Jump to content

د پولنډ – لېتوانیا جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پولنډ – لېتوانیا جګړه (په پولنډي تاریخ لیکنه کې د پولنډ – لېتوانیا کړکېچ) له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د نوې خپلواکې شوې لېتوانیا او پولنډ ترمنځ نه اعلان شوې جګړه وه چې تر ډېره په ویلنیوس او سووالکي سیمو کې وشوه، خو یوازې دې ته هم محدوده نه وه. د دواړو اړخونو له لوري دغه جګړې ته په بېلابېلو نظرونو کتل کېږي. د لېتوانیایي تاریخ لیکونکو په خبره دغه جګړه د لېتوانیا د خپلواکۍ د جګړو برخه وه چې د ۱۹۱۹ زکال له مۍ میاشتې څخه یې د ۱۹۲۰ زکال تر نومبر میاشتې پورې دوام درلود. پولنډي تاریخ لیکونکي بیا دغه جګړه د ۱۹۲۰ زکال له سپټمبر میاشتې څخه تر اکتوبر میاشتې پورې بولي. د ۱۹۲۰ زکال له پسرلي څخه وروسته دغه جګړه د پولنډ – شوروي د پراخې جګړې برخه وګرځېده او تر ډېره بریده یې د هغو له دوام څخه رنګ واخیست. په دغه جګړه کې په نړیواله کچه د سفیرانو کنفرانس او د ملتونو ټولنې منځګړیتوب وکړ. [۱][۲][۳][۴]

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په سیمه کې پوځي او سیاسي وضعیت ګډوډ و، ځکه چې څو هېوادونو په ځانګړې توګه لېتوانیا، پولنډ او شوروي روسیې د هغو د کنټرول پر سر له یو بل سره سیالۍ کولې. د پولنډ – لېتوانیا شخړې په ویلنیوس تمرکز درلود، او د لېتوانیا شورا هم هغه د لېتوانیا د بېرته رغول شوي دولت پلازمېنه اعلان کړ. د ویلنیوس کنټرول د ۱۹۱۹ زکال د جنوري په ۲مه نېټه له جرمني څخه پولنډیانو ته ولېږدول شو، خو د پولنډ پوځ د جنوري په ۵مه نېټه ښار د بلشویکانو پر وړاندې له لاسه ورکړ. د پولنډ پوځ بیاځلي د ۱۹۱۹ زکال د اپرېل په ۱۹مه نېټه ویلنیوس بېرته ونیو او د لېتوانیا له پوځ سره یې اړیکه ونیوله چې د لېتوانیا – شوروي په جګړه کې ښکېل و. د ویلنیوس پر سر د ستونزې لرلو سربېره د لېتوانیا او پولنډ پوځونو د خپل ګډ دښمن یا بلشویکانو پر وړاندې له یو بل سره همکاري کوله. د لېتوانیا او پولنډ د اړیکو په خرابېدو سره درې ګوني اتحاد (انتانت) د لا زیاتو ستونزو څخه د مخینوي په موخه دوه سرحدي کرښې ترسیم کړې. دغه کرښې د هېڅ لوري د خوښې وړ وه نه ګرځېدې او هغه یې له پامه وغورځولې. د پولنډي او لېتوانیايي پوځونو ترمنځ لومړنۍ ښکاره نښته د ۱۹۱۹ زکال په اګست میاشت کې سجیني پاڅون و. د لېتوانیا د دولت پر وړاندې د پولنډي کودتا په ماتېدو سره د ۱۹۲۰ زکال تر اوړي پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ جبهه ثابته شوه.[۴][۳][۵][۶][۷]

د ۱۹۲۰ زکال په جولای میاشت کې پولنډي ځواکونو د پولنډ – شوروي په جګړه کې شاتګ وکړ؛ لېتوانیايي ځواکونه هم په شاته تللو سرتېرو پسې لاړل څو خپلې هغه ځمکې ونیسي چې د شوروي – لېتواني په هوکړه کې مشخصې شوې. له دې سره هم سور پوځ له ټولو مخکې ویلنیوس ته ورسېد. د ۱۹۲۰ زکال په اګست میاشت کې پولنډ د وارسا جګړه وګټله او شوروي یې شاتګ ته اړ کړ. د پولنډ پوځ د خپلو نوو پولو څخه د دفاع له امله چې د لېتوانیا دولت ناقانونه بللې د لېتوانیايي اړخ له مخالفت سره مخ شو. له همدې امله پولنډیانو د نیمن سیند د جګړې پر مهال د لېتوانیا تر کنټرول لاندې قلمروونو باندې برید وکړ. د ملتونو د ټولنې د فشار له امله پولنډ د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر په اوومه نېټه د سووالکي هوکړه لاسلیک کړه. دغې هوکړې د سووالکي سیمه د پولنډ خوا ته پرېښوده او داسې نوې نیمګړې پوله یې ترسیم کړه چې ویلنیوس یې د جانبي مانورونو پر وړاندې زیان منونکی کړ. [۸]

