Jump to content

د پنجشیر عملیات (د افغان – شوروي جګړه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پنجشیر عملیات (په روسي: Панджшерские операции) د ۱۹۸۰ زکال څخه تر ۱۹۸۵ زکال پورې د شوروي ځواکونو او د احمدشاه مسعود تر قوماندې لاندې د افغان مجاهدینو ترمنځ د جګړو لړی ته ویل کېږي. د دغو عملیاتو موخه د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د افغان شوروي جګړې په ترڅ کې د افغانستان د ستراتیژیکې پنجشېر درې د کنټرول ترلاسه کول و.

د تر سره شوو نهو عملیاتو په ترڅ کې د شوروي اتحاد د ځواکونو بریدونه لامل وګرځېدل چې په منظمه بڼه مجاهدین له دغې درې څخه وباسي، خو د شوروي ځواکونو له وتلو څخه به ډېر ژر وروسته دوی بېرته درې ته دننه شول.

یو ستراتیژیک هدف

[سمول]

د پنجشیر دره د کابل شمال لوري ته په ۷۰ کیلومترۍ فاصله کې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د سالنګ لارې ته څېرمه موقعیت لري، د سالنګ لاره کابل د افغانستان له شمالي ولایتونو او له هغه ځایه له ازبکستان سره نښلوي چې هغه مهال د شوروي اتحاد برخه و. د ۱۹۷۹ زکال په جون میاشت کې د احمدشاه مسعود په مشرۍ پاڅون لامل وګرځېد چې ټول دولتي ځواکونه له دغې درې ووزي او دره د چریکي جنګیالیو په یوه مرکز واوړي. له دغه ځایه د مجاهدینو ډلو د شوروي په هغو کاروانونو مکرر بریدونه کول چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد د څلوېښتم پوځ لپاره تدارکات برابرول. د سالنګ لاره په یوه خطرناکه سیمه بدله شوې وه او هغه شوروي موټر چلونکي چې په بریالیتوب سره به له دغې لارې تېرېدل جوایز به ورکول کېدل. د شوروي ځواکونو په تدارکاتي سیسټم باندې فشار لامل وګرځېد چې شوروي قوماندانان اړ شي یاغیان له دغې درې وشړي. [۱]

مسعود یوازې د بریتانیا د استخباراتی ادارې یا MI6 ملاتړ له ځان سره درلود په دې سره هغه کولای شول اطلاعات د مخابرې پر مټ ترلاسه او هغه تر خپلو قوماندانانو وروسوي څو د شوروي د هر ډول برید څخه له وړاندې خبر وي. د بریتانیا د استخباراتي ارتباطاتو قومانداني چې مرکزي دفتر یې په چلتنهام ښار کې و په دوامداره بڼه یې د شوروي د جګړه ییزو پلانونو اړوندې اړیکې اورېدې او له ژباړې وروسته به یې له افغانانو سره شریکولې. MI6 به هر کال دوه استخباراتي افسران او همدارنګه نور روزونکي له مسعود او د هغه له جنګیالیو سره د کار کولو په موخه لېږل. MI6 همدارنګه مرسته کوله چې د شوروي اتحاد تخریب شوې چورلکې د مجاهدینو د ګټنې په موخه ترمیم کړي. [۲][۳]

مهالوېش

[سمول]

پنجشېر I- III

[سمول]

په پنجشیر کې د شوروي اتحاد لومړني عملیات د ۱۹۸۰ زکال په اپرېل میاشت کې ترسره شول چې افغانستان ته د شوروي د پوځونو له راتګ څلور میاشتې وروسته و. په دغو عملیاتو کې د شوروي ځواکونو دریو پیاده او ځمکنیو ډلګیو ونډه لرله چې څلورمه ډلګۍ یې د تورن لئونید خاباروف تر قوماندې لاندې د هوايي بریدونو د ګارد ۵۶م ټولی و؛ همدارنګه ۱۰۰۰ تنو افغان امنیتي ځواکونو هم د شوروي ځواکونو ملتیا کوله. د دغو عملیاتو عمومي قوماندان جنرال پچوی و. [۴]

