د پښتنو ټولنیز ولسواک گوند
د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند د ټولو پښتنو د یوالی او خپواکی ( ازادۍ ) گوند دی چې د یوی داسی ټولنی د جوړولو هڅه کوی چې هر څوک پکی په ازادانه توگه خپل شخصیت ته وده ورکوی او د انسانانو په خدمت کی د ټولنی په سیاسی، اقتصادی او کلتوری ژوند کی برخه اخلی. پښتونولی ، ټولنولی او ولسولی د پښتنو د ټولنیز ولسولیز گوند تاداو او بنسټ جوړوی. پښتونولی او ټولنولی د ولسولۍ په واسطه چې گډ خوی ئی دی یو د بل پوری تړلی او نه بیلیدونکی دی. پښتونولی په اولسی ټولنولۍ کی او ولسی ټولنولی په پښتونولۍ پیاوړی او بشپړیږی. ازادی عدلت ( انصاف) او ورورولی د پښتنی ټولنیزی و لسولۍ غوښتنی دی. لدی کبله پښتانه ټولنیز ولسولی وال هر ډول امیرولی ( ډیکتاتوری) مطلقه ټولواک او یو گوندیز حاکمیت نه منی چې د انسانانو ازادۍ او حقوق د مینځه وړی.
بنسټی ارزښتونه[سمول]
- د پښتنو او د پښتنو د وطن پښتونخوا ویش سوله په خاطر کی اچولی ده. د سولی د ژوغورلو لپاره د ټولو پښتنو یووالی او د پښتنو د خپل خپلواک هیواد (سټیټ دولت ) پښتونخوا جوړونه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز گوند تر هر څه مهمه تر ټولو ستره دنده او بنسټی غوښتنه ده.
- د پښتونخوا د هیواد (سټیټ دولت ) واک به د اولس په لاس کی وی. ددی د پاره په کار دی چې د پښتونخوا د پښتنو د اولس ویش،جغرافیائی او اداری اسانتیاووله مخی په سیمو (سوبو / ایالتونو ) وویشل شی او هره سیمه بیا په لویو ولسوالیو ( ضلعو ) او ولسوالیو ( تحصیلونو ) ویشل شوی وی. هره سیمه ( سوبه / ایالت ) به ځانته سیمه ایزه جرگه (سوبائی / ایالتی جرگه ) او سربیره پر دی به د پښتونخوا یوه ملی جرگه (قومی جرگه ) او بله د مشرانو جرگه (سینټ ) وی. د سیمی ( سوبا ئی / ایالتی ) جر گه به د خلپو غړو څخه د سیمی (سوبا ئی / ایالتی ) حکومتونه او ملی جرگه ( قومی جرگه ) به د خپلو غړو څخه مرکزی حکومت ټاکی.
- د مشرانو جرگه ( سینټ ) به د سیمو ( سوبو / ایالتونو ) د حکومتونو د مشرانو او د هری سیمی ( سوبی / ایالت ) د وگړو په حساب د سیده ټاکل شوو نماینده گانو څخه جوړه شوی وی. د ملی (قومی ) اوسیمه ایزو ( سوبائی / ایالتی ) جرگو په پریکړو به غور کوی او جمهوریس به نوموی او د تا ئید لپاره به ئی لویه جرگه راغواړی د ملی ( قومی ) او سیمه ایزو ( سوبا ئی / ایالتی ) جرگو غړی په سلو کی اتیا ( ۸۰ ) د ولسوالیو ( تحصیلونو ) په حساب د ولسوالیو (تحصیلونو ) د وگړو له خوا په سیده توگه د ازادی ټاکنی د لاری او په سلو کی شل ( ۲۰ ) د هغه گوند ونو د لاری چې په سلو کی ئی پنځه ( ۵ ) رائی گټلی وی په غیری سیده توگه ټاکل کيږی.
- د پښتونخوا هر اوسیدونکی چې عمر ئی د اتلس ( ۱۸ ) کلونو څخه کم نه وی د دوه ووټونو حق لری چې یو به گوند او بل به کاندید ته ورکوی خو خپله دملی ( قومی ) او سیمه ایزو ( سوبائی / ایالتی ) جرگو لپاره هله خپل ځان کاندید ولی شی چې عمر ئی د دیرش ( ۳۰ ) کلونو څخه کم نه وی.
