Jump to content

د پنځګر ویناوې (حمد سورت)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

د پنځګر ویناوې (د حمد سورت لنډ او په زړه پورې تفسیر)

[سمول]

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ

[سمول]

د لوراند او لورین الله په نامه

تل او په هر ځای کې، چارې مهم وګړي پیلوي. د بېلګې په توګه: د یوې مهمې ودانۍ بنسټ ډبره د هماغې سیمې یو ستر شخصیت ږدي. د کارخانې په پرانستو کې پټۍ یې یو مهم او اوچت شخصیت پرې کوي. په جګړه کې د یرغل حکم د ستر مشر له خوا ورکول کېږي؛ نو موږ مسلمانانو ته به غوره دا وي، چې خپلې چارې د الله په نامه پیل کړو، چې پوهه، ځواک او مینه یې تر هر چا غوره ده.

د قرآن لومړی آیت په (( بسم الله)) پیلېږي. نورو پېغمبرانو هم خپلې چارې په (( بسم الله)) سره کولې. د خوړو ، سفر، ویدېدو، موټر کې سپرېدو په پیل کې د(( بسم الله)) ویلو سپارښتنه شوې ده.

(( بسم الله)) له الله سره د آشنایۍ، پناه وروړو او له هغه د مرستې غوښتو نښه ده.

همداچې انسان وايي : (( د لوراند او لورین الله په نامه))؛ یعنې خدایه! پر تا ایمان لرم، درسره مینه لرم، له تا مرسته غواړم او په نامه دې خپلو چارو ته الهي رنګ ورکوم.

الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

[سمول]

ستاېنه يوازې نړۍ پال الله ته ده.

((رب)) هغه چا ته ویل کېږي، چې هم د یوه څیز څښتن وي او هم یې په وده او روزنه کې ونډه لري. الله هم د هر څه څښتن دی او هم هر څه ته وده ورکوي. ((الْحَمْدُ للّهِ)) د مننو غوره ډول دی.

انسان د ښېګڼو پر وړاندې مننه کوي او الله د ټولو ښېګڼو سرچینه ده.

هو! که له یوه زده کړیال نه د ښه سبق لوستو په پار مننه کوو؛ نو باید د هغه سبق له سرچینې، چې ښووند یې دی، هم مننه وکړو.

الله د هر څه لپاره د ودې او روزنې ځانګړې لار ټاکلې؛

د هندواڼې زڼي ته وده ورکوي، چې هندواڼه شي.

د شاتو موچۍ ته یې ورزده کړي، چې پر کوم څیز کېني او څنګه شات جوړ کړي. د موچۍ په بدن کې درې ډوله کارخانې دي؛ د شاتو جوړولو کارخانه، د زهرو جوړولو کارخانه او د موم جوړولو کارخانه، موچۍ ته یې د ځالې جوړولو هنر هم ورزده کړی دی.

نور چې یو څه جوړ کړي؛ نو پرېږدي یې او ځي ترې. د بېلګې په توګه: هغه چې غالۍ اوبدي او یا یوه ودانۍ جوړوي، خپل جوړ کړي نورو ته ورکوي او په خپله په بلې غالۍ او ودانۍ پسې ځي؛ خو الله چې هر څه پنځولي، د یوې شېبې لپاره یې هم یوازې نه دي پرېښي او غافل ترې نه دی.

قرآن وايي : (('وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ [1]'=او موږ هېڅکله له خپلو مخلوقاتو غافل نه وو. ))

الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ

[سمول]

(هغه الله چې ) لوراند او لورين دى.

ددې دوو کلیمو جرړه د خدای لورنه او رحمت دی. الله ((رحمان=لوراند)) او ((رحیم=لورین)) دی.

د الله د لورنې څو بېلګو ته اشاره کوو:

پنځون یې لورنه ده.

روزي ورکول یې لورنه ده.

روزنه یې لورنه ده.

د الله له لوري د ګناهونو بښنه یې لورنه ده.

همداچې ښو کارونو ته لاس ثوابونه او بد کار ته یوه سزا ورکوي، لورنه یې ده.

الله د موروپلار په زړه کې د اولاد مینه اچولې ده.

