د پخوانۍ يوګوسلاويا جزايي بين المللي محکمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پخوانۍ يوګوسلاويا جزايي بين المللي محکمه ( ۱۹۹۳ ) :[سمول]

     کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړه، نوددې ماتې څخه وروسته د شوروي د اتحاد په جمهوريتونو کې د ازادۍ غوښتلو روحيه منځته راغله او ځېنې هېوادونه د شوروي اتحاد څخه جلا شول همدارنګه دغه روحيه په ځينو نورو شرقي هېوادونو کې چې د سوسيالستي نظرياتو پيرو ول، هم منځته راغله او په ځينوکې تغيرات رامنځ ته شول لکه فنلنډ،يمن چې په شمالي او جنوبي يمن باندې ووېشل شول چې وروسته سره بيا يوځاى شول همدارنګه المان چې په دوه برخو ختيځ او لويديځ المان باندې ووېشل شو،  چې هغه هم وروسته سره يو ځاى شول بل هېواد چې تغيرات پکې منځته راغلل رومانيه وه د دې هېوادونو څخه يو هېواد چې ډيرتغيرات پکې رامنځته شول هغه د پخوانۍ يوګوسلاويا هېواد و، پخوانۍ يوګوسلاويا ډيرمناطق په برکې درلودل چې مختلفو اقوامو او قبايلو پکې ژوند درلود چې بعضې ددې اقوامو او قبايلو څخه د کرواتانو په نوم ياديده چې دوى د کروشيا يا کرواسى په منطقه کې اوسيدل او نور اقوام چې اکثره مسلمانان وه په بوسنيا کې اوسيدل بل قوم چې صربان نوميده په صربستان کې ميشته وه په هرصورت د پخوانۍ يوګوسلاويې په مختلفو مناطقو کې د ازادۍ غوښتلو روحيه پيدا شوه او داسې تصميم يې ونيوه چې خپل استقلال حاصل کړي چې په دې ترتيب د روسيې منطقې يا اوسنى کروشيا په ١٩٩١م کال کې خپل استقلال لاسته راوړه او بوسنيا هرزګونيا په ١٩٩٢م کال کې خپلواکه شوه اوځنې منطقې پاتې شوې چې  هغه سربستان ،مونتى نګرو اوکايګرو وې چې نن ورځ مونتى ګرو هم ورڅخه جدا شوې اوکايګرو هم د جدايي کوشش کوي په هرصورت د قبايلي او قومي استوګنې له له مخې سربيان د سربستان په منطقه کې ژوند کوي ولې يو تعداد سربيان وروسته له خپلواکۍ څخه بوسنيا هرزګونيا او کروشيا ته لاړل (کروسى) يو تعداد په بوسنيا اوکروشيا کې اوسيدل ددې څخه وروسته بيا دغه سربيان چې بوسنيا او هغه سربيان چې کروسي کې وو دوى ورو ورو د بوسنيا دحکومت په خلاف تحريکونه شروع او د ازادۍ لپاره يې جنګونه شروع کړه ترڅو ددوى نه دغه سيمې لاسته راوړي هماغه وو چې د شخړو بنا د همدې ځاى څخه شروع شوه ولې شخړې هغه وخت لاډېرې خطرناکې شوې چې د سربستان دولت ددې سربانو سره عملا ملاتړ او نظامي مرستې پيل کړې ، بناءً کله  چې سربيانوپه  بوسنيا او کروشيا کې د خلکو په قتل عام ( ټولوژنه)  پيل وکړ ، د منازلو او تاريخي اثارو په په له منځه وړلو يې هم لاس پورې کړ او د عفت او اخلاقو په ضد جرايم يې شروع کړه چې  ددې جرايمو خبرونه د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٢م کال د اوړي په موسم کې د خپلواکه رسنيو له لارې خپاره شول ، خو سره ددې چې نړۍ والو د دې جرايمو په هکله معلومات حاصل کړل قوي او مقتدرو دولتونوپه دې هکله هيڅ ډول اقدام ونکړ خاصتاً غربي دولتونو، دا چې ولې يې اقدام ونه کړ د دې علت دا کيداى شي چې ځېنې دولتونو خپلې ځاني ګټې په پام کې نيولې اوځېنې دولتونو ديني او مذهبي ملاحظات په په پام کې نيول او د دې دولتونو د جملې څخه چې ځينو هيڅ اقدام ونکړ غبرګون يې ونه ښود، خو ځينې هېوادونه داسې هم ول چې ښکاره يې له سربيانو سره مرستې کولې  چې د هغې له جملې څخه يو د روسيې دولت وه چې د سربيانو سره يې مرستې کولې حتى داسې ويل کېږي چې د جنګ په اخرکې د سربانو لوى بين المللي جنايتکارچې د رضوانکاراندذيچ  * Redwan karan zeechنوميده ددې لپاره چې ونه نيول شي روسانو ورته پناه ورکړه نه دا چې پناه يې ورکړه بلکې روسانو د خپلې طيارې په ذريعه روسيې ته انتقال کړ علاوه ددې شرقي او غربي دولتونوڅخه چې هيڅ اقدام يې ونکړ اسلامي هېوادونو هم کوم مهم اقدام ونشوکړاى بناءً د نورې نړۍ د عدم مداخلې په صورت کې دغه جنګونه طولاني شول کله چې کرواتانو ولېدل چې د سربانو جنګونه مسلمانانو ته متوجه دي او نړۍوال هم مداخله نه کوي نو دوى هم د مسلمانانو په مقابل کې په جنګ اخته شول او د جنګ مرکز هم بوسنيااو هرزګونيا وه  چې د مسلمانانو ټاټوبي وه په دې جنګونو کې تقريبا يو لک ١٠٠٠٠٠نفرمړه شول او په سلهاو کسان زخميان شول

