د پولينډ لومړی وېش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د پولينډ لومړی وېش د درې وېشونو له ډلې د لومړي په توګه ۱۷۷۲ز کال کې پېښ شو، په پای کې يې ۱۷۹۵ز کال کې د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو د دولت شتون پای ته ورسوه. روسي سترواکۍ کې د ځواک پياوړتيا د پروس پاچاهي او هبسبورګ شاهي دولت وګواښه او د لومړي وېش تر شا اصلي انګېزه وه.

د پروس پاچا ستر فردريک “Fredrick the Great” جګړې ته د اتريش له تګ څخه د مخنيوي په موخه د وېش نقشه جوړه کړه؛ اتريش په دې وخت کې د عثماني سترواکۍ پر وړاندې د روسيې د بريا حريص و. د پوليند سيمې د درې هېوادونو (اتريش، روسيې او پروس) په منځ کې مرکزي اروپا کې د ځواک د سيمه ييز توازن د بيارغولو په موخه د هېواد د يادو ځواکمنو ګاونډيانو له لورې وېشل شوې وې.

که څه هم پوليند په اغېزناک ډول د ځان ګټلو توان درلود او باندنۍ سرتيرې وار له مخه د هېواد دننه وو، مګر بيا هم د پولينډ د دوه جرګه ييز پارلمان ښکتنۍ جرګې «سيجم» ۱۷۷۳ز کال کې د وېش سيجم پر مهال وېش تصويب کړ، چې د يادو درې هېوادونو له لورې يو ځای شوی و.

شاليد[سمول]

د ۱۸ ز پېړۍ وروستيو کې د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو دولت له يو ستر اروپايي ځواک له دريځ څخه يو داسې هېواد ته راښکته شوی و، چې د پروس تر سترې اغېز لاندې او نږدې د روسي سترواکۍ تر ساتنې لاندې يا قيموميت سيمه جوړېده، چې روسي تزار په اغېزناک ډول د ازادو ټاکنو سپر مهال د پولينډ او ليتوانيا پاچاهان غوره کول او د پولينډ د ډېری دنني سياست د وتنۍ پرېکړه يې کوله. د بېلګې په ډول: د ۱۷۶۷-۱۷۶۸ ز کال د ريپنين د دوه جرګه ييز پارلمان ښکتنۍ جرګې نوم (Repnin Sejm) د روسي سفير په وياړ کېښودل شوی و، چې په نارسمي ډول يې پر بهير يا چارو رياست کړی و.

لومړی وېش وروسته له هغې اروپا کې پېښ شو، چې د ځواک انډول بدلون وکړ او د روسيې او ترکيې تر منځ د ۱۷۶۸-۱۷۷۴ز کالونو جګړه کې د عثمانيانو پر وړاندې د روسيې برياوو روسيه پياوړې کوله او په سيمه (په ځانګړي ډول مولداويا او والاچيا ) کې يې د هبسبورګ ګټې له ګواښ سره مخامخ کولې. هبسبورګ اتريش هغه وخت د روسيې پر وړاندې د جګړې کولو فکر کې شو. 

فرانسه د عثماني سترواکۍ او پروس او اتريش پر وړاندې د ملګرتيا دريځ درلود او د سيمو د يو لړ بدلونونو وړانديز يې وکړ، چې له مخې به يې عثماني سترواکي له اتريش او روسيې څخه نه کړېږي. په بدل کې به يې اتريش د پروسي سيلسيا “Prussian Silesia” ځينې برخې د تاوان په توګه ورکوي او پروس به يو ځل بيا د پروس له پولينډي برخې څخه ارملېنډ (وارميا) او د پولينډي د فيوډاليزم د مرکزي عنصر “flief” ځينې برخې تر لاسه کوي؛ د کورلېنډ ډچي او سيمېګاليا وار له مخې د بالتيک المان تر واکمنۍ لاندې وو.

