د پاکستان تاریخ (له ۱۹۴۷ز کال نه تر اوسه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاکستان اسلامي جمهوریت تاریخ، د ۱۹۴۷ز کال د اګسټ په ۱۴مه پیل شو، دغه هېواد د یوې مستعمرې په توګه د بریتانیا د مشترک المنافع هېوادونو په چوکاټ کې د پاکستاني خوځښت او د هند د وېش په پایله کې رامنځته شو. د پاکستاني ملت تاریخ، د هند په بر صغیر کې د محمد بن قاسم له خوا له اسلامي واکمنۍ سره پیل شو او د مغولو په دوره کې خپل اوج ته ورسېد. په ۱۹۴۷ز کال کې پاکستان له لوېدیځ پاکستان ( ننني پاکستان) او ختیځ پاکستان (اوسني بنګله دېش) نه جوړ شو. د آل انډیا مسلم لیګ مشر او بیا د پاکستان مسلم لیګ مشر محمد علي جناح واکمن شو او د مسلم لیګ عمومي منشي لیاقت علي خان لومړی وزیر شو. پاکستان د ۱۹۵۶ز کال د اساسي قانون له مخې ډیموکراټیک اسلامي هېواد وبلل شو.[۱]

پاکستان په ۱۹۷۱ز کال کې له کورنۍ جګړې او د هند له پوځي لاسوهنې سره مخامخ شو، چې په پایله کې یې د پاکستان ختیځه برخه جلا شوه او د بنګله دېش په نامه نوی هېواد رامنځته شو. دغه هېواد له هند سره هم نا حل شوي ځمکني اختلافات لري، چې په پایله کې یې څلور جګړې وشوې. پاکستان په سړې جګړې کې له امریکا سره نږدې اړیکې لرلې. د افغان – شوروي په جګړه کې یې د سني مجاهدینو ملاتړ وکړ او د شوروي ځواکونو په ماتې کې یې مهمه ونډه لرله، چې له افغانستان نه یې وتلو ته اړ کړل. دغه هېواد لا هم د ترهګرۍ، بېوزلۍ، بېسوادۍ، فساد او سیاسي بې ثباتۍ له ګواښونو سره مخامخ دی.

پاکستان یو اټومي ځواک او د اټومي وسلو اعلان شوی دولت دی، چې د ۱۹۹۸ز کال په می کې یې د خپل سیال جمهوریت هند د پینځو اټومي ازموینو په ځواب کې، شپږ اټومي ازموینې ترسره کړې. لومړۍ پینځه ازموینې یې د می په ۲۸مه او شپږمه یې د می په ۳۰مه ترسره کړې. له دې سره پاکستان په نړۍ کې اووم، په سویلي اسیا کې دویم او په اسلامي نړۍ کې یوازینی هېواد دی. پاکستان د ثابتو وسله والو ځواکونو په لرلو سره په نړۍ کې شپږم ځای لري او د خپلې بودیجې ډېره برخه پر دفاع لګوي. پاکستان د OIC بنسټ، د سارک، د ټروریزم ضد اسلامي پوځي ائتلاف، د ملګرو ملتونو، د شانګهای د همکارۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د مشترک المنافع، ARF، د اقتصادي همکاریو سازمان، او د داسې نورو په ګډون د ډېرو نړیوالو سازمانونو غړیتوب لري.

