Jump to content

د پولنډ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پولنډ تاریخ له منځنیو پېړیو، مسیحیت او سلطنت څخه څه باندې زر کاله نیسي چې د پولنډ له طلايي دورې، پراختیا یې او په یو له سترو اروپايي ځواکونو باندې بدلیدو سره؛ بیا د هغه له منځه تلل او وېش، دوه نړیوالې جګړې، کمونیزم او د دیموکراسۍ غوړیدا په بر کې نیسي.

د پولنډي تاریخ ریښې کولای شو په لرغونو وختونو کې ومومو، کله چې د نننۍ ورځې پولنډ خاوره د بېلابېلو قومونو لکه سیلټیانو، سیټیانو، جرمانیک قبیلو، سارماتیانو، سلاویانو او بالټیانو له خوا اباده وه. خو بیا هم، دا د لویدیځ اسلاو لچیتونه و، د قومي پولنډیانو تر ټولو نږې اجداد چې په منځنیو پېړیو کې د اوسني پولنډ په خاوره کې یې تلپاتې هستوګنې جوړې کړي. لچیتي لویدیځ پولنډیان، هغه قوم چې د نوم معنی یې «په پرانیستو پټیو کې اوسېدونکي خلک» دي، پر دې سیمه باندې حاکمان شول او خپل نوم یې پولنډ ته ورکړ – چې د اروپا به شمال مرکزي دښته کې پروت دی.

لومړنۍ حاکمه سلسله، پیاسټان، له میلاد څخه ۱۰ پېړۍ وروسته رامنځته شول. ډوک میشکو اول د پولنډ د لومړني دولت د جوړونکي په توکه پېژندل کېږي او په ۹۶۶ میلادي کال کې د لویدیځ مسیحیت د منلو له امله په پراخه کچه سره پېژندل شوی دی. د میشکو حاکمیت په رسمي ډول په ۱۰۲۵ کال کې د هغه د زوی بولسلاو لومړي شجاع له خوا چې د خپل حکومت د پوځي پراختیا له امله خورا پېژندل شوی و، د منځنۍ پېړۍ د یوې پاچاهي په توګه بیا ورغول شو. د پیاست تر ټولو بریالی او وروستی پاچا، درېیم ستر کازیمیر و چې په ۱۳۷۰ کال کې له نارینه وارث پرته ومړ، نوموړي د همدې خاورې د اقتصادي او تعالي ودې ریاست پر غاړه درلوده. د Jagiellonian د سلسلې دورې په ۱۴ تر ۱۶ مې پېړۍ پورې له لیتوانیا سره نږدې اړیکې رامنځته کړې، په پولنډ کې کلتوري رنسانس راغی او د خپلې خاورې پراختیا ته یې ادامه ورکړه او همداشان یې په ۱۵۶۹ کال کې د پولنډ-لیتواني د همګټو هېوادونو د پولنیزایشن په جوړیدو سره یې په اروپا کې یو له تر ټولو ستر هېواد خپل اوج ته ورساوه.

دې همګټو هېوادونو وکولای شول چې د هوساینې تر لاسه شوې کچه د جاګیلوني په دوره کې وساتي، په داسې حال کې چې سیاسي نظام یې د یوې بې سارې دیموکراسۍ په توګه په داسې حال کې چې انتخابي سلطنت یې درلود خپل اوج ته ورساوه. سره له دې هم، د اوولسمې پېړۍ له نیمایي را وروسته دا ستر دولت د ورانوونکو جګړو او د خپل سیاسي نظام د زوال له امله له ماتې سره مخ شو. د ۱۸ مې پېړۍ په وروستیو کې مهم کورنی اصلاحات رامنځته شول، لکه د اروپا لومړنی اساسي قانون چې د ۱۷۹۱ کال د مۍ په ۳مه تصویب شو، په داسې حال کې چې ګاونډیو هېوادونو د اصلاحاتو د پرمختګ اجازه نه ورکوله. د همګټو هېوادونو وضعیت په ۱۷۹۵ کال کې هغه مهال پای ته ورسېد کله چې روسیې سترواکۍ په ختیځ کې د پولنډ ځینې سیمې ونیولي، پروشیا په لویدیځ او هابسبورګ په سویل کې. له ۱۷۹۵ تر ۱۹۱۸ کال پورې، هېڅ راز ریښتینی خپلواک پولنډي حکومت شتون نه درلود، که څه هم پیاوړي پولنډي مقاومت کوونکي تحرکونه فعال و. د حاکمیت د تر لاسه کولو یوازینی چانس له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په لاس راغی، دا هغه مهال و چې سترواک ځواکونه د جګړې او انقلاب په لړ کې سخت کمزوري شوي وو.