- د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند د خپل مقدس دین اسلام د پر مختگ او ټینگښت د پاره هلی ځلی کوی او د نورو دینی عقیدوته په درنه سترگه گوری.
- ژبه او کلتور د قام او وطن په ابادۍ کی مهم رول لوبوی لدی امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند د خپلی ژبی او کلتور وده او پر مختگ خپله بنسټی دنده گڼی او غواړی چې د هیواد ( سټیټ / دولت ) دری واړه قوی ( قانون جوړونکی ، اجرائیه او عدلیه ) د پښتونولئ په بنسټ ولاړوی او د پښتنو د جرگو پریکړې رسمی خوی پیدا کړی.
- د تولید په وسایلود خصوصی ملکیت د ژغورلو او تقویه کولو حق لری تر هغو چې د عادلانه ټولنیز نظم مخه ونه نیسی.
- د اقصادی او خصوصی ملکیت داسی تقو یه کول پکار دی چې د یوی خوا د کار ځایونه پیدا شی او دبلی خوا وطن صنعتی وگرځی خو صنعت به په ټول وطن کی خوراو ور وی او مرکزی بڼه به نلری.
- هر تن مجبور دی چې هیواد ( سټيټ / دولت ) ته د خپل عایدات په اندازه محصول ورکړی.
- کار د پښتونخوا د هر اوسیدونکی حق دی او هیواد ( سټیټ / دولت ) د خپل وس سره سم د کار پیدا کولو ذمه واری په غاړه لری. هغه چا ته چې کار نه پیدا کیږی او یا د کار کولو توان نلری د هیواد( سټيټ / دولت ) له خوا دومره مرسته ورسره کیږی چې گذاره پری وکړی.
- د پښتنو ټولنیزولسولیز گوند د انسانانو ژوند او انسانی درناوی ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوی او غواړی چې ټول انسانان مساوی حق ولری او هیڅوک د مرگ په جزا محکوم نه شی او هم په غیر انسانی توگه جسمانی او ساوال ( نفسی / روحی ) ونه ځورول شی.
- ټولنیز امن او د ژوندانه د هر ډول شرائطو ښه کول او په تیره بیا د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د پښتنو د ټولنیزاولسولنیز گوند غو ښتنه ده.
- پوهنه دپښتونخوا د هر اوسیدونکی بنیادی حق دی او په معیاری پښتو ژبه به وی. پوهنه با یده ده چې هر چا ته ددی امکان ورکړی چې خپل استعداد ته بی د کوم خنډ څخه وده ورکړی. په پوهنه کی ډیره پاملرنه مسلکی ښوونځیو او زده کړی ته پکار ده ځکه چې د یوی خوا د مسلکی زده کړی پواسطه وطن ابادیدلی شی او د بل خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شی.
- دلسم (۱۰) ټولگی پوری زده کړه جبری ده او چاری ئی د مرکزی حکومت په غاړه دی. پوهنیزه څیړنه بایده ده چې د مرکز حکومت له خوا غښتلی شی. او نتیجی ئی د عوامو په خدمت او د ټولنی په وده کی راوستل شی.
- د فکر، نظریو، مظاهرو، جلسو او اتساب ازادی بی د رنگ، نسل، ښځی او نر دا امتیاز څخه د پښتنی ټولنیزی ولسولۍ بنسټی غوښتنه ده.
- خپرونی،مطبوعات، راډیو، تلویزون او فلمونه عامه دنده اجرا کوی. دوی بایده دی چې په ازادانه او ناپیلی توگه د پښتنی دود او دستور سره سم په هر ځای کی معلومات راغونډ او په خپل مسؤلیت ( زمه واری ) خپاره کاندی.
