Jump to content

د پرګي مېوه او د هغې پټې ګټې...

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پۀ پښتو ژبه کې دې ډول مېوې ته پرګي او په انګرېزي ژبه کې ورته (Acorn) وايي.

په نړۍ کې لۀ دې مېوې څخه چاى، قهوه جوړېږي، چې  ۲۰۰ ګرامه کڅوړه يې پۀ نړيوالو بازارونو کې په ۴۰ ډالرو سره پلورل کېږي.

◀ کېدای شي د پرګيو نوم چا اورېدلی او يا څوک ور سره بلد نه وي، دا دې مېوې لرونکي ونې په څېړۍ نوم سره يادېږي، زياتره يې په غرنيزو ځنګلونو کې پیدا کېږي، چې ښه بېلګه یې د خوست، ننګرهار، پکتیا او کونړ ولايتونو په ځنګلونو کې تر لاسه کېږي .

◀ پرګي د ښه خوند تر څنګ ډېرې پټې ګټې لري، چې لاندې یې د اړينو ګټو یادؤنه کوو.

① د ویني غوړ مهارول/کولسټرول کنټرولول. ② بلډپرېشر/د ويني لوړوالی مهارول کنټرولول. ③ شوګر/ شکر راکموي. ④ مثانه پياوړې کوي او ادرارو/ تشو متیازو ته په بار بار تللو څخه مخنیوی کوي. ⑤ د ګردو/پښتورګو او تریخي د کاڼو له منځه وړلو کې اړينه ونډه لري. ⑥ د سینی ټوخي لپاره هم ډېر ګټؤر دي.


◀ پرګي څنګه پاخه او د خوړلو لپاره چمتو کړو: کله چې په تېغنه/ تبخي باندې ښه وریت شي او یا پۀ دېګ کې جغل/ شږه يا هم مالګه واچول شي، په اور ښه توده شي او تر لسو شېبو پورې پرږي په ګرمو شږو کې لټ په لټ ولړل شي ترڅو ښه وریت شي.

په خوست ولايت، د تڼيو او ځاځي ميدان ولسواليو کې ډېر موندل کېږي.