Jump to content

د ځمکې عمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمکې عمر ۴.۵۴ ± ۰.۰۵ میلیارده کاله (۴.۵۴ × ۱۰۹ کاله ± ۱٪) اټکل کېږي. دغه عمر ښايي د ځمکې د اکرېشن [د ځمکې اکرېشن په یوه اوږدمهالې دوره کې د طبیعي قوتونو له امله د ځمکې تدریجي پراختیا ته ویل کېږي]، هستې جوړېدو یا هغې مادې عمر وښيي چې ځمکه ترې جوړه شوې ده. د عمر دغه اټکل د اسماني ډبرینو توکو د راډیومټريکې عمر ټاکنې په مرسته د ترلاسه شویو شواهدو پر بنسټ شوی او د ځمکنیو او سپوږمیزو ډبرینو بېلګو له تر ټولو لرغونو راډیومټریکو عمرونو سره مطابقت لري.[۱][۲][۳][۴][۵]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د راډیومټریکې عمر ټاکنې د پراختیا په دوام په یورانیم لرونکو منرالونو یا کاني توکو کې د سرپو اندازه‌ګیرۍ وښوده چې د ځینو لرغونوالی څه باندې یو میلیارد کاله دی. تر ټولو لرغوني منرالونه چې تر دې مهاله څېړل شوي – په لوېديځه استرالیا کې د جک هیلز کوچني «زیرکون» منرالونه دي – چې لږ تر لږه ۴.۴۰۴ میلیارده کاله لرغونوالی لري. د کلسیم-المونیم لرونکي عناصر تر ټولو لرغوني جامد عناصر دي چې په لمریز نظام کې دننه په اسماني ډبرو کې جوړ شوي دي – ۴.۵۶۷ میلیارده کاله لرغونوالی لري چې د لمریز نظام د عمر لپاره یوه کمه محدوده وړاندې کوي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

داسې فرض کېږي چې د ځمکې اکرېشن یا تدریجي ډېرښت د کلسیم-المونیم لرونکو عناصرو او اسماني ډبرو تر جوړېدو وروسته په پیوست ډول پیل شو. دا چې تر دې دمه د دغه اکرېشن وخت مشخص نه دی او د اکرېشن د وړاندوېینې بېلابېل ماډلونه له څو میلیونو څخه تر شاوخوا ۱۰۰ میلیونو کالونو پورې بېلابېل دي، نو د ځمکې او ډېرو لرغونو ډبرو تر منځ د عمري یا سني توپیر ټاکل ستونزمن کار دی. د دې تر څنګ د هغو لرغونو ډبرو دقیق عمر ټاکل هم ستونزمن دي چې د ځمکې پر سطحه پرتې دي، ځکه دا ډبرې داسې کاني توکي لري چې عمرونه یې احتمالاً له یو بل سره توپیر لري.

د اوسنیو ځمک‌پوهنیزو مفاهیمو پراختیا

[سمول]

د پوړونو څېړنې – د ډبرو او ځمکې طبقه‌بندي – طبیعت‌پوهانو ته دا پوهه په لاس ورکوي چې ښايي ځمکې د خپل ژوند په اوږدو کې ډېر بدلونونه تجربه کړي وي. په دغو طبقو کې د ناپېژاندو موجوداتو داسې فوسیلي پاتې‌شوني وو چې له امله یې ځینو څېړونکو د ارګانېزمونو یا ژوندیو موجوداتو پرمختګ له یوې طبقې څخه بلې طبقې ته وباله.[۱۲][۱۳]

نیکولاس سټینو د لومړنیو طبیعت‌پوهانو له ډلې و چې په اوولسمه پېړۍ کې یې د فوسیلي پاتې‌شونو او پوړونو تر منځ اړیکه ومونده. د ښاغلي سټینو د څېړنو په پایله کې د پوړ پوهنې مفاهیم رامنځته شول. په ۱۷۹۰یمه لسیزه کې ویلیم سمېټ دا فرضیه مطرح کړه چې که په دوو بېلابېلو ځایونو کې دوې ډبرینې طبقې داسې فوسیلونه ولري چې سره ورته وي، ډېر احتمال شته چې د دغو طبقو عمر هم مساوي وي. د سمېټ شاګرد «جان فیلیپس» په همدې طریقه د ځمکې عمر شاوخوا ۹۶ میلیونه کاله محاسبه کړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

د ۱۸مې پېړۍ په منځنیو کلونو کې طبیعت‌پوه «میخایل لومونوسف» وویل چې ځمکه له نورو کایناتو څخه جلا او تر هغو څو زره کاله مخکې رامنځته شوې ده. د لومونوسوف لیدلوري تر ډېره پر حدس او ګومان ولاړ وو. په ۱۷۷۹ کال کې «کنټ ډو بوفون» هڅه وکړه چې د یوه ازمېښت په مرسته د ځمکې د عمر لپاره یو شمېر وټاکي: ده یوه کوچنۍ کره جوړه کړه چې د جوړښت له پلوه ځمکې ته ورته وه او بیا یې د هغې د سړېدو کچه اندازه کړه. په دې توګه یې اټکل وکړ چې ځمکه شاوخوا ۷۵۰۰۰ کاله لرغونوالی لري.

