د پوستکي د رنګ پر بنسټ توپيري چلند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پوستکی د رنګ پر اساس تبعيضي چلند چې د رنګ پالنې يا شيډوايزم په نوم هم پېژندل کېږی، د تعصب ( توپيري چلند) يو ډول دی چې تر مخې يې له هغو خلکو سره بدل چلند کېږي، څوک چې ځانګړي قومي يا توکمي ورته والي لري، دا چلند د هغو ټولنيزو مفاهيمو بر بنسټ کېږي چې د بدن د پوستکې له رنګ سره تړاو لري.[۱]

په امريکا او اروپا کې د څېړنو پر مهال داسې پراخ شواهد تر لاسه شوي چې، په جرمي عدالت، سوداګرۍ، اقتصاد، هستوګنې، روغتياپالنې، رسنيو او سياست کې د پوستکي د رنګ پر بنسټ توپيري چلند رامنځته شوی دی. د رنګ پالنې په اصطلاح کې د پوستکې هر رنګ شامل دی، خو د رنګ پر اساس توپيري چلند له هغو خلکو سره شوی، چې له سرغړوونکي څخه زيات تور رنګ لري. هغه انسانان چې د پوستکي رنګ يې تور دی، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له توپيري چلند سره زيات مخامخ دي. د دې لپاره چې له کم تعصب او توکميز تروريزم سره مخامخ شي، ځينې خلک په خپل مخ سپينوونکي کريم وهي. د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکوي چې قصداً د سيماب لرونکې مالګې ګډول (چې د ملانين د توليد مخه نيسي) او د هايدروکوکينون کيمياوي مواد او په پرله پسې ډول د دې زيان لرونکو توکو په اړه له شته قوانينو څخه د جوړوونکو او برابروونکو تېښته د عامو خلکو روغتيا ته سخت زيان رسوي. کلوبتازول پروپيونات د اندېښنې وړ يو بل ډول مواد دی. [۲][۳][۴]

په ټوله نړې کې[سمول]

د څېړنو د پايلو ګڼو ارزونو موندلې  ده چې د شمالي امريکا او اروپا د مزدورانو په بازارونو کې د مزدورانو د ګومارلو پر مهال قومي او توکميز توپيري چلند شوی دی. په ۲۰۱۶ ز کال کې د دري څلويښت بېلا بېلو څېړنو په تر سره کولو سره د ۷۳۸ لیکنيزو ازموينو د پايلو ارزونه، چې د ۱۹۹۰ز او ۲۰۱۵ ز کلونو تر منځ د OECD په هېوادونو کې شوې وې ، وښودله چې په شمالي امریکا او اروپا کې د مزدورانو د ټاکنې  پر مهال په پراخه کچه توکميز توپيري چلند شوی دی. د لږه کيو نوماندان بايد تر هغه پنځوس سلنه زياتې عرض پاڼې واستوي، څومره چې اکثريت استوي، تر څو لږه  کي د مرکې لپاره راوغوښتل شي. په متحده ايالاتو کې وروستیو څېړنو ښودلې چې ډېر ځله د رنګ په اړوند د افريقاي الاصله امریکايي ټولنيزه –اقتصادي او د روغتيا په برخه کې نابرابري د سپين پوستکو او افريقايي الاصل امريکاي تر منځ له نابرابرۍ سره يا خو برابره وي، يا له هغې څخه هم زیاته وي. [۵][۶][۷][۸][۹]

اسيا[سمول]

