د پوهې قانون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پوهې قانون يا د علم قوانين، د مکررو ازمېښتونو او کتنو پر بنسټ هغه څرګندونې دي، چې يو لړ طبيعي ښکارندې تشرېح او اټکلوي. د قانون اصطلاح د طبيعي پوهې (فزيک، کيميا، ستورپوهنې، د ځمکې علم، بيولوژي) د ټولو څانګو په بېلابېلو قضيو (اټکل کول، کره کول، پراخه يا محدوده) کې ډول ډول کارونې لري. قوانين له معلوماتو څخه وده کوي او د رياضياتو پر مټ لا زيات پرمختګ کوي، په ټولو حالتونو کې قوانين په مستقيم يا نامستقيم ډول د ازمېښتي شواهدو پر بنسټ دي. په عمومي ډول درک شوې ده، چې قوانيڼ په اړخيز ډول انعکاس کوي، که څه هم په ښکاره ډول واقعيت ته په بنسټيزو سببي اړيکو باندې په ښکاره ډول دلالت نه کوي او د اختراع په پرتله موندل (کشف) شوي دي. [۱][۲]

د پوهې قوانين، د ازمېښتونو او کتنو پايلې په عادي ډول د کاريال په يوه معلومه لړۍ او برخه کې خلاصه کوي. په ټوله کې د قانون دقت هغه وخت بدلون نه کوي، چې د اړوندې ښکارندې يوه نوې نظريه باندې کار وشي، مګر دا چې د قانون د کاريال غايه بدلون وکړي، په داسې حال کې چې د قانون وړاندې کونوکې څرګندونه يا رياضيات نه بدلېږي. د پوهې قوانين د علمي پوهې په نورو ډولونو سره هغسې بشپړ ډاډ نه څرګندوي، لکه رياضيکي نظريې او پېژندنې يې چې څرګندوي. د پوهې يو قانون کېدای شي، د راتلونکو کتنو له مخې مخالف، محدود شوی او پراخ شوی وي.

يو قانون په عادي ډول د يوه يا څو څرګندونو يا معادلو په توګه جوړېدلی شي، چې په دې ډول وکولی شي، د يوه ازمېښت پايلې اټکل کړي. قوانين د فرضيو او انګېرنو له مخې توپير لري، چې د ازمېښت او کتنې په واسطه د اعتبار پر مهال او ورڅخه مخکې د علمي پړاو پر مهال وړاندې شوي دي. فرضيې او اقتباس ځکه قوانين نه دي، چې په ورته درجه کې نه دي تاييد شوي، که څه هم کېدای شي، د قوانينو جوړولو ته لاره هواره کړي. د قوانينو د عمل سيمه د علمي نظرياتو په پرتله ټاکلې ده او علمي نظريات کېدای شي، يو يا څو قوانين راونغاړي. ساينس يو قانون يا نظريه له واقعيتونو څخه بېلوي او قانون يو ناڅرګند، غلو يا يو دروغ حقيقت بولي. د پوهې قوانينو ماهيت په فلسفه کې خورا زيات بحث شوی دی، مګر د پوهې قوانين په اصل کې په ساده ډول د علمي مېتود په واسطه تر لاسه شوې ازمېښتي پايلې دي او ټاکل شوې دي، چې له نه په انټولوژيکي تبصرو او نه د شعوري اصولو په څرګندونو سره باردي. [۳][۴][۵]

لنډه کتنه[سمول]

يو د پوهې قانون، تل تر مکررو حالتونو لاندې په يوه فزيکي نظام باندې پلی کېږي او دلالت کوي، چې د نظام يا سيستم د عناصرو رانغاړوونکي يوه سببي اړيکه شته. لکه د «سيماب په معياري حرارت درجه او فشار کې مايع دی» په شان ريښتيني او په ښه ډول تاييد شوې څرګندونې د پوهې د قوانينو په توګه غوره کېدلو لپاره خورا ځانګړې په پام کې نيول شوي دي. د پوهې په فلسفه کې يوه مرکزي ستونزه چې بېرته David Hume ته ورګرځي، د ثابت نښلونکي له امله راپورته کېدونکي اصول دي. [۶]

له علمي نظرياتو سره د قوانينو توپير په دې کې دی، چې دوی د ښکارندو يو میکانیزم يا تشرېح نه ثابتوي، مګر دا چې يوازې د تکرار شوې کتنې د پايلو نچوړ دی. د همدې له مخې د قوانينو د پلي کولو وړتيا د وار له مخه کتل شويو ورته حالتونو پورې ټاکلې (محدوده) ده او کېدای شي قانون د قياس کولو پر مهال ناسم وموندل شي. د Ohm (اوم) قانون يوازې پر خطي شبکو باندې پلی کېږي، د نيوټن د نړيوالې جاذبې قانون يوازې په کمزورو جاذبي برخو کې پلی کېږي، د ايروديناميک [د هوا اړوند] لومړني قوانين، لکه: د بېرنولي اصل (Bernoulli’s principle) د تراکم وړ بهير په برخه کې (لکه هغه چې په transonic او supersonic الوتنه کې پېښېږي) کې نه پلی کېږي، د هووک قانون يوازې تر ارتجاعي بريد ښکته شيندلو باندې پلی کېږي او د بويل (Boyle) قانون په پوره دقت سره يوازې د اتصوري ګاز په برخه کې پلی کېږي. دا قوانين تر ځانګړو حالتونو لاندې يوازې د پلي کېدلو په برخې پورې ګټور پاتې کېږي.