الله انسان ته عقل، پوهه او حافظه ورکړې ده.

الله انسان ته سترګې، غوږونه او ماغزه ورکړي دي.

د لمر ځلا، د بوټو زرغوني او د څارویو رام د هغه له لوري دي.

زموږ پوهه، ځواک او ژوند د هغه په لاس کې دی.

الله چې دومره لوراند دی؛ نو غوره ده، چې ستاینه یې وکړو. مینه ورسره وکړو، په لمانځه او دعا ورسره خبرې وکړو، خبره یې ومنو او سروغړونه ترې و نه کړو.

مَـالِكِ يَوْمِ الدِّينِ

[سمول]

( هغه الله چې ) د جزا د ورځې مالك (او واكمن) دى .

که څه الله په هر ځای کې د هر څه مالک دی؛ خو د قیامت پر ورځ انسان ښه پوهېږي، چې الله مالک دی. انسان تل تذکیرې او پېژندپاڼې ته اړمن دی؛ خو په عادي حالت کې دا اړتیا نه درک کوي؛ خو له هېواده د بهر تلو او یا راستنېدو پر مهال، په ښوونځي کې نوم لیکنې پر مهال، په پوهنتون کې د نوم لیکنې پر مهال، له بانک نه د پيسو اخستو پر مهال او دې په ورته چارو کې انسان تذکیرې او پېژندپاڼې ته اړتیا پیدا کوي او په دې وخت کې یې تر هر وخته ډېره اړتیا ننګېري.

په قیامت کې هم چې شتمني، کورنۍ، علم، مقام او دوستان د انسان لپاره څه نشي کولای؛ نو انسان په خپل ټول وجود سره پوهېږي، چې بې له الله بل هېڅوک هم واک او ځواک نه لري او پر هغه ورځ پوهېږي، چې مالک او څښتن یوازې الله دی. (مَـالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)

الله هم زموږ پنځګر او هم پالونکی دی او هم یې ډول ډول رحمتونه رالېږلي او هم مو په قیامت کې یوازې له هغه سره سروکار دی.

نو یوازې الله لمانځو او مرسته ترې غواړو.

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

[سمول]

(پالونكيه!) يوازې تا لمانځوو او يوازې له تا مرسته غواړو.

هر څوک په یو چا پورې تړاو لري، ورسره مینه کوي، مرسته ترې غواړي، غږ پرې کوي او خپلې ستونزې ورته وايي. انسان هم په لمانځه کې لومړی وايي : خدایه! ته خورا لوراند او لورین یې .(بسم الله الرحمن الرحیم)

بیا وايي: ته مو پالونکی یې (رب العالمین)

راتلونکې او قیامت ستا په واک کې دی (مالک یوم الدین)

نو موږ یوازې ستا بندګي کوو او یوازې له تا مرسته غواړو (ایاک نعبدو و ایاک نستعین)

یا الله! ((غیرالله)) یا یې څه له لاسه نه کېږي، یا نه ګټه رارسولای شي او نه تاوان.

یا مو غږ نه اوري.

یا مو له اړتیاووخبر نه دي.

یا راسره مینه نه لري، چې مرسته مو وکړي.

یا لږه مرسته کوي.

یا د یوې شېبې لپاره مرسته کوي.

یا یې د مرستې په پار منت راږدي.

یا مو د خپلې مرستې په پار مریېنې او ذلت ته راکاږي.

نو ای الله! د ((غیرالله)) پرځای یوازې ستا بندګۍ ته غاړه ږدو (ایاک نعبد) او یوازې له تا مرسته غواړو. (ایاک نستعین)

اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ

[سمول]

موږ ته سمه لار راوښيه ؛

انسان د جماداتو په شان راکد کېدای نشي. انسان اند لري، خبرې کوي، خواړه خوري، ملګري ټاکي، کتاب لولي، دنده ټاکي؛ نو ټول انسانان باید په اند، خبرو او کړنو کې یوه لار غوره کړي. انسانان په لار ټاکنه کې تېروځي او پښېمانېږي. انسانان باید پر داسې لار روان شي، چې سمه وي او کږه نه وي او سمه لار هماغه نېغه لار ده، چې د (اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ) په غونډله کې یې له الله غواړو، چې موږ هغې نېغې لارې ته ورسیخ کړه؛ هغه لار چې د دنیا او آخرت نېکمرغي پکې وي؛ هغه لار چې پېغمبران او د الله غوره بندګان پرې تللي دي، هغه لار چې کږلېچونه، پېچومي، تېروتنې او پښېمانۍ پکې نه وي.

صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ

[سمول]

د هغو لار چې لورنه دې پرې کړې،نه (د هغو لار) چې غوسه شوى پرې يې او نه د بېلارې شويو لار !

شونې ده، هر څوک خپله لار، اند او کار سم او پرحقه وګڼي؛ خو له الله غواړو،چې زموږ لار د پېغمبرانو، صالحانو، شهداوو او رښتینو لار وګرځوي. هو! شته داسې کسان، چې الله ډول ډول نعمتونه ورکړي؛ خو ناشکره او ورکلاري شو او یوه ډله یې په همدې نړۍ د الله پر قهر او عذاب اخته شوي دي.

موږ له خپل الله دوه څیزونه غواړو:

یو داچې نېغې لارې ته مو ورسیخ کړي، د هغو کسانو لار، چې نعمت یې ورکړی دی.

دویم داچې موږ د الله نعمتونه، په خپله ناشکرۍ، ګناه او کږلارۍ د خدای پر قهر بدل نه کړو.

هو! د الله نعمت یو ډول خیر دی او سمه ګټنه ترې بل څیز دی؛ د بېلګې په توګه: پوهه او لیکنه د الله نعمت دی؛ خو کولای شو د الله له دې نعمتونو ناوړګټنه وکړو او د مینې د لیک پر ځای پرې کنځا ولیکو.

حمد سورت ته تر یوې ځلغنده کتنې روسته، اوس یو بل آیت څېړو:

له نورو سره زموږ نېکي لاملېږي، چې الله مو نعمتونه راډېر کړي[2]. البته که د الله نعمتونه نورو ته ور ایثار کړو؛ نو هم به مو د نعمتونو شکر پر ځای کړی وي او هم به یې د تلپاتنې لامل شوي یو؛ لکه څنګه چې الله وايي:

((وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ [3]=او لكه الله چې درسره ښېګڼه كړې ده، ته هم ښېګڼې كوه.))

هو! له نورو ښېګڼه کول، الهي حکم دی، چې کول یې ستر ثوابونه لري.

له نورو سره نېکي کول، د انسانانو ستونزې هواروي او د ټولنې د وګړیو ترمنځ برابري او روري رامنځ ته کوي.

له نورو سره نېکي کول لاملېږي، چې که کومه ورځ موږ په ستونزو کې یو؛ نو هغه به راسره مرسته کوي، چې نېکي مو ورسره کړې ده. له نورو سره نېکي کول، له خدایه د مننې یو ډول دی.

له نورو سره نېکي کول، هر ډول مینه، چوپړ، ملاتړ او مرسته رانغاړي.


[1] . مؤمنون/۱۷ آیت.

[2][2][2] . که په مېلمستیا کې یې له  مېوو ډک لوخی راووړ، که موږ یوازې په خپله مېوه راواخلو؛ نو لوخی به له موږ لرې او د نورو په مخ کې به یې کېږدي؛ خو که مېوه یې موږ ته راوړه او یوه مېوه ترې هغه ته ورکړو، چې ښي اړخ ته مو ناست دی او یوه مېوه ترې هغه ته ورکړو، چې کیڼ لوري ته مو ناست دی؛ نو تر هغه چې موږ په خپله نورو مېلمنو ته مېوه ورکوو؛ نو کوربه به د مېوو لوخی زموږ په مخ کې ایښی وي؛ نو همداسې، تر هغه چې موږ د خدای له بندګانو سره نېکۍ کوو؛ نو د الله د نېکیو لوری به موږ یو او پر موږ به خپلې نېکۍ رالوروي. قرآن کریم وايي : ((إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ اسراء/ اووم آیت = که نېکي وکړئ، له ځان سره به مو کړې وي.))

[3] . قصص/ ۷۷ آیت.