- د گوندونو او ټولنو د جوړولو او فعالیت ازادی د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند غوښتنه او د هیواد ( سټیټ / دولت ) بنسټی دنده ده. خو رسمی گوندونه هله گڼل کیدلی شی چې د پښتونخوا د سیمه ایزی ( سوبائی / ایالتی ) یا ملی جرگی ( قومی جرگی ) په ټاکنه کی په سلو کی پنځه ( ۵ ) ووټونه ( رای ) گټلی وی.
- د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند د خپلو غړو کسبی اونور وعلایقو ته ډیر ارزښت ورکوی لدی امله د خپل گوند مختلفو ټولنو لکه د بزگرانو ( دهقانانو ) مزدورانو ، کارگرانو، ترکاڼانو، پښانو ( لوهارانو )، قصابانو،موچیانو، نایانو، دوبیانو ، کولالانو، طبیبانو، حقوق پوهانو، ښوونکو ، لیکوالو، پوهیدونکو، او نورو د جوړولو هڅه کوی او يوه د « ځوان پښتون » په نامه ټولنه ضروری گڼی. ددی ټولنی غړی د کوند نیالگی دی چې په اتلس ( ۱۸ ) کلنۍ کی د گوند غړیتوب تر لاسه کولی شی او د دیرش ( ۳۰ ) کلنۍ پوری د ټولنی او گوند غړی پاتی کیدلی شی او د دیرش (۳۰ ) کلنۍ څخه ورسته بیا یوازی د گوند غړی دی.
- د خپل وطن پښتونخوا ازادی ، دفاع او ساتنه او د ډیرو گوندونو د لاری د ولسولۍ ټینگونه د پښتنوټولنیزولسولیز گوند غوښتنه او د پښتنو دنده ده . وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملی جرگی د کنترول او د حکومت د لاس لاندی وی.
- د پښتنوټولنیزولسولیز گوند د نړۍ د ټولولنیزو ولسولیزو گوندونو، ډلو، ټولنو، حکومتونو، او خلکو سره د نژدی اړیکو هڅه کوی.
- د پښتنوټولنیزولسولیز گوند د ملگروملتونو د موسسی ( اقوام متحده ) د منشور او دانسانی حقوقو د اعلامیی او د ټولو اولسونو د خود اردیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملا تړ کوی او استعمار په کلکه سره غندی.
- د پښتنوټولنیزولسولیز گوند د نورو ورونو قومونو سره د ازاد خود ارادیت دلاری د پښتونخوا اتحادی جمهوریت ( فدرالی جمهوریت ) جوړول غواړی.
گوندی جوړښت ( تشکیلات / تنظیمی بڼه )[سمول]
مر کز او فعالیت[سمول]
د پښتنوټولنیزولسولیز گوند لوی مرکز په پښتونخوا کی دی او دټولی پښتونخوا په گوټ گوټ کی ډلگۍ،ډلی، ټپلی، او پری کار او فعالیت کوی چې یوه ډله د دوو (۲) بیا زیاتو ډلگیو او یوه ټپله د دوه (۲) یا زیاتو ډلو او یوه پره د دوو (۲) یا زیاتو ټپلو څخه جوړه شویده .سربیره پردی د پښتونخوا په دننه او بهر کی یو شمیر مسلکی او دعلایقو ټولنی لری او په ملگرو بهرنیو هیوادو کی د گوند اویا د خپلو غړو ټولنو په نامه دفترونه لری.
غړیتوب[سمول]
هر څوک چې عمر ئی د اتلسو (۱۸) کلونو څخه کم نه وی او په پښتو ژبه خبری کوی او د پښتنو د ټولنیز ولسولیز گوند بنسټیزه ( منشور ) ومنی او په یوه وخت ( عین وخت ) کی د بل گوند او یا مخالفی ټولنی غړی نه وی کولی شی چې د ډلگۍ مشر ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړی او د گوند د دوه (۲) غړو په سپارښت د گوند د مرکزی جرگی د مربوطه څانگی له خوا په غړیتوب منل کیدلی شی. دا چې کومی ټولنی د گوند مخالفی دی د مرکز جرگی د پریکړی پوری اړه لری.
جرگی[سمول]
د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند اته (۸) جرگی لری چې پریکړه ئی په هغه وخت کی رسمی بڼه لری چې نیمائی غړی حاضر وی.
