د پساوند ولسوالۍ چاودنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پساوند ولسوالۍ چاودنه هغه پېښه ده چې د ۱۳۹۴ لمریز کال د غویي (ثور) په ۳۰مه نیټه وشوه چې په پایله کې یې ۸ تنه افغانان ووژل شول او دوه نور سخت ټپیان شول. پساودن د غور ولایت یوه ولسوالۍ ده چې نوموړي خلک له اړوندې ولسوالۍ څخه د فیروزکوه ښار څخه بېرته راگرځېدل. یاد خلک اړوند ښار ته د حج مبارکې فریضې د ادا کولو لپاره تللي ول چې د نوملیکنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته راگرځېدلي وه. یاده پېښه د پساوند ولسوالۍ په هورت وزیر سیمه کې رامنځته شوه.

د غور ولایت ویاند عبدالحی خطیبي وایي چې دا خلک د حج فریضې اداکولو لپاره نوملیکنې ته تللي ول چې بېرته راگرځېدو پر مهال پرې چاودنه وشوه چې پایله کې یې ۸ تنه ووژل شول او دوه نور یې شدید ټپیان شول. هغه زیاته کړه چې: (دا ماین د طالبانو له خوا د نظامي وسیلو د له منځه وړلو لپاره کیښودل شوی و چې ددې هېوادوالو موټر پرې برابر شو او ټول یې ووژل). وسله والو طالبانو تردې دمه ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.