د شوروي استخباراتي سرچینو پر بنسټ په دغه عملیاتو کې د مجاهدینو شمېر ۱۰۰۰ تنه و خو افغان سرچینو بیا ۲۰۰ تنه ښود. هغوی د درې پر لور مخکې تګ درلود او له یوې نښتې وروسته یې بازارک ونیو. خاباروف په دغه جګړه کې په مټ باندې د لګېدو له امله ټپي شو. په دغو څلور ورځنیو عملیاتو کې شوروي ادعا وکړه چې یاغیانو ته یې پریمانه تلفات اړولي، خو د ندای جهاد په نامه د مجاهدینو اخبار د مړو شمېره څلورتنه اعلان کړه. [۵]

په لومړنیو عملیاتو کې د افغان ځواکونو یو مرکز په روخه کې جوړ شو، خو ډېر ژر د مجاهدینو له خوا کلابند کړای شو او د هغوی له خوا له دوامداره تلفاتو او ځورونې سره مخ شول. د اګست په ۲۸مه د پنجشیر یو (I) په نامه عملیات د افغان او شوروي ځواکونو له خوا ترسره شول. داځل له جنګي چورلکو څخه کار واخیستل شو؛ مجاهدینو په جبهه یې ډول د هغوی سره جګړه وه نه کړه، خو د لارې په اوږدو کې یې شوروي او افغان ځواکونو ته کمینونه ونیول. دغه عملیاتو ۲۱ ورځې دوام وکړ. مجاهدینو د خپلو تلفاتو شمېر ۲۵ تنه مړي وښود او ادعا یې وکړه چې له مخالف لوري څخه یې ۵۰۰ تنو ته تلفات اړولي او څو چورلکو ته یې هم سقوط ورکړی دی.[۶][۷]

په پنجشیر دره کې د ۱۹۸۰ زکال وروستي عملیات د ډسمبر په ۱۲مه نېټه پیل شول. دره د شدیدو هوايي بریدونو لاندې ونیول شوه چې له امله یې ۱۰۰ ملکي وګړي او ۱۵ مجاهدین ووژل شول. د روخې کلی بالاخره د ډسمبر په ۲۷مه له مجاهدینو پاک کړای شو او دوه ورځې وروسته عملیات پای ته ورسېدل؛ له دې سره بیا هم د دغې درې ډېره برخه د یاغیانو په واک کې پاتې شوه. [۷][۸]

پنجشیر IV – د ۱۹۸۱ زکال د سپټمبر ۶ مه

[سمول]

دغه مهال مسعود له شوروي سره د څرګندې مبارزې په موخه کافي کسان راغونډ کړي و. د دغو عملیاتو پر مهال شوروي اتحاد د واټ ته څېرمه ماینونو پر مټ د خپلو وسایطو د له منځه تلو څخه د مخنیوي په موخه خپل ماین ویستونکي واحدونه ولېږل څو لار د اصلي ځواکونو پر مخ پرانیزي. دغه تاکتیک شوروي اتحاد ته ډېر ستونزمن و، ځواکونو یې د ۱۰۰ تنو تلفاتو په لرلو سره په دغه دره کې یوازې ۲۵ کیلومتره مخکې تګ درلود. [۹]

پنجشیر V – د ۱۹۸۲ زکال د مۍ ۱۶مه

[سمول]

په ۱۹۸۲ زکال کې مسعود د خپلو ځواکونو شمېر ۳۰۰۰ تنو ته رسولی و، همدارنګه له ګاونډیو سیمو څخه مجاهدینو هم کولای شو د هغه مرستې ته راودانګي. دوی په لوړو څوکو او تنګو لارو ته په نږدې کې د سنګرونو په جوړولو سره د درې دفاعي وړتیا لا زیاته کړه. همدارنګه په غرونو کې له شته غارونو څخه یې د ډیپوګانو او پټن ځایونو په توګه ګټنه کوله. [۱۰]

