Jump to content

د پولينډ نيونه (۱۹۴۵ – ز کلونه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نازي المان او شوروي اتحاد له لوري د پولينډ نيونه د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال (۱۹۴۵ – ۱۹۳۹ز کلونه)  د ۱۹۳۹ ز کال سپټمبر کې پر پولينډ باندې د جرمني او شوروي ګډ بريد سره پيل شوه او په رسمي ډول د ۱۹۴۵ز کال می کې د متحدينو له لوري د جرمني په ماتې سره پای ته ورسېده. د نيونې د ټولې دورې پر مهال د پولينډ سيمه د نازي المان او پخواني شوروي اتحاد (د شوروي اتحاد سوسياليست جمهوريت) تر منځ وېشل شوې وه، چې دواړو يې اراده لرله، چې په بنسټيز ډول د پولينډ کلتور له منځه يوسي او وګړي يې د ځان تابع کړي. د ۱۹۱۴ز کال  له اوړي څخه تر مني پورې هغه ځمکې، چې په شوروي پورې تړل شوې وې، د شوروي اتحاد پر سوسیاليست جمهوريت (USSR) باندې په لومړني ډول د المان د بريالي بريد پر مهال ونيول شوې. له څو کلونو مبارزې څخه وروسته سور لښکر جرمني ځواکونو له USSR څخه په شا کړ او د مرکزي او ختيځې اروپا له پاتې سيمو څخه پولينډ ته تېر شو. [۱]

ټولنپوه Tadeusz Piotrowski استدلال کوي، چې دواړه نيوونکي ځواکونه، د پولينډ د حاکميت، خلکو او کلتور د شتون دښمنان وو او موخه يې د همدې له منځه وړل وو. له Operation Barbarossa [نظامي عمليات] څخه وروسته جرمني او شوروي اتحاد د پولينډ اړوند خپلې کړنلارې منظم کړې، چې خورا روښانه يې د Gestapo-NKVD په څلورو ناستو کې وې، په دې ناستو کې نيوونکو هېوادونو د پولينډ د ټينګار خوځښت سره د راکړې ورکړې په اړه د خپلو پلانونو په اړه بحث وکړ. [۲][۳]

له ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۵ پورې د نيوونې په پايله کې نږدې ۶ ميليونه پولينډي وګړي چې د پولينډ د ټول نفوس نږدې ٪۲۱،۴ کېږي، مړه شول چې نيمايي يې  توکميز قطبي وګړي او نيمايي نور يې پولينډي يهودان وو. له ٪۹۰ څخه زياته مړينه نانظامي وګړي ځکه وو، چې د جرمنيانو او شورويانو له لوري تر سره شويو بېلابېلو کړنو کې په ارادي ډول زياتره ملکيان په نښه شوي وو. په ټوله کې له جګړې څخه مخکې د جرمني له لوري د پولينډ خاورې د نيوونې پر مهال له ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۵ز کال پورې جرمنيانو د ۳۰۰۰۰۰۰ يهودانو په ګډون له ۵۴۷۰۰۰۰ څخه تر ۶۵۷۰۰۰۰ تنو پورې قطبي اوسېدونکي ووژل، چې د Nuremberg محاکمو پر مهال د ارادي او منظمې عام وژنې په توګه بيان شوی و. [۴][۵][۶]

د ۲۰۰۹ ز اګسټ کې د ملي يادګار پولينډي انسټيټيوټ (Polish Institute of National Remembrance: IPN) څېړونکو د جرمني د کړنو له امله د پولينډ د مړو کچه د ۵،۴۷ او ۵،۷۶ ميليونه تر منځ او د شوروي له خوا د مړو کچه ۱۵۰۰۰۰ تنه يا په ټوله کې نږدې ۵،۶۲ او ۵،۸۲ ميليونه اټکل کړه. [۷]

اداره 

[سمول]

