د پلاستیک بیا کارونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پلاستیک بیاکارونه یا د پلاستیک ریسایکل کول په توکو باندې د بېکاره پلاستیکونو د اړولو بهیر ته ویل کېږي. دغه چاره کولای شي د خځلیو )کثافاتو) خښولو ته اړوندتیا راکمه کړي، د منابعو په خوندیتوب کې مرسته وکړي او چاپېریال له پلاستیکي ککړتیا او د ګلخانه یي ګازونو له خپراوي وساتي. د پلاستیک د بیا کارونې کچه د المونیم، شیشې او کاغذ د بیا کارونې له کچې څخه لږ ده. تر ۲۰۱۵ زکال پورې نړۍ ۶.۳ بیلیونه ټنه پلاستیکي خځلۍ تولید کړې وې چې له دغې کچې څخه یوازې ۹٪ یې ریسایکل او یا هم بېرته کارول شوې وه او شاوخوا ۱٪ نوره یې له یوځل څخه زیاته بیا کارول شوې وه. سربېره پر دې د دغې کچې ۱۲٪ برخه سوزول شوې او پاتې نوره ۷۹٪ هم د خځلیو د خښولو په ځای کې خښه او یا هم د سمندر په ګډون په چاپېریال کې پاتې وه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

نږدې ټول هغه پلاستیکونه چې په چاپېریال کې تیت کېږي له منځه نه ځي او یا هم بېرته نه ریسایکل کېږي چې دا بیا زیان اړوي. د بېلګې په توګه له ۲۰۱۵ زکال وروسته هر کال نږدې ۸ میلیونه ټنه بېکاره پلاستیکونه سمندرونو ته درومي چې دا بیا ایکوسیسټم ته زیان اړوي او همدارنګه سمندري ککړتیا رامنځته کوي. آن د بیا کارونې یا ریسایکل په لوړ کیفیت لرونکو بهیرونو کې دغه چاره د جلاتوب او پاکوالي پر مهال د پام وړ کچې پلاستیکي ضایعاتو لامل ګرځي ځکه چې په پریمانه کچه مایکروپلاستیکونه په فاضلابو کې ګډېږي او یا هم د ګرد په بڼه په هوا کې خپرېږي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ریسایکل کولو یا بیا کارونې ډېری بهیرونه میخانیکي بڼه لري: ویلي کېږي او بیا په پلاستیک یا نورو موادو اړول کېږي. دغه چاره په مولیکولي کچه د هغو د پولیمیرونو د تخریب پر مټ ترسره کېږي او اړتیا ده چې بېکاره پلاستیکونه د رنګ او د هغو د پولیمیر د ډول له مخې وړاندې له دې چې ریسایکل شي طبقه بندي شي له همدې امله دغه چاره ډېره پېچلې او لګښتمنه ده. تېروتنې په کې کېدای شي د متناقضو ځانګړنو لرونکو توکو د تولید لامل وګرځي چې دغه صنعت غیرجذاب کوي. د ریسایکل په لومړۍ مرحله کې بېکاره پلاستیکونه د هغو په لومړنیو کیمیاوي موادو اړول کېږي او بیا له هغې وروسته په تازه پلاستیکونو اوړي. دغه چاره پریمانه انرژۍ او سرمایې ته اړتیا لري. بل پلو پلاستیکونه کېدلای شي د فوسیلي سون توکو پر ځای د انرژۍ په هغو تولیدي تاسیساتو کې وسوزول شي چې د خځلیو (کثافاتو) پرمټ چلول کېږي او یا هم په عضوي بڼه (بایوکیمیاوي) د صنعت لپاره په نورو ګټمنو کیمیاوي موادو واړول شي. په یو شمېر هغو هېوادونو کې چې د خځلیو له خښولو څخه مخه نیونکې پالیسۍ شتون لري د پلاستیکي خځلیو د له منځه وړو غالب ډول سوزول دي.[۱۲]

د پلاستیکونو د بیا کارونې چارې د خځلیو د مدیریت په ټیټه برخه کې ځای لري. دغې چارې ته د ۱۹۷۰مې لسیزې له لومړیو را وروسته کار شوی، خو د اقتصادي او فني ستونزو له امله یې د ۱۹۸۰مې لسیزې تر وروستیو پورې د پلاستیکي خځلیو په کمښت کې کوم پام وړ اغېز نه درلود. د پلاستیک پر صنعت باندې د هغو د ریسایکل کولو د چارو د پراختیا لپاره د لابي کولو له امله نیوکې شتون لري، په داسې حال کې چې څېړنې هم ښيي، ډیری پلاستیکونه له اقتصادي پلوه بیا کارول کېدوني نه دي. [۱۳][۱۴][۱۵]

