د پښتو ژبې مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتو ژبې مخ پېژندنه لیکنه:شېراغا هېوادمل

ژبه:پښتو له اره یوه شمال ختیځه اریايي ژبه ده چې وييونکي یې پښتانه بلل کېږي.

ژبه:د تړوني غږیزو پیلامونو ښکارنده چې د وګړو تر منځ د وبله پوهاوي اوزار هم بلل کېږي ژبه ګڼلی شو، چې د پوهولو را پوهولو له سولېدلي پېژند ور هاخو د یوه ولس ټول مانیز ارزښتونه له هڅوبه تر وکره پورې د وییونکي توکم په ژبې پورې اړه لري. ژبه پنځیزه ښکارنده ده که ورهڼیزه؟ددې پوښتنې ځواب په دې ډول ور کوو او دې بېلګې ته پام را اړوو،کچېرې یو ماشوم چې له اره پښتون وي یانې د مور او پلار ژبه یې پښتو وي په داسې یوه چاپېریال کې را لوی شي چې له پښتو سره اړخ و نه لګوي او ویاړ او ګړار یې پښتو نه وي له نوم او ستاینوم ور هاخوا ټولې زده کړې ناپښتو تر سره کړي دا ماشوم به د خپلې مور ژبه زده کړي،هېڅکله نه ځکه چې نوموړی په یوه ناپښتني چاپېریال کې را لوی شوی او ارزښت پایښت یې له همدې چاپېریاله سرچینه اخیستې نو ناشونې ده چې د مورنۍ ژبې ګړار دې و کړي،بلکې د چاپېریال زده کړې او روزنې ژبه به پالي او پر هغې به خبرې کوي د پورتنۍ بېلګې په سمون جوته شوه چې ژبه پنځیزه نه ده بلکې یوه ورهڼیزه ښکارنده بلل کېږي او په زباد رسېدلې. ولې پښتنو واکمنو پښتو و نه پالل-ه؟ تر ډېر پر دې سکالو ښکالو کېږي چې پښتنو له دومره ځواک او واک سره دپښتو ژواک و نه ساته او بې سېکه خوارژواکې یې و ساتله چې په دې اړه تر ډېره پښتنو واکمنو ته ګوته نیول کېږي او همدا رښتیا دي چې ځوان پښت ترې یو څه زده کړي او د دروغجنې توکمواکنۍ ځای ژبواکمنۍ ته ور کړي څو ټول پښتنې ارزښتونه په هغه خپله اره جوله کې و پالل شي او تېرو واکمنیو چې ډېری واکمنان یې پښتانه توکمنومواکمنۍ تر ژبواکمنۍ غوره ګڼلې وه کوم چې اغېزه یې تر ننه پر دربار او سرکار پرته او خپل سیوری او لوری تاند ساتي واکمنو ته یواځې پولې او ځمکې مهمې وي او دوی د پارسیانو په څېر ځیرک نه وو کومو چې په پرېوتي او الوتي اکر کې خپله ژبه پر دوسته او دوښمنه واکمنۍ اغېزمنه ساتلې وه او د واکمنو د تورې شرنګ د ژبې د ګونګ څنګ لامل شوه. پښتانه ملامت دي د شملو او جرګو دې ټاټوبي کې ځپل شوي پښتانه بیا هم ملامت دی ځکه له خپله لاسه مړه او پړه دي لامل یې د ټبریزې سیالۍ غوره توب پر توکمیزې سیالۍ دی او هرې کمزورې چالاکې ډلې پر هر ډګر را څملولي او ښایي دا رښتیا د زړورو پر زړونو ښه و نه لګي خو رښتیا رښتیا وي او بدلون یې ناشونی دی کومه رښتیا چې له پېړیو وروسته بیا هم د پښتنې ستې د ژغورنې پار ته وایو داسې چې د کلي،کور،پولې،پټي،تربور،شملې،جرګې او غیرت ناسمو پېژندل شويو پېژندونو پښتون د ټوټه کېدو او د غیرت د ستې یوه برخه د نااټکل شوې بې غیرتۍ ښکار کړه او پر هغو پېژندل شویو پلیو پېژندونو یې هم باور و نه کړ پښتون یې و پلوره ژبه یې د غرو او رمو کړه او مېرمنې یې د تناره او لوګیو بلهارې خو د پوهې لومې سنګسارې و ګڼلې او نېغه شمله،پر اوږه پردی ټوپک د تربور د وژنې او ځمکې نیونې په تکل شو. د پښتنې سټې اره جوړښت د اره توب او اړخیز درناوي پر بنست شوی کوم چې د میندو،خویندو،لوڼو او مېرمنو سلا ته پکې ارزښت ور کولی شو او له کړکېښ داسې څه اورو او لولو چې پښتنې مېرمنې له پښتنو نرینه وو سره اوږه په اوږه مزل کوي او د بریا خول پر سر کوي ملالې،روښانې،زرغونې دا ټولې د پښتانه اره هڅوب بېلګې دي او مونږ ترې سترګې نه شو پټولی چې نرینه وو سره یې د هېواد سمبالونې او پالنې پر هر ډګر مرسته کړې او هغوی ته یې ښې لارښوونې کړي دي.