Jump to content

د پایدارې پراختیا لومړۍ موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پایدارې پراختیا لومړۍ موخه (Sustainable Development Goal 1) د پایدارې پراختیا د هغو ۱۷ موخو له ډلې یوه موخه ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ټاکلې دي. لومړۍ موخه یې د هر ډول بېوزلۍ ختمول دي. غړو هېوادونو ژمنه کړې چې "هېڅوک تر شا پرېنږدي": د دغې موخې بنسټ " کلکه ژمنه ده چې هېڅوک شا ته پرېنږدو او لومړی تر ټولو شا ته پاتې ځایونو ته ورسېږو". د پایدارې پراختیا لومړۍ موخه د هر ډول بېوزلۍ ختمول دي؛ لکه د غذا، پاکو اوبو او روغتیا ساتنې کمی. دغې موخې ته په رسېدو کې د اقلیم د بدلونونو او شخړو له امله راپیدا شویو ګواښونو ته حل‌لارې موندل کېږي. دغه موخه نه یوازې پر هغو کسانو تمرکز لري چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي، بلکې پر هغو خدمتونو چې خلک تکیه پرې کوي او پر هغه ټولنیز سیاست چې بېوزلي رامنځته کوي یا یې مخه نیسي هم تمرکز کوي.[۱][۲][۳]

دغه موخه د پرمختګ د اندازه کولو لپاره ۷ اهداف او ۱۳ شاخصونه لري. د پایلې پنځه اهداف یې د شدیدې بېوزلۍ له منځه وړل؛ ټوله بېوزلي نیمې ته راکمول؛ د ټولنیز ملاتړ سیستمونه عملي کول؛ د مالکیت، بنسټیزو خدمتونو، ټکنالوژۍ او اقتصادي سرچینو لپاره د برابرو حقونو تضمین؛ او د ژواک چاپېریالي، اقتصادي او ټولنیزو ناورینونو د مقابلې وړتیا رامنځته کول دي. دوه نور اهداف د پایدارې پراختیا لومړۍ موخې ته د رسېدو د وسیلې اړوند دي چې یو یې د بېوزلۍ ختمولو لپاره د سرچینو راپورته کول او بل یې په ټولو کچو کې د بېوزلۍ ختموونکو سیاستونو چوکاټونه رامنځته کول دي.[۴]

له دوامدارو پرمختګونو سره سره لا هم د نړۍ ۱۰ سلنه وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي او د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لکه روغتیا، زده‌کړو او پاکو اوبو لپاره مبارزه کوي. شدیده بېوزلي په هغو هېوادونو کې معموله ده چې عاید یې کم دی، په تېره هغه هېوادونه چې د سیاسي شخړو او بدلونونو تر اغېز لاندې دي. په ۲۰۱۵ کال کې د هغو ۷۳۶ میلیونه کسانو تر نیمايي ډېرو د افریقا د صحرا په سوېل کې ژوند کاوه چې په شدیده بېوزلۍ کې دي. که په ټولنیز سیاست کې لوی بدلون رانه‌شي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به شدیده بېوزلي په پام وړ ډول زیاته شي. په ۲۰۱۶ کال کې په کلیوالو سیمو کې د بېوزلۍ کچه ۱۷.۲ سلنه او په ښاري سیمو کې ۵.۳ سلنه وه چې کابو نیم یې ماشومان دي.[۵][۶][۷]

یو هغه مهم شاخص چې د بېوزلۍ کچه اندازه کوي، د خلکو هغه نسبت دی چې د بېوزلۍ تر نړیوالې او ملي کرښې لاندې ژوند کوي. د هغو وګړو د نسبت اندازه کول هم د بېوزلۍ کچه ښيي چې د ټولنیز ملاتړ د سیستمونو په پوښښ کې شامل دي. د بېوزلۍ له منځه وړل په ۲۰۲۰ کال کې د کوویډ-۱۹ وبا له امله سخت شوي دي. ځايي او ملي قرنطینونه د اقتصادي فعالیتونو د ګډوډۍ لامل شول چې د عاید سرچینې یې کمې کړې یا یې ودرولې او بېوزلي یې ډېره کړه. هغه څېړنه چې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې خپره شوه، ویې ښوده چې بېوزلي یوازې په څو میاشتو کې ۷ سلنه ډېره شوې ده، که څه هم په تېرو شلو کلونو کې په پرله‌پسې ډول د کمېدو په حال کې وه.[۸][۹]

مخینه

[سمول]

په ۲۰۱۳ کال کې شاوخوا ۳۸۵ میلیونه ماشومانو په ورځني ډول په ۱.۹۰ ډالره ژوند کاوه. دغه شمېرې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د وضعیت په اړه په شته اطلاعاتو کې د لویو توپيرونو له امله باوري نه دي. په اوسط ډول ۹۷ سلنه هېوادونه د بېوزلو ماشومانو د وضعیت او د پایدارې پراختیا د لومړۍ موخې په برخه کې د وړاندوېینې لپاره کافي اطلاعات نه‌لري او ۶۳ سلنه هېوادونه د بېوزلو ماشومانو په اړه بېخي اطلاعات نه‌لري.[۱۰]

