Jump to content

د پېشدادیانو لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پېشدادیانو لړۍ (په فارسي ژبه: دودمان پیشدادیان) د هغو افسانوي پاچاهانو لړۍ ده چې په زردشتي باورونو او فارسي افسانو کې یې یادونه شوې او د نړۍ د اصلي واکمنانو په توګه بلل شوي، خو قلمرو یې بیا ایرانشهر یا لوی ایران ته محدود بلل شوی دی. په داسې حال کې چې د زردشتیانو په مقدس کتاب – اوستا – کې ورته ډېره لږ اشاره شوې خو وروسته بیا د یوولسمې پېړۍ پر مهال پهلوي ادبیاتو ته په اړوند ملي حماسي اثر یا د فردوسي په شاهنامه کې په پراخه کچه یاد شوي دي. له ۹مې پېړۍ وروسته مسلمانو لیکوالانو په ځانګړې توګه طبري د دغې لړۍ ډېری افسانې په خپلو تاریخونو او نورو اثارو کې بیان کړې دي. د پېشدادیانو پاچاهان او هغوی ته اړوندې کېسې د تاریخي واقعیتونو له مخې هېڅ بنسټ نه لري.

د شاهنامې پر بنسټ پېشدادیان لومړنۍ فارسي لړۍ وه چې لرغونتیا یې له هاخامنشیانو څخه زیاته وه او څه باندې ۲ زره کاله یې حکومت وکړ. د دوی مخکښ کیومرث و چې د افسانو له مخې لومړنی انسان او د «زردشتیانو آدم» بلل کیږي. له هغه وروسته یې زامنو د نړۍ د واکمنانو په توګه له شیطانانو سره مبارزه وکړه او د ژوندانه د نوو لارو چارو په معرفي کولو سره یې بشریت د ودې لور ته رهنمايي کړ. د دوی تر ټولو مشهور ځای ناستی جمشید و چې د دغې لړۍ د تمدن بنسټ یې کېښود، خو د تکبر او غرور له امله د ظالم ضحاک له خوا مات کړای شو. د ضحاک پر وړاندې له ولسي پاڅون وروسته، بالاخره تاج او تخت بیاځلي د پېشدادیانو واک ته ورغی. له دې سره د دوی راتلونکي پاچا فریدون ټوله نړۍ د خپلو دریو زامنو ترمنځ ووېشله چې د هغو تر ټولو غوره برخه یا ایران د هغه کشري زوی ایرج ته برخه ورسېد او بیا د هغه په نوم هم ونومول شو. ایرج او د هغه ځای ناستو د فریدون د نورو زامنو کرکه راوپاروله چې له امله یې اوږد مهاله دښمنۍ پیل او یو لړ داسې جګړې پیل شوې چې په پایله کې یې دغې لړۍ سقوط وکړ. په شاهنامه کې راځي چې ولې فارسیانو په وروستیو پېشدادیانو باور نه درلود او د هغو پر ځای یې د کیانیانو په نامه بله افسانوي لړۍ واک ته ورسوله.

طبري هم په خپل تاریخ کې دغه کیسې له یو لړ بدلونونو سره تکرار کړې دي. هغه د منځنۍ پېړۍ د ډیری لیکوالانو په څېر دغه کیسې د قراني شخصیتونو او همدارنګه د پیغمبرانو له کیسو سره نښلولې څو په بشپړه توګه اسلامي بڼه ومومي.

د پېشدادي پاچاهانو کیسو له سیاسي او کلتوري پلوه په ایراني ټولنه باندې پام وړ اغېز لرلی دی. هم په لرغونې دوره او هم په منځنیو پېړیو کې واکمنو لړیو ادعا کوله چې دوی د هغوی له ریښو څخه دي څو ځانته لا زیات اعتبار او سیاسي مشروعیت پیدا کړي. تر معاصرې دورې پورې د شاهنامې کیسو د ایراني کلتور په ټولو اړخونو کې خپل نفوذ لرلی او د هغو د برخې په توګه پېشدادیانو د ایرانیانو د تاریخ او ملي هویت ریښې جوړې کړې دي.

پاچاهان

[سمول]

په شاهنامه کې یې یاد شوي پاچاهان

[سمول]

هوشنګ شیطانانو ته له ماتې ورکولو وروسته پاچا کیږي. له دې وروسته نوموړی د یوې ناڅاپي اورلګېدنې په لامل پسې لټون کوي او بشریت ته فلزکاري، د اوبو لګونه، کرهڼه، مالداري او ښکار ور معرفي کوي. هغه په آرامښت کې مري او د بشریت د ودې له امله په ښه نوم یادیږي. [۱]

طهمورث د هوشنګ زوی دی چې اهریمن شیطان ته ماته ورکوي چې بیا د ګڼدلو او خط لیکولو په ګډون د بشري هنرونو او وړتیاوو د ودې په برخه کې کار کوي. هغه دغه چارې د شیطانانو له غوره ارواه ګانو زده کوي. په شیطاني ارواه ګانو باندې د واک لرلو له امله هغه ته د دیوبند لقب ورکړل شوی دی. [۲][۳][۲]

