د پښتنو کربلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پښتنو کربلا يا قتل عام، پوره 70 کاله وړاندې د پاکستان د حکومت د جوړېدو يو کال وروسته ، په پاکستان کې مېشتو پښتنو د خپلو حقوقو غوښتلو لپاره لاريون وکړ، په دې لاریون کې نږدې 2000 کسانو ګډون کړی وو، چې د پاکستان د پوځ له خوا د يوه سره ټول د مرميو په ډزو ووژل شو. دا ورځ د بابړې کربلا د ورځ په نوم هم پېژندل کېږي. دا د پښتنو د تاريخ ترټولو توره ورځ ده.

د بابړې کربلا يو انځور | انځور کې ښکاري چې د پاکستان پوځ پر لاریون کوونکو عامو پښتنو ډزې کوي او وژني یې.

د ۱۹۴۸ کال د اګست دوولسمه، یعنی پوره ۷۰ کاله پخوا رامنځته شوې د بابړې غمیزه د پښتنو د کربلا په نوم يادېږي.

پر دغه دردېدلې غمیزې د پاکستان تاريخ چوپه خوله دی. خو پښتانهٴ نن هم د بابړې پېښه د پښتون د ننګونو د غورځنګ مثال په توګه یادوي.

دا بېله خبره ده چې د نوي نسل ځوانان له دې سانحې خبر نه دي. د پښتون نوی کول نه پوهېږي چې بابړې پېښه څه وه، هلته څه وشول او ولې وشول. پخواني صوبه سرحد (اوسنۍ پښتونخوا) کې د ډاکټر خان صېب حکومت په غير اۤیني توګه مات کړل شو.

په هماغو شپو ورځو کې ګڼ شمېر خدايي خدمتګاران په جېلونو کې بنديان وو. د پښتونخوا په هره سیمه کې قيوم خان د خپل وزارت اعلٰى په مټ پر خدايي خدمتګارانو رياستي جبر ته دوام ورکړی و.

باچاخان ټولو خدايي خدمتګارانو ته د ۱۹۴۸ کال د اګسټ پر ۱۲مه، د چارسدې غازي ګل بابا جومات ته د راغونډېدو غږ وکړ. موخه دا وه چې هلته به ټول خدايي خدمتګاران پرامن احتجاج کوي. قيوم خان ته دا غونډه د خپل ځان خلاف د يوه سياسي مزاحمتي طاقت مظاهره ښکاره شوه. فکر یې کاوه چې مسلم لیګ او د باچا خان خدایي خدمتګاران له ده سره ذاتي دښمني لري.

د پښتنو نسل وژنه[سمول]

کله چې پښتنو د پاکستان په وړاندې لاريون وکړ، په غبرګون کې یې د ۱۹۴۸ کال د اګست پر دولسمه نېټه په بابړه کې د پښتنو پر احتجاج د برید امر وکړ.

خدايي خدمتګارانو د دې رياستي جبر پرضد په سرو جامو کې سرې جنډې په لاس لاريون کاوه، لکه د مرګ ميدان ته چې روان وي.


د دې پرامن لاريون په سر کې سره جنډه د سپين ملنګ په لاس کې وه. همدا سپين ملنګ د بابړې د شهيدانو اولنی سرخېل شهيد و.

سپين ملنګ چې ولګېد، دغه جنډه يې بيا هم نيولې وه او غورځېدو ته يې نهٴ پرېښوده.

اخر هم سپين ملنګ شهيد شو او د غازي ګل بابا له جومات او له چاپېرو ځايونو د قيوم خان په حکم د ګولیو باران پیل شو.

په دغه پېښه کې د شهيدانو شمېر شپږ نيم سوه کسان ښودل شوي، او سلګونه نور پکې ټپیان هم شول. د تاریخ په پاڼو کې دا هم لیکل شوي چې ډېر شهيدان اوبو ته وغورځول شول.

ښایي د قيوم خان حکومت غوښتل چې په دې توګه خپل جبر پټ کړي. په یادښتونو کې دا هم راغلي چې په روغتونونو کې خدايي خدمتګارانو زخميانو ته مرهم پټۍ نهٴ کېدې.

خلکو په کورونو کې د خپلو ټپیانو علاجونه پخپله کول.

د بابړې غمیزه او ښځې[سمول]

د بابړې په ميدان کې تورسرو ښځو هم ډېر ښه رول لوبولی دی، چې د ميوند د ملالې دا غږ يې تازه کاوه!