د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر په اتمه نېټه پولنډي جنرال لوتسیان ژلیګفسکي داسې یو پاڅون وکړ چې په پټه توګه د پولنډ دولت مشر جوزف پیلوسودسکي پلان کړی و او هغه ته یې د اجرا اجازه ورکړې وه. د ژلیګفسکي ځواکونو د ویلنیوس په لور حرکت وکړ او هغه یې یوه ورځ وړاندې له دې چې د سووالکي هوکړه په رسمي ډول اجرایوي بڼه ومومي ونیو، خو په نور مخکې تګ کې د لېتوانیايي ځواکونو له خوا ودرول شول. په دې سره ژلیګفسکي د مرکزي لېتوانیا د جمهوریت اعلان وکړ او د هغو پلازمېنه یې ویلنیوس وټاکه. د ۱۹۲۰ زکال د نومبر په ۲۹مه نېټه اوربند لاسلیک شو. په ټولیزه توګه د ۱۹۱۹ زکال له لومړیو څخه د ۱۹۲۰ زکال تر وروستیو پورې په ویلنیوس کې حکومت د لېتوانیايانو پولنډیانو او بلشویکانو ترمنځ اووه ځله بدل شو. د مرکزي لېتوانیا جمهوریت په ۱۹۲۲ زکال کې د ویلنو وویډوشېپ (Wilno Voivodeship) تر نامه لاندې په پولنډ کې ادغام شو. د ملتونو د ټولنې په اوږد مهالي منځګړیتوب کې هم بدلون رانغی او موجود حالت په ۱۹۲۳ زکال کې ومنل شو. د ۱۹۲۳ زکال په مارچ میاشت کې د سفیرانو کنفرانس د اوربند کرښه د پولنډ او لېتوانیا ترمنځ د بالفعله پولې په توګه رسمیت وپېژنده او ویلنیوس یې هم پولنډ ته ورکړ. لېتوانیا دغه تغیرات په رسمیت وه نه پېژندل او لا هم یې دا ادعا کوله چې ویلنیوس د دوی د اساسي قانون پر بنسټ رسمي پلازمینه دی؛ همدا و چې له پولنډ سره یې خپلې ټولې دیپلماتیکې اړیکې په ۱۹۳۸ زکال کې لېتوانیا ته د پولنډ د ضرب الاجل تر مهاله پرې کړې. لېتوانیا وکولای شول له ۲۰ کلونو څخه وروسته د ۱۹۳۸ زکال د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د شوروي او لېتوانیا ترمنځ د متقابلې همکارۍ د هوکړې له لاسلیک کولو وروسته بېرته ویلنیوس ونیسي. ورته مهال لېتوانیا په ټولیزه توګه د شوروي اتحاد له خوا د بالتیک هېوادونو له نیولو نږدې یو کال وروسته خپله خپلواکي له لاسه ورکړه. [۴][۹][۱۰][۱۱]

مخینه

[سمول]

وګړیز وضعیت

[سمول]

په ۱۸۹۷ زکال کې د روسیې د سرشمېرنې پر بنسټ تر جنجال لاندې ویلنیوس ښار کې ۳۰٪ پولنډي ژب ویونکو، ۴۰٪ یهودانو او ۲٪ لېتوانیايي وګړو شتون درلود؛ ورته مهال د دغه ښار په لرې پرتو برخو کې یې بیا د لېتوانیايي وګړو کچه د پولنډیانو څخه څو چنده زیاته وه – په ویلنیوس ولایت کې بیا د لیتوانیايي وګړو کچه ۳۵٪ او د پولنډیانو هم ۱۲٪ وه (که چېرې د هغو مرکز – د ویلنیوس ښار په پام کې وه نه نیسو). سربېره پر دې تراکي ولایت هم ۵۹٪ لېتوانیايي او ۱۱٪ پولنډي ژب ویونکي وګړي لرل. په ۱۹۱۶ زکال کې د جرمني د سرشمېرنې پر بنسټ پولنډیانو د ټولو سیمه ئیزو ملتونو ترمنځ زیات نفوس درلود چې د ښار د ټولو وګړو ۵۳٪ یا هم ۵۳.۵۷٪، او د ویلنیوس د ټولې سیمې د وګړو ۵۰٪ برخه یې جوړوله. [۱۲][۱۳][۱۴]

پوځي پرمختګونه

[سمول]

