د ځاځیو جګړه
د ځاځیو جګړه د افغان شوروي جګړې پر مهال د شوروي ځواکونو او د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته د اړوندو ځواکونو له خوا په پکتیا ولایت کې د مکتب الخدمات ډلې د جنګیالیو پر وړاندې ترسره شوه. دغه جګړه د ۱۹۸۷ زکال په مۍ میاشت کې د شوروي ځواکونو د وتلو د لومړي پړاو پر مهال وشوه. د دغې جګړې په موخو کې په علي شیرو کې د ځواکونو د یوې قطعې د کلابندۍ ماتونه او له پاکستان څخه د مجاهدینو د تدارکاتي لارو قطع کول شامل وو. یاده جګړه په لومړۍ درجه کې د عرب جنګیالي او د القاعدې ډلې د راتلونکي بنسټګر اسامه بن لادن د ونډې له امله شهرت وموند؛ په دغه جګړه کې د بریا له امله اسامه د خدای له اړخه د یو را لېږل شوي مجاهد جنګیالي لقب وګاټه. اسامه بن لادن په دغه جګړه کې د ۵۰ عربو جنګیالیو مشري کوله چې لږ تر لږه ۱۳ تنه یې د جګړې پر مهال ووژل شول. [۱][۲]
مخینه
[سمول]د ۱۹۷۹ زکال په ډسمبر میاشت کې شوروي اتحاد په افغانستان کې له ستونزو سره د مخ واکمن کمونیستي رژیم په ملاتړ په افغانستان برید وکړ چې په دې سره یې افغان - شوروي جګړې ته لار برابره کړه. دغې مداخلې د اسلامي نړۍ شدیده غصه را وپاروله. د سعودي د بډایه کسانو له ډلې څخه اسامه بن لادن د ۱۹۸۰ زکال په لومړیو کې پاکستان ته ولاړ څو د شوروي ځواکونو پر وړاندې د افغان مجاهدینو د مقاومت ننګه وکړي او دغه چاره یې جهاد وبلله، خو له دې سره هم د کلونو لپاره افغانستان ته نه ولاړ. د ۱۹۸۴ زکال په اکتوبر میاشت کې د شوروي د برید له امله راپارېدلي فلسطیني سلفي عبدالله یوسف عزام د مکتب الخدمات په نامه بنسټ تاسیس کړ. د دغې ډلې اهداف د افغانستان له مقاومت څخه ملاتړ او د پاکستان له لارې هغوی ته د لوژستیکي مرستو رسول وو. په پیل کې بن لادن د دغه درک له امله له دغې ډلې ملاتړ وکړ چې ګویا د ده مالي مرستې په مستقیمه توګه د جګړې په لومړۍ کرښه کې مجاهدینو ته ګټه رسوي. د عزام او بن لادن دغې ډلې د جهاد مجلې په نامه یوه میاشتنۍ مجله خپره کړه چې تر ډېره یې عرب وګړي د افغانستان له مقاومت څخه ملاتړ ته هڅول. دغې مجلې د افغانستان جګړې ته د ټولې نړۍ د مسلمانانو په راجلبولو کې د جلب او جذب د یوې پیاوړې وسیلې په توګه کار ورکړ چې له امله یې افغان جګړه په یو نړیوال جهاد واوښته. [۳][۴][۵]
په ۱۹۸۶ زکال کې مکتب الخدمات خپل ډیری فعالیتونه د پاکستان سدې ته ولېږدول او په افغانستان کې یې د جهاد کولو په موخه د جنګیالیو روزنیز پروګرام پیل کړ. ورته مهال دغه پروګرام ناکام شو ځکه چې په لږ کچه روزل شوي ځواکونه د افغان دولت د ځواکونو له خوا د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ شول. په دې سره بن لادن پښېمانه شو او لامل وګرځېد څو د دغې ډلې له ملاتړ لاس واخلي او خپلې پوځي روزنیزې چارې د پاکستان پر ځای په افغانستان کې پیل کړي. [۶]