ـ د ډلگۍ جرگه دا جرگه ددغه ډلگۍ د غړو مشر او د مرستیالانو څخه جوړه شوی ده.
ـ د ډلی جر گه دا جرگه ددغه ډلی د مشر او مرستیالانو او ورسره تړلو ډلگیو د مشرانو څخه جوړه شوی ده.
ـ د ټپلی جرکه دا جرگه ددغی ټپلی د مشر مرستیالانو او ورپوری ډلو د مشرانو څځه جوړه شویده.
ـ د پری جرگه دا جرگه ددغه پری د مشر، مرستیالانو د پری د څانگو د مشرانو او غړو او ددغه پری پوری د تړولو ټپلو د مشرانو څخه جوړه شویده.
ـ د پری ستره جرگه دا جرگه د دغه پری د مشر، مرستیالانو د پری د څانگو د مشرانو او غړو او ددغه پری د ډلو، ټپلو ، د جرگو دغړو او د هری ډلگۍ او ټولنی د نیغو ټاکل شوو نماینده گانو څخه جوړه شویده.
ـ مرکزی جرگه د گوند د مشر، مرستیالانو او سلاکارانو او دهغه څانگو د مشرانو او غړو څخه جوړه شویده چې شمېر ئی د لوړی جرگی له خوا د مختلفو مرکزی چارو د سرته رسولو د پاره د ضرورت سره سم ټاکل شوی وی. ـ لوړه جرگه
دا جرگه د مرکزی جرگی او پرو د جرگو دغړو څخه جوړه شویده. ـ د گوند ستره جرگه
دا جرگه د گوند د ډلو د جرگو د غړو، دټپلو د مشرانو د مرستیالانو او د لوړی جرگی د غړو او دهری ډلگې او ټولنی د سیده ټاکل شوو نماینده گانو څخه جوره شوی ده. د ډلگیو او د ټولنی د نماینده گانو شمېر ددغه ډلگیو او ټولنو د غړو د شمېر او څرنگوالی له مخی د مرکزی جرگی له خوا ټاکل کیږی.
ټا کنی[سمول]
د ډلگۍ مشر د خپلی ډلگۍ د جرگی، د ډلی مشر د خپلی ډلی د جرگی او د ټپلی مشر دخپلی ټپلی د جرگی له خوا د دریوو (۳) کلونو د پاره ټاکل کيږی او د ضرورت سره سم کولای شی چې د مختلفو چارو دسر ته رسوولو د پاره دوه (۲) یا زیات مرستیالان د خپلو جرگو په خوښه ونیسی. د پری مشر د پری د ستری جرگی له خوا د څلورو (۴) کلونو د پاره ټاکل کیږی او بیا د پری مشر خيل مرستیالان او د پری د مختلفو څانگو مشران او غړی د پری ستری جرگی ته ورپیژنی او د پری د ستری جرگی له خوا ټاکل کیږی. د پری د څانگو او غړو شمېر د ضرورت سر سم د مرکزی جرگی له خوا ټاکل کیږی، خو د پری د مشر د مرستیالانو شمېر د ضرورت سره سم د پری د مشر په خوښه سره دی. د گوند مشر د گوند د ستری جرگی له خوا د پنځو ( ۵ ) کلونو د پاره ټاکل کیږی او بیا د گوند مشر خپل مرستیالان، سلا کاران او د گوند د مرکزی جرگی د اداری ، مالی ، سیاسی او نورو څانگو مشران او غړی د گوند ستری جرگی ته ورپیژنی او دگوند د ستری جرگی لخوا ټاکل کیږی. د مرکزی جرگی د څانگو او غړو شمېر د ضرورت سره سم د لوړی جرگی لخوا ټاکل کیږی خو د گوند د مشر د مرستیالانو او سلا کارانو شمېر د ضرورت سره سم خپله د گوند د مشر په خوښه دی. ټاکنه د رایو په قطعی ډیره کی سره کیږی. که چیرته یوازنی کاندید په سلو کی د پنڅوسو (۵۰) رایو څخه زیاتی ونه گټی نو بیا ټاکنه تکراریږی او که پدی پیره ئی هم ونه گټله او په مقابل کی بل کاندید نه وو نو بیا د یوه کال د پاره ټاکل شوی گڼل کیږی.د ډیرو کاندیدانو په حالت کی که چیرته یو کاندید هم په سلو کی د نیمائی څخه زیاتی رای ونه گټی نو بیا ټاکنه تکراریږی او که دا پیره هم کوم کاندید په سلو کی د نیمائی څخه زیاتی رائ ونه گټلی نو بیا نسبتی رائ اعتبار لری. د مساوی رایو په حالت کی خڅړی (پچه) اچول کیږی.
