د پایدارې ځغاستې فرضیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پایداری ځغاستې فرضیه، د ځینو انساني ځانګړتیاوو تکامل او وده ،د اوږده واټن منډې وهلو سره د سمون په توګه توضیح کیدای شي. دغه فرضیه وړاندیز کوي چې پایداره منډې وهل د خوړو ترلاسه کولو کې د لومړنيو کورنیو لپاره مهم رول لوبولئ. څیړونکو وړاندیز کړی، چې پایداره منډې وهلو د پلټلو سره د تطابق په پار پیل او وروسته د ښکار د دوام لامل شوی.[۱][۲]A

اناتومیکي او فزیولوژیکي سمون[سمول]

ځغاسته د قدم وهلو (تګ راتګ) په مقابله کې پرتلهکئ[سمول]

ډېری څېړنې د هغو میکانیزمونو پر لور چمتو شوې، چې څنګه د هیمو نسل کې دوه اړخیز قدم وهلو (تګ راتګ) تکامل او وده رامینځته شوې، مګر لږې څېړنې ترسره شوې، ترڅو وازمویل شي، چې څرنګه د منډې وهلو لپاره ځانګړی تطابق او جوړښت راڅرګند شوی او څنګه یې د انسان تکامل او وده  اغېزمنه کړې ده.  

یو څه څېړنې چې د انسان پر منډې وهلو باندې تمرکز کوي، د بدن فعالیت او جوړښتونو لپاره ډېر شواهد وړاندې کوي، چې یوازې ځغاستې ته وده ورکوي او په قدم وهلو (تګ راتګ)  کې نه کارول کېږي. دا وړاندیز کوي، چې منډې وهل یو تطابق و، نه دا چې دا د قدم وهلو (تګ راتګ) د محصول په توګه رامینځته شوی دی.   

په ځغاسته او قدم وهلو کې مختلف بیولوژیک میکانیزمونه شامل کړي. قدم وهل یوه "سرچپه یا معکوس تمایل ته اړتیا لري، چېرې چې د بدن کتلې مرکز د غځول شوې پښې په اوږدو کې ځای په تغییر کېږي، ترڅو له هر ګام سره موجوده پټه او حرکي انرژي تبادله کړي. په ځغاسته کې د "کتلې او فنر" میکانیزم شامل دی، ترڅو د احتمالي (موجوده پټه) او حرکي انرژۍ د ټېندونونو او لیګامینټونو په کارولو سره تبادله کړي.  ټنډون او لیګامینټونه ارتجاع یا کش لرونکي نسجونه دي، چې انرژي ذخیره کوي. دوی غځول کېږي او بیا انرژي خوشې کوي، کله چې دوی بېرته راګرځي. دا د کتلې او فنر میکانیزم په ګړندي سرعت کې په کم انرژي لګښت منځته راځي او له همدې امله په ډېر سرعت سفر کولو پرمهال، د منډې وهلو میخانیکونو برعکس پنډولم څخه ډېر اغېزناک دی، مګر ټینډنز او لیګامینټونه په تګ کې دا ګټې نه وړاندې کوي.   [۲]

که څه هم د "کتلې او فنر" میکانیزم کولی شي، په لوړ سرعت کې ډېر د انرژیکي پلوه مناسب وي، ولې د ځمکې د غبرګون د قوو د زیاتوالي پایله هم لري او لږ ثبات لري، ځکه چې هلته په بدن او پښو کې ډیر حرکت شته. ځمکنۍ قوې او د بدن حرکت په ګام اخیستلو کې مهمه موضوع نه ده، چیرې چې د بدن مرکزي کتلې موقعیت لږ توپیر لري او تګ په طبیعي ډول ډېر باثباته حرکت رامینځته کوي. د ځغاستې د بې ثباتۍ په ځواب کې، داسې ښکاري چې د انسان بدن د ثبات لوړولو لپاره، په عمومي ډول د "کتلې او فنر" میکانیزم لپاره انتبطاق رامینځته کړي، دا انطباق چې لاندې تشرېح شوي، د پایدارې ځغاستې د انتخاب لپاره ټول شواهد دي.    [۲]

سکلیټي (د هډوکو جوړښت) شواهد[سمول]

ډېری څېړونکي د لومړني هومینونو سکلیټي (د هډوکو جوړښت) جوړښتونه، لکه: اسټرالوپیتیکس د هومو سره پرتله کوي، ترڅو د ساختماني توپیرونو پیژندنه وکړي، چې ممکن د پایدارې ځغاستې لپاره د پام وړ وي.