د ۱۹۳۹ ز کال په سپټمبر کې پولينډ د Molotov او Ribbentrop تر منځ د تړون له دوو ځواکونو يعنې نازي جرمني او شوروي اتحاد له لورې تر يرغل لاندې راغی او ونيول شو. جرمني د پخواني پولينډ ٪۴۸،۴ سيمه تر لاسه کړه. د هټلر له لوري له سټالين سره د ۱۹۳۹ ز اکتوبر پر ۸ او ۱۲ نېتو باندې د دوو فرمانونو د اصولو له مخې د پولينډ د لويديځ پراخه سيمې جرمني پورې وتړل شوې، چې د دې سيمو پراخوالی د نږدې ۱۰،۵ ميليونه اوسېدونکو په لرلو سره نږدې ۹۲۵۰۰ کیلو متر مربع (۳۵۷۰۰ميل مربع) و. د سيمې نږدې همدومره اندازه پاتې برخه د نږدې ۱۱،۵ ميليونه وګړو په لرلو سره د عمومي حکومت “General Government” (جرمني ژبه کې: Generalgouvernement für die besetzten polnischen Gebiete) په نوم د جرمنې ادارې تر واک لاندې په Krakow کې په خپلې پلازمېنې سره ځای پر ځای شوه. الماني وکيل او نامتو نازي Hans Frank د ۱۹۳۹ ز اکتوبر پر ۱۲ د دې نيول شوې سيمې د عمومي مشر په توګه وټاکل شو. له سختې سيمه یيزې کچې څخه د باندې د ادارې ډېری برخه کې جرمني چارواکي ځای پر ځای شول. په نيول شويو ځمکو کې ناجرمني وګړي د زور ميشت کېدنې، جرمنې کېدنې، اقتصادي په کار اچونې او بطي، مګر پرله پسې له منځه وړنې تابع وو. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ۲۰۰۰۰۰ اوسېدونکو په لرلو سره نږدې ۷۰۰ کیلومتر مربع (۲۷۰ ميل مربع) د ځمکې اوږده ټوټه، چې له ۱۹۳۸ز څخه مخکې د Czechoslovakia برخه وه، د جرمني له لوري خپل متحد Slovakia ته پرېښودل شوه. [۱۵]

قطبونو د هغو سيمو د وګړو فشار راوړونکي ډېره کي راونغاړل، چې د جرمني تر واک لاندې راغلې، د دې خلاف په شوروي اتحاد پورې تړلو سيمو د خلکو ډول ډول ترتيب رانغاړه. ياد وګړي په دوو ژبو ولايتونو کې وېشل کېدل، چې ځينو يې د اوکراين او بيلاروس پراخ توکميز لږه کي لرل، چې له ډلې زياتو وګړو د شوروي استازو [جاسوسانو] له لوري کمونيزم پلوۍ ته د لمسون له امله شورويانو ته ښه راغلاست ووايه. په دې ډول قطبونه لا هم په شوروي اتحاد پورې تړل شويو سيمو کې ډېری وګړي راونغاړل. [۱۶][۱۷]

د يرغل په پای کې شوروي اتحاد د پولينډ ٪۵۱،۶ سلنه سيمه نيولي وه، چې له ۱۳۲۰۰۰۰۰ تنو څخه د زياتو وګړو په لرلو سره د پولينډ نږدې ۲۰۱۰۰۰ کیلو متر مربع يا ۷۸۰۰۰ ميل مربع برخه کېږي. د دې سيمو توکميز ترکيب په دې ډول و: ٪۳۸ قطبي اوسېدونکي (۵،۱ ميليونه خلک)، ٪۳۷ اکراينيان، ٪۱۴،۵ بېلاروسيان، ٪۸،۴ يهوديان، ۰،۹ سلنه روسان او ٪۰،۶ جرمنيان. ۳۳۶۰۰۰ تنه کډوال هم وو چې ډېری (۱۹۸۰۰۰) يهودان وو، چې د جرمني له لوري له نيول شويو سيمو څخه راتښتېدلي وو. سور لښکر چې په کومو سيمو بريد کړی و، له Wilno سيمې پرته نور ټوله سيمه يې له تقلبي ټاکنو څخه وروسته په شوروي اتحاد پورې وتړله او د بېلاروس د شوروي سوسياليست جمهوريت (Belarusian SSR) او د اوکراين د شوروي سوسياليست جمهوريت (Ukrainian SSR) تر منځ يې ووېشله. د Wilno سيمه يې له پولينډ څخه نيولې وه، چې د څو مياشتو لپاره خپلواکې ليتوانيا ته ورکړل شوې وه او په پای کې د ۱۹۴۰ ز اګسټ پر ۳ د ليتوانيا د شوروي سوسياليست جمهوريت (Lithuanian SSR) په بڼه له شوروي اتحاد سره يو ځای شوه. په ۱۹۴۱ ز کال کې پر شوروي اتحاد باندې د جرمني له بريد څخه وورسته په شوروي پورې تړل شوې زياتره پولينډي سيمې په پراخه عمومي حکومت (General Government) پورې وتړل شوې. د جګړې په پای کې USSR ټول پولينډ او د ختيځ جرمني ډېرې سيمې ونيولې. شوروي هغه پولينډي سيمې چې شوروي له ۱۹۴۱ څخه مخکې له ځان سره يو ځای کړې وې، د غرامت په توګه يو ځل بيا په رسمي ډول د دوی برخه شوې او د ختيځ جرمنې هغه ډېری برخې پولينډ ته وسپارل شوه، چې پولې يې په څرګند ډول لويديځ لور ته اوښتې وې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د جرمني تر نيونې لاندې د پولينډي وګړو چال چلند