تاریخچه[سمول]

له دې سره چې پلاستیک له شلمې پېړۍ وروسته کشف شو، خو په لوړ مقیاس د دویمې نړیوالې جګړې تر مهاله تولید نه شو. په پراشوټونو کې نیلون د ورېښمو ځای ونیو، په داسې حال کې چې پلي (پریسپیکس) هم په الوتکو کې د شیشو غوره ځای نیونکی و او د هغو په پرتله یې ډېر لږ وزن درلود. له جګړې وروسته د دغو توکو تولید سوداګریزه بڼه ومونده. د پلاستیکو عصر د ۱۹۵۰ زکال په شاوخوا کې پیل شو چې له جګړې وروسته د اقتصادي چټکې ودې برخه وګرځېد.

د ۱۹۶۰مې او ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال نړیوال چاپېریالي خوځښتونه د چاپېریالي بنسټونو د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل. دغه بنسټونه په متحده ایالاتو (د چاپیریال ساتنې بنسټ، ۱۹۷۰ زکال)، اروپايي ټولنې (د چاپېریال ساتنې عمومي اداره، ۱۹۷۳ زکال) او جاپان کې (د جاپان د چاپېریال وزارت ۱۹۷۱ زکال) جوړ شول. د چاپېریال اړوند عامه درک پلاستیکي خځلۍ تر څار لاندې راوړې. د پلاستیکو له امله د ککړتیا د کمښت په برخه کې لومړنۍ هڅه په ډېر احتمال سره د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۸ زکال پر مهال د مارپل هوکړې وې چې پنځمې ضمیمې یې په سمندرونو کې د پلاستیکونو غورځول منع کول. [۱۶]

د پلاستیک د صنعت لابي ګري[سمول]

د مقرراتو په پراختیا سره د پلاسیتک د صنعت پانګوالو د خپلو سوداګریزو ګټو د ساتلو په موخه د هغو ریسایکل کولو ته لابي پیل کړه. په متحده ایالاتو کې د منابعو د بیا کارونې قانون په ۱۹۷۰ زکال کې دغه هېواد د ریسایکل کولو او همدارنګه د انرژۍ د بېرته تولید پر لور هدایت کړ. ورته مهال تر ۱۹۷۶ زکال پورې د پلاستیکي خلتو (پاکټونو) په ګدون په پلاستیکي پاکټ بندۍ باندې د ممنوعیت او یا هم مالیاتو لګولو په برخه کې د یو قانون د تصویب په موخه څه باندې زر هڅې وشوې. د پلاستیک صنعت د دغو مخالفو هڅو پر وړاندې د پلاستیکونو په ریسایکل کولو غبرګون وښود. د امریکا ښکلې وساتۍ (Keep America Beautiful) په څېر یو شمېر سازمانونو د ۵۰ میلیون ډالرو په کلنۍ بودیجې سره یو تبلیغاتي کمپاین پیل کړ او پیغام یې دا و چې پلاستیک ریسایکل کېدای شي او باید هم شي، همدارنګه یې دې ته لابي وکړه چې باید د واټ ته څېرمه خځلنیو څخه د راغونډونې یو منظم سیسټم جوړ شي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له دې سره د هغه مهال د ټکنالوژۍ پر مټ نه شو کېدلای پلاستیک ریسایکل شي. د بېلګې په توګه د ۱۹۷۳ زکال په اپرېل میاشت کې صنعت پوهانو راپور ولیکه او څرګنده یې کړه چې «له تخریب شوو محصولاتو څخه هېڅ ډول ریسایکل کېدنه شتون نه لري». دغه راپور دې پایلې ته رسېدلی و چې د پلاستیکونو ډل بندي «ناشونې» ده. ورته مهال معاصرو علمي راپورونو په دغه برخه کې ګڼ شمېر نور تخنیکي موانع هم په نښه کړي دي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په نړیواله کچه، پلاستیکي خځلۍ نږدې په بشپړه توګه د خښولو پر مټ دفع کېدلې، تر دې چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د سوزولو کچې زیاتوالی وموند. په داسې حال کې چې نوې ټکنالوژۍ هم راووتې خو دغه لومړنيو خځلۍ سوزونکو سیسټمونو پرمختللي احتراقي او یا هم د ککړونکو ګازونو د خپرولو مخه نیونکي سیسټمونه نه لرل چې له امله یې په پریمانه کچه ډایوکسینونه او ډایوکسین ته ورته کیمیاوي ترکیبات په هوا کې خپرېدل. [۲۷][۲۸]

