د پولينډ تاريخ (۱۹۳۹ – ۱۹۱۸ز کلونه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پولينډ د جګړې تاريخ په ۱۹۱۸ ز کال کې د پولينډ د خپلواک دولت له بيا ژوندي کېدلو څخه د شوروي اتحاد له لوري د ختيځ له بريد څخه دوه اونۍ وروسته، د دويمې نړيوالې جګړې په پيل (۱۹۳۹ ز کال ) کې د نازي جرمني له لوري پر پولينډ باندې د لويديځ تر بريد پورې دوره رانغاړي. د دوه نړيوالو جګړو تر منځ د پولينډ د حاکميت دوه لسيزې د Interbellum په نوم پېژندل کېږي.

پولينډ د ۱۹۱۸ ز کال په نومبر کې د استريا-هنګري، جرمني او روسي سترواکيو تر منځ له يوې پېړۍ څخه د زياتې وېشنې يا تجزيې څخه وروسته يو ځل بيا راڅرګند شو. د دې هېواد خپلواکي او له ۱۹۱۸ څخه تر ۱۹۲۱ ز کال پورې د پولې (سرحدي) جګړو په لړۍ کې د ګتل شوې سيمې ډېره برخه د ۱۹۱۹ ز کال په جون کې د Versailles تړون له مخې د برياليو ځواکونو له لوري ومنل شوه. د پولينډ پولې په ۱۹۲۲ ز کال کې برابرې [تثبيت] شوې او په ۱۹۲۳ ز کال کې په رسميت وپېژندل شوې. د هېواد سياسي بڼه تر هغه وخته پورې ديموکراتيک وه، چې Jozef Pilsudski (۱۹۳۵ – ۱۸۶۷ ز کلونه) د ۱۹۲۶ ز کال په می کې واک تر لاسه کړ او ولسواکي پای ته ورسېده. د کرنې د وېش د خوځښت تګلارې بزګرانو ته د ځمکو بيا وېش ته لاره هواره کړه او هېواد د ۱۹۲۱ او ۱۹۳۹ ز کلونو تر منځ د پام وړ اقتصادي وده وکړه. د نفوس درېيمه برخه د اوکراينانو، يهودانو، بيلاروسانو، ليتوانيايانو او جرمنيانو لږه کي وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د جوړښت کاونه (۱۹۲۱ – ۱۹۱۸ز کال)[سمول]

د پولينډ خپلواکي د Roman Dmowski او Ignacy Paderewski له لوري په پاريس کې په بريالتوب سره متحدينو ته وړاندې شوې وه. د متحده ايالتونو ولسمشر Woodrow Wilson د پولينډ خپلواکي په خپلو څوارلس اصولو کې د جګړې موخه وګڼله او دا موخه د ۱۹۱۸ ز کال په پسرلي کې د متحدينو له لورې ومنل [لاسليک] شوه. پر جرمني باندې د تپل شوې لنډ مهالې روغې د اصولو د برخې په توګه بايد ټول جرمني ځواکونه په پولينډ او نورو نيول شويو سيمو کې ښکته پاتې شوی وی، نو هغه وخت چې جګړه پای ته ورسېده، جرمنيانو Pilsudski ولېږه او تر څار لاندې يې بېرته وارسا ته ولېږه. نوموړي د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر پر ۱۱ مه د جرمنيانو له لورې د برابر شوي لاسپوڅي حکومت واک تر لاسه کړ. Ignacy Daszynski په Lubin کې د نومبر له ۶ مې څخه وروسته د لنډمهالی پولینډي حکومت مشري وکړه، مګر Pilsudski په دې برخه کې دروند حيثيت درلود. Daszynski او نورو پولينډي مشرانو د لښکر او هغه څه د مشر په توګه نوموړی وستايه، چې وروسته د پولينډ جمهوريت شو. جرمني اوس مات شو او د لنډ مهالې روغې جوړې [اوربند] له اصولو څخه وروسته يې خپل ځواکونه بېرته ستانه کړل. Jedrzej Moraczewski د ۱۹۱۸ ز کال په نومبر کې لومړی وزير شو او Dmowski د سترې ډلې يا ګوند مشري وکړه. [۸]

