د پولند او اوکراین چګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پولند او اوکراین  جګړه چې د کال ۱۹۱۸ د نومبر څخه یې د ۱۹۱۹ تر جولای پورې دوام وموند د پولند د دویم جمهوریت او اوکرایني قواوو ( د سویلي اوکراین د خلکو جمهوریت او اوکراین د خلکو جمهوریت ) تر منځ جګړه وه. د دې جګړې ریښې په سیمه کې د اوسیدونکو اوکرایني او پولندي وګړو تر منځ نژادي، کلتورې او سیاسي توپېرونو پورې اړونده ځکه پولند او د اوکراین دواړه جمهوریتونه د منحل شوې روسیې او اطریشي سترواکۍ ځای ناستي دولتونه و. جګړه د اطریشي هنګري سترواکي له انحلال وروسته په شرقي ګالیشیا کې پیل شوه او خلم ( چلم) او ولهینیا سمیو ته چې پخوا  یې د روسیې سترواکۍ پورې اړه درلوده وغزېده. پولند تر منازعې لاندې سیمې د ۱۹۱۹ د جولای په میاشت کې بیاځلې اشغال کړې.

سرچینه [سمول]

د دې جګړې سرچینه  د شلمې پېړۍ په پیل کې د ګالیشیا په سیمه کې  پېچلی ملیتي وضعیت و.  د ملي لږکیو په وړاندې د هوس هاپسبرګ  ( دهابسبرګ د مجلس) د نسبي نرمۍ په پایله کې اطریش او هنګري دواړه د پولندې او اوکرایني ملي خوزښتونو لپاره بشپړه مناسبه خاوره وه. د ۱۸۴۸ په انقلاب کې،  اطریشیان په ولایت کې د پولند له خوا د پراخ حاکمیت غوښتنې په اړوند اندېښمن و نو د روتنیایانو له یوه کوچنې  ګروپ  څخه یې ملاتړ وکړ. د شرقي سلاویک خلکو له نوم څخه چې وروسته  یې د اوکراینیانو یا رسینیانو په نامه یاد شول  موخه دا وه چې د یوه متمایزملیت په توګه وپېژندل شي.  [۱][۲]

هغه ښوونځي چې روتنیني ژبه یې تدریسوله تأسیس شول، روتینیني سیاسی ګوندونه جوړ شول او داسې هڅې بیل شوې چې له مخې یې ملي کلتور ته وده ورکړل شي. دا حالت ځينو پولندیانو او له سیاسي پلوه هغو باخبره روتنیانو لپاره دحیرانتیا وړوه چې تر انقلاب پورې په دې باور و چې روتینی وګړي د پولندې ملت برخه ده چې وروسته بیا له سیاسي اړخه تعریف شول نه د نژاد پېژندني د اصطلاحاتو په اساس. د کال ۱۸۹۰ په وروستیو کې او د راتلونکې پېړۍ په پیل کې  د پاپولیستو روتنیایانو استخباراتو د اوکراینیانو نوم غوره کړ تر خپل ملیت تشرېح کړي. هغوی هڅه کوله چې یو ملي کلتور ته وده ورکړي، اوکرایني ژبه معیاري کړي، د اوکرایني کلتور بنسټونو لکه علمي ټولنو، تیاتر، په لوویو کې ملي موزیم څخه ملاتړ وکړي. د شلم قرن له پیل سره ملې بېداري د پراخ روتینیني نفوس مېنځ کې وده وکړه چې ډېری یې کلیوال خلک و. [۳][۴][۵][۶][۷]

د نونسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې ددواړو ملتونو ترمنځ پېښې رامنځ ته شوې. د مثال په توګه پولندۍ ادارې د کال ۱۸۹۷ په پارلماني ټاکنو کې د اوکراینیانومخالفت وکړ. بله منازعه  له کال ۱۹۰۱ تر ۱۹۰۸ پورې د لویو په پوهنتون کې له دې امله پېښ شو چې اوکرایني زده کوونکو د یوه جلا اوکرایني پوهنتون غوښتنه کوله خو پولندي زده کوونکو غوښتل دا خوزښټ وځپي. په کال ۱۹۰۳ کې، اوکرایني اوپولندي په لویو کې جلا جلا کنفرانسونه جوړ کړل، پولندیانو د مې په میاشت کې کنفرانس جوړ کړ او اوکراینیانو د اګست په میاشت کې کنفرانس جوړ کړ. له دې وروسته دواړو ملي خوزښتونو متضادو موخو ته وده ورکړه چې همدا د راتلونکي تقابل لامل شو.    