د دغه پړاو لومړني لوی عملیات د ۱۲۰۰۰ افغان او شوروي سرتېرو له خوا چې قومانداني یې جنرال نورات تر- ګریګوریانتس کوله ترسره شول. دوی له ځانه سره ۳۲۰ زرهي وسایط، ۱۵۵ توپونه او ۱۰۴ چورلکې او ۲۶ بم غورځونکې الوتکې لرلې. د دغو عملیاتو پلان په پټه توګه د څلوېښتم پوځ د ډېر کم شېر افسرانو له خوا برابر شوی و چې د مجاهدینو د غافل کولو په موخه یې داسې ښووله چې د دوی پلان په غوربند درې باندې دی. د دغه پلان واقعي موخه د افغان ځواکونو چارواکو ته هم وښودل شوه چې د هغوی په ډله کې د مجاهدینو ملاتړي هم و، همدا و چې پلان مجاهدینو ته افشا شو. [۱۱][۱۲]

اصلي برید د مۍ د ۱۶مې نېټې په شپه د شدیدې بمبارۍ او د توپونو له ویشتو وروسته پیل شو. په داسې حال کې چې د زرهي موټرو ډلګۍ درې ته په غځېدلې لار کې د مجاهدینو په پټن ځایونو بریدونه کول د هغوی هوايي ځواک د مجاهدینو د اصلي دفاعي مراکزو پر لور وړاندې ولاړ. په ټولیزه توګه ۴۲۰۰ تنه سرتېري له پاکستان سره تر پولې پورې د مجاهدینو د ستراتیژکو برخو د نیولو په موخه درې ته ولېږدول شول څو د هغوی تدارکاتي لارې قطع کړي. په یو شمېر برخو کې جګړه شدیده وه: هغه مهال چې د شوروي یوه پراشوټي ډلګۍ د روخې په ختیځ کې راکښته شوه په چتکۍ سره د مجاهدینو له خوا کلابنده شوه او پام وړ ځاني زیان یې ورته واوړه. دغه کلابند سرتېري د جګړن آشف په رهبرۍ د زرهي موټرو د یوه ټولي په رسېدو له محاصرې وویستل شول چې په ډېرې سختۍ سره د مجاهدینو له دفاعي مراکزو راتېر شوی و او په دې سره یې روخه ونیوله. د دغو چارو له امله آشف ته د شوروي اتحاد د اتل لقب ورکړل شو. [۱۳][۱۴]

پنجشیر VI – اګست – سپټمبر ۱۹۸۲ زکال

[سمول]

شپږم عملیات یو لړ هغه له منځه وړونکي عملیات و چې د زرهي وسایطو د واحدونو او سپتسناز هوايي واحدونو له خوا په پنجشیر کې د دوی له اډو څخه د مجاهدینو د پټن ځایونو د له منځه وړو په موخه پیل شول. په دغه عملیاتو کې هغه کلي کلک بمبارد شول چې شک پرې شتون درلود چې یاغیانو ته ځای ورکوي. په بمبارد کې Tu-16 الوتکو هم برخه لرله چې د شوروي اتحاد څخه یې الوتنې کولې. هوايي ځواک د لټون او له منځه وړو عملیات ترسره کول او د مسعود یو شمېر ګرځنده واحدونه یې محاصره او له منځه یووړل. له دې سره د مجاهدینو تلفات کم و او د دغو عملیاتو ډېر زیان ملکي وګړو وزغمه؛ همدا و چې ډېری وګړو له درې څخه تېښته غوره وبلله. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

پنجشیر VII – د ۱۹۸۴ زکال د اپرېل له ۱۹ مې نېټې څخه تر سپټمبر میاشتې

[سمول]

