د پوسټ استعمار یا تر استعمار وروسته ادبیات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پوسټ  استعمار یا تر استعمار وروسته ادبیات د پخوانیو مستعمرو هیوادونو د خلکو له خوا رامنځته شوي ادبیات دي. له جنوبي قطب نه پرته په نورو ټولو براعظمونو کې شتون لري. د پوسټ استعمار ادبیات ډېری د یو هیواد تر استعمار لاندې راتلو ستونزې او پایلې په ګوته کوي، په ځانګړې توګه د پخوانیو تر لاس لاندې خلکو سیاسي او کلتوري خپلواکۍ او د توکم پالنې او استعمار په ګډون موضوعاتو پورې اړوند پوښتنې څېړي. د دې موضوع په شاوخوا کې د ادبي تیورۍ لړۍ هم وده کړې. دا برخه د دوامدارۍ او ننګونې په برخه کې او همداشان هغه څه چې د پوسټ استعمار منتقد اډوارډ سید د کلتوري امپریالیزم په هکله ویلي و د ادبیاتو رول یا ونډه په ګوته کوي. [۱][۲]

د کډوالۍ یا مهاجرت ادبیات او د پوسټ استعمار ادبیات د پام وړ ورته والی په ډاګه کوي. په هرحال، ټول مهاجرتونه په یوه استعماري چاپېریال کې نه ترسره کېږي، او د پوسټ استعمار ټول ادبیات هم مهاجرت سره معامله نه کوي. د اوسني بحث یوه پوښتنه دا ده چې پوسټ استعمار تیورۍ په کومه کچه په غیر استعماري چاپېریالونو کې د مهاجرت ادبیاتو په هکله خبرې کوي.

اصطلاحات[سمول]

په «پوسټ استعمار یا تر استعمار وروسته» کې د «پوسټ یا وروسته» مختاړي اهمیت د پوهانو او تاریخ پوهانو ترمنځ د اختلاف موضوع ده. د استعمار وروسته یا پوسټ استعمار په مطالعاتو کې، د استعمار د پیل او پای د نېټې په هکله یوه متحده اجماع شتون نه لري (د ډیری پوهانو په ګډون چې ادعا کوي چې داسې نه دي پېښ شوي). په هرحال، ډیری پوهان په دې موافق دي چې د «پوسټ استعمار یا تر استعمار وروسته» اصطلاح د استعمار له پای ته رسیدو وروسته «دوره» په ګوته کوي. دا بحث د استعمار د تاریخ تر اغېز لاندې دی، چې په عمومي توګه په څو لویو پړاوونو ویشل شوی دی. په امریکا کې د اروپا استعمار په ۱۵ پیړۍ کې پیل او تر ۱۹ پیړۍ پورې یې دوام وکړ، په داسې حال کې چې د افریقا او اسیا استعمار په ۱۹ پیړۍ کې خپل اوج ته ورسېد. د شلمې پیړۍ په پیل کې، د غیر اروپایی سیمو لویه برخه د اروپا تر استعمار لاندې وه؛ تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته هم کله چې د استعمار ضد حرکتونه په افریقا، اسیا او امریکا کې د استثمار لامل وګرځېدل، دوام درلود.[۳][۴][۵][۶]

«پوسټ-استعمار» یا «پوسټ استعمار»؟[سمول]

په دې برخه کې اجماع دا ده چې «پوسټ-استعمار» د (اتصال له کرښې سره) د هغې دورې په معنا ده چې په تاریخي لحاظ  تر استعمار «وروسته» راځي. له بلې خوا «پوسټ استعمار یا تر استعمار وروسته» په بېلابېلو زمانو او جغرافیایي سیمو کې د استعمار دوامداره اغیزې څرګندوي. په داسې حال کې چې د اتصال کرښه دا معنی لري چې تاریخ  له استعمار مخکې او وروسته د تشخیص وړ مرحلو کې څرګندېږي، د اتصال کرښې حذفول یو مقایسه يي چوکاټ رامنځته کوي چې له دې کبله د استعماري اغیزو پر وړاندې د سیمه ییز مقاومت ډولونه درک کېږي. د اتصال کرښې په ګټه استدلال داسې وړاندیز کوي چې د «پوسټ استعمار» اصطلاح د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د استعماري تاریخونو ترمنځ توپیرونه راکموي او استعماري ټولنې سره یوشان کوي. د هغو انتقادي لیکنو ټولګه چې په دې بحثونو کې برخه اخلي د پوسټ استعمار تیورۍ بلل کیږي.[۷][۸]

انتقادي کړنلارې[سمول]