[سمول]

په ۱۹۳۹ ز کې د دويمې نړيوالې جګړې له پيل څخه د مياشتو لپاره جرمني ورځپاڼو او مشرانو د ملي او نړيوال تبليغ يوه مبارزه پيل کړه، چې پولينډي چارواکي يې په دې هېواد کې د لږه کيو جرمني اوسېدونکو د سختې توکميزې تصفيې [پاکونې] په ترتيبولو يا زغملو باندې تورنول. بریتانوي سفير Sir. H. Kennard د ۱۹۳۹ ز کال په اګسټ کې د هټلر ادعاوو ته په پام سره Viscount Halifax ته په پولينډ کې له جرمنيانو سره د کېدونکي چال چلند په اړه څلور ویناوې واستولې، نوموړی دې پایلې ته ورسېد، چې د نازيانو او هټلر له لوري ټولې ادعاوې مبالغې او ناسمې وې. [۲۴][۲۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Polish Ministry of Foreign Affairs (2014). The German Occupation of Poland. Washington, D.C.: Dale Street Books. pp. 10–28. ISBN 9781941656105.
  2. Judith Olsak-Glass (January 1999). "Review of Piotrowski's Poland's Holocaust". Sarmatian Review. Piotrowski argues that from the very beginning, it was Stalin's aim to ensure that an independent Poland would never reemerge in the postwar period. The prisons, ghettos, internment, transit, labor and extermination camps, roundups, mass deportations, public executions, mobile killing units, death marches, deprivation, hunger, disease, and exposure all testify to the 'inhuman policies of both Hitler and Stalin and 'were clearly aimed at the total extermination of Poland's citizens, both Jews and Christians. Both regimes endorsed a systematic program of genocide. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  3. "Terminal horror suffered by so many millions of innocent Jewish, Slavic, and other European peoples as a result of this meeting of evil minds is an indelible stain on the history and integrity of Western civilization, with all of its humanitarian pretensions" (Note: "this meeting" refers to the most famous third (Zakopane) conference). Conquest, Robert (1991). "Stalin: Breaker of Nations". New York, N.Y.: Viking. ISBN 0-670-84089-0
  4. Tadeusz Piotrowski (1997). Poland's Holocaust: Ethnic Strife, Collaboration with Occupying Forces and Genocide... McFarland & Company. p. 295. ISBN 0-7864-0371-3. See also review
  5. Polska 1939–1945. Straty osobowe i ofiary represji pod dwiema okupacjami, ed. Tomasz Szarota and Wojciech Materski, Warszawa, IPN 2009, ISBN 978-83-7629-067-6 (Introduction reproduced here Archived 1 February 2013 at the Wayback Machine.)
  6. Routledge Handbook of Ethnic Conflict Genocide James Hughes, edited by Karl Cordell, Stefan Wolff page 123, 2011
  7. Wojciech Materski and Tomasz Szarota (eds.).Polska 1939–1945. Straty osobowe i ofiary represji pod dwiema okupacjami.Institute of National Remembrance(IPN) Warszawa 2009 ISBN 978-83-7629-067-6 (Introduction reproduced here Archived 2012-03-23 at the Wayback Machine.)
  8. Kirsten Sellars (28 February 2013). 'Crimes Against Peace' and International Law. Cambridge University Press. p. 145. ISBN 978-1-107-02884-5.
  9. Piotr Eberhardt, http://rcin.org.pl/Content/15652/WA51_13607_r2011-nr12_Monografie.pdf Political Migrations on Polish Territories (1939–1950), Polish Academy of Sciences Stanisław Leszczycki Institute of Geography and Spatial Organization Monographies, 12. Pages 27-29
  10. Piotr Eberhardt, http://rcin.org.pl/Content/15652/WA51_13607_r2011-nr12_Monografie.pdf Political Migrations on Polish Territories (1939–1950), Polish Academy of Sciences Stanisław Leszczycki Institute of Geography and Spatial Organization Monographies, 12. Pagea 25
