د پاکستان اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاکستان اقتصاد د پیرودلو ځواک برابرۍ (پي پي پي) پر بنسټ د «جي ډي پي» له پلوه د نړۍ څلوروېشتم لوړ اقتصاد دی. د ۲۰۲۱ز کال د اټکل له مخې، دغه هیواد ۲۲۷ میلیونه (په نړۍ کې پنځم تر ټولو لوی) وګړي (نفوس) لري، د ۱،۵۶۲ امریکایی ډالرو (په نړۍ کې يو سل او شپېتم) سړي سر اسمي جي ډي پي په لرلو سره د پاکستان اسمي جي ډي پي ۳۴۷ میلیارده امریکايي ډالره ده؛ د پیرودلو ځواک برابرۍ پر بنیاد د دغه هیواد «جي ډي پي» ۱.۴۶۸ تریلیونه امریکایي ډالره ده چې د سړي سر جي ډي پي (پی پی پی) ۶۴۷۰ امریکایی ډالره کېږي (په نړۍ کې يو سل او څلوېښتم).[۱] 

پاکستان د نیمه صنعتي اقتصاد په لرلو سره یو مخ پر وده هیواد دی. بنسټيز صادراتي توکي یې ټوکر، د څرمنو توکي، د لوبو وسايل، کیماوي توکي او غالۍ/ټغرونه (وړين فرشونه) دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د پاکستان د اقتصاد د ودې قطبونه د انډس سیند په اوږدو کې پراته دي؛ د کراچۍ متنوع اقتصادونه او په پنجاب کې لوی ښاري مرکزونه، د هیواد په نورو برخو کې د لږو پرمختللو سیمو سره يو ځای موجود دي. په تیر کې د پاکستان اقتصاد د داخلي سیاسي ګډوډۍ، د نفوسو چټکې ودې او د بهرنۍ پانګونې ګډې کچې له امله زیانمن شوی و. د بهرنیو اسعارو زیرمې د کارګرانو له خوا د دوامدرې پيسو استولو له لارې پر ځای ساتل کېږي، خو د مخ پر وده اوسني کسر – کوم چې د سوداګريزې تشې د زياتېدو له اماله منځ ته راغلی، ځکه د وارداتو زياتوالي له صادراتو زيات شوی دی – کولای شي زیرمې راټیټې کړی او په منځمهالې موده کې د «جي ډي پی» وده کمه کړي. د بهرنۍ پانګونې او د بوديجې د کسر کمولو په موخه  د ټولو دولتي شرکتونو خصوصي کولو په ګډون اوسمهال پاکستان د اقتصادي ازادۍ په پړاو کې دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۲۰۲۱ز کال د مۍ تر میاشتې، د پاکستان دولت وړاندوینه کوي چې د راتلونکې ودې کچه به پنځه سلنه وي – په سويلي اسیا کې یو له لوړو کچو څخه. د نړیوال بانک په وینا، په پاکستان کې د بې وزلۍ کچې په ۲۰۰۱ز کال کې د ۶۴.۳ سلنه څخه په ۲۰۱۸ز کال کې ۲۱.۹ سلنې ته راښکته شوي. د هیواد پرمختګ کونکی لوی اقتصاد حالت د دې لامل وګرځېد چې د «موډي» پانګولو خدمات د پاکستان د پور لرلید باثباته حالت ته لوړ کړي.[۱۶][۱۷]

په ۲۰۱۷ز کال کې، د پاکستان جي ډي پي (پی پي پي) له يو تریلیون امریکایي ډالرو څخه لوړه شوه. په ۲۰۲۱ز کال کې، اټکلي جي ډي پي ۱.۳۳ تریلیون امریکايی ډالره وه. د نړیوالو توکو د بیو له لوړیدو وروسته د اوسني حساب کسر یو له هغه ننګونو څخه دی چې د هیواد اقتصاد یې اداره کوي. د ۲۰۱۹ز کال د مۍ تر مياشتې، د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په کال کې د امریکايي ډالرو په مقابل کې په سلو کې ۳۰ سلنه راکم شوی دی. په ۲۰۲۰ز کال کې د نوي میلیارده امریکايي ډالرو تړونونو سره، د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز دويم پړاو پيل شو.[۱۸][۱۹]

اقتصادي تاريخ[سمول]

لومړۍ پنخه لسيزې[سمول]

کله چې يې په ۱۹۴۷ز کال کې د برتانيې په وتلو سره د هندوستان د وېش په پایله کې خپلواکي تر لاسه کړه، پاکستان په عمده توګه یو کرنيز هیواد و. په لومړیو پنځو لسیزو (۱۹۴۷-۱۹۹۷) کې د پاکستان د اقتصادي ودې منځنۍ کچه د همدې مودې په اوږدو کې د نړۍ د اقتصاد د ودې له کچې لوړه وه. په ۱۹۶۰ز لسیزه کې د منځنۍ کلنۍ حقیقي جي ډي پي د ودې کچه ۶.۸٪ وه، په ۱۹۷۰ لسیزه کې ۴.۸٪  او په ۱۹۸۰ز لسیزه کې ۶.۵٪ وه. منځنۍ کلنۍ وده په ۱۹۹۰ز کال کې ۴.۶٪ ته راښکته شوه چې د همدې لسیزې په دويم نیمایی پړاو کې پکې د پام وړ کمښت وليدل شو.[۲۰][۲۱]