د پوسټ استعمار کیسه لیکونکي له دودیزو استعماري خبرو اترو، یا یې د اصلاح کولو او یا هم د تخریبولو له لارې، یا دواړو سره کار لري. د پوسټ استعمار ادبي تیورۍ استعمار او پوسټ استعمار یا تر استعمار وروسته ادبيات، او په ځانګړي توګه د استعمارګر او استعمار شوي تر منځ پر ټولنیز بحث باندې تمرکز کوي او هغه چې ادب یې رامنځته کړی دی بیا څېړي. د (۱۹۷۸) په ختیځ پېژندنې کې، اډوارډ سید د Honoré de Balzac، Charles Baudelaire، او Lautréamont (Isidore-Lucien Ducasse) داستانونه تحلیل کړل، دا یې وڅیړل چې څه ډول یې د اروپا پر توکمیز غوره والي او ټولنیزو عقیدو اغېزې ښندلي دي. هغه د پوسټ استعمار د څانګې چې د استعماري خبرو اترو تحلیل په نوم یادېږي مخکښ و.[۹][۱۰][۱۱]

د استعماري خبرو اترو یو بل مهم تیوریسټ هومي کی بابا (په ۱۹۴۹ کې زیږیدلی) دی چې د هاروارډ پوهنتون پروفیسور دی. هغه ددې برخې یو شمیر نوي لغتونه یا نیوولوګیزمونه او کلیدي مفاهیم رامنځته کړي، لکه ترکیب یا یوځای والی، درېیم ځای، تقلید، توپیر او ابهام. د لویدیځ پېژندل شوي اثار لکه د شکسپیر سخت توفان، د شارلټ برونټ جین ایی، د جین اسټن مینسفیلډ پارک، د روډیارډ کیپلینګ کیم، او د جوزف کانراډ د تیاره زړه چې د استعماري خبرو اترو د تحلیل موخې دي.[۱۲][۱۳][۱۴]

ملتپالنه[سمول]

له یوه ملت سره د پیژندلو یا هویت احساس، یا ملتپالنه، د استعمار ضد حرکتونو ته وده ورکړه چې د استعماري واکمنۍ نه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په لټه کې وو. ژبه او ادب د استعمار د اغېزو پر وړاندې د مقاومت او د ملي هویت د احساس د پیاوړتیا عوامل وو. د چاپ ماشین په راتګ سره، ورځپاڼو او مجلو له خلکو سره مرسته وکړه چې د جغرافیایي خنډونو په شتون کې هم له یوې ګډې ملي ټولنې سره وپیژني. د ملت دا مفکوره د یوې یو شان خیالي ټولنې په توګه چې د جغرافیایي خنډونو په شتون کې د ژبې له لارې سره تړلې وه، د عصري ملت لپاره یوه نمونه یا بېلګه شوه. له استعمار نه وروسته ادبیاتو نه یوازې دا چې د استعمار ضد مبارزې کې د ملي هویت په ټینګولو کې مرسته کړې، بلکې د اروپايي استعمار د ملتپالنې شجره یې هم نقد کړه. د بېلګې په توګه، لکه څنګه چې د سلمان رشدي په ناولونو کې ښودل شوي، چې د اروپايي موډلونو پر بنسټ او د حاشیو ته شویو غږونو په حذفولو سره یو شان ملت جوړ شوی دی. هغوئ له مذهبي یا توکمیزو اشرافو نه جوړ شوي وو چې د ټول ملت په استازیتوب یې خبرې کولې، او اقلیت ډلې به یې غلې یا چوپ کولې. [۱۵][۱۶][۱۷]

ختیځه اسیا[سمول]

کوریا[سمول]

د Chunghee Sara Soh د هوسا میرمنو په نوم کتاب: د جنسي تاوتریخوالي او په کوریا او جاپان کې د پوسټ استعمار په هکله، د دویمې نړیوالې جګړې او د جاپاني اردو د ستواکۍ په بهیر کې د «هوسا میرمنو» په نوم کتاب د جبري جنسي غلامۍ د عمل په هکله رڼا واچوله.

سویل او سویل ختیځه اسیا[سمول]

فلیپین[سمول]

د فیلیپین په ادبیاتو کې د ماقبل التاریخ افسانې، او د فیلیپین استعماري میراث شامل دي. په حقیقت کې له هسپانیې دمخه د فیلیپین ادبیات هغه افسانې وې چې د شفاهي دود له لارې له یوه نسل نه بل نسل ته لیږدول شوې وې. په هرحال، شتمنې کورنۍ، په ځانګړې توګه په منداناو کې په وتوانېدې چې د دې افسانو لیکل شوې نسخې د کورني میراث په توګه وساتي. ددې افسانو له ډلې د Darangen افسانه، Lanao جهيل Maranaos افسانه ده. ډیری افسانې د هسپانوي دورې په بهیر کې پیژندل شوي.

