د پیسو وینځل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پیسو وینځل انګلیسي: Money Laundry هغه اقتصادي اصطلاح ده چې له اوریدو سره يي د انسان په ذهن کې ډیرې پوښتنې راولاړېږي. هغه عامه او تکراري پوښتنه چې د دغې اصطلاح په اړه پوښتل کیږي، د پیسو وینځل څه ته وايي او یا د کومې موخې لپاره ترسره کیږي؟ د پیسو وینځل یا Money Laundry له غیر قانوني لارو لکه اختطاف، مالي فساد او نورو کړنو څخه لاسته راغلي عاید ته قانوني بڼه ورکول او خپل عاید له یوې قانوني منبع څخه ښودلو پروسې ته ویل کیږي. یعنې د دغې پروسې په مرسته غیر قانوني عاید او سرمایي ته قانوني رنگ او بڼه ورکول او له هغې وروسته حکومت په غیر قانوني ډول عاید لاسته راوړوونکو ته هیڅ ډول سزا نه شي ورکولی. په کلني ډول له غیر قانوني کړنو لکه قاچاق، اختطاف، فحاشي او نورو څخه زیاته اندازه عاید ترلاسه کیږي چې کولی شي د حکومت او خلکو توجه جلب کړي. له دغو کړنو څخه د عاید لاسته راوړوونکي بیا د حکومت او خلکو څخه ځان پټولو لپاره کوښښ کوي خپل لاسته راغلی عاید له یوې قانوني منبع څخه وښيي ترڅو وکولی شي د قانون له منگولو ځان خلاص کړي. د قانون په شتون کې یو مجرم نه شي کولی له غیر قانوني لارو څخه د لاسته راغلي عاید په مرسته قانوني تجارت پیل کړي نو له همدې امله د خپل عاید قانوني ښودلو لپاره ځینې ډلې چې په دغه برخه کې ځانگړی مهارت لري. د یوې پروسې په پایله کې خپل عاید قانوني او له یوې قانوني منبع څخه معرفي کوي. سره له دې چې دغه کړنه یو غیر قانوني عمل دی او پرمختللي هیوادونه د دغې عمل مخنیوی لپاره نوي قوانین هم وضع کړي؛ خو بیا هم په کلنۍ ډول له غیر قانوني منابعو څخه لاسته راغلی ۵۰۰ میلیارده امریکايي ډالر د پیسو وینځلو له لارې د مختلفو هیوادونو اقتصادي سیسټم ته داخلیږي. د دغې غیر قانوني پروسې د مخنیوی لپاره اووو سترو هیوادونو G-7 په ۱۹۸۹ کال کې پریکړه وکړه چې د پیسو وینځلو په خلاف یوه نړیواله اداره د Financial Action Task Force (FATF) په نامه جوړه کړي. د دغې ادارې موښه یوازې له حکومتونو سره د پیسو وینځلو څخه مخنیوی او غیر قانوني پیسو په پیدا کولو کې مرسته کول و. دغه اداره هم نه ده توانېدلې چې په دغه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه ولري؛ ځکه چې دغه پروسه د ډیرو زیرکو او ماهرو کسان تر څارنې لاندې ترسره کیږي. د پیسو وینځل په ټوله نړۍ کې عامه ده خو په ځانگړی ډول په امریکا کې نسبت ټولو هیوادونو ته زیاته ده. په امریکا کې تر ټولو زیاته اندازه غیر قانوني پیسې قانوني کیږي چې د ځینو راپورونو پر بنسټ په کلنۍ ډول ۳۰۰ میلیارده ډالره د پیسو وینځلو په مرسته د امریکا اقتصادي سیسټم ته داخلیږي.

د پیسو وینځلو طریقې[سمول]

څنگه چې مخکې مو هم یادونه وکړه غیر قانوني کړنې په کلنۍ ډول ډیر زیات عاید لري او له دغې لارې عاید لاسته راوړوونکي کسان غواړي له حکومت او نورو قانوني ادارو څخه ځان ساتلو لپاره خپلې سرمايي ته قانوني بڼه ورکړي چې دغې پروسې ته د پیسو وینځل هم ویل کیږي. د پیسو وینځل په درېوو پړاونو کې ترسره کیږي:

۱ فلتر کول Filtering

که چیرې غیر قانوني عاید د یو کس په نوم په بانک کې کیښودل شي نو د پیسو دغه مقدار کولی شي د قانوني ادارو توجه جلب کړي چې غیر قانوني عاید لاسته راوړوونکو د قانوني ادارو توجه نه جلبولو په موخه خپل عاید په کوچنیو برخو ویشي او د مختلفو کسانو په نوم يي په بانکونو کې جمع کوي. په دغه پړاو کې د هر کس په نوم له زیات نه زیات لس زره امریکايي ډالر جمع کیږي؛ ځکه چې له دغې اندازې زیاتې پیسې کولی شي د قانوني ادارو توجه جلب کړي. هغه کسان چې په نوم يي بانک کې پیسې ایښودل شوي دغه پیسې په قمار، لاټري، په ورزشي لوبو شرط لگولو او یا هم د طلا او نقرې په اخیستلو لگوي.

۲ پټول یا Camouflage

په دغه پړاو کې پیسې له پخوا څخه ټاکل شوي کسانو تر منځ د مختلفو لارو لکه په یو بل د کور یا موټر خرڅولو په مرسته په داسې شمیر تبادله کیږي چې که چیرې چا د ده سرمایه تعقیب کړې وي بیا هم نه پوهیږي چې اصلي سرمایه د چا وه او اوس له چاسره ده. یعنې په دغه پړاو کې د دغې پروسې کسان خپل منځ کې تجارت پیلوي او یوازې له یو بل سره تجارت کوي او عام تاجرانو ته چانس نه ورکول کیږي. له دې وروسته د ټولو تر منځ ویشل شوې سرمایه د بې نومه او جعلي کمپنیو په مرسته بیرته ټولیږي. له دې وروسته غیر قانوني سرمايي ته قانوني بڼې ورکولو لپاره دغه کسان مختلف تجارتونه پیلوي چې د ځينو کارپوهانو په نظر د دغې پروسې لپاره تر ټولو غوره تجارتونه د هوټلونو، کلبونو او قمار خانو جوړول دي.

۳ پانگونه Investment

وروستۍ پړاو غیر قانوني سرمايه د هیواد مرکزي اقتصادي سیسټم ته داخلولو سره پای ته رسیږي.د دې لپاره غیر قانوني سرمایه د جوړ شوی هوټل، کلب او یا هم قمار خانې څخه لاسته راغلې گټې په نامه د جایداد اخیستلو، د مختلفو قانوني کمپنیو سهامو اخیستلو او یا هم هنري اثارو پیریدلو لپاره کارول کیږي.

سرچینې[سمول]

  • انگریزی ویکی
  • نن آسیا سایت، ابراهیم حمزه لیکنه