د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې د پلاستیک د ریسایکل کولو چارې په جدي بڼه پیل شوې. په ۱۹۸۸ زکال کې د متحده ایالاتو د پلاستیک صنعت د جامدو بېکاره موادو د ستونزې د حل لپاره د یوې سوداګریزې ټولنې په بڼه یوه شورا جوړه کړه څو په عامه ډګر کې د پلاستیک د ریسایکل کولو د موضوع ترویج ته کار وکړي. دغې ټولنې د متحده ایالاتو په ښاروالیو کې لابي ګري وکړه څو د پلاستیکي خځلیو د راغونډونې په موخه پام وړ پروګرامونه رامنځته کړي؛ ورته مهال یې د متحده ایالاتو په ایالتي ادارو کې دې ته لابي وکړه څو دا لازمه کړي چې په پلاستیکي لوښو او تولیداتو باندې د ریسایکل کولو نښې ولګول شي.[۲۹][۳۰][۳۱]

د بیا کارونې یا ریسایکل کولو نړیواله سوداګري[سمول]

د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال نړیوال توب لامل وګرځېد چې پلاستیکي خځلۍ د پرمختللو اقتصاد لرونکو هېوادونو څخه مخ پر ودې هېوادونو او یا هم د منځنۍ کچې اقتصاد لرونکو هېوادونو ته ولېږدول شي ځکه هلته بیا په لږ لګښت ډلبندي او ریسایکل کېدلای شوې. د پلاستیکي خځلیو کلنۍ سوداګرۍ له ۱۹۹۳ زکال وروسته د خځلیو د نړیوالې سوداګرۍ د برخې په توګه په چټکۍ سره زیاتوالی وموند. [۳۲]

ډېری هېوادونه هغه بېکاره پلاستیکونه چې په دغه موخه صادر شوي وي، د هغو له واقعي پایلې پرته هغه ریسایکل شوي ګڼي. دغه چاره بیا د چاپېریالي بازار ماتونې یا چاپېریالي ډامپېنګ په نوم یادېږي، ځکه چې په لږ پرمختللو هېوادونو کې چاپېریالي قوانین په کمزورې بڼه پلي کېږي. تر ۲۰۱۶ زکال پورې د پلاستیکي خځلیو صادرات شاوخوا ۱۴ میلیونه ټنو ته ورسېدل چې په دغو کې یوازې چین ۷.۳۵ میلیونه ټنه برخه ترلاسه کړې وه. د ډیری دغو پلاستیکونو کیفیت کم و او د خځلیو د خښولو ځایونو ته یووړل شول. له دې سره هم په چین کې د پلاستیک د ریسایکل کولو چارې په پریمانه کچه دوام لري چې د ډېرو لږو ټکنالوژیکي تخنیکونو پرمټ یې پروسس کوي. د پلاستیکونو لوی صادرونکي هېوادونه هم د جرمني، جاپان، بریتانیا او متحده ایالاتو په څېر زیات عاید لرونکي هېوادونه وو. [۳۳][۳۴][۳۵]

په ۲۰۱۷ زکال کې چین د پلاستیکي خځلیو واردات د نیشنل سوارډ آپرېشن په نامه پالیسۍ پر مټ محدود کړل. صادر کوونکو بالاخره د ویتنام او مالیزیا په څېر د سویلي آسیا نورو هېوادونو ته مخه کړه، خو د دې په خوا کې یې ترکیې او هند ته هم صادرول. اندونیزیا، مالیزیا او تایلنډ هم د پلاستیکي خځلیو د ناقانونه وارداتو پر وړاندې غبرګون د خپلو پولو په کنټرول کولو سره څرګند کړ. ناقانونه وارداتي کانتینرونه به بېرته لېږل کېدل او یا به هم ورته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېده. له همدې امله د دغو هېوادونو په ګمرکونو کې د پلاستیکي خځلیو انبارونه جوړ شول. [۳۶][۳۷][۳۸]