د پولينډ جمهوريت د خپل پيل له وخته د خپلو پولو د خوندي کولو په موخه يو لړ جګړې وکړې. ملت کليوالي او غريب و. تر ټولو شتمنې سيمې په لويديځ کې وې، چې د پخواني جرمني سيمې وې. صنعتي کول ډېر بطي راغلل او د مرکزي صنعتي سيمې (Central Industrial District) په پرمختګ سره يې د ۱۹۳۰ ز لسيزې په نيمايي کې پرمختګ وکړ. [۹]

پولې[سمول]

د دې دورې زياتره پولينډي مشرانو د پراخ پولينډي دولت جوړول غوښتل. د يادې غوښتنې اړوند يو پلان چې تاريخ يې د پاريس د سولې کنفرانس ته رسېږي، د ختيځ پروس او پولينډ سره د ګمرکونو په يوه اتحاديه کې د Konigsberg په نوم د ځای پر ځای شوي جرمني ښار يو ځای کېدل رانغاړل. په ورته وخت کې د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګډون د پخواني دولت شته پولې موخه نه وې، که څه هم د Roman Dmowski له لوري يې د پرانيستونکي چل او تکتيک په توګه يادونه وشوه. د پولينډ له وېش راهيسې يې زياتره خاوره د روسي سترواکۍ له لورې اداره کېدله او اوسېدونکو يې، لکه: د اوکراين، بېلاروس او بالتيک (ليتوانيا، ليتويا او استونيا) غوندې د خپلو دولتونو د جوړولو هڅه کوله. پولينډي مشر موخه نه لرله، چې ملت د خپلې ۱۷ پېړۍ پولو ته وګرځوي. په دې اړه د پوليندي سياسيونو تر منځ د نظر توپير و، چې د پولينډ په مشرۍ نوی دولت بايد څومره سيمه ولري او څه بڼه بايد غوره کړي. Jozef Pilsudski د ديموکراتيک بڼې ننګه وکړه، د پولينډ په مشرۍ اتحاديې د خپلواکو دولتونو ننګه وکړه، په داسې حال کې چې د ملي ولسواک ګوند (National Democrat Party) په استازيتوب د Endecja خوځښت مشر Roman Dmowski د يو څه نغښتي پولينډ پرېکړه وکړه، چې د توکميزو پولينډيانو يا polonizable سيمو څخه ترکيب شوی وي. [۱۰][۱۱]

پولینډ او چکوسلواکيا  په سويل لويديځ کې يو له بل سره د پولې شخړو په اړه جګړه وکړه. په خورا بدمرغۍ سره يو پارېدلي جرمني له خپل نوي ختيځ ګاونډي سره د هرې ځمکنۍ له لاسه ورکوونې کينه [رخه] وکړه. د ۱۹۱۸ ز کال د ډسمبر د ۲۷ مې د ستر پولينډ پاڅون (Great Poland Uprising) ستر پولينډ (Great Poland) خپلواک کړ. د ۱۹۱۹ ز کال د Versailles تړون په بالتیک سيمه کې د جرمني او پولينډ تر منځ پولې وټاکلې. د Danzig په نوم بندري ښار چې پولينډي ژبه کې ورته (Gdańsk) وايي، د ډېره کيو جرمنيانو او لږه کيو پولينډيانو په لرلو سره د جرمني يو ازاد ښار اعلان شو او د لسيزو لپاره د شخړې لامل شو. متحد منځګړي د پورتنۍ سليسیا (Upper Silesia) په توکميز ډول ګډ [مخلوط] او د خورا غوښتنې يا لېوالتيا صنعتې او معدني سيمه د جرمني او پولينډ تر منځ ووېشله، چې له مخې يې د يادې سيمې د اوسېدونکو د درې پاڅونونو له لړۍ څخه وروسته په ۱۹۲۲ ز کال کې پولينډ د اندازې له مخې کوچنۍ، مګر زياته صنعتي شوې ختيځه برخه تر لاسه کړه.