نوچل لیګامینټ ( عضلاتي وتر یا رباط): ځکه چې سر له اوږو څخه جلا شوی، لومړنی هومو د سر ثبات لپاره یوې لارې ته اړتیا درلوده. د نوچل لیګامینټ ( عضلاتي وتر یا رباط) د سر ثبات کې یوه مهمه پرمختللې خصیصه ده. دا د اکسیپوټ (د سر د کوپړۍ شاتینی هډوکی) په منځ کې پیل کېږي او پورتنۍ ټریپیزیس (د اوږو تر منځ عضلې) سره وصل کیږي. دا لیګامینټ ( عضلاتي وتر یا رباط) د لرغون پیژندنې په شرایطو کې هم مهم دی ، ځکه چې دا په کوپړۍ کې یوه کوچنۍ حاشیه او څنډه پریږدي او څیړونکو ته اجازه ورکوي، چې وګوري ، بیلابیل ډولونه نوچل لیګامینټ ( عضلاتي وتر یا رباط) لري. د لرغون پیژندنې په موندنو کې د لیګامینټونو نښې لیدلو وړتیا نادره ده، ځکه چې دا ژر له منځه ځي او ډیری وختونه هېڅ نښه نه پریږدي. د نوچل لیګامینټ ( عضلاتي وتر یا رباط) په شتون کې یوه نښه په کوپړۍ کې پاتې کېږي، ځکه چې نه اسټرالوپیتیکوس او نه هم پان د سر د کوپړۍ څنډه درلوده، دې پایلې ته رسېدلي چې دا خصیصه هومو ته ځانګړې ده، ځکه چې د نوچل لیګامینټ یوازې د ځغاستې پرمهال فعال شوی. د ځغاستې اندازه د عضلاتو له درز څخه اټکل کېدای شي. د هومو ایریکټس او نیینډرتالس په حالاتو کې، د قوي نوچل لیګامینټ نښې شته، مګر په عصري انسانانو کې لږې نښې شته ، چې په ځغاستې کې کمښت په ګوته کوي.   [۳]

د اوږې او سر ثبات: د انسان سکلیټ (د هډوکو جوړښت)  د لومړنیو هومینونو څخه توپیر لري، ځکه چې د اوږو او پورتنۍ ملا او سر د سینې کمربند برخو ترمنځ لږ اړیکې شته دي، کوم چې به د هسکیدلو (پورته ختلو) لپاره ګټور وي، مګر د پورتني بدن حرکت ته به خنډ وي، کوم چې د پښو د حرکت سره مقابله کوي او له همدې امله د ځغاستې په وخت کې د بدن او سر ثبات رامنځ ته کوی. دا ثبات په تګ کې غیر ضروري دی. [۳]

د پښو اوږدوالی او وزن : هومو، د بدن وزن په پرتله اوږدې پښې لري، کوم چې د ځغاستې انرژيتیکي لګښتونو کمولو کې مرسته کوي، ځکه چې له ځمکې سره په تماس کې وخت ډیریږي. د انسانانو د غړو د لرې برخو وزن کې کمښت شته، کوم چې په پایداره ځغاسته کې د میټابولیک لګښتونو کمولو لپاره ګټور پیژندل کېږي، مګر په تګ راتګ لږ اغېز لري. سربیره پردې، په هومو کې د بدن د پورتنۍ برخې وزن د ټول وزن په پرتله د پام وړ کم شوئ، کوم چې په ځغاسته کې د مټو (اوږو) د ثبات هڅو کمولو لپاره مهم دی.  [۲]