*  رادوان کارادزيک د پخوانی يوګوسلاويا نړيوالې محکمې ته ولېږل شو[سمول]

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بوسنيا هرزګوينيا د سربيا قوم پخوانی مشر رادوان کارادزيک د جولای په دېرشتمه نېټه د هالند په هاګ کې د م م د پخوانی يوګوسلاويا نړيوالې محکمې ته ولېږل شو. د سيربيا حکومت د جولای په دېرشمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دغه حکومت د رادوان کارادزيک د محکمې بدلون ته اجازه ورکړه. د خبر له مخې، د محکمې بدلون په اړه پريکړه د سيربيا حکومت او يادې شوې محکمې ترمنځ د همکارۍ له قانون سره سم تصويبه شوه.

رادوان کارادزيک د پخوانی يوګوسلاويا د مسئلې په اړه د م م جزايی محکمی ته وسپارل شو[سمول]

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د هالند په هاګ کې د پخوانی يوګوسلاويا د مسئلې په اړه د م م جزايی محکمی د جولای په ٣٠ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د بوسنيا هرزګوينيا د سربيا قوم پخوانی مشر رادوان کارادزيک په همدی ورځ دغې محکمی ته وسپارل شو او اوس د هاګ په شاوخوا يو زندان په بند کې ساتل کېږي.  په دغه اعلاميه کې ويل شوی چې د رادوان کارادزيک د محکمی وخت به په راتلونکی يوه ورځ کې اعلان شي.

په هرصورت په ١٩٩٢م کال د اکتوبرپه مياشت کې داجنګونه اوج ته ورسيدل او شديد شول باالاخره په دې وخت کې د ملګرو ملتونو  امنيت شورا  پرېکړه وکړه چې ددې جنګ د حقايقو معلومولو لپاره او هم د جناياتو د اندازه کولو لپاره يو پنځه کسيز کميسون چې ټول متخصصين ول، وټاکي او وروسته له هغې يې  پخوانۍ يوګوسلاويا ته ولېږل، ترڅو هلته راپور چمتو او ملګرو ملتونو ته يې وسپارى او ملګري ملتونه  بيا د هغه راپور له مخې تصميم  ونيسي کله چې نوموړي کميسون بوسنيا هرزګونيا او پخوانۍ يوګوسلاويا منطقې ته داخل شو دوى د خپل کار په دوره کې چې تقريبا د١٨مياشتوڅخه کمه وه د ځينو مهمو کارونو په ترسراوي بريالي شول مثلا دې کميسون د ډېرو دولتونو څخه خاصتاً د همسايه دولتونو څخه پوښتنې وکړې چې په يوګوسلاويا کې بين المللي جرايم لکه د بشريت په ضد جرايم قتل عام ياد پاک سازۍ جرايم يانې د يو قوم د بيخي لمنځه وړلو او نورجرايم ترسره شوي او کنه ؟