په ختيځه، سويلي او سویل ختيځه اسيا کې سپين پوستکي ته ترجيح ورکول کېږي، په ځانګړي ډول د چين، سويلي کوريا، تايوان، هانګ کانګن، ويتنام، هندوستان، پاکستان، بنګله ديش، فلپين، اندونيزيا، تايلينډ او جاپان په څېر هېوادونو کې.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د پوستکي د رنګ د سپېنېدو تاریخ لرغونو زمانو ته رسېږي. په لرغونو لړيو کې، په هغه چاپېريال کې چېرته چې لمر تېز و او د انسان بدن سپېن پاتې کېده، د دې مطلب شتمني او قدرمني وه، ځکه دې خلکو کولای شول، هغه مهال په کور کې و اوسېږي، کله چې بايد مزدور بهر کار وکړي، په  لرغونې اسيايي کلتور کې همدا راز سپين پوستکي ته د ښځو د ښکلا په سترګه کتل کېدل. د Gojoseon له زمانې څخه «شين» ته ورته سپين پوستکي ته په کوريا کې د غوره پوستکي په توګه کتل کېږي. د جاپان د ايډو پړاو راهيسې لیدل شوي دي چې ښځو به خپل مخونه د خپلې اخلاقي دندې په توګه د وريژو په پوډرو سپينول. چينايي مېرمنو د شیدو په څېر سپين رنګ ته ارزښت ورکاوه او په دې برخه کې به يې ميده شوي ملغلرې تېرولې. په هانګ کانګ، ماليزيا، فلپين او سويلي کوريا کې د تر سره شوې ټولپوښتنې پر بنسټ معلومه شوې ده چې، په هرو لسو مېرمنو کې څلور يې له سپينوونکو کرېمو ګټه پورته کوي. په ډېرو اسيايي کلتورونو کې رنګ پالنه کوچنيانو ته د افسانو په توګه ورزده کېږي، لکه چې د ګريم خيالي کېسو کې د سپين پوستکي د شهزادګۍ يا پېغلې يادونه کېږي. د اسيايي افسانو اتلان په ځانګړي ډول عادلان وي چې زهد، خلوص او ښه والی انځوروي. روښانه رنګ، له ښځینه ښکلا، توکميزې برترۍ او ځواک سره برابر دی او پر واده، دنده، حيثيت او عايد باندې ژور اغېز لري. [۱۴][۱۵]

نړيواله شوې ختيځه اسيا کې اوس هم دا توپيري چلند شته، خو د لویدیځې غوره کړای شوې ښکلا او رسنيو تر اغېز لاندې دي، کوم چې سپينوالی له نوې او ښاري شتمنۍ او بريا سره تړي.[۱۶]

چين او جاپان[سمول]

هيروشي واګاتسوما په Daedalus کې ليکي چې:  جاپاني دودونو له اوږدې مودې راهيسې د پوستکي رنګ له نورو فزيکي ځانګړتياوو سره تړلی دی، کوم چې د معنوي پاکوالي يا اصليت د درجې څرګندونه کوي. [۱۷]

دا پوهاند د يوه لرغوني جاپاني متل يادونه کوي: «سپين پوستکی اووه نېمګړتياوې جبرانوي». په ځانګړي ډول د يوې مېرمنې سپين پوستکی نورو خلکو ته اجازه ورکوي چې د هغې په نورو مهمو بدني ځانګړتياوو سترګې پټې کړي. د پوستکي رنګ اوس هم په زړه راښکنې، ټولنيز اقتصادي حيثيت او وړتياوو کې اغېز لري. [۱۷]

په لويدیځه څنډه کې خلکو له اوږدې مودې راهيسې ختيځ اسيايان، په ځاګړي ډول چينايان او جاپانيان ژېړ بولي، خو جاپانيان او چينيان ډېر کم وخت خپل پوستکی په دې ډول تشرېح کوي. جاپانيانو په عمومي توګه د شيرو-يعنې سپين- لفظ کارولی دی، تر څو په ټولنه کې د پوستکې زيات روښانه سيوری وښيي. له ۷۱۰ ز څخه تر ۷۹۳ ز کال پورې د جاپان د نارا پړاو درباري مېرمنو، په خپل مخ سپينوونکي پورډر وهل او غمبوري به یې سره ګلابي کول.  له ۷۹۴ ز څخه تر ۱۱۸۶ز کال پورې ډېرو غوښنو ښځو ته په انځورګرۍ او لیکنو کې د سپين پوستو په توګه اشاره شوې ده، د بېلګې په ډول: په ادبي لیکنو کې د ليډي مورساکي له خوا لیکل شوی د ګينجي داستان (د ۱۰۰۰-۱۰۱۲ز کې لیکل شوې) د پام وړ دی.[۱۷]