د بندونو (مفاصلو) سطحه: انسانان د ځغاستې پر مهال پر سکلیټي جوړښت باندې د لویې قوې د جذبولو او زغم(تحمل) لپاره تکامل او پرمختګ کړی. په بدن باندې د مؤثرې قوې اندازه، د پایدارې ځغاستې پرمهال د بدن د ۳ نه تر ۴ برابره پورې رسېدای شي، چې سکلیټي جوړښت خورا لوی فشار لاندې راولي. د دې فشار د کمولو لپاره انسانانو د بدن وزن مطابق د بندونو (مفاصلو) سطحې زیاتې کړې، ترڅو قوه او ځواک پر لویې سطحې خپرې کړي. په ځانګړي توګه، د بدن په لاندینۍ برخه باندې. دا تطابق، کوم چې انسانانو ته اجازه ورکوي، لوی شاک او ځواک جذب کړي، په سکلیټ (د هډوکو جوړښت) باندې پلي کېږي، په اسټرالوپیتیسین سکلیټي جوړښتونو کې نه لیدل کېږي.  [۲]

د پلانټر آرک ( د پښې د تلې قوس): د انسان په پښو کې پلانټر آرک ( د پښې د تلې قوس)د ارتجاعي فنر دنده لري، چې د ځغاستې لپاره انرژي تولیدوي، مګر د تګ لپاره نه. د اسټرالوپیتیسین پښو فوسیلونه یوازې جزوي پلانټر آرک ( د پښې د تلې قوس) ښیې، چې د لږ ارتجاعی ظرفیت ښکارندویي کوي. د دې لپاره چې د پلانټر آرک ( د پښې د تلې قوس) ارتجاعې میکانیزم په بشپړ ډول فعالیت وکړي، باید د پښو شاته او مخکینیو برخو کې محدود گردش هم وې. دا محدودیت د پښې د لویې ګوتې (شصت) او د انسانانو د پښې د منځ بند (مفصل) هډوکو جوړښتونو څخه منځته راځي ، کوم چې تر هومو هابلیز پورې نشته دی. [۲]

د پښې د پوندې د هډ‌وکي څرګنده او د اشیل وژه (هغه وژه چې د پنډۍ عضله د پوندې د هډوکي سره نښلوي) :

مطالعاتو دا څرګنده کړې ده چې، د پښې د پوندې د هډ‌وکي بارزه، د نوموړي هډوکي نیمایي شاتنۍ برخه د اشیل وژې اوږدوالي لپاره د ارتباط په توګه او د پښې د پوندې د هډ‌وکي بارزې اوږدوالي او د اشیل وژې اوږدوالي ترمنځ اړیکه او ارتباط موندلی، ځکه چې د پوندې د هډ‌وکي بارزې لنډ اوږدوالی د لوی اشیل وژې پراخېدو لامل کېږي، ډېره متحرکه انرژي، ارتجاعي انرژۍ ته بدلېږي. د نینډرتال او عصري انسانانو ترمنځ پرتله کول څرګندوي چې، دا تطابق په نینډرتالز کې نشته ، مخکښ څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې، د پایدارې ځغاستې وړتیاوې، ممکن په اناتوميکې ډول عصري انسانانو کې وده ورکړل شوې وي.   [۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Carrier, D.R.; et al. (Aug–Oct 1984). "The Energetic Paradox of Human Running and Hominid Evolution". Current Anthropology. 25 (4): 483–495. doi:10.1086/203165. JSTOR 2742907. S2CID 15432016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ Bramble, Dennis; Lieberman, Daniel (November 2004). "Endurance running and the evolution of Homo". Nature. 432 (7015): 345–52. Bibcode:2004Natur.432..345B. doi:10.1038/nature03052. PMID 15549097. S2CID 2470602. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Lieberman, Daniel; Bramble, Dennis; Raichlen, David; Shea, John (October 2006). "Brains, Brawn, and the Evolution of Human Endurance Running Capabilities". Contributions from the Third Stony Brook Human Evolution Symposium and Workshop: 77–92. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Raichlen, D.A.; Armstrong, H; Lieberman, D.E. (26 January 2011). "Calcaneus length determines running economy: Implications for endurance running performance in modern humans and Neandertals". Journal of Human Evolution. 60 (3): 299–308. doi:10.1016/j.jhevol.2010.11.002. PMID 21269660. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)