د پولنډ دویم جمهوریت په ۱۹۱۸ کال کې جوړ او تر ۱۹۳۹ کال پورې د یوه خپلواک دولت په توګه فعال و، تر څو چې نازي جرمني او شوروي اتحاد پر پولنډ برید وکړ او دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. له ۱۹۳۹ تر ۱۹۴۵ کال پورې په میلیونونو پولنډي وګړي که د هر قوم او مذهب و د پلان شوي نسل وژنې له مخې ووژل شول. د پولنډ تبعید شوي حکومت په ټوله جګړه کې فعال و او له متحدینو سره یې هم په ختیځ او هم په لویدیځه جبهه کې مرسته کوله. په ۱۹۴۴ او ۱۹۴۵ کلونو کې د لویدیځ پر خوا د روسانو د پرمختګ نه وروسته، جرمني ځواکونه اړ شول چې له پولنډ څخه ووځي او دا کار د دې لامل وګرځېد تر څو د روسیې په ګټه یو کمونیستي هېواد رامنځته شي چې له ۱۹۵۲ کال راهیسې د پولنډ د خلکو د جمهوریت په نوم مشهور و.

په ۱۹۴۵ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د متفقینو له خوا د ارضي تعدیلاتو په پایله کې، د پولنډ د جغرافیايي ثقل مرکز د لویدیځ ته بدل شو او پولنډي ځمکو په زیاته پیمانه سره خپل تاریخي ګڼ قومیتي ځانګړنه له جګړې څخه مخکې او وروسته دوره کې د نابودۍ او اخراج له امله له لاسه ورکړه. د ۱۹۸۰یمې لسیزې په وروستۍ کې، د پولنډ د اصلاحاتو حرکت سولیډاریټي، په سوله ییزه توګه له یوه پلان شوي اقتصاد او کمونیستي دولت څخه یوه سرمایه داري اقتصادي سیستم او د لیبرال پارلماني دیموکراسۍ دولت ته اوښتو کې د پام وړ رول ولوباوه. دا بهیر د دې لامل شو چې عصري پولنډي حکومت جوړ شي او په دې سره د پولډ درېیم جمهوریت په ۱۹۸۹ کال کې رامنځته شو.

ماقبل تاریخ او لومړنۍ تاریخ

[سمول]