په ۲۰۱۹ زکال کې د پلاستیکي خځلیو نړیوال تجارت د بازل کنوانسیون پر مټ تنظیم شو. د دغه کنوانسیون له مخې هر غړی هېواد کولای شي د خطرناکو پلاستیکي خځلیو او همدارنګه د مخلوطو پلاستیکي خځلیو واردات د ۲۰۲۱ زکال د جنوري له لومړۍ نېټې وروسته منع کړي. [۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. Al-Salem, S.M.; Lettieri, P.; Baeyens, J. (October 2009). "Recycling and recovery routes of plastic solid waste (PSW): A review". Waste Management. 29 (10): 2625–2643. Bibcode:2009WaMan..29.2625A. doi:10.1016/j.wasman.2009.06.004. PMID 19577459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ignatyev, I.A.; Thielemans, W.; Beke, B. Vander (2014). "Recycling of Polymers: A Review". ChemSusChem. 7 (6): 1579–1593. doi:10.1002/cssc.201300898. PMID 24811748. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lazarevic, David; Aoustin, Emmanuelle; Buclet, Nicolas; Brandt, Nils (December 2010). "Plastic waste management in the context of a European recycling society: Comparing results and uncertainties in a life cycle perspective". Resources, Conservation and Recycling. 55 (2): 246–259. doi:10.1016/j.resconrec.2010.09.014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hopewell, Jefferson; Dvorak, Robert; Kosior, Edward (27 July 2009). "Plastics recycling: challenges and opportunities". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 364 (1526): 2115–2126. doi:10.1098/rstb.2008.0311. PMC 2873020. PMID 19528059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lange, Jean-Paul (12 November 2021). "Managing Plastic Waste─Sorting, Recycling, Disposal, and Product Redesign". ACS Sustainable Chemistry & Engineering. 9 (47): 15722–15738. doi:10.1021/acssuschemeng.1c05013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Geyer, Roland; Jambeck, Jenna R.; Law, Kara Lavender (July 2017). "Production, use, and fate of all plastics ever made". Science Advances. 3 (7): e1700782. Bibcode:2017SciA....3E0782G. doi:10.1126/sciadv.1700782. PMC 5517107. PMID 28776036. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Andrady, Anthony L. (February 1994). "Assessment of Environmental Biodegradation of Synthetic Polymers". Journal of Macromolecular Science, Part C: Polymer Reviews. 34 (1): 25–76. doi:10.1080/15321799408009632. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ahmed, Temoor; Shahid, Muhammad; Azeem, Farrukh; Rasul, Ijaz; Shah, Asad Ali; Noman, Muhammad; Hameed, Amir; Manzoor, Natasha; Manzoor, Irfan; Muhammad, Sher (March 2018). "Biodegradation of plastics: current scenario and future prospects for environmental safety". Environmental Science and Pollution Research. 25 (8): 7287–7298. doi:10.1007/s11356-018-1234-9. PMID 29332271. S2CID 3962436. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jambeck, Jenna, Science 13 February 2015: Vol. 347 no. 6223; et al. (2015). "Plastic waste inputs from land into the ocean". Science. 347 (6223): 768–771. Bibcode:2015Sci...347..768J. doi:10.1126/science.1260352. PMID 25678662. S2CID 206562155. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Paul, Andrew (2023-05-08). "Recycling plants spew a staggering amount of microplastics". Popular Science (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Brown, Erina; MacDonald, Anna; Allen, Steve; Allen, Deonie (2023-05-01). "The potential for a plastic recycling facility to release microplastic pollution and possible filtration remediation effectiveness". Journal of Hazardous Materials Advances (په انګلیسي ژبه کي). 10: 100309. doi:10.1016/j.hazadv.2023.100309. ISSN 2772-4166. S2CID 258457895 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Communication from the Commission to the European Parliament, the Council, the European Economic and Social Committee and the Committee of the Regions – A European Strategy for Plastics in a Circular Economy". eur-lex.europa.eu. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Huffman, George L.; Keller, Daniel J. (1973). "The Plastics Issue". Polymers and Ecological Problems. د کتاب پاڼي 155–167. doi:10.1007/978-1-4684-0871-3_10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4684-0873-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. National Public Radio, 12 September 2020 "How Big Oil Misled The Public Into Believing Plastic Would Be Recycled"
  15. PBS, Frontline, 31 March 2020, "Plastics Industry Insiders Reveal the Truth About Recycling"
  16. Huffman, George L.; Keller, Daniel J. (1973). "The Plastics Issue". Polymers and Ecological Problems. د کتاب پاڼي 155–167. doi:10.1007/978-1-4684-0871-3_10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4684-0873-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Huffman, George L.; Keller, Daniel J. (1973). "The Plastics Issue". Polymers and Ecological Problems. د کتاب پاڼي 155–167. doi:10.1007/978-1-4684-0871-3_10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4684-0873-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Jaeger, Andrew Boardman (April 8, 2017). "Forging Hegemony: How Recycling Became a Popular but Inadequate Response to Accumulating Waste". Social Problems. 65 (3): 395–415. doi:10.1093/socpro/spx001. ISSN 0037-7791. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. National Public Radio, 12 September 2020 "How Big Oil Misled The Public Into Believing Plastic Would Be Recycled"