جمشید، چې د طهمورث زوی دی ۷۰۰ کاله یې حکومت کړی. جمشید د فارسي تمدن د اصلي عناصرو بنسټ کېښود. ده خپلو خلکو ته وسلې او جامې ورکړې او همدارنګه یې د فارسي ټولنې جوړښت تنظیم کړ. ورته مهال د هغه تکبر او غرور د الهي ناخوښۍ لامل وګرځېد چې له امله د خبیث ضحاک له خوا راوپرځول شو. جمشید په تبعید کې ژوند غوره کړ، خو بالاخره د ضحاک په امر بندي او اعدام شو. [۴]

ضحاک له عربستان څخه راغی. هغه د مرداس زوی و، پلار یې یو نیک عمله پاچا و چې ده وواژه او بیا یې ده پر ځای د یو بد ظالم په توګه حکومت وکړ. د شر د نمونې په توګه هغه ماران لرل چې له اوږې څخه به یې را وتل. ضحاک د جمشید د تخت او تاج له غصب کولو وروسته د ۱۰۰۰ کلونو لپاره حکومت وکړ تر دې چې د یو ولسي پاڅون په ترڅ کې له واکه ګوښه او د برحقه پاچا فریدون له خوا ووژل شو. [۵][۶]

فریدون د آبتین زوی او د جمشید له لمسیانو څخه و. هغه په سحر او جادو پوهېده، د بېلګې په توګه هغه ځان په مار بدلولای شو څو د خپلو زامنو شجاعت وازمايي. فریدون له ۵۰۰ کاله سلطنت وروسته خپله پاچاهي د دریو زامنو ترمنځ ووېشله. سلم لویدیځې ځمکې ترلاسه کړې؛ رم ته ختیځه برخه په لاس ورغله، توران ته تور ورکړل شو او د ایران برخه چې د نړۍ په منځ کې یې موقعیت درلود د ایرج قلمرو وګرځېد. [۷][۸][۹]

ایرج د فریدون کوچنی زوی و. پلار یې وموندله چې ایرج د هغه د ټولو زامنو ترمنځ د ستاینې وړ دی له همدې امله یې هغه ته د فارس تر ټولو غوره برخه ورکړه چې معاصر ایران په کې شامل و او د ایران نوم هم د هغه له نوم څخه اخیستل شوی. دغو دریو وروڼو د اوږد مهال لپاره واکمني وکړه؛ خو سلم او تور هېڅکله هم د پلار دغه ورکړه له یاده وه نه ویسته او تور د سلم په لمسون هغه وواژه. دغه مهال فریدون لا ژوندی و هغوی ته یې ښېرا وکړه او له امله یې د ایرج لمسي منوچهر سلم او تور دواړه ووژل. له دې وروسته فریدون د خپل لسمي منوچهر په ګټه له سلطنت تېر شو. [۱۰]

د منوچهر له واکمنۍ وروسته په شاهنامه کې یاد شوي دغې لړۍ ته اړوند نور پاچاهان په ترتیب سره نوذر، زاو او ګرشاسپ نومېدل.

د طبري او نورو مسلمانانو روایات

[سمول]

د فردوسي پر خلاف، ټولو هغو مسلمانو لیکوالانو چې فارسي افسانوي پاچاهان یې په خپلو لیکنو کې یاد کړي، هڅه یې کړې څو هغو ته اړوندې کیسې له مهالیز جوړښت سره په تناسب له اسلامي تفکر سره همغږې کړي. طبري له اسلام وړاندې فارسیانو څو قبیلې تشرېح کړې او ادعا یې کړې چې کېدای شي دوی د اسلام د پیغمبرانو له سیرت یا هم نورو قراني شخصیتونو سره تړلي وي. یو له دغو قبایلو څخه هم پېشدادیان دي. د دغه روایت په لنډیز کې د هغو شخصیتونو نومونه راوړل شوي چې طبري یې یادونه کړې. [۱۱][۱۲]

لومړني پېشدادي پاچاهان او له ابلیس سره جګړه

[سمول]

د مسلمانانو په ډېری روایاتو کې دوه لومړني پاچاهان جایومارت او د هغه لمسی اوشهنج بلل کېږي، په داسې حال کې چې یو شمېر منابع اوشهنج لومړنی پاچا بولي او په ډېر احتمال سره د وروستیو ساساني منابعو د دریځ منعکس کوونکي دي. طبري وايي چې «ډیری فارسي پوهان دا ګمان کوي» چې جیومارت آدم دی، یو شمېر نور یې بیا د آدم او حوا زوی بولي؛ نور بیا د هغو اړوند «بېلابېلې څرګندونې لري» او غیر فارسیان بیا څرګندوي چې هغه له نورو سپېڅلو کسانو (ګومر، یافث یا نوح) څخه دی. همدارنګه لیکي چې دا په طبرستان او فارس کې ارباب و، خو «ټول بیا مني» چې هغه د فارسیانو «پلار» دی. د ژوند په وروستیو کې هغه ځانته د «آدم» نوم وټاکه او ظالم شو. د هغه زوی او لور، ماري او ماریانه (مشي او مشیانه) د پاچاهانو له نسله څخه وو. د طبري تاریخ پر بنسټ، د هغه ځای ناستی اوشهنج لومړنی پاچا و چې قوانین یې وټاکل او په عدل او انصاف سره یې حکومت وکړ. د هغه د حکومت تر مهاله، انسانانو یوازې د میوو په خوراک ژوند کاوه او پاڼې به یې د جامو په بڼه له ځانه تاو کولې. ده هغوی ته کورونه جوړ کړل او د غوښې د خوراک یې ورته وویل؛ همدارنګه یې د اغوستو لپاره د حیواناتو له پوستکي څخه د ګټنې، د ونو د غوڅولو، د کانونو د ویستلو، د فلزي وسایلو د جوړولو، کرهڼې او غله جاتو د راغونډولو چارې ور وښوولې. [۱۳][۱۴][۱۵]