د ګالیشیا نژادې تشکل د پولندیانو او اوکراینیانو تر منځ د جګړې اساس کېښود. د ګالیشیا اطریشي ولایت کې د روتینيني وایودشپ سیمه هم شامله وه هغه خاوره چې له ۱۴۳۴کال  څخه را په دې خوا د پولند یوه برخه وه او په کال ۱۷۷۲ کې د اطریش له خوا د پولند په لومړۍ جلا کېدنه کې ونیول شوه. په دې  خاوره کې  د پولند لپاره د  کراکو د پلزمېنې په ګډون تاریخي اهمیت لرونکې سیمه هم شامله وه او اکثره وګړي یې پولندیان و، خو شرقي ګالیشیا کې د ګالیشیا وولینیا مرکزي تاریخې سیمه پرته وه چې اکثره وګړي یې اوکراینیان و. په شرقي ګالیشیا کې ۶۵٪ اوکرایني وګړي اوسېدل خو د پولندیانو د نفوس سلنه یواځې ۲۲ سلنه وه. [۸][۹]

د ۴۴ اطریشي شرقي ګالیشیا اداري واحدونو له ډلې، د لویولوی ښار د ولایت پلازمېنه و هغه یو ښار وه چې پولندیانو په کې ډیر نفوس درلود. په کال ۱۹۱۰۰ کې په لویو کې د پولندیانو وګړي ۶۰٪ و او ۱۷٪ اوکراینیان و. پولندیانو د لویو ښار د پولند له کلتوري مرکزونو څخه یو مرکز پاله او په دې ښار  یې کنترول نه درلودل نا ممکن نه باله.   [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مذهبي او نژادي تفرقو تر ټولنیزو طبقه بندۍ بورې اړونده وې. په ګالیشیا کې ټولنیزه طبقه پولندي اشراف زاده ګان یا د رس اصالت لرونکې خلک و چې پخوا پولندي شوي و خو د ولایت به شرق کې روتینیایان ( اوکراینیان ) د کلیوالو خلکو اکثریت جوړاوه. پولندیانو او یهودیانو د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې د صنعتي او سوداکریزپرمختګ مسؤلیت ب غاړه درلوده.  [۱۴][۱۵][۱۶]

د نولسمې پېړۍ په لړ کې او د د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، محلي اوکراینیانو کوښښ وکړ چې اطریشیان وهڅوي چې ګالیشیا په دوو سویلي ( پولندي) او شرقی ( یوکرایني) برخو ووېشي. خو دا هڅې د هغو محلي پولندیانو له مقاومت سره مخامخ او خنثی شوې چې د لویو او شرقي ګالیشیا د کنترول له لاسه ورکولو څخه په وېره کې و. اطریشیانو بلاخره په اصولو کې د ګالیشیا د ولایت په وېش موافقه وکړه. د کال ۱۹۱۶ د اکتوبر په میاشت کې سترواک لومړي کارل وعده وکړه چې د جګړې تر پایه به وروسته همداسې وکړي.   [۱۷]

پیل[سمول]

د اطریش ارچدوک ویهلم چې اوکراینی تابعیت یې ترلاسه کړی او ځان یې اوکرایيتۍ وطنپال باله د مداخلې له امله، د کال ۱۹۱۸ د اکتوبر په میاشت کې دوه کنډکونه چې له اوکراینیانو جوړ و، په لمبرګ ( اوسني لویو) کې مېشت شول. دا چې اطریشي هنګری حکومت  د کال ۱۹۱۸ د اکتوبر په ۱۸ ړنګ شوی و، د اکراین ملي شورا رادا د اطریشي پارلمان اوکرایني غړیو، سیمه ایزو ګالیشیايي او بوکونیاني شوراګانو او اوکرایني سیاسي ګوندونو رهبرانو جوړه شوه. دې شورا خپل عظم اعلان کړ چې غواړي د شرقي اوکراین ځمکې په یوه واحد دولت کې سره متحده کړي. دا چې پولندیانو د لیویو  او شرقي ګالیشیا د نیولو لپاره خپل ګامونه پورته کول، د سیچ رایفلمن څخه کپتان دیمیترو ویتوسکي د یوه پرېکنده اقدام به ترڅ کې د ځوانو اوکرایني افسرانو مشري په غاړه واخیسته او د  اکتوبر په ۳۱ / نومبر په ۱ د شپې په مهال  اوکرایني نظامي واحدونو چې ۱۴۰۰ عسکراو ۶۰ صاحب منصبان په کې شامل و د لیویو کنترول تر لاسه کړ. لیویو د  کال ۱۹۱۸ د نومبر په ۱۳ د سویلي اوکراین د خلکو جمهوریت  د مرکز په توګه اعلان شو. [۱۸][۱۹]