د ۱۹۸۴ زکال په فبروري میاشت کې کنسټانټین چرنینکو د یوري آندروپوف پر ځای د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند عمومي منشي شو. په داسې حال کې چې آندروپوف د اوربند ملاتړی و خو د بریژنف شاګرد، چرنینکو بیا باوري و چې چریکي جنګیالي باید د پوځي اقدام پر مټ له منځه یووړل شي، هغه نظر چې نوموړي د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت له ولسمشر ببرک کارمل سره هم شریک کړ. له همدې امله نوي عملیات طراحي شول چې د کارمل په خبره باید قاطع او بې رحمانه وي او له امله یې د مجاهدینو ټول مرکزونه له منځه ولاړ شي او هلته استوګن ټول کسان ووژل شي. دا تر نن ورځې پورې په دغه سیمه کې تر ټولو لوی عملیات دي. [۱۹][۲۰]

ورته مهال یو شمېر هغو شورویانو چې د آندروپوف پلویان و او له دغې پالیسۍ سره یې مخالفت درلود مسعود ته یې د دغه برید اړوند خبرداری ورکړ. د دغې مخکنۍ خبرتیا او همدارنګه په افغان دولت کې د اجنټانو په مرسته هغه د شوروي د نقشو څخه بشپړ انځور درلود او کولای یې شو ورسره مقابله وکړي. د ملکي وګړو له تلفاتو څخه د مخنیوي په موخه د پنجشېر ۳۰ زره استوګن کسان (چې له جګړې وړاندې دغه شمېره ۱۰۰ زره تنه وه) خوندي ځایونو ته ولېږدول شول. یوازې برید کوونکې ډلې پاتې شوې څو د شوروي د مخکې تګ مخه ونیسي. ټول سړکونه، کلي او د چورلکو د ناستې ځایونه په ماینونو فرش شوي و. دغه ټول چمتووالي په پټه سره ترسره شول او یو نمایشي حرکت یې په عنابه کې د شورویانو یوې پوستې ته څېرمه ترسره کړ څو هغوی ته چل ورکړي چې ګویا دوی د یو عادي چمتوالي په حالت کې دي. [۲۱][۲۲]

په دغو عملیاتو کې ۱۱ زره شوروي سرتېرو او ۲۶۰۰ افغان سرتېرو د شوروي مارشال سرګی سوکولوف تر قوماندې لاندې ونډه لرله چې د ۲۰۰ الوتکو او ۱۹۰ چورلکو له خوا یې ملاتړ کېده. د اپرېل په ۲۲مه د Tu-16، Tu-22M، Su-24 الوتکو پر مټ له دوه ورځو بمبار وروسته دوی په چټکۍ سره په دغه دره کې مخکې تګ وکړ. [۲۳][۲۴]

دغه عملیات د شوروي اتحاد لپاره تر یوې کچې بریالي و – یو شمېر هغه بنسټیز دفاعي جوړښتونه چې د ۱۹۸۲ زکال څخه تر ۱۹۸۳ زکال پورې د اوربند پر مهال جوړ شوي ونړول شول. ببرک کارمل هم د یوه تبلیغاتي اقدام په توګه پنجشیر ته ولاړ چې د یوې مودې لپاره خوندي سیمه ګرځېدلې وه. له دې سره ډېر ژر مالومه شوه چې د مسعود ډیری ځواکونه له عملیاتو وړاندې تښتېدلي و او کولای شي له خپلو ځورونکو تکتیکونو څخه بیا کار واخلي. [۲۵]

پنجشیر VIII – سپټمبر ۱۹۸۴ زکال

[سمول]

اتم برید د اووم برید دوام و چې تر ډېره په کې هوايي ځواک ونډه لرله.