د پاکستان جوړېدل[سمول]

پاکستان د ۱۹۴۷ز کال د اګسټ په ۱۴مه (د ۱۳۶۶ل کال د روژې په ۲۷مه) خپلواکي ترلاسه کړه. یوه ورځ وروسته هند خپلواک شو. د بریتانوي هند دوه ولایتونه پنجاب او بنګال د راډکلیف کمیسیون له خوا پر مذهبي لیکو سره ووېشل شول. پر لارد ماونټ بیټن تور دی، چې د راډکلیف په کمیسیون کې یې د هند په ګټه لیکې رسمې کړې. د پنجاب لوېدیځه برخه چې مسلمانان وو، پاکستان ته لاړل او ختیځه برخه یې چې هندوان او سیکان وو، هند ته لاړل، خو د پنجاب په ختیځه برخه کې د مسلمانانو لږه کي او په لوېدیځه برخه کې یې د هندوانو او سیکانو لږه کي ژوند کوي.[۲][۳][۴]

هېڅ تصور یې نه کېده، چې د وېش له امله به د نفوسو لېږد اړین وي. له مذهبي لږه کیو تمه کېده، تر څو په هغو ایالتونو کې پاتې شي، چې دوی په کې ژوند کاوه. په هر حال، د پنجاب لپاره یوه استثنا رامنځته شوه، چې په نورو ولایتونو کې نه پلې کېده. په پنجاب کې سخت ډله ییز بغاوت پیل شو، چې د هند او پاکستان حکومتونه يې اړ کړل، تر څو په پنجاب کې د مېشتو مسلمانانو او هندو/سیک لږه کي سره په جبري ډول تبادله کړي. د دغه نفوس تر تبادلې وروسته، یوازې څو زره د ټیټې طبقې هندوان په پاکستاني پنجاب کې پاتې شول او ډېر لږ مسلمانان د هندي پنجاب په مالیرکوټلا ښار کې پاتې شول. سیاستپوه اشتیاق احمد وایي: که څه هم په پنجاب کې مسلمانانو تاوتریخوالی پیل کړی و، خو د ۱۹۴۷ز کال تر پایه په ختیځ پنجاب کې، چې څومره مسلمانان د هندوانو او سیکانو له خوا وژل شوي وو، د هغو هندوان او سیکانو په پرتله ډېر وو، چې د پنجاب په لوېدیځ کې د مسلمانانو له خوا وژل شوي وو. نهرو د اګسټ په ۲۲مه ګاندي ته ولیکل چې: تر هغه مهاله، په ختیځ پنجاب کې د هندوانو او سیکانو په پرتله دوه برابره مسلمانان په لوېدیځ پنجاب کې وژل شوي دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

تر لس میلیونه ډېر وګړي، له نوو پولو کډوال شول او د ۲۰۰۰۰۰ او ۲۰۰۰۰۰۰ تر منځ وګړي په پنجاب کې د ډله ییز تاوتریخوالي له امله ووژل شول، ځینې پوهان یې د مذهبونو ترمنځ د «د غچ اخیستلو د نسل وژنې» په توګه تشرېح کوي. د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې هندوانو او سیکانو ۵۰۰۰۰ مسلمانې ښځې تښتولې او جنسي تېری یې پرې کړی، بل خوا د هند حکومت ادعا کړې، چې مسلمانانو یې ۳۳۰۰۰ هندوې او سیکانې ښځې تښتولې او تېری یې پرې کړی. دواړو حکومتونو په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې د تښتول شوو ښځو د بېرته ستنېدو هوکړه وکړه، چې په زرګونو هندوې، سیکانې او مسلمانې ښځې خپلو کورونو ته ستنې شوې. د کشمیر پر سر جګړه، د هند او پاکستان لومړۍ جګړه شوه، چې د ملګرو ملتونو په مرسته پای ته ورسېده، خو دا د کشمیر لانجه شوه، چې تر ۲۰۲۱ز کال پورې هم حل نه شوه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

۲۰۰۸ز – ۲۰۱۲ز: څلورمه ډیموکراټیکه دوره[سمول]