بن لادن د ځاځیو غرنۍ سیمه د خپلو عملیاتو د سیمې په توګه غوره کړه او د هغو نوم یې «مساده» کېښود چې معنی یې «د زمریانو استوګنځای» دی. هغه له ستراتیژیک پلوه خپل سنګرونه د شوروي ځواکونو موقعیتونو ته څېرمه جوړ کړل ځکه غوښتل یې له هغو سره مخامخ جګړه وکړي او همدارنګه یې تمه لرله چې شوروي به په دوی برید وکړي. [۷]
بن لادن په ودانیزو چارو کې د تخصص او همدارنګه د پریمانه شتمنۍ لرلو له امله ځاځیو ته څېرمه ګڼ شمېر اډې جوړې کړې. په پاکستان کې د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ کوونکو یو شمېر عربو هڅه وکړه څو بن لادن یوازې د غیر افغاني جنګیالیو له روزنې راوګرځوي ځکه چې وېرېدل دغه چاره به د افغان مجاهدینو د پردي کېدو لامل وګرځي. [۸]
له دې سره هم بن لادن ناهیلی و. هغه عرب جنګیالي په کلاشینکوفونو او راکټ ویشتونکو سمبال کړل او په کوچني مقیاس باندې یې د شوروي پر ځواکونو بریدونه پیل کړل. په داسې حال کې چې د هغه عربو جنګیالیو پریمانه تلفات لرل، خو د شهادت غوښتونکو جهادیانو له خوا دا یوه مثبته پایله ګڼل کېده. [۹]
د ۱۹۸۷ زکال تر مۍ میاشتې پورې بن لادن خپله قرارګاه تر دې کچې جوړه کړې وه چې د شوریانو پام ورته واوښت، همدا و چې هغوی د ۱۹۸۷ زکال د مۍ په ۱۲مه په دغه قرارګاه برید وکړ. له دې سره دا یوازې د بن لادن په قرارګاه برید نه و بلکې په یوه لوی مقیاس جګړه وه چې په سیمه کې یې د شوروي ځواکونو د کلابندۍ د ماتولو موخه لرله او همدارنګه په کې د مجاهدینو بېلابېلې ډلې هم په نښه شوې. [۱۰]
جګړه
[سمول]په جګړه کې د ونډه والو مجاهدینو شمېر له ۵۰ تنو څخه تر «زرګونو تنو» اټکل کیږي ځکه چې د نږدې سیمو څخه یې هم کسان استخدام کړي و. اسامه بن لادن د مساده کمپلیکس د دفاع مشري کوله او په څنګ یې د هغه دوه قوماندانانو، ابوعبیده او ابوحفص هم شتون درلود. عبدالله عزام هم د بن لادن د جلا عربي پوځي واحدونو اړوند د شخصي اندېښنو سربېره په جګړه کې ونډه واخیسته. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
له عرب جنګیالیو سربېره په دغه جګړه کې د اسلامي نړۍ د نور هېوادونو جهادیانو هم ونډه لرله. یو له دغو څخه اندونیزیایي وګړی مخلص (هدی بن عبدالحق) و چې په ۲۰۰۲ زکال کې د بالي په بریدونو کې په لاس لرلو تورن وګڼل شو. [۱۷]
له بهرنیو جنګیالیو سربېره په دغه جګړه کې د افغان مقاومت د ټولو اووه ګوندونو جنګیالیو ونډه لرله. په دغو کې د جلال الدین حقاني، محمد انور او عبدالرسول سیاف با تجربه جنګیالي هم شامل وو چې له ځانه سره یې سټینګر او بلو پایپ توغندي لېږدول او د شوروي د الوتکو پر وړاندې یې جدي ګواښ رامنځته کړ. [۱۸][۱۹]
د المساده په نامه د مجاهدینو دغه کمپلکس اسامه بن لادن د دې لپاره جوړ کړ څو داسې یو روزنیز مرکز ولري چې په پاکستان باندې تکیه وه نه کړي. په علي شیرو کې د شوروي د قطعې د کلابندۍ له ماتولو وروسته شوروي ځواکونو په ځاځیو ولسوالۍ کې د بن لادن په اډو بریدونه پیل کړل. په دغو عملیاتو کې د شوروي د دافع هوا او سپټسناز ځواکونو نږدې ۲۰۰ سرتېرو ونډه لرله چې د شوروي د ملاتړ لرونکي افغان دولت ځواکونو او قبایلي افغان ملیشه ډلو یې ملاتړ کاوه. [۲۰]