له شوروي روسيې سره جګړه[سمول]

له شورويانو سره نظامي شخړې په ختیځ کې د پولينډ د پولو معلوموونکی ثابت کړ، چې د روسيې د اوښتون او کورنۍ جګړې د ګرځونې [غبرګون] په واسطه د يوه رامنځته شوې بې نظمه صحنه وه. Pilsudski د اوکراين او ليتوانيا په پاتې شونو سره د يوې اتحاديې رامنځته کولو اراده وکړه، په دې ډول يې د “Intermarium” په نوم د مرکزي او ختيځې اروپا اتحاديه يا فدراسيون رامنځته کړ، چې په پولينډي ژبه کې ورته (Międzymorze) وايي او په لفظي ډول د «د سمندرونو تر منځ سيمه» معنا لري. د روسيې د نوي کمونيستي حکومت مشر Lenin پولينډ ته د يو پل فکر وکړ، چې په واسطه به يې کمونيزم له جګړې څخه وروسته د نامنظم جرمني کاري ټولګي ته تېرېږي. ياده مسئله ځکه يو څه نوره هم پېچلې شوه، چې ځينو کړکېچنو سيمو د ۱۸ مې پېړۍ په وروستيو کې د وېش [تجزيې] له وخته بېلابېل اقتصادي او سياسي شهرت درلود، په داسې حال کې چې ځينو يې په لومړني ځای کې په نژادي ډول پولينډي ډېره کي نه درلودل او د Poles له لوري ورته د خپلو تاريخي سيمو په توګه ځکه کتل کېدل، چې دوی پولينډ ته د يو ګڼ نژادي دولت په توګه وکتل. په پای کې خبرې د Pilsudski د Miedzymorze فدراسيون نظريې په له منځه تللو سره پرې شوې او پر ځای يې ځينو جګړو، لکه: د پولينډ او ليتوانيا تر منځ جګړې يا د پولينډ او اوکراين جګړې غوندې د راتلونکو دوه لسيزو لپاره د دې سيمې د پولو په اړه پرېکړه وکړه.

د پولينډ او شوروي جګړه چې په ۱۹۱۹ ز کال کې پيل شوه، د سيمه یيزو جګړو تر ټوله مهمه جګړه وه. Pilsudski لومړی په ۱۹۲۰ ز کال کې پر اوکراين باندې ستر پوځي بريد تر سره کړ او په می مياشت کې پولينډي او اوکرايني ځواکونه کيف (Kiev) ته ورسېدل. يوازې يو څو اونۍ وروسته، که څه هم پولينډي تيري کوونکي د تيري ضد شوروي ځواکونو سره مخامخ شول او پولينډي ځواکونه د سور لښکر له لورې شاتګ ته اړ شول. پولينډ له اوکراين څخه وشړل شو او بېرته د پولينډ زړه [مهمه سيمه] ته لاړ. زياتره څارونکو په دې وخت کې پولينډ د وژل کېدنې او بلشويک کېدنې لپاره څرګند کړ. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Mieczysław Biskupski. The history of Poland. Greenwood Publishing Group. 2000. p. 51.
  2. Norman Davies. Heart of Europe: The Past in Poland's Present. Oxford University Press. 2001. pp. 100-101.
  3. Piotr S. Wandycz. The Lands of Partitioned Poland 1795-1918. University of Washington Press. 1974. p. 368.
  4. According to Margaret MacMillan, "The rebirth of Poland was one of the great stories of the Paris Peace Conference." Margaret MacMillan, Paris 1919: Six Months that Changed the World (2001), p. 208.
  5. Mieczysław B. Biskupski. The origins of modern Polish democracy. Ohio University Press. 2010. p. 130.
  6. Aviel Roshwald, Ethnic Nationalism and the Fall of Empires: Central Europe, the Middle East and Russia, 1914-23 (2000), p. 164.
  7. Richard J. Crampton. Atlas of Eastern Europe in the Twentieth Century. Routledge. 1997. p. 101.
  8. A Concise History of Poland, by Jerzy Lukowski and Hubert Zawadzki, p. 217-222.
  9. Josef Marcus (1983). Social and Political History of the Jews in Poland, 1919-1939. Walter de Gruyter. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789027932396. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sandra Halperin, In the Mirror of the Third World: Capitalist Development in Modern Europe, (1996) pp. 40, 41.
  11. Piotr S. Wandycz, "The Polish Question" in The Treaty of Versailles: a reassessment after 75 years / edited by Manfred F. Boemeke, Gerald D. Feldman and Elisabeth Glaser, Cambridge, U.K.; New York: Cambridge University Press, 1998, pp. 313-336.
  12. Margaret MacMillan, Paris: 1919 (2001) p. 227.
  13. Norman Davies, White Eagle, Red Star: The Polish-Soviet War 1919-1920 and The Miracle on the Vistula (2003) pp. 188-225.
  14. Margaret MacMillan, ‘’Paris: 1919’’ (2001) p. 228.