ورته مهال د مسلمانو لیکوالانو بله اصلي موضوع له ابلیس یا شیطان سره د پېشدادي پاچاهانو مبارزه ده. د بلعمي پر باور دغه جګړه له جیومارت څخه راپیل شوه او هغه یې د شیطانانو د خوني دښمن په توګه یاد کړی. جیومارت چې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره دښمني لري، له بین النهرین څخه تښتي او د دماوند په غره کې استوګن کیږي. هلته په دغه سیمه کې له مېشتو شیطانانو سره مخ کیږي. دوی جګړه کوي او شیطانانو ته ماته ورکوي، خو شیطانان بیا د هغه زوی پشنګ وژني؛ جیومارت هم د هغه د غچ اخیستو په موخه ټول هغه کسان وژني چې د ده د زوی په وژنه کې یې لاس درلود. نور شیطانان بیا اړ کیږي چې د بلخ ښار «د نړۍ یو له تر ټولو لرغونو ښارونو څخه دی» ځانته جوړ کړي. [۱۶][۱۷][۱۸]

د طبري له نظره دغه جنجال د اوشهنج د سلطنت له مهاله راپیلېږي، خو ریښه یې ناڅرګنده ده: [۱۸]

فارسیان وايي چې ... هغه [اوشهنج] غوښتل سرکښ انسانان او شیطانان مجازات او یا هم له هغو غچ واخلي. بیا څرګندوي چې هغه ابلیس او ځواکونه یې د انسانانو په څېره واړول او هغوی یې له انسانانو سره له یوځای کېدو منع کړل. هغه په یوې سپینې پاڼې باندې د یو سند په لیکلو سره هغوی ژمن کړل او لارښوونه یې ورته وکړه چې له هېڅ انسان سره به مقابله نه کوي... همدارنګه یادوي چې ابلیس او لښکریان یې د اوشهنج له مړینې څخه ډېر خوشاله شول. دا په دې معنی و چې د هغه مړینه لامل وګرځېده دوی یوځل بیا د بني آدمانو (انسانانو) کورنو ته لار ومومي....[۱۹]

طبري نقل کوي چې «فارسیان وايي»، د اوشهنج ځای ناستی طهمورث و. هغه زیاتوي چې د طهمورث د کره شجرې اړوند د نظر اختلاف شتون لري، په داسې حال کې چې دواړې هغه شجرې چې ده یادې کړي ښيي چې طهمورث د اوشهنج لمسی و. طبري په لنډه توګه د طهمورث د واکمنۍ پر مهال له شیطانانو سره مبارزې ته اشاره کوي او څرګندوي چې «خدای هغه ته زیات واک ورکړ او ابلیس او د هغه نور شیطانان یې د هغه د امر منلو ته اړ کړل». نورو مسلمانو تاریخ پوهانو بیا طهمورث ته د دیوبند یا د شیطان تړونکي لقب ورکړی او یو شمېر نورو بیا افسانوي کیسې هم ورسره زیاتې کړې دي. د بېلګې په توګه البیرونی نقل کوي چې د طوفان له رامنځته کېدو ۲۳۱ کاله وړاندې طهمورث د هغو اړوند خبرداری ورکړی و. [۱۷][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Khatchadourian 2016، م. 1.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Cosman او Jones 2008، م. 707.
  3. Hogan 2003، م. 114.
  4. Lorentz 2007، م. 297.
  5. Lorentz 2007، م. 299.
  6. Ansari 2012، مم. 216-217.
  7. Kia 2016، م. 55.
  8. Tafazzoli 1999، مم. 531-533.
  9. Kia 2016، م. 18.
  10. Shahbazi 2004، مم. 200-202.
  11. Savant 2013، مم. 39-40.
  12. Davis 2007، م. xx.
  13. Kia 2016، م. 31.
  14. Yarshater 1983، م. 421.
  15. Quinn 2020، مم. 113-115.
  16. Lasman 2021، مم. 41-42.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Lasman 2021، م. 38.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Lasman 2021، مم. 37-38.
  19. Tabari 1989، 172 (p. 342).
  20. Kia 2016، م. 64.
  21. Tabari 1989، 176 (p. 345).
  22. Tabari 1989، 175 (pp. 344–345).