شورویانو په مساده کمپلس باندې برید د شدیدې بمبارۍ پر مټ پیل کړ، دوی له خوشه یي بمونو، جنګي چورلکو او درنو توپونو څخه کار واخیست. دغه سیمې تر جون میاشتې پورې هره ورځ بمبارد کېدلې. [۲۱]
د جګړې پر مهال ابوعبیده او ابو حفص دواړو د هغو بریدونو مشري وکړه چې د شوروي کلابندي یې را حلقه کړه او له کمپلکس څخه یې بهر هغوی ته کمین ونیو. یوه ځانګړې بېلګه یې دا ده چې ابوعبیده او د هغه جنګیالۍ ډلې د غرونو په څوکو باندې په چټکۍ مانور ترسره کړ او له هغې نقطې څخه مخکې ولاړل چېرې چې شوروي ځواکونه را کوز شوي و. دغه ستراتیژیک اقدام شورویان له څو اړخونو څخه په دام کې واچول او هغوی کلابند شول. هغه مهال چې شورویانو د مخکې تګ هڅه کوله ځانونه یې په ناوړه حالت کې ولیدل او د راپورونو پر بنسټ یې په راتلونکو جګړو کې شدید زیان ولید. په یو بل جلا برید کې ابوعبیده په پښه باندې په مرمۍ ولګېد. [۲۲][۲۳]
د مۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه د شوروي ځواکونو یوه الوتکه چې د بن لادن د پوځي روزنیز مرکز پر سر یې الوتنه کوله، د افغان مجاهدینو د یوې جلا ډلې د جنګیالیو له خوا وویشتل شوه او بالاخره د لادن کمپ ته څېرمه راوغورځېده. دغه چاره د بن لادن او د هغه د عرب جنګیالیو له خوا د جګړې د یوې کلیدي لحظې په توګه وبلل شوه ځکه چې دوی د روژې میاشتې په ۲۷مه دغه الوتکه راوغورځوله. دغه ورځ د مسلمانانو په کالیزه کې ډېره سپېڅلې ورځ ګڼل کېږي او باور دا دی چې په دغه ورځ برخلیک ټاکل کېږي او د جنت دروازې خلاصې وي. بن لادن او د هغه کسانو په دغه ورځ کې د شوروي ځواکونو د الوتکې راغورځېدل تصادفي چاره نه بلله. [۲۴]
دغې جګړې درې اونۍ دوام وکړ چې له امله یې ۱۳ عرب جنګیالي او شاوخوا اویا افغان جنګیالي ووژل شول. بن لادن خپله هم په دغه جګړه کې په پښه ټپي شو. په داسې حال کې چې احمد خضر له خپلو ماشومانو سره په خبرو کې د ځاځیو د جګړې پر مهال د مجاهدینو د شجاعت اړوند کیسې بیان کړې دي، خو هېڅکله یې هم په دغه جګړه کې د خپلې ونډې اړوند څه ویلي نه دي. [۲۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Grau, Lester. "Breaking contact without leaving chaos: the Soviet withdrawal from Afghanistan" (PDF). Foreign Military Studies Office Publications. Archived from the original (PDF) on 2007-11-27. نه اخيستل شوی 2007-08-17.
- ↑ Isby, David (1989). War in a Distant Country, Afghanistan: Invasion and Resistance. Arms and Armour Press. pp. 42. ISBN 0-85368-769-2.
- ↑ Bergen, Peter (2021). The Rise and Fall of Osama bin Laden: The Biography. New York: Simon & Schuster. p. 23. ISBN 978-1-9821-7052-3.
- ↑ Farrall, Leah (2017). "Revisiting al-Qaida's Foundation and Early History". Perspectives on Terrorism. pp. 17–37.