پنجشیر IX – د ۱۹۸۵ زکال د جون ۱۶مه

[سمول]

نهم برید په پیشغور کې د افغانستان د دولتي ځواکونو د اډې د له منځه وړو په غبرګون کې وشو چې د دغه برید پر مهال د مسعود ګرځنده ډلو ۵۰۰ تنه دولتي سرتېري ونیول چې ۱۲۶ تنه یې افسران و او د افغان پوځ یو ډګروال یې هم وواژه. بندیان یې غرونو ته له ځانه سره بوتلل چې بیا یې وروسته ادعا وکړه چې هغوی د شورويانو په هوايي بمبار کې وژل شوي، هغه ادعا چې لا هم مشکوکه پاتې ده. [۲۶][۲۷][۲۸]

له عملیاتو وروسته

[سمول]

په ۱۹۸۶ زکال کې میخایل ګورباچوف اعلان وکړ چې هوډ لري له افغانستان څخه د شوروي ځواکونه وباسي. له دغه مهال راوروسته شورویان د پنجشیر له اړخه د احتمالي تلفاتو د اوښتو څخه اندېښمن و او له همدې امله یې ضمني اوربند رعایت کړ: د شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا له دلیل پرته ډزې منع شوې او مجاهدینو هم له خپلو سنګرونو څخه د شوروي ځواکونو په اډو له بریدونو ډډه وکړه. له دې سره چې د ډاکټر نجیب الله حکومت هڅه وکړه چې شورویان له جګړې څخه نور وباسي او اوضاع هم نسبتا ارامه شوې وه؛ مسعود له فرصت څخه په ګټنې خپلو «ستراتیژیکو بریدونو» ته مخه کړه او د بغلان او تخار ولایتونو ډیری برخې یې ونیولې. د پنجشیر په لاندنۍ برخه کې ځای پر ځای وروستي شوروي او افغان ځواکونه بالاخره د ۱۹۸۸ زکال په جون میاشت کې له دغې درې ووتل. [۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Turbiville, Graham. "Ambush! The Road War in Afghanistan". Foreign Military Studies Office Publications. خوندي شوی له the original on 2015-03-28. بياځلي په 2007-06-08.
  2. Coles 2018, pp. 48–49
  3. Dorril, Stephen (2002). MI6: Inside the Covert World of Her Majesty's Secret Intelligence Service. Simon and Schuster. p. 752. ISBN 9780743217781.
  4. Lyakhovskiy, Aleksandr. "Ахмад Шах (Russian)". artofwar.ru. بياځلي په 2007-03-23.
  5. Braithwaite 2011، م. 219.
  6. Urban 1990، م. 70.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Barry 2002، م. 183-184.
  8. Barry 2002، م. 184.
  9. Davies او Shariat 2004، م. 168.
  10. Tanner 2002، م. 251.
  11. Lyakhovskiy, Aleksandr. "Ахмад Шах (Russian)". artofwar.ru. بياځلي په 2007-03-23.
  12. Russian General Staff، Grau او Gress 2002، م. 75.
  13. Lyakhovskiy, Aleksandr. "Ахмад Шах (Russian)". artofwar.ru. بياځلي په 2007-03-23.
  14. Roy 1990، م. 192.
  15. Baumann, Robert. "Compound War Case Study: The Soviets in Afghanistan". globalsecurity.org. بياځلي په 2007-03-25.
  16. Davies او Shariat 2004، م. 197.
  17. Davies او Shariat 2004، م. 186.
  18. Roy 1990، م. 175.
  19. Lyakhovskiy, Aleksandr. "Ахмад Шах (Russian)". artofwar.ru. بياځلي په 2007-03-23.
  20. Tanner 2002، م. 257.
  21. Davies او Shariat 2004، م. 213.
  22. Roy 1990، م. 201.
  23. Markovsky, Victor. "Афганистан : применение дальней авиации(In Russian)". combatavia.info/. بياځلي په 2007-04-28.
  24. Urban 1990، م. 147.
  25. Roy 1990، م. 200.
  26. Barry 2002، م. 229.
  27. Barry 2002، م. 228.
  28. Tanner 2002، م. 264.
  29. Lyakhovskiy, Aleksandr. "Ахмад Шах (Russian)". artofwar.ru. بياځلي په 2007-03-23.