د پروس پاچا دويم فردريک د سيليسيا د پرېښودلو هيڅ اراده نه درلوده، چې په وروستيو کې يې سليسيايي جګړو “Silesian Wars” کې تر لاسه کړې وه، مګر د سوله ييز حل موندلو سره هم ليوال و. د روسيې او پروس تر منځ اتحاد “Russo-Prussian alliance” به نوموړی د اتريش پر وړاندې په يوه پټه جګړه کې ښکېل کړي او د اوه کالونو جګړې “Seven Years’ War” د پروس خزانه او فوځ کمزوری کړی و. نوموړي د فرانسې په څېر د کمزورې کېدونکې عثماني سترواکۍ د خوندي کولو لېوال و، چې د پروسي جګړه کې د روسيې يا اتريش پر وړاندې په ګټور ډول کارول کېدلی شو.

د فردريک ورور شهزاده هينري د ۷۱-۱۷۷۰ز کال ژمی سينټ پيټرسبورګ کې د پروسي محکمې د استازي په توګه تېر کړ. دا چې اتريش په ۱۷۶۹ زکال د ليوبولا له تړون څخه په سرغړونې سره د هنګري زيپيس “Hungarian Szepes” سيمه کې ۱۳ ښارګوټي په ځان پورې تړلي وو، د روسيې دويمې کترين او سلاکار يې جنرال ايوان چيرنيشيوف هينري ته وړانديز وکړ، چې پروس د يو څه پولينډي خاورې لکه ارملېنډ ادعا کوي. وروسته له هغې چې هينري د وړانديز په اړه خبر شو، فردريک د اتريش، پروس او روسيې له لورې د پولينډ د پولې يا سرحدي سيمو د وېش وړانديز وکړ، چې زياته ونډه به اتريش تر لاسه کوي؛ د درې هېوادونو دا ډله د ځواک انډول کې د وروستيو بدلونونو له امله خورا کمزورې شوه.

په دې ډول فردريک د روسيې د هڅولو کوښښ وکړ، چې د عثمانيانو پر ځای د کمزوري او بې وسه پولينډ پر وړاندې د خپلې پراختيا لارښوونه وکړي. د اتريش د دولتي چارو پوه وينزيل انتون ګراف کاونتز پروس ته د [فردريک د وړانديز] يو ضد وړانديز وکړ، چې اتريش ته د سيليسيا د پرېښودلو بدل کې له پوليند څخه سيمې ونيسي، مګر پلان يې د فردريک له لورې ونه منل شو.

که څه هم روسيې له سايلينټ سيجم ‘Silent Sejm” راهيسې د يو څو لسيزو لپاره کمزوری پولينډ تر خپل څار لاندې سيمې په توګه ګڼلی و، پولينډ د يوې کورنۍ جګړې له امله هم وېجاړ شوی و، چې د بار کنفدراسيون “Bar Confederation” (بار “Bar” کې جوړ شو) ځواکونو په کې پر پولينډ باندې د روسي واک پرې کولو هڅه وکړه. اکراين کې د کوليېفچېنا “Koliyivschyna” کروندګر او قزاق “Cossack” پاڅون هم د پولينډ دريځ کمزوری کړ. سره له دې د پولينډ پاچا ستانيسلاو اګوسټ پونياتوسکي “Stanislaw August Poniatowski” چې د روسيې ملاتړ يې درلود، کمزوری مګر خورا خپلواک نظری ښکارېده. په پای کې روسي محکمې پرېکړه وکړه، چې تر څار يا قيموميت لاندې سيمې په توګه د پولينډ ګټورتوب کم شوی و.

يادو درې ځواکونو له يو ربړونکي ګاوندي سره د راکړې ورکړې د جبران او د پولينډ د ګډوډۍ بېرته منظمولو په موخه په رسمي ډول خپلې چارې په ښه ډول څرګندې کړې او بار کنفدراسيون يوه هوسا بهانه وړاندې کړه، که څه هم درې واړو د سيمو له تر لاسه کولو سره لېوالتيا درلوده.

