Jump to content

د پوپلزي قوم په اړه لنډ معلومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوپلزي چي د پښتنو د ستري کورنۍ یا ابدالي کهول سرداران او مخکښان بلل کیږي زموږ د هیواد له ویاړلو قومونو څخه دی. پوپلزیو تر هوتکو وروسته د اسیا په تاریخ کي تر ټولو قوي امپراطوري رامنځته کړل چي په راس کي یې اعلیحضرت احمد شاه بابا سدوزي/پوپلزي/ابدالي قرار درلود.

دغه قوم اکثره په کندهار، هلمند، اروزګان، هرات، لوګر، پيښور او ملتان کي میشت دی. د ایراني اشغالګرو ځواکونو سره د پوپلزیو قوم غټي حماسي رامنځته کړي دي تر دې چي دوی د نادرشاه افشار تر راتګ وړاندي د هرات تر ازادولو وروسته یو وار د ذوالفقار خان پوپلزي تر مشري لاندي مشهد ښار هم نیولی دی.

دغه قوم د میلمه پالني، پراخه حوصلې، وفادارۍ، ځیرکتیا او زړورتیا تر څنګ د ښه تقوا او پر اسلامي اصولو د پایدارۍ صفتونه له ځانه سره لري.

د پوپلزیو مشهوره کسان په لاندي ډول دي.

د اوسني افغانستان بنسټګر اعلیحضرت احمد شاه بابا. واکمني يي له ډیلي څخه تر مشهده او له کراچي سمندر څخه تر امو سینده وه.

د افغانستان واکمن تیمور شاه درانی

د افغانستان واکمن شاه زمان خان درانی

اشرف الوزراء شاه ولي خان پوپلزی (د بدخشان، او بلخ فاتح، د احمدشاهي امپراتورۍ ځیرک وزیر)

حامد کرزی ۱۳ کاله ولسمشر

الحاج ملا برادر اخند د اسلامي امارت له مؤسسینو څخه وو او د اسلامي امارت په بیا حاکمیت کي یې په نظامي او سیاسي ډګر کي مرکزي رول لوبولی دی.۲۰۲۱ میلادي

الحاج ملا خیر الله خیرخواه اوس مهال د اسلامي امارت د فرهنګ وزیر دی ، د اسلامي امارت له لوړ پوړو مشرانو څخه دی.