د پیشوګانو کورنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پېشوګانو کورنۍ (علمی نوم: Felidae) چې په معمول ډول پیشوګانې هم ورته ویل کېږي د تي لرونکو غوښه خوړونکو حیواناتو ډلې ته اړونده کورنۍ ده. د دغې کورنۍ یوې غړې ته بیا پیشو (felid) ویل کېږي. په انګریزي ژبه کې د کټ (cat) اصطلاح هم د دغې کورنۍ ټولو غړو ته کارول کېدای شي خو په ځانګړې توګه اهلي پیشوګانو ته کارول کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]

دغې کورنۍ ته اړوندې ۴۰ ډوله نوعې لامل ګرځي چې د وچې د ټولو غوښه خوړونکو حیواناتو ترمنځ د پوستکي د تولید په برخه کې پام وړ تنوع رامنځته کړي. پیشوګانې راغونډې کېدونکې پنجې، نرۍ عضلاتي تنه او په پام وړ کچه انعطاف منونکي مخکني اندامونه لري. د هغوی غاښونه او د خولې پیاوړې عضلې لار برابروي چې وکولای شي کلک چک ولګوي. ټولې پیشوګانې غوښې خوړونکې دي او ډیری یې د خپل ښکار په کمین یا تعقیب کې وي. وحشي پیشوګانې په افریقا، اروپا، آسیا او امریکا کې شتون لري. د وحشي پیشو ګانو یو شمېر یې له ځنګلي ژوندانه، یو شمېر یې په وچو چاپېریالونو او لږ نورې یې هم بیا په مرطوبو او غرنیو سیمو کې له ژوندانه سره بلدې دي. د دوی فعالیت د هغوی د تغذیې پر بنسټ دی چې د شپې څخه تر سپېدې چاودو او بیا د ورځې پر مهال د ښکار کولو په موخه تغیر لري. [۶][۷]

ریجنالډ انس پوکوک د موجودو پیشوګانو نسل په دریو فرعي څانګو ویشلی دی: پړانګان، کوچنۍ پیشوګانې او ثابتې پنجې لرونکي پړانګان چې د لامي اندام د دستګاه د هډوکو د جوړښت (په حیواناتو کې د ژبې حرکت راوړونکي پنځه هډوکي)  او هغه پوست پر بنسټ چې د دوی له پنجو څخه ساتنه کوي له یوبل توپیر لري. دغه مفاهمیم په مولیکولي بیولوژي او همدارنګه د موروفولوژیکي اطلاعاتو په تحلیلي تخنیکونو کې د پراختیاوو په رامنځته کېدو سره بیاځلي وارزول شول. نن ورځ موجودې پیشوګانې په دوه فرعي څانګو ویشل کېږي: پړانګان او کوچنۍ پیشوګانې؛ چې ثابتې پنجې لرونکې هم د کوچنیو پیشوګانو په ډله کې ډلبندي کېږي. پړانګان بیا پنځه پړانګ ډوله نوعې (زمریان هم په کې شاملېږي) او دوه نیپولیس یا پیشکو ته ورته نوعې لري، په داسې حال کې چې د کوچنیو پیشکو په کتار کې ۱۰ جنسونو ته اړوندې ۳۴ نوعې شتون لري. [۸][۹]

ځانګړنې[سمول]

د پیشوګانو کورنۍ ته اړوند ټول حیوانات دغه مشترکې ځانګړنې لري:

  • دوی ټول په پنجې باندې تلونکي دي، پنځه ګوتې د خپلو پښو په مخکنۍ او څلور هم په شاتنۍ برخه کې لري. د هغوی پنجې منحني ډوله دي چې په غضروفونو او ماهیچو نښتې دي. د ثابتو پنجو لرونکو پړانګانو پرته د دغې کورنۍ د ټولو غړو پښې د پیاوړي پوست پر مټ ساتل کېږي.[۱۰]
  • د مخکنیو او شاتنیو پښو بالښتونه یې له دریو طبقو جوړ شوي دي.[۱۱]
  • هغوی د پښو د ګوتو د ماهیچو په انقباض سره په فعاله توګه خپلې پنجې پرانیزې او په غیرفعاله بڼه یې پنجې راغونډې وي. پورتنۍ یوه پنجه یې منبسطه کېږي خو اوږده کېږي نه. [۱۲][۱۳]
  • د عضلاني غړو په لرلو سره نرم او انعطاف منونکی بدن لري.[۱۴]
  • د هغو جمجه په نیمايي ډول ګرده او همدارنګه د لوی مدار په لرلو را لنډه شوې ده.[۱۵]
  • ۳۰ غاښونه لري چې د غاښونو فورمول بندي یې هم ۳.۱.۳.۱ ۳.۱.۲.۱ ده. درې پورتني پرومولر غاښونه او لاندني میده کوونکي غاښونه یې د غوڅونکو غاښونو سره یوځای د غوښې د غوڅولو لپاره مناسب دي. نیشي غاښونه یې لوی او په منقرضو نوعو کې یې کچه په استثنايي بڼه لویه ده. پورتني غوښه غوڅونکي یا کارناسیال یې له لاندنیو څخه لوی دي او څوکې یې هم د تیغې په څېر ډېرې تېزې دي. [۱۶][۱۷]
  • د ژبې خوند څکونکې دانې یې د پاپیلا یا ښاخونو په څېر دي چې د ښکار غوښه هم ورباندې پاکوي او د نظافت سره یې مرسته کوي.[۱۸]
  • پوزه یې د خولې له لاندنۍ برخې څخه لږ راوتلې ده.[۱۹]