زياتره قوانین رياضيکي بڼې غوره کوي او له همدې امله د يوې معادلې په توګه بيانېدلی شي. د بېلګې په ډول: د انرژي د ساتنې قانون د .......... په ډول ليکل کېدلی شي، چې ......... په کې په نړۍ کې د انرژي ټوله اندازه ده. په ورته ډول د ترموډيناميک لومړنی قانون د .............. په ډول او د نيوټن دويم قانون د ............... په ډول ليکل کېدلی شي. دا چې ياد قوانين هغه څه څرګندوي، چې زموږ حسونه يې درک کوي، نو تر اوسه ازمېښتي (د علمي ازماېښتي د پوهې قانونوت يا کتنې له لوري غوښتل شوي) دي او د رياضيکي نظرياتو غوندې نه دي چې په نظري ډول د رياضياتو له مخې ثابتېدلی شي.

قوانين د نظرياتو او انګېرنو غوندې اټکلونه کوي، چې په ځانګړي ډول اټکلوي چې نوې کتنې به ورکړل شوی قانون تاييد کړي. که چېرې قوانين له نويو معلوماتو سره په مخالفت کې وموندل شي، ناسم ګڼل کېدلی شي.

ځيني قوانين د نورو يو څه عمومي قوانينو اټکلونه دي او د پلي کېدلو د وړتيا په يوه ټاکلي بريد سره غوره اټکلونه دي. د بېلګې په ډول: نيوټني ډيناميک (چې د ګاليلا د بڼې بدلونونو پر بنسټ دی) د ځانګړي نسبيت (په داسې حال کې چې د ګاليلا د بڼې بدلولو قانون د لورينس د بڼې بدلونې قانون يو څه تېز اټکل دی) لږبريد دی. په ورته ډول د نيوټن د جاذبې قانون د عمومي نسبيت يو ټيټ کتله لرونکی اټکل ید او د کولمب قانون په پراخه واټنونو (د کمزوزو غبرګونو سره په پرتلنې) کې د انرژي د بنسټيز واحد په الکتروډيناميک برخه کې يو اټکل دی. په دې ډول حالتونو کې د زيات کره عمومي قوانينو په پرتله د قوانينو د اټکل د يو څه ساده نسخو کارول عام دي.

قوانين په ازمېښتي ډول د دقت درجو د زياتوالي په موخه په ثابت ډول ازمايل شوي دي، چې همدا د ساينس له اصلي موخو څخه ده. هغه واقعيت چې قوانين هيڅکله د سرغړوونکي اوسېدلو په توګه نه دي کتل شوي، په زيات دقت يا د قوانينو په پام کې نيولو د دوام يا له منځه وړلو په موخه د نويو حالتونو په ډولونو او په پړاو کې تر لاسه کېدونکې موندنې د قوانينو د ازمايلو مخنيوی نه کوي. د قوانينو په اړه تل شوني دي، چې د تکرار وړ ازمايښتي دليل له مخې چې هر يو يې بايد وکتل شي؛ بې اعتباره وګڼل شي يا يې محدوديتونه لرل ثابت شي. په ښه ډول رامنځته شوي قوانين هم په ځينو ځانګړو حالتونو کې باطل شوي دي، مګر نوي جوړښتونه پر پخوانيو هغو باندې د تعميم توپيرونو د روښآنه کولو په موخه رامنځته شوي دي، نه دا چې اصلي قوانين لرې، بېخي له پامه وغورځوي. ځکه چې بې اعتباره قوانين يوازې نږدې اټکلونه اوسېدل ګڼل شوي دي، چې د شراېطو (لکه: د وخت يا فضا خورا لويې يا خورا کوچنۍ اندازې، سترې کتلې يا سرعتونو) لپاره ځواب د نه ويونکو پخوانيو قوانينو د پوښلو په موخه، نور اصطلاحات او عوامل بايد ورسره ګډ شي. په دې ډول فزيکي قوانين د بدلون نه کوونکې پوهې په پرتله د پرمخ تلونکې او يو څه کره تعميم د لړۍ په توګه يو څه غوره ګڼل شوي دي.

ځانګړنې[سمول]

د پوهې قوانين په نمونه يې ډول د کلونو پر مهال د پرله پسې علمي ازمېښتونو او کتنو پر بنسټ هغه پايلې دي، چې په نړيوال کچه د پوهې ټولنه کې منل شوي دي. يو د پوهې قانون «له ځانګړو واقعيتونو څخه تر لاسه کېږي، چې د ښکارندو په يوه معلومه ډله يا ټولګي باندې د پلي کېدلو وړ او د هغه څرګندونې پر مټ د بيانولو وړ دی، چې يوه ځانګړې ښکارنده هغه وخت تل پېښېږي، چې ځانګړې يا معلوم حالتونه شته وي. د دې ډول قوانينو په بڼه کې زموږ د چاپيريال د يوې لنډې تشرېح توليد د پوهې (ساينس) يوه بنسټيزه موخه ده. [۷]

سرچینې[سمول]

  1. کينډۍ:OED
  2. William F. McComas (30 December 2013). The Language of Science Education: An Expanded Glossary of Key Terms and Concepts in Science Teaching and Learning. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-6209-497-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Definitions from". the NCSE. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Role of Theory in Advancing 21st Century Biology: Catalyzing Transformative Research" (PDF). Report in Brief. The National Academy of Sciences. 2007. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gould, Stephen Jay (1981-05-01). "Evolution as Fact and Theory" (PDF). Discover. 2 (5): 34–37. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Honderich, Bike, المحرر (1995), "Laws, natural or scientific", Oxford Companion to Philosophy, Oxford: Oxford University Press, د کتاب پاڼي 474–476, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-866132-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:OED