او يا ځينې د عفت او اخلاقو په ضد جرايم ترسره شوي او که نه ؟

چې ددې هېوادونو له جملې څخه ١٣٨هېوادونو د کميسون پوښتنو ته مثبت ځواب ووايه په همدې ډول، کمېسون د١٥١غيردولتي موسساتوڅخه هم پوښتنې وکړې ، دوى هم د دې پورتنيو پوښتنو په اړه مثبت ځواب ورکړ همدارنګه نوموړي  کميسون د٧٠٠نفرو څخه چې د بوسنيا او هرزګونيا او يوګوسلاويا څخه نورو اروپايي هېوادونو ته مهاجر شوي وه   هم پوښتنې وکړې او هم يې د ٢٢٦نفرو سره په داخل د بوسنيا او هرزګونيا کې ليدنې کتنې وکړې او د جرايمو په اړه يې ورڅخه پوښتنې وکړې او هم نوموړي کميسون وکولاى شو چې کوم جرايم او جنايات چې ترسره شوي د هغې د عملي صحنوڅخه يو ويدويي فلم ثبت کړي، چې ٣٠٠ ساعتونه يې دوام درلوده باالاخره نوموړي کميسون پوره راپور چمتو او برابرکړ چې تقريبا٥٦٠٠٠  صفحې يې درلودې او ملل متحد ته يې په تحريري شکل وړاندې کړ په دې راپور کې دا ښه واضح شوې وه چې په پخوانۍ يو ګوسلاويا کې بين المللي جرايم ترسره شوي دي لکه قتل عام ،د بشريت په ضد جرايم د اخلاقو او عفت په ضد جرايم او داسې نورجرايم لکه د١٩٤٩کال د ژنيو د معاهدې نقض د دستي جمعي وژلو جرايم ، همدارنګه په راپورکې د ملکي افرادو د وژلو او اذيت کولو په اړه،د تاريخي اثارو د تخريب په اړه همدارنګه د ښارونو او عمارتونو د تخريب په اړه توضيح موجوده وه. اکثره حقوق دانان او محققين په دې عقيده دي چې د واقعي او حقيقي جرايمو څرنګوالى او تعداد په بوسنيا هرزګونيا او يوګوسلاويا کې ددې څخه ډير اوچت وه نسبت هغه ته چې دوى په راپور کې ليکلي وه، خو دا چې دوی پرې نه دي توانېدلي دا ځانته لاندې دلايل درلودلای شي:

١- دې کميسون ځينې مالي او اداري ستونزې درلودې لکه کاف پرسونل او کافي نقدي پيسې او ځينې نور وسايل يې نه لرل،  نوځکه دوى نشو کولاى ترڅو پوره حقايق حاصل کړي.

٢- دا چې دې کميسون ته په اول کې د ملل متحد د امنيت شورا لخوا ١٨مياشتې وخت ټاکل شوى وه خو وروسته يې بې له کوم ښکاره دليل څخه د دوى دغه موده کمه کړه او په کمه موده کې دوى ونشو کړاى ترڅو پوره حقايق راټول کړي.

٣- ځينې حقايق او پېښې د سربيانو د ويرې خلکو پوره نوموړي کميسون ته نشو ويلاى.

٤- ځينې حقايق خلکو دحيا او شرم له کبله  نشو ويلاى.

٥-ځينې اشخاصو دخپل فاميل د وېرې هم پوره حقايق نشو ويلاى ترڅو فاميل دوى ترک نکړي.