  • سترګې یې نسبتا لویې دي او د دوه ګوني لید لپاره چمتو دي. په سترګو کې د یوې ځلاندې پردې لرلو له امله چې نور د سترګې کرې ته منعکس کوي د شپې پر مهال غوره لید کولای شي او همدارنګه د هغو سترګو ته ځانګړې ځلا وربخښي. په دې ترتیب د پیشوګانو سترګې د انسان د سترګو په پرتله د نور پر وړاندې شپږ ځله زیاتې حساسې دي او له همدې امله یې ډېری نوعې د شپې پر مهال تګ کوي. د پیشوګانو شبکیه نسبتا زیات میله یي حجرات لري چې د لږې رڼا پر مهال د متحرکو اجسامو په لید کې مرسته کوي او همدارنګه د ورځې پر مهال د رنګ په سنجش کې د مخروطي حجراتو سره همغږې کېږي. [۲۰]
  • هغوی د سترګو د پاسه، په غونبورو او د پوزې لاندې لوی لوی برېتونه لري، خو په زنه کې یې بیا نه لري. د دوی بریتونه د شپې پر مهال په حرکت او همدارنګه د ښکار په نیولو او ساتلو کې مرسته کوي.[۲۱][۲۲]
  • بیروني غوږونه یې لوی دي او په ځانګړې توګه کوچنۍ پیشو ګانې د لوړ فریکانس لرونکو غږونو پر وړاندې حساسې دي، دغه حساسیت ورسره مرسته کوي چې کوچنۍ طعمې ځانته ومومي.[۲۳]
  • تناسلي اله یې مخروطي ډوله ده، او د انزال په صورت کې د شا لور ته درومي. د تناسلي الې هډوکی یې کوچنی یا وستیژیال دی او د سپیو له کورنیو څخه هم لنډ دی. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
  • د خولې په پورتنۍ برخه کې یو وومرونال غړی لري چې اجازه ورکوي هوا تنفس کړي. د دغه غړي څخه د فلیمن غبرګون په حالت کې ګټنه کوي.[۲۸][۲۹]
  • دوی نه شي کولای د بورې خوږوالی تشخیص کړي ځکه چې د خوږو شیانو د تشخیص اخذې نه لري. [۳۰]
  • دوی د مشابه غږونو یو ټولګه لري، خو د نوعو له مخې په کې ډېر لږ توپیر شتون لري. په ځانګړې توګه د هغو په اړیکو کې زیروبم توپیر شتون لري چې لویې نوعې یې بیا تر ډېره ژور غږ باسي. په ټولیزه توګه د پیشوګانو ترمنځ د اړیکې فریکانس له ۵۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ هرتزو پورې دي. د پیشوګانو د کورنۍ ټولې نوعې معیاري غږونه لري چې په دغو کې میو، خش خش، خرخر او غرغر کول شامل دي. میو د دوی د اړیکې اصلي ډول دی په داسې حال کې چې نور یې بیا د تهاجمي انګېزې په معنی دي. [۳۱][۳۲][۳۳]
  • دوی کولای شي په دوه مرحلو کې خرخر وکړي، په داسې حال کې چې ښکاري پړانګان یوازې امیدوارۍ ته د چمتووالي او القاح پر مهال خرخر کوي. خرخر عموما په ډېر ټیټ غږ ترسره کوي چې کچه یې له ۱۶.۸ هرتزه څخه تر ۲۷.۵ هرتزه پورې ده او د غږونو له نورو ډولونو سره یې د تنفس پر مهال ګډوي. [۳۴][۳۵][۳۶]

د هغوی د پوستکو رنګ، اوږدوالی او ډبلوالی له یو بل سره توپیر لري. د پوستکي رنګونه یې له سپین څخه تر تور پورې توپیر کوي همدارنګه مشخصې کوچنۍ کرښې، د لکو ترمنځ یې لیکې او خالونه په کې شتون لري. [۳۷]

د لویو پیشوګانو په ډېری ډولونو کې یې د لکۍ اوږدوالی د وجود د اوږدوالی یو په دریمه برخه راځي، په داسې حال کې چې د تورغوږو او مارګای په څېر پیشوګانې بیا له دغې موضوع مستثنی دي. د پیشوګانو نوعې د بدن د اندازې، جمجمې او وزن له مخې له یو بل سره زیات توپیر لري:[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

  • د پیشوګانو تر ټولو لوی ډول ټایګر (پړانګ) دی چې له سر څخه یې نیولې تر تنې پورې یې اوږدوالی ۳۹۰ سانتي متره (۱۵۰ انچه) راځي، وزن یې له ۶۵ کیلوګرامه څخه تر ۳۲۵ کیلوګرامو (۱۴۳ تر ۷۱۷ پونډه) او د سر یا جمجمې اوږدوالی یې له ۳۱۶ څخه تر ۴۱۳ میلي مترو (۱۲.۴ تر ۱۶.۳ انچه) پورې توپیر لري. په داسې حال کې چې د یو زمري د جمجمې حد اکثر اوږدوالی ۴۱۹ میلي متره (۱۶.۵ انچه) دی، خو د بدن په پرتله یې د سر اوږدوالی له ټایګر څخه لږ دی. [۴۲][۴۳][۴۴]