کهٴ په ميوند کې شهيد نه شوې

ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه

د ولي خان ټبر تاجو بي بي هم په دې پېښه کې د یو شمېر نورو ښځو په څېر ټپي شوه، او وروسته یې ساه ورکړه.

د بابړې په ميدان کې ماشومان[سمول]

د کربلا د ماشوم شهيد علي اصغر په شان د بابړې په ميدان کې هم ماشومان وژل شوي او د لوی رب حضور ته ورغلي دي.

د بابړې نازولو شهیدو ماشومانو به خپل رب ته ويلي وي:

"اې ربه! موږ د پښتون افغان وطن د بابړې شهيدان تا ته سرو جامو کې راغلي يو. ستا اسمان ته د کربلا په ميدان وينه درشيندل شوې وه. واخله دا د مظلومانو قرباني. موږ شهیدو پښتنو ماشومانو تا ته د پښتون وطن صدقه راوړې ده"

په بابړه د پاکستان خاموشه تاريخ[سمول]

وطن، خاوره، قوم، ژبه، تاريخ او جغرافيه په خلکو او قامونو کې د يو بل د پېژندګلوۍ لپاره دي. له بده مرغه زموږ پر خاوره دا هر څهٴ له یو بله جلا دي.

که دا ټول ارزښتونه سره يو شي نو بیا قومي تحريکونه او قومي مبارزې، د دورونو د تسلسل په توګه يو بل ته رڼا ورکوي.

له بده مرغه د بابړې په سانحه تاريخ خاموشه دی. پښتنو مبارزې کړې دي، قومي تحريکونه پکې راپورته شوي، خو د د دې هرڅه هېڅ څه تاريخ نه شته.

د پښتنو نوي نسل ته دا تاریخونه، دا پېښې او د خپلو پلرونو اونیکونو تېرې قربانۍ نه دي ور مالومې.

اصلي وجه يې دا ده چې د تعليم په نصاب کې دا هر څهٴ نه شته. په پاکستاني ریاست کې تاريخ ليکونکي درباريان پاتې شوي.

درباري تاريخ کې قومي تحريکونه او مبارزې نه شي ليکل کېدای، ګنې د بابړې او د شیکاګو پېښو کې هېڅ فرق نه شته.

د شیکاګو تاريخ ټولې دنيا منلی دی او د می پر لومړۍ نېټه د شیکاګو د مزدورانو د ورځې په احترام رخصتي وي.

نوی نسل[سمول]

د ۱۹۴۸ کال د اګست پر دولسمه، د بابړې په سانحه د پښتنو نوى نسل خبر نه دی.

د پاکستان تاريخ خو د پښتون افغان مبارزې قومي تحريکونه او شهيدان د رياست د باغيانو په صف کې راولي. دلته قيوم خانۍ د بابړې د شهيدانو يو لوی تاريخ خوړلی او د تاریخ له پاڼو یې ایستلی دی.

د هماغه کال د اګست پر څوارلسمه، یعنی د بابړې له پېښې یوازې دوه ورځې وروسته او د پاکستان د ازادۍ د لومړي جشن پر ورځ پښتنو د خپلې بهېدلې وینې پوښتنه کوله.

هماغه پوښتنه تر نن ورځې بې ځواب پاتې ده.


د اګست پر ۱۴مه نورو قامونو د پاکستان د ازادۍ جشن لمانځه، خو د دې خاورې پښتنو خپل ويرونه کول، د خپلو مړو د درېیمې دعا ته ناست وو او د زخميانو دردونو نارې وهلې.

د فدا عبدالمالک دغو شعرونو ته د باچاخان له سترګو اوښکې تویې شوې دي چې وایي:

کفن په ترخ کې د الله دربار ته ځمه

مرګيه مه راځه درځمه

پایله[سمول]

۷۰ کاله پخوا د اګست پر دولسمه د بابړې غمیزې که نوره هېڅ نتيجه نه ده راوړې نو یوازې دا نتيجه یې ضرور شته چې د قيوم خان په جنازه کې د شمېر کسان ولاړ وو.

خو بله خوا د خدايي خدمتګارانو په قبرونو نن هم د هغوى د قربانیو جنډې رپا کوي او په شيشم باغ جلال اۤباد او ټول افغانستان کې د بابړې پاک روحونه پښتونخوا ته غږ کوي چې:

سرو وينو کې زرغون دی سور ارمان د باچاخان

اوس هم پښتانهٴ وايي چې قربان د باچاخان

دا فصل د سرونو چې څوک ريبي لا زياتېږي

دا تخم به کم نه کړي طالبان د باچاخان

سرچينه[سمول]

https://www.bbc.com/pashto