لومړي وزیر ګیلاني، د څلورو ولایتونو له ګټونکو ګوندونو سره د ګډ حکومت مشري وکړه. د پاکستان سیاسي جوړښت د نیمه ریاستي نظام پر ځای پر پارلماني ډیموکراسۍ بدل شو. پارلمان د پاکستان ۱۸م اساسي قانون تصویب کړ او پلی یې هم کړ، چې د پاکستان ولسمشر د دولت پر رسمي مشر بدلوي او استبدادي او اجرائیوي اختیارونه لومړي وزیر ته سپاري. له ۲۰۰۰ز – ۱۱ز کال پورې ګیلاني د عمومي افکارو تر فشار لاندې و او له امریکا سره په همکارۍ کې یې وسله والو ځواکونو ته امر وکړ، چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د طالب ځواکونو پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي. دوی په شمال لوېدیځ کې د طالبانو ملېشې وځپلې، خو په نورو ځایونو کې تروریستي بریدونو دوام درلود. د دغه هېواد رسنۍ ډېرې آزادې شوې او د هندي رسنیو د چینلونو له بندیز سره سم د پاکستان موسیقۍ، هنر او کلتوري فعالیتونو په ملي کچه وده وکړه. [۲۰]

په ۲۰۱۰ز او ۲۰۱۱ز کلونو کې د پاکستان او امریکا اړیکې وروسته تر هغه خرابې شوې، چې د سي آی اې یوه قراردادي، په لاهور کې دوه ملکي وګړي ووژل او اسامه بن لادن د امریکا له خوا د پاکستان له پوځي اکاډیمۍ نه د یو میل په واټن کې په خپل کور کې ووژل شو. امریکا پر پاکستان د بن لادن په ملاتړ سختې نیوکې وکړې، په داسې حال کې چې ګیلاني پر خپل حکومت غږ وکړ، چې پر خپلې بهرنۍ تګلارې دې بیا کتنه وکړي. په ۲۰۱۱ز کال کې د ګیلاني له خوا د ناټو او پاکستان تر منځ تر سرحدي نښتو وروسته د ناټو د ټولو لویو اکمالاتو د بندولو لپاره ګامونه واخیستل شول. په ۲۰۱۲ز کال کې د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر روسیې ته پټ سفر وکړ، چې تر دې سفر وروسته یې له روسیې سره اړیکې ښې شوې. ګیلاني د فساد د تورونو د پلټلو لپاره د پرله پسې ځنډونو له امله محکمې ته په سپکاوی تورن شو، چې د ۲۰۱۲ز کال د اپریل په ۲۶مه له واکه لرې شو او پروېز اشرف یې ځایناستی شو.[۲۱][۲۲][۲۳]

د پارلماني دورې تر بشپړېدو وروسته، په پاکستان کې په لومړي ځل د ۲۰۱۳ز کال د می په ۱۱مه ټولټاکنې ترسره شوې. کله چې د پاکستان محافظه کار مسلم لیګ ګوند (ن) په پارلمان کې نږدې فوق العاده اکثریت ترلاسه کړ، نو له دې سره یې د هېواد سیاسي منظرې هم بدلون وکړ. نواز شریف د می په ۲۸مه لومړی وزیر شو. په ۲۰۱۵ز کال کې د پاکستان – چین تر منځ اقتصادي دهلیز پیل شو. په ۲۰۱۷ز کال کې د پاناما پېپرز قضیه د دې لامل شوه، چې شریف د سترې محکمه له خوا له صلاحیته بې برخې شي. تر هغه وروسته شاهد خاقان عباسي د ۲۰۱۸ز کال تر نیمایي پورې لومړی وزیر و. د PML – N  حکومت، د پارلمانې دورې تر بشپړېدو وروسته منحل شو. [۲۴][۲۵][۲۶]

په ۲۰۱۸ز کال کې عمومي ټولټاکنې وشوې، چې د لومړي ځل لپاره PTI (انصاف تحریک ګوند) بریالی شو. عمران خان لومړی وزیر او عارف علوي د ولسمشر په توګه وټاکل شو. په ۲۰۱۸ز کال کې د فډرالي ادارې په مشرۍ  قبایلي سیمې له ګاونډي خیبر پښتونخوا سره یوځای شوې. په ۲۰۲۰ز کال کې د کووېډ – ۱۹ وبا په ټول هېواد کې خپره شوه.