لومړۍ نړیواله جګړه د ۱۹۱۸ زکال د نومبر په ۱۱مه نېټه د جرمني له خوا د کومپین اوربند په لاسلیک کېدو پای ته ورسېده. د نومبر په ۱۳مه نېټه شوروي روسیې بریسټ – لیتوفسک هوکړه لغو اعلان کړه او د ۱۹۱۸ – ۱۹۱۹ زکال پر مهال یې د لویدیځ لوري ته د سرتېرو په لېږلو پیل وکړ. بلشویکان د پر شا شوو جرمني سرتېرو د ځایونو د نیولو په موخه ولاړل چې له امله یې په ختیځ لوري کې په لېتوانیا او پولنډ باندې برید وکړ څو د هغو له خپلواکۍ څخه مخه ونیسي. دوی هڅه وکړه نړیوال پرولتاریا انقلاب ته پراختیا ورکړي، په سیمه کې شوروي جمهوریتونه جوړ کړي او د جرمني او هنګري له انقلابونو سره مل شي. د شوروي دغه بریدونو د پولنډ - شوروي او لېتوانیا - شوروي په ګډون یو شمېر سیمه ئیزو جګړو ته لمن ووهله. [۱۵]

دیپلماتیک پرمختګونه

[سمول]

په داسې حال کې چې دواړه لوري لا په جګړه کې بوخت و، د جرمني تر نظارت لاندې یې دیپلماتیکې اړیکې جوړې کړې او د ۱۹۱۸ زکال د جون په ۳۰مه نېټه یې په برلېن کې هوکړه لاسلیک کړه. د هوکړې د لاسلیک کولو پر مهال د لېتوانیا استازولي اګوستیناس ولدماراس او قنسطنطیناس اولشاوسکاس کوله او د پولنډ استازی یوازی آدام رونیکیر و. دواړو لورو د یو بل دولتونه په رسمیت وپېژندل. په دغه هوکړه کې لېتوانیا د پولنډي اقلیت وګړو حقونه تضمین کړل او پولنډ هم ژمنه وکړه چې د لېتوانیا ضد تبلیغاتو څخه به ډډه وکړي. ولدماراس بیا وروسته څرګنده کړه چې رونیکیر د ویلنیوس اړوند د پولنډیانو په ادعاوو سترګې پټې کړې. په داسې حال کې چې الفرد اې. سن لیکي چې په دغه هوکړه کې یوازې د پولې او د ویلنیوس موضوع ته پام نه و شوی، په داسې حال کې چې پراناس چپناس او ویکټور سوکینیکي بیا څرګندوي چې په هوکړه کې د قلمروي مسایلو اړوند هېڅ بحث شتون نه درلود. دغې هوکړې (بشپړه نسخه یې د لېتوانیا په ریماندوس لوپاتا اخبار کې خپره شوه) لنډ مهالی ماهیت درلود او یوازې یې څرګندوله چې: «د پولې په برخه کې، د معمولې پولې اړوند اصل منل شوی دی چې د ګډې هوکړې پر بنسټ د قومي، تاریخي او اقتصادي اصولو له مخې ټاکل کېږي». هغه مهال چې جرمنان له سیمې ووتل، لېتوانیا پر پولنډ فشار راووړ څو د ویلنیوس په مرکزیت خپلواکه لېتوانیا په رسمیت وپېژني، هغه موضوع چې په مکرر ډول پولنډي مشرانو رد کوله. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Łossowski, Piotr (1995). Konflikt polsko-litewski 1918-1920 (په پولينډي). Książka i Wiedza. ISBN 978-83-05-12769-1.
  2. Wojas, Jakub (2016). Konflikt polsko-litewski 1918-1920 w świetle nieważności traktatów rozbiorowych Rzeczypospolitej. Kraków : Księgarnia Akademicka. ISBN 978-83-7638-791-8.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Balkelis 2018، م. 137.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Balkelis 2018، م. 136.
  5. Łossowski 1996، م. 68.
  6. Łossowski 1996، مم. 41–46.
  7. Weeks 2015، مم. 110-111.
  8. Balkelis 2018، م. 150، "In essence, the Lithuanians had to give up the Suwałki region, including Sejny, Giby, and Punsk.".
  9. Sužiedėlis 2011، م. 319.
  10. Lojkó 2005، مم. 271-273.
  11. Senn 1966، م. 49.
  12. "Vilnius district without urban population".
  13. Borzęcki 2008، م. 10.
  14. "Trakai district – total population".
  15. Rauch 1970، م. 51.
  16. Lopata, Raimundas (1993). "Lithuanian-Polish cooperation in 1918: The Ronikier-Voldemaras treaty". Journal of Baltic Studies (په انګليسي). 24 (4): 349–358. doi:10.1080/01629779300000241. ISSN 0162-9778.
  17. Lane 2001، م. 7.
  18. Lopata 1993، م. 356.
  19. Lopata 1993، م. 349.
  20. Lopata 1993، مم. 351-352, 356.
  21. Senn 1966، م. 13-14.