د پاکستان د لومړي وزيرانو لړليک
Appearance
![Flag of the Prime Minister of Pakistan](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/fd/Flag_of_the_Prime_Minister_of_Pakistan.svg/220px-Flag_of_the_Prime_Minister_of_Pakistan.svg.png)
دا د پاکستان د لومړي وزيرانو لړليک دی. لومړي وزير ته پاکستان کې وزير اعظم يا صدر اعظم وايي. د پاکستان کوز ايوان چې ولسي جرگه نومېږي، د هېواد لومړی وزير ټاکي. لومړی وزير د پينځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. هر پينځه کاله وروسته بيا ټاکنې کېږي. بيا نوی ټاکل شوی لومړی وزير خپله کابينه ټاکي. د پاکستان حکومتي نظام لکه د برتانيوي نظام په توگه، پارلماني نظام دی او په دې هېواد کې هېوادمشر د دولت تر ټولو جگپوړی مشر نه وي او نه ډېر واک لري خو د پاکستان هېوادمشر بيا د لومړي وزير او ولسي جرگې (قومي اسمبلۍ) د منحلولو واک لري.