ډېری د پام وړ د فیلیپیني ادبیات په هسپانیوي دورې کې او د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې په هسپانیوي ژبې لیکل شوي. د فیلیپین ادبیات په هسپانیوي، انګلیسي، یا د فیلیپین په ځایي ژبو لیکل شوې دي. د نامتو لیکوالانو په ډلې کې F. Sionil José، Jose Dalisay، Jr.، N. V. M. Gonzalez او Nick Joaquin شامل دي.

سینګاپور[سمول]

باني هیکس (۱۹۶۸- ۱۹۹۷) د سنګاپور یوراسیايي موډله او لیکواله وه. کله چې د یوې موډلې په توګه یې شهرت ترلاسه کړ، هغې د سنګاپور د پوسټ استعمار ادبیاتو په برخې کې د مرستې او د هغې په اثارو کې د بشر دوستۍ د فلسفې د پېژندلو لپاره ډېر شهرت ترلاسه کړ. د هغې لومړی کتاب، بخښنه غواړم، ایا تاسو یو موډل یاست؟، د سنګاپور په ادبي او کلتوري تاریخ کې د پام وړ پړاو په توګه پیژندل شوی. [۱۸]

هند[سمول]

یو له کلیدي موضوعاتو نه د هند د بېلابېلو ژبو د ادبي تولید پر وړاندې په انګلیسي ژبې کې د هندي لیکلو (IWE) لوړوالی / ټیټوالی دی. په دې برخې کې کلیدي قطبي مفکورې سطحي/اصلي، تقلیدي/تخلیقي، کم عمقه یا سرسري/ ژور، انتقادي/ غیر انتقادي، اشرافي/ سیمه ییز او داسې نورې شاملې دي.

د سلمان رشدي او امیت چاوهدري نظرونه چې په ترتیب سره د دوی په کتابونو «د هندي لیکنو پخوانی کتاب» او «د هند د عصري ادبیاتو پیکاډور کتاب» کې څرګند شوي دي، دا جګړه اړینه بولي.

سرچينې[سمول]

  1. Raja, Masood. "What is Postcolonial Studies?". Postcolonial Space. Masood Raja. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hart او Goldie 1993، ص. 155.
  3. Gunning, Dave (2013). Postcolonial Literature. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0748639380. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mullaney, Julie (2010). Postcolonial Literatures in Context. Continuum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Quayson, Ato, المحرر (2012). The Cambridge History of Postcolonial Literature, Vol 1. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 6, 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Nayar, Pramod (2009). Postcolonial Literature - An Introduction. India: Pearson India. د کتاب پاڼي xiii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-317-1373-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ashcroft, Bill (2013). Postcolonial studies: the key concepts. Griffiths, Gareth, 1943-, Tiffin, Helen., Ashcroft, Bill, 1946- (الطبعة Third). London. OCLC 824119565. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415661904. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ashcroft, Bill; Griffiths, Gareth; Tiffin, Helen (2006). The post-colonial studies reader. Ashcroft, Bill, 1946-, Griffiths, Gareth, 1943-, Tiffin, Helen (الطبعة Second). London. OCLC 60323144. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415345644. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ashcroft, Bill (2002). The empire writes back: theory and practice in post-colonial literatures. Griffiths, Gareth, 1943-, Tiffin, Helen. (الطبعة 2nd). London: Routledge. OCLC 130987358. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0203426081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Loomba, Ania (2005). Colonialism/Postcolonialism, 2nd ed. Routledge. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415350648. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Mullaney, Julie (2010). Postcolonial Literatures in Context. Continuum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Huddart, David. "Homi K. Bhabha", Routledge Critical Thinkers, 2006
  13. Ashcroft, Bill (2002). The empire writes back: theory and practice in post-colonial literatures. Griffiths, Gareth, 1943-, Tiffin, Helen. (الطبعة 2nd). London: Routledge. OCLC 130987358. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0203426081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Loomba, Ania (2005). Colonialism/Postcolonialism, 2nd edition. Routledge. د کتاب پاڼي 183–186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415350648. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Chakrabarty, Dipesh (Winter 1992). "Postcoloniality and the Artifice of History: Who Speaks for "Indian" Pasts?" (PDF). Representations. 37 (37): 1–26. doi:10.1525/rep.1992.37.1.99p0090f. JSTOR 2928652. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Loomba, Ania (2005). Colonialism/Postcolonialism, 2nd ed. Routledge. د کتاب پاڼي 156–157. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Anderson, Benedict R. O'G (2016-09-13). Imagined communities: reflections on the origin and spread of nationalism (الطبعة Revised). London. OCLC 932385849. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1784786755. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ismail S. Talib (September 2000). "Singapore" (PDF). Journal of Commonwealth Literature. 3 (35): 105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)