاب تر خپرېدو وروسته د ځمکې پوړ پوهنې ته لېوالتیا لا ډېره شوه. د دغې پېړۍ په جریان کې بېلابېلو ځمک‌پوهانو د پوړ پوهنې په اړه لا ډېرې اصلاحي او بشپړوونکې لیکنې وکړې.[۱۲][۱۳][۱۴]

۲۰مه پېړۍ

[سمول]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې راډيوجنیک ایزوتوپونه کشف شول او راډیومټریکه تاریخ ټاکنه پراخه شوه. په ۱۹۱۱ کال کې «ارټور هولمز» د سرپو د ایزوتوپونو په مرسته د یوې بېلګې لرغونوالی ۱.۶ میلیارده کاله وټاکه. په ۱۹۱۳ کال کې یې د «Age of the earth» په نامه کتاب خپور کړ. په دغه کتاب کې یې د نورو ځمک‌پوهنیزو مېتودونو پر ځای د راډیو اکټیو تاریخ ټاکنې د مېتودونو د کارولو لپاره ښه استدلالونه وکړل. خلکو لا هم د لارډ کلوین د محاسباتو له مخې د ځمکې عمر څه کم ۱۰۰ میلیونه کاله باله. هولمز تر ټولو پخوانۍ ډبرې ۱۶۰۰ میلیونه کاله لرغونې اټکل کړې، خو د ځمکې د عمر په اړه یې کوم خاص اټکل ونه‌کړ. په را وروسته لسیزو کې دغه تیوري عامه شوه او له دې امله هولمز د معاصرې جیوکرونولوژۍ د پلار لقب وګاټه. په ۱۹۲۱ کال کې د علم د پرمختګ لپاره د بریتانیايۍ ټولنې د کلنۍ ناستې ګډونوال یوې داسې تقریبي اجماع ته ورسېدل چې د ځمکې عمر څو میلیارده کاله دی او راډیومټریکه تاریخ ټاکنه هم باوري ده. په ۱۹۲۷ کال کې هولمز خپل کتاب «Age of the earth» خپور کړ، دا د ځمک‌پوهنې د نظریو پېژندنه وه چې له ۱.۶ تر ۳ میلیارده کاله محدوده یې په کې وړاندې کړه.[۱۵][۱۶]

اوسنۍ ځمک‌پوهنه

[سمول]

په وروستیو کلونو کې ځمک‌پوهنې د ځمکې د ځانګړنو او مبدا، سطحي خصوصیاتو او داخلي جوړښت د څېړنې په توګه دوام موندلی دی. هغه څه چې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې بدل شول، د ځمک‌پوهنې د څېړنو لیدلوری و. دا مهال ځمک‌پوهنه د یوې واحدې کړنلارې په مرسته وڅېړل شوه او ځمکه یې د یوې پراخې برخې په توګه په پام کې ونیوه چې اتومسفیر، بیوسفیر او هایډروسفیر هم په کې شاملېږي. په فضا کې موجودې سپوږمکۍ چې د ځمکې ډېر عکسونه اخلي، دغه ډول لرلید ته زمینه برابروي. په ۱۹۷۲ کال کې د سپوږمکیزو ماموریتونو مجموعه یا «لنډسټ» پروګرام چې د متحدو ایالتونو د ځمک‌پوهنې ادارې او ناسا له‌خوا یې په ګډه مدریت کېږي، د داسې سپوږمکیزو عکسونو په برابرولو پیل وکړ چې د ځمک‌پوهنې د تحلیلولو وړتیا لري. دغه عکسونه د ځمک‌پوهنیزو واحدونو د نقشې اخیستلو او بېلابېلو ډبرو د پېژندلو لپاره کارولی شو. دغه اطلاعات په ګڼو ځایونو کې کارېږي؛ لکه د ځمک‌پوهنې د دقیقو نقشو تولید، د طبیعي انرژۍ د سرچینو موندنه او د احتمالي طبیعي افتونو وړاندوېینه.[۱۷][۱۸]

سرچینې

[سمول]
  1. Gohau 1990, p. 7
  2. Moore, Ruth. The Earth We Live On. New York: Alfred A. Knopf, 1956. p. 13
  3. Aristotle. Meteorology. Book 1, Part 14
  4. Asimov, M. S.; Bosworth, Clifford Edmund (eds.). The Age of Achievement: A.D. 750 to the End of the Fifteenth Century: The Achievements. History of civilizations of Central Asia. pp. 211–14. ISBN 978-92-3-102719-2.
  5. Frank 1938, p. 96
  6. Gohau 1990, p. 118
  7. Gohau 1990, p. 114
  8. Kooijmans 2007
  9. Wyse Jackson 2007
  10. Woods 2005, pp. 4 & 96
  11. Jardine, Secord & Spary 1996, pp. 212–14
  12. Frank 1938, p. 239
  13. Albritton, Claude C. The Abyss of Time. San Francisco: Freeman, Cooper & Company, 1980. pp. 104–07
  14. Bowler 1992, p. 216
  15. Dalrymple, G. Brent (1994). The Age of the Earth. Stanford University Press. p. 74. ISBN 0-8047-2331-1.
  16. Holmes, Arthur (1913). The Age of the Earth. London: Harper. p. 18.
  17. "Studying Earth Sciences." British Geological Survey. 2006. Natural Environment Research Council. http://www.bgs.ac.uk/vacancies/studying.htm , accessed 29 November 2006
  18. Rocchio, Laura. "The Landsat Program." National Aeronautics and Space Administration. http://landsat.gsfc.nasa.gov , accessed 4 December 2006