د پښتو لېونی فلسفي شاعر؛ خان عبدالغنی خان د امام حسین مرثیه
ښکارېدونکې بڼه
ولې کوم خوا ته روان یی ای حُسينه ولې ولې؟
کربلا نه ده بلا ده. په دی شګو کی څه ګوری
ولې غم دي لا خېشته کړی پستې ښکلې سترګې تورې
زور او زر ، اقبال او بخت دی هم هما ده هم یې سوری
یزید خان دی د جهان نن، انسان وږی او کمزوری
د انسان د شان مثال ښی دی خرڅ شوي روک غلام ته
یو یو ګل له تندې ریژي د رسول ګلستان
او یزید ولاړ دی دا سلګی ، های او سوران
دا بلا د کربلا و ، نیم لیوه او نیم شیطان
په دنیا کی دی تیر شوي ډیر بی رحمه ،بلاګان
داسی ظلم نه دی شوی ،نه به وشی په جهان
د چینی په غاړه مړه شو تول له تندې ماشومان
اخیر حسین چیغه کړه ،نر بچی زه د حیدر یم
زه که نن وږی تږی زه په اصل کی شیر ببر یم
راشه وګوه فرعونه د حیدر د وینی اور
لږ را ودانګه میدان ته چی ښکاره کړو سره زور
خو یزید ترې شاته پټ شو، چارچاپيره جنګ شروع شو