د ځمکې تیاره کېدل
د ځمکې تیاره کېدل د ځمکې په سطحه کې د مستقیمې تشعشع کچه کمېدل دي چې دا کمښت په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د سیستماتیکو اندازهګیریو له پیل سره لیدل شوی دی. دا اغېزه د ځایونو له مخې توپیر لري، خو اټکل کېږي چې په ټوله نړۍ کې دا کچه له شاوخوا ۴ تر ۲۰ سلنه پورې کمه شوې ده. له دې سره سره، په ۱۹۹۱ کال کې د «پیناټوبو» غره د اتشفشان له امله په ټولیز بهیر کې یو کوچنی بدلون لیدل شوی دی.[۱]
فکر کېږي چې د ځمکې په کره کې رڼا په هوا کې د معلقو ذراتو د ډېرېدو له امله کمه شوې ده چې یوه بېلګه یې د انسانانو د فعالیت له امله په اتومسفیر کې د سلفېټ ایروزولونه دي. د تبخیر په کمولو سره یې په هایدرولوژيکي څرخه کې ونډه اخیستې او ښايي په ځینو سیمو کې ورښت کم کړي. د ځمکې په کره کې رڼا کمېدل په ۱۹۸۴ کال کې د اټیوپیا د وچکالۍ یو اصلي لامل ګڼل کېږي چې په استوايي سیمو کې یې هغه تودوخه کمه کړې وه چې د موسمي بادونو یا کلني مرطوب موسم لامل کېږي.[۲]
لاملونه
[سمول]فکر کېږي چې په نړیواله کچه د رڼا د کمېدو دلیل د ځمکې په اتومسفیر کې د ایروزول ذراتو ډېرېدل دي چې د ککړتیا، ګرد، دوړو یا اتشفشانونو په پایله کې رامنځته کېږي. په هوا کې معلقې ذرې لمریزه انرژي جذبوي او د لمر رڼا فضا ته منعکسوي. ککړتیا هم د ورېځو د قطراتو لپاره پر هستو بدلېدای شي. د اوبو قطرې په ورېځو کې د ذراتو تر څنګ له یو بل سره یوځای کېږي. د ککړتیا ډېروالی د لا ډېرو ذراتو د رامنځته کېدو لامل کېږي او په پایله کې داسې ورېځې جوړوي چې له لا زیاتو کوچنیو قطرو څخه جوړې وي (یعنې هماغه اندازه اوبه پر ډېرو قطرو وېشل کېږي). د کوچنیو قطرو له امله ورېځې ډېر انعکاس کوي، یعنې د لمر ورودي رڼا تر ډېره فضا ته منعکسېږي او د ځمکې سطحې ته کمه رسېږي. همدا اغېزه لاندېني تشعشعات هم منعکسوي او په ټيټ اتومسفیر کې یې راټولوي. د دغو کوچنیو قطرو له امله ورښت هم کمېږي.[۳][۴][۵]
ورېځې هم د لمریزې ګرمۍ او له ځمکې څخه د منعکسې شوې ګرمۍ مخه نیسي. اغېزې یې پېچلې دي او د وخت، ځای او لوړوالي له مخې توپیر لري. معمولاً د ورځې په جریان کې د لمریزې رڼا مخه نیسي او یوه سړه اغېزه ورکوي؛ او په شپه کې ځمکې ته د ګرمۍ بیاځلي راګرځېدل د ځمکې د ګرمۍ له لاسه ورکولو بهیر ټکنی کوي.