  • د پیشکو کوچني ډولونه هم خالداره پشکې (Prionailurus rubiginosus) او تورې پښې لرونکې پشکې (Felis nigripes) دي. د لومړنۍ اوږدوالی یې ۳۵ – ۴۸ سانتي متره (۱۴ – ۱۹ انچه)، وزن یې ۰.۹ – ۱.۶ کیلوګرامه (۲.۰ – ۳.۵ پونډه) دی. د دویمي اوږدوالی یې له سر څخه تر بدنه ۳۶.۷ – ۴۳.۳ سانتي متره (۱۴.۴ – ۱۷ انچه) او حد اکثر ثبت شوی وزن یې ۲.۴۵ کیلوګرامه (۵.۴ پونډه) دی. [۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. Salles, L. O. (1992). "Felid phylogenetics: extant taxa and skull morphology (Felidae, Aeluroidea)" (PDF). American Museum Novitates (3047). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hemmer, H. (1978). "Evolutionary systematics of living Felidae – present status and current problems". Carnivore. 1: 71–79. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Johnson, W. E.; Dratch, P. A.; Martenson, J. S.; O'Brien, S. J. (1996). "Resolution of recent radiations within three evolutionary lineages of Felidae using mitochondrial restriction fragment length polymorphism variation". Journal of Mammalian Evolution. 3 (2): 97–120. doi:10.1007/bf01454358. S2CID 38348868. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Christiansen, P. (2008). "Evolution of skull and mandible shape in cats (Carnivora: Felidae)". PLOS ONE. 3 (7): e2807. Bibcode:2008PLoSO...3.2807C. doi:10.1371/journal.pone.0002807. PMC 2475670. PMID 18665225. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Werdelin, L.; Yamaguchi, N.; Johnson, W. E.; O'Brien, S. J. (2010). "Phylogeny and evolution of cats (Felidae)". In Macdonald, D. W.; Loveridge, A. J. (المحررون). Biology and Conservation of Wild Felids. Oxford, UK: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 59–82. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199234455. مؤرشف من الأصل في ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Peters, G. (1982). "Zur Fellfarbe und zeichnung einiger Feliden". Bonner Zoologische Beiträge. 33 (1): 19−31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pocock, R. I. (1917). "The classification of the existing Felidae". Annals and Magazine of Natural History. XX (119): 329–350. doi:10.1080/00222931709487018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kitchener, A. C.; Breitenmoser-Würsten, C.; Eizirik, E.; Gentry, A.; Werdelin, L.; Wilting, A.; Yamaguchi, N.; Abramov, A. V.; Christiansen, P.; Driscoll, C.; Duckworth, J. W.; Johnson, W.; Luo, S.-J.; Meijaard, E.; O’Donoghue, P.; Sanderson, J.; Seymour, K.; Bruford, M.; Groves, C.; Hoffmann, M.; Nowell, K.; Timmons, Z.; Tobe, S. (2017). "A revised taxonomy of the Felidae: The final report of the Cat Classification Task Force of the IUCN Cat Specialist Group" (PDF). Cat News. Special Issue 11. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pocock, R. I. (1917). "VII.—On the external characters of the Felidæ". The Annals and Magazine of Natural History; Zoology, Botany, and Geology. 19 (109): 113−136. doi:10.1080/00222931709486916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pocock, R. I. (1939). "Felidae". The fauna of British India, including Ceylon and Burma. Mammalia. – Volume 1. London: Taylor and Francis. د کتاب پاڼي 191–330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kitchener, A. C.; Van Valkenburgh, B.; Yamaguchi, N. (2010). "Felid form and function". In Macdonald, D.; Loveridge, A. (المحررون). Biology and Conservation of wild felids. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 83−106. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kitchener, A. C.; Van Valkenburgh, B.; Yamaguchi, N. (2010). "Felid form and function". In Macdonald, D.; Loveridge, A. (المحررون). Biology and Conservation of wild felids. