د پاکستان کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاکستان په کلتور کې (اردو: پاکستان کی ثقافتین) بېلابېل قومونه له بېلابېلو ژبو سره شامل دي؛ لکه: په سویل کې؛ پنجابیان، کډوال، سارایکيان، پاهاریان ـ پوثواريان، سندیان، مکرانیان. په لوېدیځ کې؛ بلوڅان، هزاره ګان او پښتانه. په شمال کې؛ دارد، واخي، بالتیس، شنکي او بروشو ټولنې. د پاکستان د دغو قومونو کلتور په کلکه د خپلو ګاونډیانو او نورو هېوادونو؛ لکه: سویلي اسیا، ایران، ترک او همدارنګه د مرکزي اسیا او لوېدیځې اسیا د هېوادونو د کلتور تر اغېزې لاندې دی.

دغې سیمې له ډېر پخوا راهیسې د اصلي سویلي اسیا، منځني ختیځ او مرکزي اسیا په جغرافیه کې یو ځانګړی واحد جوړ کړی او د افغانستان د منځګړي موقعیت سره ورته والی لري. د توکمونو ترمنځ یې له کلتوري اړخه توپیرونه لیدل کېږي؛ لکه: جامې، خواړه او مذهب؛ په ځانګړې توګه په هغو مواردو کې چې رسم او رواج یې له اسلام نه مخکې له اسلامي ادابو سره توپیر لري. فرهنګي ریښو یې هم له ځینو لرې او بومي سیمو نه؛ لکه له هند نه یې اغېزې راخپلې کړې. پاکستان د هند برصغیر تر ټولو لومړۍ سیمه وه، چې په بشپړه د اسلام تر اغېزې لاندې راغله او له همدې امله یې یو جلا اسلامي هویت رامنځته کړ، چې د تاریخ له مخې له ختیځو سیمو نه جلا دی. [۱][۲]

ادبیات[سمول]

د پاکستان ادبیات له هغه مهاله راپیل شوي، چې کله پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې د یوه خپلواک هېواد په توګه خپلواکي ترلاسه کړه. د لوی هند د اردو او انګلیسي ادبیاتو ګډ او مشترک دود د نوي دولت له خوا په میراث پاتې شو. په یوې مهالنۍ دوره کې، په فرد پورې د پاکستان د منحصرو ادبیاتو ټولګه راڅرګنده شوه، چې پر اصلي ژبو؛ لکه: اردو، انګلیسي، پنجابي، پښتو، سرایکي، بلوڅي او سندي لیکل شوي وو.

شاعري[سمول]

شعر په پاکستان کې یو دروند او د ارزښت وړ هنر او مسلک دی. د شعر غوره بڼه تر ډېره له فارسي ژبې نه سرچینه اخلي او دلیل یې دا دی، چې له ډېر پخوا نه د سیمې واکمنان له فارسي کلتور سره تړلي وو او د هغوی ستاینه یې کوله. د سیمې په کچه هم د شعر لپاره لېوالتیا شته او د پاکستان کابو ټولې سیمه ییزې ژبې دغه میراث ته دوام ورکوي. په ۱۹۴۷ز کال کې له خپلواکۍ سره سم اردو د ملي ژبې په توګه ومنل شوه او ورسره د ملي سرود شعر هم په دې ژبه ولیکل شو. اردو ژبه د شعر له پلوه ګټور دود لري او نامتو شاعران یې؛ لکه: محمد اقبال (ملي شاعر)، میر تقي میر، غالب، فیض احمد فیض، احمد فراز، حبیب جلیب، جزیب قریشي او احمد ندیم قاسمي دي. پر اردو سربېره د پاکستان شعر د نورو ژبو ګډون هم لري. بلوچي، سندي، پنجابي، سرایکي او پښتو شعرونو ټولو د پاکستان شعر رانغاړلی دی او اغېز یې پرې کړی دی. د پاکستان د قومي غورو شاعرانو له کتاره کولای شو د خوشال خان خټک، رحمان بابا یادونه وکړو. نور شاعران یې؛ لکه: شاه عبداللطیف بهتایي، ساچال سرمست، بابا فرید، بوله شاه، وارث شاه، شاه محمد، خواجه فرید او سلطان باهو دي. [۳]

موسیقي[سمول]

د پاکستان د موسیقۍ ډولونه محلي موسیقي او دودیز سبکونه لکه قوالي دي، چې د نارینه وو له خوا غږول کېږي، سندرې ویل کېږي او طبل او غزل ګایاکي غږول کېږي، همدارنګه هغه عصري فورمونه رانغاړي، چې دودیزه او لوېدیځه موسیقي مدغموي.

پاکستان د فولکلوریکو نامتو سندرغاړو کور دی؛ لکه مرحوم عالم لوهر، چې هندي پنجاب کې هم ښه پېژندل شوی دی. د پاکستان لوېدیځو ولایتونو ته د افغانانو کډوالۍ د دې لامل شوه، چې هلته دري موسیقي رامنځته کړي او پېښور یې د افغان موسیقي پوهانو مرکز او په بهر کې یې د دې موسیقۍ د خپرولو مرکز په توګه رامنځته کړ.

نقاشي[سمول]

د ۱۶مې او ۱۸مې پېړۍ په لړ کې، د مغولو نقاشۍ په کلکه د ایراني میناتورۍ تر اغېز لاندې پراختیا وموندله. عبدالرحمن چغتایي، صغره ربابي، استادالله بخش، ابو رعنا، اعجاز انور، اسماعیل ګلګي، جمیل نقش، احمد پرویز او صادقین د  پاکستان له غورو او خلاقو نقاشانو نه دي. د پاکستان د نقلیه وسایلو هنر یو فولکلوریک هنر دی.