د فوسیلي سونتوکو (لکه ډيزلو) او لرګیو نیمګړی سون په هوا کې د تور کاربن د ازادېدو لامل کېږي. که څه هم تور کاربن چې ډېری یې لوګی دی، د ځمکې په سطحه کې د هوا د ککړتیا دېره کوچنۍ برخه ده، خو دغه ښکارنده په دوه کلیومتره (۶۵۶۲ فوټه) لوړو ارتفاعاتو کې پر اتومسفیر لوی ګرموونکی اغېز لري. د دې تر څنګ د لمریزو تشعشعاتو په جذبولو سره د سمندر د سطحې رڼا راکموي.[۶]
په ۱۹۹۰یمو کلونو کې په مالدیف کې شویو ازمېښتونو (د شمالي او سوېلي ټاپوګانو د اتومسفیر پرتلنې) وښوده چې هغه مهال په اتومسفیر کې د مایکروسکوپي ککړتیاوو اغېز د اسیا تر قهوهيي ورېځې په لاندې برخو کې د لمر رڼا شاوخوا ۱۰ سلنه کمه کړه – دا کمښت تر هغه ډېر زیات و چې پهخپله د ذراتو له شتون څخه یې تمه کېږي.[۷]
هغه ښکارنده چې په نړیواله کچه د رڼا د کمېدو لامل کېږي، ښايي سیمهييزې اغېزې هم ولري. په داسې حال کې چې د ځمکې ډېره برخه ګرمه شوې ده، هغه سیمې چې د هوا د ککړتیا له اصلي سرچینو (په ځانګړي ډول د سلفر اکسايډ انتشار) څخه ښکته دي، عموماً سړې شوې دي. دا چاره ښايي د متحدو ایالتونو د ختیځو برخو سړېدل د لوېديځو برخو د ګرمېدو په نسبت تشرېح کړي.[۸]
له دې سره سره، ځینې څېړنې ښيي چې تور کابن د نړیوالې ګرمۍ د ډېرېدو لامل کېږي او تر کاربن ډای اکسایډ را وروسته په دویم مقام کې دی. دغه څېړنې په دې باور دي چې لوګی د لمر انرژي جذبوي او دا نرژي د همالیا په څېر نورو هغو سیمو ته وړي چې هلته کنګلونه ویلې کېږي. د دې تر څنګ کولای شي د شمالي قطب کنګل تیاره کړي، انعکاس یې کم کړي او د لمریزو وړانګو جذب زیات کړي.[۹]
په هوا کې موجودې اتشفشاني ایرې د لمر وړانګې فضا ته منعکسولی شي او په پایله کې د سیارې له سړښت سره مرسته کولی شي. د ځینو لویو اتشفشانونو تر پېښېدو وروسته د ځمکې په تودوخه کې کمښت لیدل شوی، د بېلګې په توګه په بالي کې د «اګونګ» غره اتشفشان چې په ۱۹۶۳ کال کې را وخوټېد، په مکسیکو کې «ال چیچون» چې په ۱۹۸۳ کال کې پېښ شو، په کلمبیا کې «رویز» چې په ۱۹۸۵ کال کې پېښ شو او په فلپین کې «پناټوبو» چې په ۱۹۹۱ کال کې را وخوټېد. خو د لویو اتشفشانونو لپاره هم له ایرو څخه جوړې ورېځې یوازې د یوې نسبتاً لنډې دورې لپاره پاتې کېدای شي.[۱۰]
څېړنې
[سمول]د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې «میخایل ایوانوویچ بوډیکو» د انرژۍ د تعادل دوهاړخیز اقلیمي ماډلونه وکارول تر څو د کنګل انعکاس وڅېړي. ده ومونده چې د کنګل-البېډو انعکاس د ځمکې په اقلیمي سیستم کې یوه مثبته کړۍ رامنځته کوي. څومره چې واوره او کنګل زیات وي، فضا ته هماغومره زیاتې وړانګې منعکسېږي او له دې امله ځمکه سړېږي او ډېره واوره ورېږي. نورو څېړنو وښوده چې ککړتیا یا اتشفشانونه راخوټېدل د کنګل د دورې پیل تحریکولی شي.[۱۱][۱۲][۱۳]
په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د سویس د ټکنالوژۍ په انستېتیوت کې د جغرافیې څېړونکي «اټسومو اوهمورا» ومونده چې هغه لمریزې وړانګې چې د ځمکې سطحې ته رسېږي، د تېرو درېیو لسیزو په جریان کې ۱۰ سلنه کمې شوې دي. داسې ښکاري چې د ده موندنې د ځمکې له ګرمېدو سره په ټکر کې دي – د ځمکې د کرې تودوخه له ۷۰یمې لسیزې څخه په ټولیز ډول د ډېرېدو په حال کې وه. داسې فکر کېده چې که ځمکې ته کمه رڼا ورسېږي، دا د سړېدو په معنا ده. دا نظریه نورو هم تعقیب کړه: ویوي روساک په ۱۹۹۰ کال کې «په ایسټونیا کې د وروستیو لسیزو په لړ کې د لمریزو وړانګو، ورېځو او اتومسفیري شفافیت بهیرونه» څېړنه خپره کړه او بیټ لیپرټ په ۱۹۹۴ کال کې «په جرمني کې لمریزې وړانګې – لیدل شوي بهیرونه او د هغوی د لاملونو ارزونه» خپره کړه. د رڼا کمښت د شوروي اتحاد په ټولو سیمو کې هم لیدل شوی دی. «جري سټانهیل» چې دغه کمښت یې په ټوله نړۍ کې د ګڼو مقالو له لارې څېړلی، په لومړي ځل «د ځمکې د تیاره کېدو» اصطلاح رامنځته کړه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د ۱۹۸۰یمې لسیزې په وروستیو کلونو کې په اسرائیلو او هالنډ کې څېړنو وښوده چې که څه هم د اقلیم د ګرمېدو اړوند پراخ شواهد موجود دي، د لمر د وړانګو کچه په څرګند ډول کمه شوې ده. د تیارې کچه په ټوله نړۍ کې متفاوته ده، خو په متوسط ډول په هره لسیزه کې له ۲ تر ۳ سلنه پورې اټکل کېږي. دا بهیر د ۱۹۹۰یمې لسیزې په لومړیو کې معکوس شو. [۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).