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 83−106. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Pocock, R. I. (1939). "Felidae". The fauna of British India, including Ceylon and Burma. Mammalia. – Volume 1. London: Taylor and Francis. د کتاب پاڼي 191–330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kitchener, A. C.; Van Valkenburgh, B.; Yamaguchi, N. (2010). "Felid form and function". In Macdonald, D.; Loveridge, A. (المحررون). Biology and Conservation of wild felids. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 83−106. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Pocock, R. I. (1917). "VII.—On the external characters of the Felidæ". The Annals and Magazine of Natural History; Zoology, Botany, and Geology. 19 (109): 113−136. doi:10.1080/00222931709486916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Pocock, R. I. (1917). "VII.—On the external characters of the Felidæ". The Annals and Magazine of Natural History; Zoology, Botany, and Geology. 19 (109): 113−136. doi:10.1080/00222931709486916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Kitchener, A. C.; Van Valkenburgh, B.; Yamaguchi, N. (2010). "Felid form and function". In Macdonald, D.; Loveridge, A. (المحررون). Biology and Conservation of wild felids. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 83−106. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Pocock, R. I. (1917). "VII.—On the external characters of the Felidæ". The Annals and Magazine of Natural History; Zoology, Botany, and Geology. 19 (109): 113−136. doi:10.1080/00222931709486916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. de Morais, R. N. (2008). "Reproduction in small felid males". In Fowler, M. E.; Cubas, Z. S. (المحررون). Biology, Medicine, and Surgery of South American Wild Animals (الطبعة Second). New York: John Wiley & Sons. د کتاب پاڼي 312–316. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470376980. مؤرشف من الأصل في ۱۲ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ewer, R. F. (1973). The Carnivores. Ithaca, New York: Cornell University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801484933. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lariviere, S.; Ferguson, S. H. (2002). "On the evolution of the mammalian baculum: vaginal friction, prolonged intromission or induced ovulation?". Mammal Review. 32 (4): 283–294. doi:10.1046/j.1365-2907.2002.00112.x. مؤرشف من الأصل في ۱۲ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Salazar, I.; Quinteiro, P.; Cifuentes, J. M.; Caballero, T. G. (1996). "The vomeronasal organ of the cat". Journal of Anatomy. 188 (2): 445–454. PMC 1167581. PMID 8621344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Hart, B. L.; Leedy, M. G. (1987). "Stimulus and hormonal determinants of flehmen behavior in cats" (PDF). Hormones and Behavior. 21 (1): 44−52. doi:10.1016/0018-506X(87)90029-8. PMID 3557332. S2CID 6039377. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Li, X.; Li, W.; Wang, H.; Cao, J.; Maehashi, K.; Huang, L.; Bachmanov, A. A.; Reed, D. R.; Legrand-Defretin, V.; Beauchamp, G. K.; Brand, J. G. (2005). "Pseudogenization of a Sweet-Receptor Gene Accounts for Cats' Indifference toward Sugar". PLOS Genetics. 