  11. "Poles: Victims of the Nazi Era". United States Holocaust Memorial Museum. خوندي شوی له the original on 27 March 2010. بياځلي په 1 July 2015.See also: Poles: Victims of the Nazi Era Archived 22 June 2019 at the Wayback Machine.
  12. R. F. Leslie (1980). The History of Poland Since 1863. Cambridge University Press. p. 216. ISBN 978-0-521-27501-9.
  13. Roy A. Prete; A. Hamish Ion (1984). Armies of Occupation. Wilfrid Laurier Univ. Press. pp. 135–138. ISBN 978-0-88920-156-9.
  14. Jerzy Jan Lerski (1996). Historical Dictionary of Poland, 966–1945. Greenwood Publishing Group. p. 158. ISBN 978-0-313-26007-0.
  15. Mikuláš Teich; Dušan Kováč; Martin D. Brown (3 February 2011). Slovakia in History. Cambridge University Press. p. 195. ISBN 978-1-139-49494-6.
  16. Jan Tomasz Gross, Revolution from Abroad, pp. 4–5. Princeton, 2005, ISBN 0-691-09603-1.
  17. Trela-Mazur, Elżbieta (1998) [1997]. Włodzimierz Bonusiak; Stanisław Jan Ciesielski; Zygmunt Mańkowski; Mikołaj Iwanow (eds.). Sovietization of educational system in the eastern part of Lesser Poland under the Soviet occupation, 1939–1941 [Sowietyzacja oświaty w Małopolsce Wschodniej pod radziecką okupacją 1939-1941] (in پولنډي). Kielce: Wyższa Szkoła Pedagogiczna im. Jana Kochanowskiego. pp. 43, 294. ISBN 83-7133-100-2. Among the population of Eastern territories were circa 38% Poles, 37% Ukrainians, 14.5% Belarusians, 8.4% Jews, 0.9% Russians and 0.6% Germans.
  18. Piotr Eberhardt, http://rcin.org.pl/Content/15652/WA51_13607_r2011-nr12_Monografie.pdf Political Migrations on Polish Territories (1939–1950), Polish Academy of Sciences Stanisław Leszczycki Institute of Geography and Spatial Organization Monographies, 12. Pages 32-34
  19. Piotr Eberhardt, http://rcin.org.pl/Content/15652/WA51_13607_r2011-nr12_Monografie.pdf Political Migrations on Polish Territories (1939–1950), Polish Academy of Sciences Stanisław Leszczycki Institute of Geography and Spatial Organization Monographies, 12. Pages 30-31
  20. Elazar Barkan; Elizabeth A. Cole; Kai Struve (2007). Shared History, Divided Memory: Jews and Others in Soviet-occupied Poland, 1939–1941. Leipziger Universitätsverlag. p. 155. ISBN 978-3-86583-240-5.
  21. George Sanford (7 May 2007). Katyn and the Soviet Massacre of 1940: Truth, Justice and Memory. Routledge. p. 47. ISBN 978-1-134-30299-4.
  22. Bartłomiej Kozłowski (2005). ""Wybory" do Zgromadzeń Ludowych Zachodniej Ukrainy i Zachodniej Białorusi". Polska.pl (in پولنډي). NASK. خوندي شوی له the original on 28 June 2006. بياځلي په 13 March 2006.
  23. Trela-Mazur, Elżbieta (1998) [1997]. Włodzimierz Bonusiak; Stanisław Jan Ciesielski; Zygmunt Mańkowski; Mikołaj Iwanow (eds.). Sovietization of educational system in the eastern part of Lesser Poland under the Soviet occupation, 1939–1941 [Sowietyzacja oświaty w Małopolsce Wschodniej pod radziecką okupacją 1939-1941] (in پولنډي). Kielce: Wyższa Szkoła Pedagogiczna im. Jana Kochanowskiego. pp. 43, 294. ISBN 83-7133-100-2. Among the population of Eastern territories were circa 38% Poles, 37% Ukrainians, 14.5% Belarusians, 8.4% Jews, 0.9% Russians and 0.6% Germans.
  24. "The British War Bluebook". Avalon Project. Yale Law School. بياځلي په 25 September 2018.
  25. "German newspaper editor outlining the claims of Polish atrocities against minorities". Nizkor.org. خوندي شوی له the original on 2 July 2017. بياځلي په 9 February 2013.