  20. PBS, Frontline, 31 March 2020, "Plastics Industry Insiders Reveal the Truth About Recycling"
  21. Elmore, Bartow J. (2012). "The American Beverage Industry and the Development of Curbside Recycling Programs, 1950–2000". Business History Review. 86 (3): 477–501. doi:10.1017/S0007680512000785. JSTOR 41720628. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Paul, D. R.; Vinson, C. E.; Locke, C. E. (May 1972). "The potential for reuse of plastics recovered from solid wastes". Polymer Engineering and Science. 12 (3): 157–166. doi:10.1002/pen.760120302. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Sperber, R. J.; Rosen, S. L. (January 1974). "Reuse of Polymer Waste". Polymer-Plastics Technology and Engineering. 3 (2): 215–239. doi:10.1080/03602557408545028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Scott, Gerald (June 1976). "Some chemical problems in the recycling of plastics". Resource Recovery and Conservation. 1 (4): 381–395. doi:10.1016/0304-3967(76)90027-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Buekens, A.G. (January 1977). "Some observations on the recycling of plastics and rubber". Conservation & Recycling. 1 (3–4): 247–271. doi:10.1016/0361-3658(77)90014-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Leidner, J. (January 1978). "Recovery of the Value from Postconsumer Plastics Waste". Polymer-Plastics Technology and Engineering. 10 (2): 199–215. doi:10.1080/03602557809409228. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Poller, Robert C. (30 December 1979). "Reclamation of waste plastics and rubber: Recovery of materials and energy". Journal of Chemical Technology and Biotechnology. 30 (1): 152–160. doi:10.1002/jctb.503300120. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Victorin, K; Stahlberg, M; Ahlborg, U (June 1988). "Emission of mutagenic substances from waste incineration plants". Waste Management & Research. 6 (2): 149–161. doi:10.1016/0734-242X(88)90059-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Liesemer, Ronald (May 1992). "A perspective of the plastics waste issue in the United States". Makromolekulare Chemie. Macromolecular Symposia. 57 (1): 1–13. doi:10.1002/masy.19920570103. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. National Public Radio, 12 September 2020 "How Big Oil Misled The Public Into Believing Plastic Would Be Recycled"
  31. PBS, Frontline, 31 March 2020, "Plastics Industry Insiders Reveal the Truth About Recycling"
  32. Brooks, Amy L.; Wang, Shunli; Jambeck, Jenna R. (June 2018). "The Chinese import ban and its impact on global plastic waste trade". Science Advances. 4 (6): eaat0131. Bibcode:2018SciA....4..131B. doi:10.1126/sciadv.aat0131. PMC 6010324. PMID 29938223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Trashed: how the UK is still dumping plastic waste on the rest of the world". Greenpeace UK (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Bishop, George; Styles, David; Lens, Piet N.L. (September 2020). "Recycling of European plastic is a pathway for plastic debris in the ocean". Environment International. 142: 105893. doi:10.1016/j.envint.2020.105893. PMID 32603969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Environment, U. N. (2021-10-21). "Drowning in Plastics – Marine Litter and Plastic Waste Vital Graphics". UNEP - UN Environment Programme (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Environment, U. N. (2021-10-21). "Drowning in Plastics – Marine Litter and Plastic Waste Vital Graphics". UNEP - UN Environment Programme (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Wang, Chao; Zhao, Longfeng; Lim, Ming K; Chen, Wei-Qiang; Sutherland, John W. (February 2020). "Structure of the global plastic waste trade network and the impact of China's import Ban". Resources, Conservation and Recycling. 153: 104591. doi:10.1016/j.resconrec.2019.104591. S2CID 214271589. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Piling Up: How China's Ban on Importing Waste Has Stalled Global Recycling". Yale E360 (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Leal Filho, Walter; Saari, Ulla; Fedoruk, Mariia; Iital, Arvo; Moora, Harri; Klöga, Marija; Voronova, Viktoria (March 2019). "An overview of the problems posed by plastic products and the role of extended producer responsibility in Europe" (PDF). Journal of Cleaner Production. 214: 550–558. doi:10.1016/j.jclepro.2018.12.256. S2CID 158295219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)