1 (1): 27–35. doi:10.1371/journal.pgen.0010003. PMC 1183522. PMID 16103917. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "Appendix 4. Vocal communication in felids". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 421–424. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226518237. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Graf, R. F. (1999). Modern Dictionary of Electronics. Newnes. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780750698665. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Peters, G. (2002). "Purring and similar vocalizations in mammals". Mammal Review. 32 (4): 245−271. doi:10.1046/j.1365-2907.2002.00113.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Weissengruber, G. E.; Forstenpointner, G.; Peters, G.; Kübber-Heiss, A.; Fitch, W. T. (2002). "Hyoid apparatus and pharynx in the lion (Panthera leo), jaguar (Panthera onca), tiger (Panthera tigris), cheetah (Acinonyx jubatus) and the domestic cat (Felis silvestris f. catus)". Journal of Anatomy. Anatomical Society of Great Britain and Ireland. 201 (3): 195–209. doi:10.1046/j.1469-7580.2002.00088.x. PMC 1570911. PMID 12363272. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Peters, G. (1982). "Zur Fellfarbe und zeichnung einiger Feliden". Bonner Zoologische Beiträge. 33 (1): 19−31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Kitchener, A. C.; Van Valkenburgh, B.; Yamaguchi, N. (2010). "Felid form and function". In Macdonald, D.; Loveridge, A. (المحررون). Biology and Conservation of wild felids. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 83−106. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Eizirik, E.; Yuhki, N.; Johnson, W. E.; Menotti-Raymond, M.; Hannah, S. S.; O'Brien, S. J. (2003). "Molecular Genetics and Evolution of Melanism in the Cat Family". Current Biology. 13 (5): 448–453. doi:10.1016/S0960-9822(03)00128-3. PMID 12620197. S2CID 19021807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Hewett, J. P.; Hewett Atkinson, L. (1938). Jungle trails in northern India: reminiscences of hunting in India. London: Metheun and Company Limited. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Heptner, V. G.; Sludskij, A. A. (1992) [1972]. "Tiger". Mlekopitajuščie Sovetskogo Soiuza. Moskva: Vysšaia Škola [Mammals of the Soviet Union. Volume II, Part 2. Carnivora (Hyaenas and Cats)]. Washington DC: Smithsonian Institution and the National Science Foundation. د کتاب پاڼي 95–202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Sunquist, M.; Sunquist, F. (2002). "What is a Cat?". Wild Cats of the World. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 5–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779997. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Mills, M. G. L. (2005). "Felis nigripes Burchell, 1824 Black-footed cat". In Skinner, J. D.; Chimimba, C. T. (المحررون). The mammals of the southern African subregion (الطبعة Third). Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 405−408. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521844185. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Sliwa, A. (2004). "Home range size and social organization of black-footed cats (Felis nigripes)". Mammalian Biology. 69 (2): 96–107. doi:10.1078/1616-5047-00124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)