ماليزيا[سمول]

د يوې ټولپوښتنې په پايله کې دا معلومه شوې چې په څلورو کې درې ماليزيايي نران فکر کوي، که چېرې د دوی مېرمنو روښانه پوستکی درلود، زياتې په زړه پورې به وې.[۱۸]

د ماليزيا په څېر په ځينو سويلي اسيايي هېوادونو کې، عامه غوره ښکلا «اروپايي-اسيايي بڼه» ده چې، په سيمه ييزه کچه په ماليزيا کې د «پان-اسيايي بڼې» په نوم پېژندل کېږي، د ښکلا همدا غوره والی، له سپين پوستکي څخه راپورته شوی دی چې اروپايي اسيايي، په عمومي توګه غوره بولي چې په طبيعي ډول همدا بڼه ولري. د اعلانونو په تختو او تلويزيونونو د پان-اسيايي څېرو په پراخه کچه ښودل، په هېواد کې يوه جنجالي موضوع ده. دا موضوع هغه مهال لا پسې خپره شوې وه، کله چې په ۲۰۰۹ ز کال کې يوه ماليزيايي سياسي مشر زين الدين مايدين د پان-اسيايي څېرو د ښودلو د کمولو غوښتنه وکړه او ادعا يې وکړه چې، دې څېرو د اعلانونو په تختو او تلويزیون واکمنې پيدا کړی، هغه وړانديز وکړ چې د دې پر ځای دې ملايي، چينايي او هندي څېرې په سيمه ييزو تلويزيونونو وښودل شي. سره له دې چې دا موضوع د هغو ماليزيايانو لپاره د کړکېچ لامل ګرځېدلې، څوک چې ګډ اسيايان (مالايان، چينايان يا هنديان) او د هغو لپاره چې اروپايي الاصله دي، څوک چې د سپين پوستکي په څېر ځانګړتيا لري. په صنعت کې ځينو پوهانو ويلي چې، د پان-اسيايي څېرو کارول، د دې لپاره دي چې د ماليزيايي توکميز تنوع څرګندونه وکړي. شونې ده چې د ګډې بڼې له امله، مختلف توکميز نفوس ته د يو توليد د ترويج لپاره وکارول شي، چې په ۱۹۹۳ ز کال کې د اطلاعاتو وزير هم دا وړانديز کړی و. [۱۹][۲۰][۲۱]

هندوستان[سمول]