گوندی محکمه[سمول]
کله چې یو غړی یا د گوند دنده لرونکی غړی د گوند د علایقو په خلاف کار کوی او دگوند کړنلاره او اصول نه مراعات کوی او یا د نورو گوندونو او مخالفو ټولنو د پاره فعالیت کوی نو د گوند د مرکزی جرگی د مربوطه څانگی لخوا محکمه کیږی او د گوندی دندی او یا غړیتوب څخه د څه مودی او یا د تل د پاره لری کیدلی او ویستل کیدلی شی. دی کولی شی چې د گوند مرکزی جرگی ته شکایت وکړی خو د مرکزی جرگی پریکړه د منلو وړ ده. د پری مشر د خپلی پری د ستری جرگی او مرکزی جرگی غړی د لوړی جرگی او د گوند د مشر د گوند د ستری جرگی لخوا محاکمه کیدلی شی.
دندي، حقوق او مسولیتونه[سمول]
هر غړی دا دنده لری چې د گوند د پریکړو په عملی کوولو او د گوند د کړنلاری په پرمختیا او سمسورتیا کی فعاله ونډه واخلی د گوند راز وساتی او وفا داری ورته وښائی. هر غړی به د خپلی پتی (درک) د بدلیدو خبر مربوطه مقام ته ورکوی. هر غړی مجبور دی چې گوند ته هره میاشت خپله د غړیتوب ونډه ورکړی. د ونډی اندازه د گوند د ستری جرگی لخوا ټاکل کیږی. هر غړی د خپلو مربوطه جرگو په چارو کی د رائ او پیشنهادونو ( تجویزونو ) حق لری او په پریکړو کی برخه لرلی شی او کولی شی چې د خپل گوند په مسلکی او د علایقو په ټولنو کی هم غړی شی. هر غړی د خپلی خوښی سره سم د گوند څخه د وتلو لیکلی غوښتنه کولی شی. د گوند څخه په وتلو او یا ویستل کیدلو دده حقوق په گوند کی د منځه ځی او هم ئی په گوندی ټولنوکی غړیتوب پای ته رسیږی. وتلی او یا ویستل شوی کسان د گوند او یا د گوند د غړو سره د هیڅ ډول دعوی او هم د گوند د رازونو ښکاره کولو حق نلری او بیرته د مرکزی جرگی د رایو په ډیره کی سره د گوند غړی کیدلی شی. د گوند ستره جرگه د گوند تر ټولو جگ واکمن مقام دی چې د گوند کړنلاره ټاکی. د گوند غړی، دنده لرونکی او نوری جرگی به د گوند د ستری جرگی پریکړی عملی کوی. د گوند عادی ستره جرگه د گوند د مرکزی جرگی لخوا په هرو پنځو (۵) کلونو کی یو ځل او د ضرورت په حالت کی د گوند ناڅاپی ستره جرگه په هر وخت کی د گوند د مرکزی جرگی د رایو په اتفاق او یا د لوړی جرگی د رایو په ډیره کی سره راغوښتل کیدلی شی. لوړه جرگه په عادی توگه په هرو دوو (۲) کلونو کی د مرکزی جرگی لخوا راغوښتل کیږی او د ضرورت په حالت کی په هر وخت کی د گوند د مرکزی جرگی د رایو په اتفاق سره راغوښتل کیدلی شی. لوړه جرگه د پښتونخوا د ملی جرگی ( قومی جرگی ) د ټاکنی د مبارزی لپاره تیاری نیسی او د پرو سیاست د گوند د عمومی سیاست سره سموی او د گوند د کړنلاری او د گوند د ستری جرگی د پرکړو په عملی کولو کی د مرکزی جرگې سره مرسته سرته