- ↑ Bergen, Peter (2021). The Rise and Fall of Osama bin Laden: The Biography. New York: Simon & Schuster. pp. 28–29. ISBN 978-1-9821-7052-3.
- ↑ Farrall, Leah (2017). "Revisiting al-Qaida's Foundation and Early History". Perspectives on Terrorism. pp. 17–37.
- ↑ Bergen, Peter (2021). The Rise and Fall of Osama bin Laden: The Biography. New York: Simon & Schuster. p. 34. ISBN 978-1-9821-7052-3.
- ↑ Farrall, Leah (2017). "Revisiting al-Qaida's Foundation and Early History". Perspectives on Terrorism. pp. 17–37.
- ↑ Bergen, Peter (2021). The Rise and Fall of Osama bin Laden: The Biography. New York: Simon & Schuster. p. 35. ISBN 978-1-9821-7052-3.
- ↑ Stenersen, Anne (2015). "Ch. 5: Al-Qaeda versus Najibullah: Revisiting the Role of Foreign Fighters in the Battles of Jalalabad and Khost, 1989–1992". In Gates, Scott; Roy, Kaushik (eds.). War and State-Building in Afghanistan. Bloomsbury Academic. pp. 131–146 – via Academia.edu.
- ↑ McGirk, Tim (2005-08-06). "Moscow's Graveyard". Time. Archived from the original on June 28, 2008. نه اخيستل شوی 2007-08-04.
- ↑ Hegghammer, Thomas (2020). The Caravan: Abdallah Azzam and the Rise of Global Jihad. Cambridge: Cambridge University Press. p. 347. doi:10.1017/9781139049375. ISBN 978-0-521-76595-4.
- ↑ Bergen, Peter L. (2006). The Osama bin Laden I Know: An Oral History of al-Qaeda's Leader. New York: Free Press. ISBN 978-0-7432-7891-1. OCLC 63164205.
- ↑ Khashoggi, Jamal (May 4, 1988). "Arab youths fight shoulder to shoulder with Mujahedeen". Arab News. p. 9.
- ↑ Peter L. Bergen (2006). The Osama bin Laden I Know: An Oral History of al Qaeda's Leader. New York: Free Press. p. 58.
- ↑ Hegghammer, Thomas (2020). The Caravan: Abdallah Azzam and the Rise of Global Jihad. Cambridge: Cambridge University Press. p. 348. ISBN 978-0-521-76595-4.
- ↑ "Jemaah Islamiyah in South East Asia :damaged but still dangerous" (PDF). International Crisis Group, 2003. نه اخيستل شوی 30 May 2023.
- ↑ Isby, David (1989). War in a Distant Country, Afghanistan: Invasion and Resistance. Arms and Armour Press. pp. 42. ISBN 0-85368-769-2.
- ↑ Hegghammer, Thomas (2020). The Caravan: Abdallah Azzam and the Rise of Global Jihad. Cambridge: Cambridge University Press. p. 348. ISBN 978-0-521-76595-4.
- ↑ Coll, pp. 157, 163–164
- ↑ Hegghammer, Thomas (2020). The Caravan: Abdallah Azzam and the Rise of Global Jihad. Cambridge: Cambridge University Press. p. 347. doi:10.1017/9781139049375. ISBN 978-0-521-76595-4.
- ↑ Tawil, Camille (10 October 2011). Brothers In Arms: The Story of al-Qa'ida and the Arab Jihadists (په انګليسي). Saqi. ISBN 978-0-86356-474-1.
- ↑ Bergen, Peter L. (2006). The Osama bin Laden I Know: An Oral History of al-Qaeda's Leader. New York: Free Press. ISBN 978-0-7432-7891-1. OCLC 63164205.
- ↑ Bergen, Peter (2021). The Rise and Fall of Osama bin Laden: The Biography. New York: Simon & Schuster. p. 38. ISBN 978-1-9821-7052-3.
- ↑ Hegghammer, Thomas (2020). The Caravan: Abdallah Azzam and the Rise of Global Jihad. Cambridge: Cambridge University Press. p. 347. doi:10.1017/9781139049375. ISBN 978-0-521-76595-4.