معماري[سمول]

د هغو سیمو معمارۍ چې اوسنی پاکستان جوړوي، کولای شو په څلورو جلا دورو یې ووېشو: مخکې تر اسلام، د اسلام پر مهال، استعمار او تر استعمار وروسته. له میلاد نه مخکې د درېیمې زریزې په اواسطو کې د هند مدنیت له پیل سره، له لویو جوړښتي امکاناتو سره په سیمه کې یو پرمختللی ښاري کلتور رامنځته شو، چې ځینې برخې یې لا تر اوسه پر ځای پاتې دي. موهنجو دارو، هاراپا او کوټ دیجي تر اسلام مخکې زمانې پورې اړوندېږي. د بودیزم، ګوپتایانو، موریانو له ظهور او د ایرانیانو او یونانیانو له نفوذ سره د یوناني ـ بودایي سبک پراختیا وموندله، چې له لومړۍ میلادي پېړۍ نه راپیلېږي.  د دې دورې د اوج ټکی له ګندار اسټایل نه په لاس راځي. د بودایي معمارۍ، د بهایي تخت د بودايي صومعې پاتې شونې په خیبر پښتونخوا کې دي. [۴][۵]

تفریح او ورزش[سمول]

د پاکستان ملي او رسمي ورزش، د چمن پر مخ هاکي دی، خو کرکټ او فوټبال په کې نامتو سپورټونه دي. د هاکي ملي لوبډله یې د هاکي لوبو د نړیوال جام څلور اتلولۍ ګټلې دي. دا اتلولۍ یې په ۱۹۷۱ز کال، ۱۹۷۸ز کال، ۱۹۸۲ز کال او په ۱۹۹۴ز کال کې وې.

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې د ۱۹۹۲ز کال د نړیوال جام اتلولي خپله کړه، په ۱۹۹۹ز کال کې یې دویم مقام خپل کړ او په ۱۹۸۷ز کال او ۱۹۹۶ز کال کې يې د ټولو لوبو کوربه توب کاوه. هغوی همدارنګه په ۲۰۰۹ز کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو اتلولۍ هم خپله کړه او په ۲۰۰۷ز کال کې یې په همدغو لوبو کې دویم مقام خپل کړ. دغې لوبډلې په ۱۹۸۶ز کال، ۱۹۹۰ز کال او ۱۹۹۴ز کال کې د اسټرالیا-اسیا جام سیالیو اتلولي ترلاسه کړه. په ۲۰۱۷ز کال کې یې د خپل سیال هند پر وړاندې د ICC نړیوال جام اتلولي وګټله. د ښځینه وو ملي لوبډلې یې تر اوسه نړیوال جام نه دی ګټلی. [۶]

خواړه[سمول]

په پاکستان کې د پخلي هنر د هندي خوړو چې د منځني ختیځ تر اغېزې لاندې دي، مرکزي اسیا او د افغاني خوړو یو ترکیب دی. په ټول هېواد کې د پخولو طرز او طریقې بېلې دي. ترخه خواړه په پنجاب او سند کې او وېشوونکي او بخار لرونکي خواړه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دود دي. د هېواد ښاري مرکزونه د ټولو سیمو د دستورالعملونو ترکیب دی، په داسې حال کې، چې د اولیه موادو لرونکي خواړه او محلي خواړه په کلیوالو سیمو او کلیوو کې شته دي.

سینما[سمول]

د پاکستان د سینما صنعت په لولیووډ سره پېژندل کېږي، چې له لاهور ښار نه اخیستل شوی دی. د فلم د تولید مرکزونه هم په کراچۍ او پېښور ښارونو کې دي. د پاکستان د فلم صنعت هر کال له څلوېښتو ډېر فلمونه وړاندې کوي. د بالیووډ فلمونه هم په پاکستان کې مشهور دي، خو له هند سره یې په وروستیو خرابو اړیکو کې دغه فلمونه تر پخوا لږ په سینما کې وړاندې کېږي.

ملي جامې[سمول]

د نارینه او ښځینه دواړو لپاره ملي جامې کامیز(کمیس) شلوار دي. دا یو ډول دودیزې جامې دي، چې په سویلي اسیا، په ځانګړې توګه په پاکستان او هند کې یې هم نارینه او هم ښځينه اغوندي. شلوار یا سلوار له پای جامې سره ورته والی لري. دا په داسې بڼه جوړېږي، چې پایڅې په پورتنۍ برخه کې پلنې او په ښنګري کې نرۍ وي. [۷]

سرچينې[سمول]

  1. Basham, A.L. (1968), Pacific Affairs, University of British Columbia, 641-643
  2. Paracha, Nadeem F. (2021-03-07). "SMOKERS' CORNER: THE POLITICS OF POP CULTURE". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Malik, Iftikhar Haider (2006). Culture and Customs of Pakistan (په انګلیسي ژبه کي). Greenwood Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-33126-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dehejia, Vidja South Asian Art and Culture. The Metropolitan Museum of Art. Retrieved on 10 February 2008
  5. The Indus Valley and the Genesis of South Asian Civilization [۱] Archived 10 June 2012 at the Wayback Machine. Retrieved on 6 February 2008
  6. World Hockey Archived 3 April 2007 at the Wayback Machine., International Hockey Federation
  7. Koerner, Stephanie; Russell, Ian (2010). Unquiet Pasts: Risk Society, Lived Cultural Heritage, Re-designing Reflexivity. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-7548-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)