په هندوستان کې د رنګ پالنې ښوونه د ملت له مفهوم څخه روښانه ده. د هند پرنيمه لويه وچه د مغولو، شمالي او اروپايي استعماري حکومتونو د اوسني سپين رنګ او ځواک د واکمني تر منځ پر اړيکو اغېز کړی. ګڼې مطالعې دې پايلې ته رسېدلي دي چې، په هند کې د سپین رنګ غوره والی، په تاريخي لحاظ هم د هند د ډلو له نظام او هم د ايراني، مغولي او اروپايي ځواکونو له حکومت سره تړلی دی. د هندويزم اغېز هم بايد په نظر کې ونيول شي. د هندوانو ټولنيزې لړۍ په دې ټينګار کړی، هغه څوک چې په لوړې طبقې پورې اړه لري، زیاتره یې د پوستکي سپين رنګ لري او د هغو په پرتله چې د ټيټې طبقې اړوند وي. په همدې بنسټ، دوی په ټولنه کې په ګټور ډول ځای پر ځای شوي دي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Jones, Trina (2001). "Shades of Brown: The Law of Skin Color". Duke Law Journal. 49 (1487). doi:10.2139/ssrn.233850. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite report
  3. Backhaus, Anne; Okunmwendia, Ella (2020-06-16). "Skin Bleaching in Ghana: "When You Are Light-Skinned, You Earn More"". Global Societies. Spiegel International. Der Spiegel. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gbetoh, Mètogbé Honoré; Amyot, Marc (October 2016). "Mercury, hydroquinone and clobetasol propionate in skin lightening products in West Africa and Canada". Environmental Research. 150: 403–410. Bibcode:2016ER....150..403G. doi:10.1016/j.envres.2016.06.030. hdl:1866/19006. ISSN 0013-9351. OCLC 1137329629. PMID 27372064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rich, Judith (November 2014). "What Do Field Experiments of Discrimination in Markets Tell Us? A Meta Analysis of Studies Conducted Since 2000". IZA Discussion Paper No. 8584. SSRN = 2517887 2517887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Zschirnt, Eva; Ruedin, Didier (2016-05-27). "Ethnic discrimination in hiring decisions: a meta-analysis of correspondence tests 1990–2015" (PDF). Journal of Ethnic and Migration Studies. 42 (7): 1115–1134. doi:10.1080/1369183X.2015.1133279. hdl:10419/142176. S2CID 10261744. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. P. A. Riach; J. Rich (November 2002). "Field Experiments of Discrimination in the Market Place" (PDF). The Economic Journal. 112 (483): F480–F518. doi:10.1111/1468-0297.00080. S2CID 19024888. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Monk, Ellis P. (2015-09-01). "The Cost of Color: Skin Color, Discrimination, and Health among African-Americans". American Journal of Sociology. 121 (2): 396–444. doi:10.1086/682162. PMID 26594713. S2CID 10357627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Monk, Ellis P. (2014-06-01). "Skin Tone Stratification among Black Americans, 2001–2003". Social Forces. 92 (4): 1313–1337. doi:10.1093/sf/sou007. S2CID 145107271. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2002-05-15 باندې). Skin Deep: Dying to be White. CNN
  11. P.H., Li, Eric; Jeong, Min, Hyun; W., Belk, Russell (2008-01-01). "Skin Lightening and Beauty in Four Asian Cultures". NA - Advances in Consumer Research. 35. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  12. "In the dark: what is behind India's obsession with skin whitening?". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Purnell, Newley (2013-10-31). "Images Spark Racism Debate in Thailand". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Skin whitening big business in Asia". Public Radio International. 30 March 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Verma, Harsh (2011). "Skin 'fairness'-Culturally Embedded Meaning and Branding Implications". Global Business Review. 12 (2): 193–211. doi:10.1177/097215091101200202. S2CID 145725139. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Adrian, Bonnie (2003). Framing the Bride: Globalizing Beauty and Romance in Taiwan's Bridal Industry. University of California Press. د کتاب پاڼي 147–179. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-23833-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ Wagatsuma, Hiroshi (1967). "The Social Perception of Skin Color in Japan". Daedalus. 96 (2): 407–443. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 2002-05-15 باندې). Skin Deep: Dying to be White. CNN
  19. "Miss Universe Malaysia pageant contestants 'look too western'". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Malaysian ads move triggers industry row". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kemper, Steven (1 May 2001). Buying and Believing: Sri Lankan Advertising and Consumers in a Transnational World. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 153. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226430409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Shankar, Ravi (2007). "Fair Skin in South Asia: an obsession?". Journal of Pakistan Association of Dermatologists. 17: 100–104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Mishra, Neha. "India and Colorism: The Finer Nuances". Washington University Global Studies Law Review. 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Thappa (2014). "Skin color matters in India". Pigment International. 1: 2. doi:10.4103/2349-5847.135419. S2CID 178991050. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jayawardene, Sureshi (December 2016). "Racialized Casteism: Exposing the Relationship Between Race, Caste, and Colorism Through the Experiences of Africana People in India and Sri Lanka". Journal of African-American Studies. 20 (3/4): 323–345. doi:10.1007/s12111-016-9333-5. JSTOR 44508183. S2CID 152002116. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Savita Malik, The Domination of Fair Skin: Skin Whitening, Indian Women and Public Health, San Francisco State University Department of Health Education (2007).