رسوی او سلا ورکوی. د پری ستره جر گه د پری د جرگی لخوا په کال کی یو ځل او دپری ناڅاپی ستره جرگه د پری جرگی د رایو په اتفاق هر وخت راغوښتل کیدلی شی. مرکز ی جرگه د گوند د مشر، د پری جرگه د پری د مشر، د ټپلی جرگه د ټپلی د مشر ، د ډلی جرگه د ډلی د مشر اود ډلگی جرگه د ډلگۍ د مشر لخوا د ضرورت سره سم راغوښتل کیږی. د ډلگۍ جرگه د خپلی ډلی ، د ډلی جرگه د خپلی ټپلی ، او د ټپلی جرگه د خپلی پری ، او د پری جرگه د پری د ستری جرگی، او د پری ستره جرگه د گوند مرکزی جرگی ته او د گوند مرکزی جرگه او لوړه جرگه بیا د گوند ستری جرگی ته مسؤلیت ( زمه واری ) پغاړه لری. هره ټیټه جرگه به د خپلی پا سنۍ جرگی پریکړی منی. ټیټی جرگی کولی شی چې خپلی پریکړی او پیشنهادونه ( تجویزونه ) خپلی پاسنئ جرگی ته وړاندی کړی خو د پاسنئ جرگی پریکړه به هرومرو منل کیږی. ټيټی جرگی نه شی کولی چې د خپلو پاسنیو جرگو په چاروو کی گوتی ووهی خو پا سنئ جرگی کولی شی چې د خپلو ټیټو جرگو په چارور کی لاس ووهی. گوندی ټولنی کولی شی چې ځانته خپل منشور ولری خو دغه منشور به د گوند د بنسټیزی سره په تضاد کی نه وی. د گوند مشر د گوند په دننه او بهر کی د گوند نمایندگی کوی او حقوقی واک لری. سیاسی، اقتصادی ، کلتوری او نور تړونونه د گوند په نامه کولی شی. او هم د گوند د مختلفو چارو او پروگرامونو د سر ته رسولو د پاره نمایندگان نیولی او جرگه گۍ جوړولی شی او هغوۍ ته واک ورکولی شی. د گوند مشر یوازی د گوند ستری جرگی ته مسولیت پغاړه لری او نه شی کولی چې په یوه وخت کی د گوند او هم د حکومت او یا هیواد مشر وی.
خپرونی[سمول]
د پښتنو ټولنیزولسولیز گوند خپلی خپرونی په پښتو ژبه په «پښتونخوا» کی کوی او هم په نورو ژبو د « پښتونخوا» ځانگړی گڼی راوکاږی.
بیرغ[سمول]
د پښتنو ټولنیزولسولیز گوند بیرغ طلا ئی رنگ لری چې د گوند نښه چې د پښتون نیکه خوشحال خان بابا قلم او توره ده پکی د ورایه ځلیږی. د باچا خان جایزه: د پښتنو ټولنیزولسولیز گوند د باچا خان په نامه چې زمونږ ژوندی تاریخ او سیاسی رڼا ده په هرو لسو (۱۰) کلونو کی هغه چا ته چې د قام او وطن د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کی ستر خدمتون کړی وی د باچاخان په نامه جایزه ورکوی. د جایزی د ورکولو جرگه گۍ د گوند د مرکز ی جرگی لخوا ټا کل کیږی. کورنی دود : ددی بنسټیزی سره یو کورنی دود مل دی چې دا بنسټیزه بشپړه وی او د گوند چاری په ښه توگه سنبالوی.
په بنسټیزه کی تغیر او بدلون[سمول]
پدی بنسټیزه ( منشور ) کی د گوند د ستری جرگی د رایو په دری پر څلور (۴/۳) برخی ډیره کی سره تغیر او بدلون راتلی شی.