له ۱۹۹۰ کال راهیسې هېوادونو د بېوزلۍ کمولو لپاره بېلابېل اقدامات کړي او د پام وړ پایلو ته رسېدلي دي. د هغو کسانو شمېر چې په شدیده بېوزلۍ کې ژوند کوي، له ۱.۸ میلیارد څخه په ۲۰۱۳ کال کې ۷۷۶ میلیونو ته راښکته شوی دی. له دې سره سره خلک لا هم په بېوزلۍ کې ژوند کوي او نړیوال بانک اټکل کړی چې په ۲۰۲۰ کال کې به له ۴۰ تر ۶۰ میلیونه کسان په شدیده کچه بېوزله شي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ښځې د امېندوارۍ په لومړیو وختونو او پرله‌پسې امېندواریو کې له داسې خطرونو سره مخ دي چې ژوند یې ګواښي. دغه خطرونه ښايي د زده‌کړو د کچې او عایداتو د ټيټېدو لامل شي. بېوزلي پر بېلابېلو پاړکو اغېز کوي چې تر ټولو ناوړه اغېزې یې ماشومان ګالي. دغه چاره د دوی پر زده‌کړو، روغتیا، تغذیه او امنیت اغېز کوي او عاطفي او معنوي وده یې ټکنۍ کوي. د پایدارې پراختیا لومړۍ موخې ته د رسېدو خنډونه په بېوزلو هېوادونو کې د اقتصادي ودې نه‌شتون، مخ پر ودې نابرابري، مخ پر ځوړ حکومت او اقلیمي بدلونونه دي. سیمه‌ييز حکومتونه د بېوزلۍ په اړوندو مسائلو کې پوره رول لري. دغه رولونه په نړیواله کچه توپیر لري او دا دي:[۱۵][۱۶]

  • د ښاري بېوزلانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره مناسبه حکومتولي او د ځواب‌وینې او روڼتیا د لوړولو وړتیا.
  • د کاري بوختیاوو د ډېرولو لپاره د هراړخیزو زده‌کړو تضمین.
  • د هغو ټولنیزو کاروبارونو پر سوداګریزو اخلاقو کار چې پر بېوزلو او کلیوالو ټولنو اغېز کوي.

په ۲۰۲۰ کال کې تر کوویډ-۱۹ وبا وړاندې د نړیوالې بېوزلۍ د کمېدو چټکتیا ټکنۍ شوه او وړاندوېینه کېده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله موخه له لاسه ووځي. دغې وبا لسګونه میلیونه کسان په شدیده بېوزلۍ اخته کړل او د کلونو کلونو شوی پرمختګ یې په اوبو لاهو کړ. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۰ کال کې به د نړیوالې بېوزلۍ کچه له ۸.۴ څخه تر ۸.۸ سلنې پورې وي چې د ۲۰۱۷ کال د بېوزلۍ کچې ته نږدې ده. په پایله کې ویلی شو چې له ۴۰ تر ۶۰ میلیونه کسان به په شدیده بېوزلۍ اخته شي چې په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د نړیوالې بېوزلۍ لومړنی ډېروالی دی.[۱۷]

ننګونې

[سمول]

د کوویډ-۱۹ وبا اغېز

[سمول]

کوویډ-۱۹ وبا په نړیواله کچه د بېوزلۍ د ډېرېدو لومړنی لامل دی (په یوازې څو میاشتو کې ۷ سلنه ډېروالی) او په دې برخه کې یې د ۲۰ کلن پرمختګ بهیر پای ته رسولی. کابو ۳۷ میلیونه نور کسان په ۲۰۲۰ کال کې په شدیده کچه بېوزله شوي او د کوویډ-۱۹ له امله دا مهال د شدیدې بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. یو بل اټکل دغه شمېره ۷۱ میلیونه کسان ښيي چې په ۲۰۲۰ کال کې له شدیدې بېوزلۍ سره مخامخ شوي دي. د قرنطین له امله اقتصادي فعالیتونه ګډوډ شوي چې په پایله کې یې عاید کم شوی او بېوزلي یې ډېره کړې ده. راپورونه ښيي چې ځوان کارګران د بې‌کارۍ له امله د خپلو مشرانو په نسبت دوه برابره ډېر کړېږي. وړاندوېینه کېږي چې د افریقا د صحرا سوېلي هېوادونه به د بېوزلۍ د ډېرېدو تر ټولو لوړه کچه ولري، ځکه په دغه ځای کې دا مهال ډېری خلک د نړیوالې بېوزلۍ کرښې ته نږدې ژوند کوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کوویډ-۱۹ وبا تر ۲۰۳۰ کال پورې «د بېوزلۍ صفر کولو» د موخې تر څنګ د پایدارې پراختیا نورو موخو ته د رسېدو ننګونې زیاتې کړې دي. که څه هم د اړوندو اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره ډېر بدیل اقدامات کېږي، خو شته وسایل او لارې چارې نه دي توانېدلې چې بدلېدونکي اقلیم ته مناسب غبرګون وښيي.[۲۲]

تصمیم‌نیوونکي او ونډه‌وال د پایدارې پراختیا د موخو پر پرمختګ د څارنې لپاره پر وخت او باوري اطلاعاتو ته اړتیا لري. دا چې هېوادونه په ۲۰۲۰ کال کې د کوویډ-۱۹ وبا له امله قرنطین شول، د اطلاعاتو راټولولو ډېری هغه فعالیتونه وځنډېدل چې مستقیمه تکیه یې پر مرکو وه. دغې وبا د اطلاعاتو د راټولولو بهیر ودراوه. تصمیم‌نیوونکو په ځانګړې توګه په لومړیو میاشتو کې باوري اطلاعاتو ته لاسرسی نه درلود.[۲۳][۲۴]

سرچینې

[سمول]
  1. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  2. United Nations Development Programme (2016), Leaving No One Behind: a Social Protection Primer for Practitioners Archived 2020-11-13 at the Wayback Machine., Foreword, accessed 30 September 2020
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 1) SDG-Tracker.org, website
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. BMGF (2020) Covid-19 A Global Perspective - 2020 Goalkeepers Report, Bill & Melinda Gates Foundation, Seattle, USA
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. BMGF (2020) Covid-19 A Global Perspective - 2020 Goalkeepers Report, Bill & Melinda Gates Foundation, Seattle, USA
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).