وروسته له هغې چې روسيې د دانيوب پاچاهۍ يا د شهزاده تر واک لاندې سيمې ونيولې، هينري او د ستر دوک مېرمن د اتريش ماريا تيريسا “Maria Theresa of Austria” قانع کړل، چې د ځواک انډول به له عثمانيانو څخه د روسيې له لورې د خاورې نيولو پر ځای د ګډو ګټو دولت د درې ګوني وېش له مخې وساتل شي. پروس چې له اوږدې مودې راهيسې يې غوښتل د شاهي پروس “Royal Prussia” په نوم د پولينډ شمالي ولايت په خپلې خاورې پورې وتړي، د همدې فشار له مخې يې درې واړو ځواکونو د پولينډ په لومړي وېش هوکړه وکړه.

دا د اتريش او عثماني سترواکۍ تر منځ د اتريش له لورې د يوازې د برسېرنو نيوکو په شتون سره د شوني اتحاد په رڼا کې و، که څه هم بالکانونو کې يې ښايي د يو څه زياتو عثماني سيمو تر لاسه کولو ته لومړيتوب ورکړی وي، چې هبسبورګ يې له اوږدې مودې راهيسې هيله درلوده. روسان د اتريش له پولې څخه لرې، مولداويا څخه هم بېرته ووتل.

د ۱۷۷۱ز کال د نومبر په ۳ د بار اتحاد له لورې د پاچا پونیاتوسکي د تښتونې هڅې د درې واړو هېوادونو محکمو ته يوه بله پلمه ورکړه، چې د پولينډ ګډوډي او هېواد ته د ګاونډيو د ننوتلو اړتيا څرګنده او هېواد او اوسېدونکي يې وژغوري. [۱]

د وېش پيل[سمول]

وار له مخه په ۱۷۶۹-۱۷۷۱ز کالونو کې پروس او اتريش د ګډو ګټو دولت ځيني سرحدي سيمې نيولې وې، چې اتريش په ۱۷۶۹-۱۷۷۰ز کال کې زيپيز ولسوالي “Scepes County” او پروس لايونبرګ او بيوټو “Lauenburg and Butow” سيمه خپلې خاورې سره يو ځای کړې وه. د ۱۷۷۲ز کال د فبروري په ۱۹ ويانا کې د وېش تړون لاسليک شو. له دې څخه مخکې د پروس او روسيې تر منځ تړون د ۱۷۷۲ز کا د فبروري په ۶ سينټ پيټرسبرګ کې شوی و.

د اګسټ میاشتې په لومړيو کې د پروس او اتريش ځواکونه په ورته وخت کې د ګډو ګټو دولت ته ننوتل او هغه ولايتونه يې ونيول، چې د دوی په منځ کې پرې هوکړه شوې وه. د اګسټ په ۵ نېټه درې واړو ډلو د هر اړخ له لورې د ترلاسه شويو سيمو په اړه تړون لاسليک کړ.

د بار کنفدراسيون چې اجرائيه هئيت يې د اتريش پرېښودلو ته اړ کړای شوی و او د خپلو کنډکونو ملاتړ يې کړی و، وروسته له هغې چې اتريش د پروس او روسيې تر منځ اتحاد سره يو ځای شو، کنډکونو خپلې وسلې ښکته نه کړې. د دوی تر امر لاندې زياتو فوځي سنګرونو د شونتيا تر بريده مقاومت وکړ. کراکاو سيمه کې د واوېل کلا يوازې د اپرېل په پای کې پرېوته؛ ټاينېس فوځي کلا د ۱۷۷۲ز کال د جولای تر پای پورې مقاومت وکړ او زيستوچووا کلا چې کاسيمير پولاسکي يې مشري کوله، د اګسټ تر وروستيو پورې وساتل شوه. په پای کې د بار کنفدراسيون مات شو او غړي يې يا له هېواده د باندې وتښتېدل او يا د روسانو له لورې سايبريا ته ولېږدول شول.

سرچينې[سمول]

  1. David Pickus (2001). Dying with an enlightening fall: Poland in the eyes of German intellectuals, 1764–1800. Lexington Books. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7391-0153-7. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)