په ماقبل تاریخ او لومړني تاریخ وختونو کې، د څه باندې ۶۰۰۰۰۰ کلونو په دوره کې، د نننۍ ورځې پولنډ خاوره په متناوبه توګه د هومو جنس د غړو له خوا اباده وه. دې هېواد او شاوخوا سیمو یې د ډبرو د عصر، د برونزو د عصر او د اوسپنې د عصر د پراختیا پړاوونه ووهل. ډبریني دورې بیا د خطي سفال کلتور پیل کړ، چې بنسټ اېښودونکي یې له میلاد څخه شاوخوا ۵۵۰۰ کاله وړاندې د ډنوب سیند له سیمې څخه مهاجر شول. دا کلتور د ننني پولنډ په خاوره کې د مېشتو لومړنیو کرهڼیزو ټولنو په رامنځته کېدو سره وپېژندل شو. وروسته، له میلاد څخه وړاندې له ۴۴۰۰ تر ۲۰۰۰ کلونو پورې، بومي وګړو د ډبرو د منځنۍ دورې نه وروسته د ژوند کولو کرهڼیزه لاره زده او هغه ته یې لا پراختیا ورکړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په پولنډ کې د برونزو عصر له میلاد څخه ۲۴۰۰-۲۳۰۰ کلونو وړاندې پیل شو، چېرې چې هلته د اوسپنې عصر بیا له میلاد څخه وروسته په ۷۵۰-۷۰۰ کلونو کې پیل شو. یو له زیاتو کلتورونو څخه چې کشف شوی هغه د لوساټین کلتور دی چې د برونزو او اوسپنې په زمانه کې موجود و او د پام وړ هستوګنیزې سیمې یې جوړې کړي وي. له میلاد څخه ۴۰۰ کاله وړاندې، پولنډ کې د لا ټین کلتور سیلټیان اوسېدل. له هغوی وروسته نوي رامنځته شوی د جرمانیک کلتور هلته غالب شو. جرمن خلک له میلاد څخه ۵۰۰ کاله وروسته د اروپا د تیارې پېړۍ پر مهال له دې سیمې څخه مهاجر شول. په شمال او ختیځ کې په لرګینو سیمو کې بیا بالټان اوسېدل.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ځینو لرغون پېژندنې څېړنو له مخې، سلاویان په ننني پولنډ کې ۱۵۰۰ کاله وړاندې اوسېدل. په هر حال، وروستیو جینیتیکي څېړنو په ډاګه کړه چې هغه کسان کوم چې د پولنډ په اوسنۍ خاوره کې اوسي د هغو خلکو لمسیان هم په کې شته چې په زرګونو کلونو وړاندې دلته اوسېدل کوم چې د ډبرو منځنۍ دورې نه دلته اوسېدل. د لرغون پېژندنې او ژبې پېژندنې د نورو څېړنو له مخې، لومړني اسلاوي خلک په ډېر احتمال سره د پولنډ په ځینو برخو کې موجود و چې په احتمال سره له میلاد نه ۳ پېړۍ وړاندې د پرژورسک او زاروبینټسي له کلتورونو سره اړوند و، که څه هم ممکنه ده چې ځینې اسلاو ډلې له ختیځ څخه راغلي وي. وړاندیز شوی چې پخواني اسلاوي خلک او ژبې ښايي د پولیسیا نه راغلي وي چې په کې د نن ورځې بیلاروس- اوکراین پوله، د روسیې د لویدیځ ځینې سیم ې او د ختیځ پولنډ یوه برخه په کې شاملیږي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د لرغونې پولنډ په خاوره کې لویدیځ سلاویک او لیچیټیک خلک او همداشان پاتې نور اقلیتي طایفې په قومي واحدونو کې منسجم شوي وي، چې بیا وروسته تر ټولو ستر یې د پولیشي قبایلو په نوم وپېژندل شول؛ د زیاتره قبیلو نومونه په هغه لیست کې شته چې د یوه ناپېژانده باورین جغرافیه پوه له خوا په ۹مه پېړۍ کې ترتیب شوی. په ۹مه او ۱۰مه پېړۍ کې، دغو قبایلو ته زمینه برابره شوه تر څو خپلې سیمې د پورتنۍ ویسټولا او د بالټیک سمندر پر څنډه او ستر پولنډ کې خپلې سیمې ابادې کړي. په ستر پولنډ کې وروستی قبیله اې اقدام د دې لامل وګرځېد تر څو په لسمه پېړۍ کې یو سیاسي جوړښت رامنځته شي چې د پولنډ په دولت باندې بدل شو.[۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Jurek & Kizik 2013, p. 40.
  2. Jurek & Kizik 2013, p. 40.
  3. Chauhan 2009, p. 202.
  4. Jurek & Kizik 2013, p. 40.
  5. Jurek & Kizik 2013, p. 40.
  6. Jurek & Kizik 2013, p. 40.
  7. Jurek 2019, p. 93.
  8. Jurek & Kizik 2013, pp. 40–41.
  9. Jurek & Kizik 2013, pp. 40–41.
  10. Jurek & Kizik 2013, pp. 40–41.
  11. Derwich & Żurek 2002, pp. 32–53.
  12. Subbaraman 2012
  13. Attema, Los-Weijns & Pers 2006, pp. 10–28
  14. Jurek & Kizik 2013, p. 41.
  15. Jurek & Kizik 2013, p. 41.
  16. Wierzbowski 2006, p. 180
  17. Szafrański 1987, p. 97
  18. Hensel 1983, p. 97
  19. Derwich & Żurek 2002, pp. 54–75.
  20. Derwich & Żurek 2002, pp. 76–121.