سرچینې[سمول]

  1. "Information of Pakistan". 23 July 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Niall Ferguson (2003). Empire: how Britain made the modern world. Allen Lane. د کتاب پاڼې 349. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780713996159. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۸. In particular, Mountbatten put pressure on the supposedly neutral Boundary Commissioner, Sir Cyril Radcliffe-cruelly mocked at the time by W.H.Auden- to make critical adjustments in India's favour when drawing the frontier through the Punjab. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. K. Z. Islam, 2002, The Punjab Boundary Award, Inretrospect Archived 17 January 2006 at the Wayback Machine.
  4. Partitioning India over lunch, Memoirs of a British civil servant Christopher Beaumont Archived 29 June 2017 at the Wayback Machine.. BBC News (10 August 2007).
  5. Vazira Fazila-Yacoobali Zamindar (2010). The Long Partition and the Making of Modern South Asia: Refugees, Boundaries, Histories. Columbia University Press. د کتاب پاڼي 40–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-13847-5. Second, it was feared that if an exchange of populations was agreed to in principle in the Punjab, ' there was likelihood of trouble breaking out in other parts of the subcontinent with a view to forcing Muslims in the Indian Dominion to move to Pakistan. If that happened we would find ourselves with inadequate land and other resources to support the influx.' The Punjab could set a very dangerous precedent for the rest of the subcontinent. Given that Muslims in the rest of India, some 42 million, formed a population larger than the entire population of West Pakistan at the time, economic rationality eschewed such a forced migration. However, in the divided Punjab millions of people were already on the move, and the two governments had to respond to this mass movement. Thus, despite these important reservations, the establishment of the MEO led to an acceptance of a 'transfer of populations' in divided Punjab to, 'to give a sense of security' to ravaged communities on both sides. A statement of the Indian government's position of such a transfer across divided Punjab was made in the legislature by Neogy on November 18, 1947. He stated that although the Indian government's policy was 'to discourage mass migration from one province to another'. Punjab was to be an exception. In the rest of the subcontinent migrations were not to be on a planned basis, but a matter of individual choice. This exceptional character of movements across divided Punjab needs to be emphasized, for the agreed and 'planned evacuations' by the two governments formed the context of those displacements. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Peter Gatrell (12 September 2013). The Making of the Modern Refugee. OUP Oxford. د کتاب پاڼي 149–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-967416-9. Notwithstanding the accumulated evidence of inter-communal tension, the signatories to the agreement that divided the Raj did not expect the transfer if power and the partition of India to be accompanied by a mass movement of population. Partition was conceived as a means of preventing migration on a large scale, because the borders would be adjusted instead. Minorities need not to be troubled by the new configuration. As Pakistan's first Prime Minister, Liaquat Ali Khan, affirmed, 'the division of India into Pakistan and India Dominions was based on the principle that minorities will stay where they were and that the two states will afford all protection to them as citizens of the respective states'. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. KHALIDI, OMAR (1 January 1998). "From Torrent to Trickle: Indian Muslim Migration to Pakistan, 1947—97". Islamic Studies. 37 (3): 339–352. JSTOR 20837002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ahmed, Ishtiaq. "The Punjab Bloodied, Partitioned and Cleansed". مؤرشف من الأصل في ۰۹ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Butt, Shafiq (24 April 2016). "A page from history: Dr Ishtiaq underscores need to build bridges". مؤرشف من الأصل في ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Talbot, Ian (1993). "The role of the crowd in the Muslim League struggle for Pakistan". The Journal of Imperial and Commonwealth History. 21 (2): 307–333. doi:10.1080/03086539308582893. Four thousand Muslim shops and homes were destroyed in the walled area of Amritsar during a single week in March 1947. Were these exceptions which prove the rule? It appears that casualty figures were frequently higher when Hindus rather than Muslims were the aggressors. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Nisid Hajari (2015). Midnight's Furies: The Deadly Legacy of India's Partition. Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب پاڼي 139–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-547-66921-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Talbot, Ian (2009). "Partition of India: The Human Dimension". Cultural and Social History. 6 (4): 403–410. doi:10.2752/147800409X466254. S2CID 147110854. The number of casualties remains a matter of dispute, with figures being claimed that range from 200,000 to 2 million victims. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 13 March 2015 باندې). Murder, rape and shattered families: 1947 Partition Archive effort underway. Dawn.