ولې سره له دې دومره ستونزو بيا هم نوموړي کميسون انصافاً او قابل د قدر اقدامات ترسره کړي او خپله  دنده يې يوڅه اندازه اجرا کړې ده نوموړي کميسون خپل راپور په ١٩٩٣م کال د فبرورۍ په ٢٢ تاريخ د ملګرو ملتونو سرمنشي ته چې بطرس غالى نوميده وسپاره او په دې راپور کې د ملل متحد څخه ددې تقاضا شوې وه چې د دې جرايمو او جناياتو ته د رسيده ګۍ لپاره يوه جزايي بين المللي محکمه ايجاد شي د ملګرو ملتونو سرمنشي د خپلې دندې له مخې نوموړى راپور امنيت شورا ته وسپاره چې امنيت شورى د٣ مياشتو څخه په کمه موده کې د نوموړي راپور په هکله تصميم ونيوه چې د پخوانۍ يوګوسلاويا د جرايمو او جناياتو د رسيدګۍ لپاره بايد يوه جزايي بين المللي محکمه ايجاد کړاى شي هماغه وه چې محکمه ايجاد شوه او مقريې دلاهې يا هاګ ښار وټاکل شو وروسته له دې څخه په ١٩٩٣م کال دمى د مياشتې په ٣نيټه د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې محکمې د فعاليت لپاره يوه اساسنامه جوړه کړه او په همدې مياشت کې نوموړې اساسنامه د امنيت شورا ته د تصويب او تايد لپاره وړاندې شوه د امنيت شورا د همدې کال د مى د مياشتې په ٢٣نيټه نوموړې اساسنامه تصويب او تائيد کړه او ضمنا په همدغه تاريخ يې د هماغه متخصصينو څخه تقاضا وکړه ترهغه وخته چې نوموړې محکمې لپاره څارنوال تعينيږى دوى بايد د څارنوال وظيفه اجرا کړي يعنې د جرايمو د تحقيقاتو او حقايقو جمعه کولولپاره بايد کار وکړي، خو  وروسته په ١٩٩٤م کال د اګست په مياشت کې د امنيت شورا له خوا يو نفرچې د افريقا تبعه وه او نوم يې ريچارد ګولډوسټون Rechard Gold Ston وه د محکمې د څارنوال په حيث تعين کړ چې دده د ټاکلو سره نوموړې محکمه عملا فعاله شوه اوخپل فعاليت يې پيل کړ.

لومړنی تور  چې ددې څارنوال له خوا محکمې ته وړاندې شوه هغه د يو سربي جنايت کار په اړه و، چې (کالچ ) نوميده (١٩٩٤م نومبر) لومړنۍ پرېکړه چې د نوموړې محکمې لخوا صادره شوه په کال ١٩٩٧م کې د جولايي مياشت  کې د يو سربي جنايتکار په مورد کې چې تاريچ نوميده صادره شوه او ددې فيصلى په اساس تاريچ په ٢٠ کاله حبس محکوم شو او په دې فيصله کې دا هم ذکر وه چې د تاريچ جزا د ١٠ کاله حبس تيرولو وروسته د هيڅ قسم تخفيف او عفوې لاندې راتلاى نشي.

البته ددې خبرى يادونه هم بايد وشي چې د يوګوسلاويا د محکمې د اساسنامې په ٢٤ ماده کې د اعدام جزا حق نوموړې محکمې نه درلوده ولې د حبس جزا په مورد کې بيا دا محکمه خود مختاره وه او صلاحيت يي د مدام العمر حبس پو رې رسيده.

علاوتاً د محکمې داساسنامې په ٢٩ ماده کې نوموړې محکمې ته صلاحيت ورکړ شوى وه چې دا محکمه کولى شي بيدون د استرداد د پروسيجر څخه مستقيماً مجرمين او جنا يتکاران د نورو هېوادونو څخه وغواړي او ترلاسه يې کړي.

د محکمې لپاره ١٦ عمومي قاضيان او ٩ اختصاصي قاضيان وه چې دا قاضيان د ملل متحد د عمومي اسمبلې له خوا د راى ګيرۍ  له مخې ټاکل شوي وو، د محکمې په تشکيل کې لکه څرنګه چې مو مخکې يادونه وکړه يو څارنوال هم موجود وه او څارنوال معمولاً د امنيت شورا له خوا نامزاد کېده او د اسمبلې لخوا تائيديده .

ددې محکمې مقر او ځاى دلاهي ښار وټاکل شو د دې محکمې صلاحيت يو تکميلونکى صلاحيت وه يانې دا محکمه په حقيقت کې د ملي محاکمو تکميلونکې او متممه محکمه وه يعنې که ملي محاکم يو جرم ته رسيد ګي ونکړي نو بيا دې محکمې کولى شو چې نوموړي جرم ته رسيدګي وکړي په هر صورت سره، دا چې د دې محکمې صلاحيت يو تکميلونکى صلاحيت وه چې د ملي محاکمو صلاحيت يې تکميلولو خو ددې صلاحيت مافوق د ملي محاکمو څخه وه او دا په دې مانا که چيرې احياناً څوک په دې محکمه کې محاکمه شوى وي ملي محاکمو نشو کولاى چې هغه بيا محاکمه کړي ولې که يو سړى په ملي محاکمو کې محا کمه شوى وي او ثابت شوه چې محا کمه غير عادلانه ده نو دې محکمې کولى شو چې هغه بيا په دې محکمه (يوګوسلاويا ) محکمه کې محاکمه کړي