لومړني محاسبات

[سمول]

په ۱۸۶۲ کال کې فزیک‌پوه «ویلیم ټامسون» داسې محاسبات خپاره کړل چې د ځمکې عمر یې د ۲۰ او ۴۰۰ میلیونو کلونو تر منځ وټاکه. ده فرض وکړ چې ځمکه د یوه بشپړ مذاب یا ویلي شوي جسم په ډول جوړه شوې ده او هغه موده یې وټاکله چې اوسنۍ اندازې ته د سطحې د نږدې تودوخې د راټیټېدو لپاره ورته اړتیا وه. د ټامسون محاسبات د راډیو اکټیوي تنزل له لارې تولید شوې تودوخه یا هم د ځمکې هغه داخلي لېږدېدونکې تودوخه په پام کې نه نیسي چې له امله یې د پورتني پوښ تودوخه د اوږد مهال لپاره لوړه پاتې کېږي او په قشر کې حرارت د ډېرې مودې لپاره ساتل کېږي. د ټامسون اټکلونه د لمر په اړه لا ډېر محدود وو چې بنسټ یې د خروجي تودوخې اټکلونه او هغه تیوري وه چې لمر خپله انرژي له جاذبوي سقوط څخه ترلاسه کوي؛ ټامسون اټکل وکړ چې لمر شاوخوا ۲۰ میلیونه کاله عمر لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د «چارلز لیل» په څېر ځمک‌پوهانو ته دا ډېره سخته وه چې د ځمکې لپاره دې دومره لنډ عمر ومني. بیولوژېستانو ته حتا ۱۰۰ میلیونه کاله هم ډېر کم ښکارېدل او ورته د منلو وړ نه وو. د چارلز ډاروین د تکامل په تیورۍ کې د وراثت د ناڅاپي بدلونونو او ټولیز انتخاب پروسې ډېر وخت ته اړتیا لري او په‌خپله ډاروین هم ویلي چې د ټامسون اټکلونه کافي څرګندونې نه ښکاري. د اوسنۍ بیولوژۍ له مخې د ژوند له پیل څخه تر نن پورې ټول تکاملي تاریخ له ۳.۵ تر ۳.۸ میلیارده کاله مخکې رامنځته شوی او لکه څرنګه چې د ځمک‌پوهنې په تاریخ ټاکنه کې هم ښودل شوي، دا هغه موده ده چې د ټولو ژوندیو موجوداتو له وروستي نړیوال ګډ نیکه څخه تېره شوې ده.[۲۱][۲۲]

د ډاروین ستر مدافع «توماس هاکسلي» په ۱۸۶۹ کال کې په یوه لېکچر کې د ټامسون محاسبات وننګول او ویې ویل چې دا محاسبات په‌خپله دقیق ښکاري، خو پر ناسمو فرضیاتو ولاړ دي. فزیک‌پوه «هرمان فون هلمهولټز» په ۱۸۵۶ کال کې او ستوري پېژندونکي «سیمون نیوکمب» په ۱۸۹۲ کال کې د دغه بحث په اړه خپل محاسبات په ترتیب سره ۲۲ میلیونه او ۱۸ میلیونه کاله وړاندې کړل: دوی په خپلواک ډول هغه موده محاسبه کړه چې په لړ کې یې لمر له هغه ګاز او ګرد څخه چې ترې جوړ شوی دی، د اوسنۍ روښنایۍ حالت او قطر ته را متراکم کېږي. د دوی اندازو د ټامسون له محاسباتو سره مطابقت درلود. له دې سره سره، دوی فرض وکړ چې لمر یوازې د خپل جاذبوي انقباض له تودوخې څخه ځلېږي. تر هغه مهاله لا علم د لمر د اتومي پیوستون پروسه نه وه پېژندلې.[۲۳]

نورو ساینس‌پوهانو هم د ټامسون شمېرې تایید کړې. د چارلز ډاروین زوی «جورج ډاروین» چې ستوری پېژندونکی و، وویل چې ځمکه او سپوږمۍ د پیدايښت په لومړیو ورځو کې چې دواړه ویلې شوې وې، له یو بل څخه جلا وې. ښاغلي جورج ډاروین د جزر او مدي اصطحکاک وخت محاسبه کړ او د ځمکې اوسنۍ ۲۴ ساعته ورځ یې ترلاسه کړه. د ده ۵۶ میلیون کاله شمېر نور داسې شواهد زیات کړل چې د ټامسون د سموالي ښکارندوی وو.[۲۴]

تر ټولو وروستی اټکل چې ټامسون په ۱۸۸۷ کال کې وړاندې کړ دا و چې: "لرغونوالی یې څه باندې ۲۰ میلیونه او څه کم ۴۰ میلیونه کاله دی او احتمالاً د ۲۰ او ۴۰ منځ ته ډېر نږدې دی". په ۱۸۹۹ او ۱۹۰۰ کلونو کې «جان جولي» هغه چټکتیا محاسبه کړه چې په هغې کې باید سمندرونو د شړېدو د پروسو په پایله کې مالګه راټوله کړې وای او ویې ښوده چې سمندرونه له شاوخوا ۸۰ تر ۱۰۰ میلیونه کاله لرغونوالی لري.[۲۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).For the abstract, see: Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Dalrymple (1994) pp. 14–17, 38
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Origin of Species, Charles Darwin, 1872 edition, page 286
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).)
  23. Dalrymple (1994) pp. 14–17
  24. Paul J. Nahin (1985) Oliver Heaviside, Fractional Operators, and the Age of the Earth, IEEE Transactions on Education E-28(2): 94–104, link from IEEE Explore
  25. Dalrymple (1994) pp. 14, 43