  14. Basrur, Rajesh M. (2008). South Asia's Cold War: Nuclear Weapons and Conflict in Comparative Perspective. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-16531-5. An estimated 12–15 million people were displaced, and some 2 million died. The legacy of Partition (never without a capital P) remains strong today ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Isaacs, Harold Robert (1975). Idols of the Tribe: Group Identity and Political Change. Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-44315-0. 2,000,000 killed in the Hindu-Muslim holocaust during the partition of India and the creation of Pakistan الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Brass, Paul R. (2003). "The partition of India and retributive genocide in the Punjab, 1946–47: means, methods, and purposes" (PDF). Journal of Genocide Research. Carfax Publishing: Taylor and Francis Group. د کتاب پاڼي 81–82 (5(1), 71–101). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۴. In the event, largely but not exclusively as a consequence of their efforts, the entire Muslim population of the eastern Punjab districts migrated to West Punjab and the entire Sikh and Hindu populations moved to East Punjab in the midst of widespread intimidation, terror, violence, abduction, rape, and murder. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Daiya, Kavita (2011). Violent Belongings: Partition, Gender, and National Culture in Postcolonial India. Temple University Press. د کتاب پاڼې 75. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59213-744-2. The official estimate of the number of abducted women during Partition was placed at 33,000 non-Muslim (Hindu or Sikh predominantly) women in Pakistan, and 50,000 Muslim women in India. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Singh, Amritjit; Iyer, Nalini; Gairola, Rahul K. (2016). Revisiting India's Partition: New Essays on Memory, Culture, and Politics. Lexington Books. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4985-3105-4. The horrific statistics that surround women refugees-between 75,000–100,000 Hindu, Muslim and Sikh women who were abducted by men of the other communities, subjected to multiple rapes, mutilations, and, for some, forced marriages and conversions-is matched by the treatment of the abducted women in the hands of the nation-state. In the Constituent Assembly in 1949 it was recorded that of the 50,000 Muslim women abducted in India, 8,000 of then were recovered, and of the 33,000 Hindu and Sikh women abducted, 12,000 were recovered. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Abraham, Taisha (2002). Women and the Politics of Violence. Har-Anand Publications. د کتاب پاڼې 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-241-0847-5. In addition thousands of women on both sides of the newly formed borders (estimated range from 29,000 to 50,000 Muslim women and 15,000 to 35,000 Hindu and Sikh women) were abducted, raped, forced to convert, forced into marriage, forced back into what the two States defined as 'their proper homes,' torn apart from their families once during partition by those who abducted them, and again, after partition, by the State which tried to 'recover' and 'rehabilitate' them. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 9 April 2010 باندې). Pakistan lawmakers approve weakening of presidential powers. CNN.
  21. Kamran Yousaf. "Khar off to Russia with love". TEX Release. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Pakistan swears in new prime minister". مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Political Instability Rises as Pakistani Court Ousts Premier". The New York Times. 20 June 2012. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "BBC News – Imran Khan: 'Pakistan will never be the same again'". BBC News. 13 May 2013. مؤرشف من الأصل في ۱۳ مې ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Nawaz Sharif's party gets majority in Pakistan Parliament". The Times of India. 19 May 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ali, Shafqat (16 May 2013). "Nawaz Sharif to be nuclear PM". Deccan Chronicle (DC). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)