د جمهوریت اعلان پولندي نژادي وګړي او اداره په حیرانتیا کې واچول.  نوي اوکرایني جمهوریت  په سویل کې له کارپاتیان څخه د نویساز تر ښاره ، ولهنیا ،کارپاتیان، روتينیا  او بوکووینا په ګډون شرقي ګالیشیا د سلطې ادعا وکړه . (هنګري او رومانیا هم په تر تیب سره ددوه وروستیو خاورو ادعا درلوده). که څه هم د سویلي اوکراین د خلکو د جمهوریت وګړي اوکرانیان و، ډېریو ښاري سیمو پولندي لږکي در لودل. په لویو کې اوکرایني اوسیدونکو د مرکز په توګه د لویو له اعلان څخه په شوق سره ملاتړ وکړ. دښار مهمو یهودي لږکیو د اکراین اعلان قبول کړ او یا بې طرفه پاتې شول، په داسې حال کې چې د ښار اکثریت پولندي وګړو له دې امله ټکان خوړلی و چې ځانونه یې د واکراین له خوا په یوه اعلان شوي دولت کې ليدل. دا چې د سویلي اوکراین جمهوریت په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی نه و او د پولند سرحدات لا تراوسه تعریف شوي نه و نو تر منازعي لاندې ځمکو د مالکیت موضوع د نظامي کنترول تر پوښتنې اړونده شوه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. C. M. Hann, P. R. Magocsi, Galicia: A Multicultured Land, 2005, University of Toronto Press, p. 14
  2. Roman Szporluk. "The Making of Modern Ukraine: The Western Dimension" Archived 2011-03-25 at the Wayback Machine.. Harvard Ukrainian Studies XXV (1/2) 2001. pp. 64–65
  3. C. M. Hann, P. R. Magocsi, Galicia: A Multicultured Land, 2005, University of Toronto Press, p. 14
  4. H. V. Kas'ianov, A Laboratory of Transnational History: Ukraine and Recent Ukrainian Historiography, Central European University Press, 2009 , p. 199
  5. Roman Szporluk. "The Making of Modern Ukraine: The Western Dimension" Archived 2011-03-25 at the Wayback Machine.. Harvard Ukrainian Studies XXV (1/2) 2001. pp. 64–65
  6. P. R. Magocsi. A History of Ukraine: The Land and Its People. University of Toronto Press. 2010. p. 471.
  7. S. Conrad. Globalisation and the Nation in Imperial Germany. Cambridge University Press, 2010, p. 200.
  8. Timothy Snyder. (2003). The Reconstruction of Nations. New Haven: Yale University Press, p. 123
  9. Magosci, R. (1996). A History of Ukraine. Toronto: University of Toronto Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Eberhardt 2012، ص. 20.
  11. Wendland, Anna Veronika (2003). "Post-Austrian Lemberg: War Commemoration, Interethnic Relations, and Urban Identity in L'viv, 1918-1939". Austrian History Yearbook. 34: 88, 90. ISSN 1558-5255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. November Uprising in Lviv, 1918 Archived August 14, 2015, at the Wayback Machine.
  13. Timothy Snyder, 2003, p. 134
  14. P. R. Magocsi. A History of Ukraine: The Land and Its People. University of Toronto Press. 2010. p. 419.
  15. R. Bideleux, I. Jeffries. A History of Eastern Europe: Crisis and Change. Taylor & Francis. 2007. p. 182.
  16. P. R. Magocsi, 1996, p. 429.
  17. Magosci, R. (1996). A History of Ukraine. Toronto: University of Toronto Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Timothy Snyder (2008). Red Prince: The Secret Lives of a Habsburg Archduke. New York: Basic Books, p. 117
  19. THE UKRAINIAN-POLISH WAR 1918-1919 Archived 2019-05-27 at the Wayback Machine. by Nicholas Litvin. Dissertation for Doctor of History, National Library of Ukraine
  20. Magocsi, 1996, p. 518
  21. I. Livezeanu. Cultural Politics in Greater Romania: Regionalism, Nation Building, and Ethnic Struggle, 1918–1930. Cornell University Press. 2000. p. 56
  22. Orest Subtelny, Ukraine: A History, pp. 367–368, University of Toronto Press, 2000, کينډۍ:ISBN
  23. Orest Subtelny, Ukraine: A History, pp. 367–368, University of Toronto Press, 2000, کينډۍ:ISBN
  24. A. Chojnowski. "Ukrainian-Polish War in Galicia Archived 2012-10-12 at the Wayback Machine., 1918–19." Encyclopedia of Ukraine. Vol. 5 1993.