اقتصادي رغېدنه[سمول]

شاليد[سمول]

د پاکستان اقتصاد د ۲۰۰۸-۲۰۱۲ز کلونو په موده کې د بې ثباتۍ او په لوړه پیمانه د بهرنيو او داخلي ضربو (زيانونو) له امله د زيان لېدلو ځانګړتيا لرې. په هر حال، په غیر متوقع ډول اقتصاد د ډېرو منفي پیښو پر وړاندې د څلورو کلونو (۱۹۹۸-۲۰۰۲) دورې په اوږدو کې غزیدونکی (رغېدونکی) و:

  • د آسیا مالي بحران
  • اقتصادي بندیزونه – د «کولن پال» په وینا پر پاکستان تر سترګو پورې بندیزونه لږیدلي دي[۲۲]
  • د ۲۰۰۱-۲۰۰۲ نړیواله سوړبازاري
  • سخته وچکالي -  د پاکستان په تاریخ کې تر ټول بده پېښه چې شاوخوا څلور کاله یې دوام وکړ
  • د افغانستان څځه د کډوالو په پراخ راتګ سره، په ګاونډي هیواد افغانستان کې د سپتمبر د یوولسمې څخه وروسته عملیات
  • ترهګرۍ هم پر اقتصاد سخت اغېز کړی دی.

د سترو اقتصادونو اصلاحات او هيله مندۍ[سمول]

د زیاتو سرچینو له مخې، له ۲۰۰۰ز کال راپدیخوا پاکستاني دولت د پام وړ اقتصادي بیارغونې وکړې او تر ټولو ښه یې په نږدې لسیزه کې د کار پیدا کولو او د بې وزلۍ کمولو لپاره منځمهاله شونتياوې برابرول و.[۲۳]

په ۲۰۰۵ز کال کې، نړیوال بانک راپور ورکړ چې:

«پاکستان په سیمه کې لومړی او په نړۍ کې لسم اصلاح راوستونکی هېواد دی – چې د سوداګرۍ پيل کول يې اسانه کړل، د ملکیت ثبتولو لګښت يې کم کړل، د شرکتي مدیريت مقرراتو څخه د سرغړونې لپاره يې جریمې زیاتې کړې او د هر ځل بار وړلو لپاره يې د جواز تر لاسه کول شرط وګرځول چې بايد د سوداوګرو لپاره دوه کلن جواز صادرشي».[۲۴]

سوداګري کول[سمول]

د نړیوال بانک او نړیوالې مالي ټولنې د ۲۰۲۰ز کال د سوداګرۍ کولو آسانتیا شاخص په بنسټيز راپور کې پاکستان د نړۍ په ۱۹۰ هیوادونو کې ۱۰۸م ځای لري چې په دوامداره توګه د پرمختګ ښودنه کوي او له هغې مخکې کال څخه يې له ۱۳۶ شمېرې څخه ټوپ کړی. د دې نوملړ لومړي پنځه هیوادونه نیوزیلنډ، سینګاپور، ډینمارک، هانګ کانګ او سويلي کوریا وو.[۲۵]

د سوداګرۍ لپاره د اسانتيا د راوستلو په ډلبندۍ کې ښه والی او د حکومت له خوا د پانګونې لپاره برابرې لارنقشې په برابرولو سره،، د موټرو د سکتور ډیر نوي لوی شرکتونه لکه د فرانسې رینالټ، د سويلي کوریا هایونډا او کیا، چینایی جی ډبلیو فورلینډ او د المان د موټرو لوی شرکت والکسواګین د سيمه ييزو توليدونکو لکه دیوان فاروق موټورز، خالد مشتاق موټرز او یونایټډ موټورز سره د ګډو شرکتونو له لارې پاکستاني بازار ته د داخلېدو په اړه فکر کوي. د ۲۰۲۲ز کال تر مارچ پورې، یواځې د هایونډيا نیشات جی وي عملي کړای شوي دي.[۲۶]

د نږدې درې لسیزو له خلا وروسته د متحده ایالاتو د تیلو او ګازو لوی شرکت ایکسان موبایل بیا پاکستان ته راوګرځید او په ۲۰۱۸ز کال په مۍ مياشت کې يې د ساحلي سيمو په کيندنو کې ۲۵٪ برخه تر لاسه کړه،  لومړيو کتنو وښوده چې د سمندر په څنډو کې د «هایدروکاربن» د لویو زیرمو د موندلو شونتيا شته.[۲۷]

د پاکستان د بې ثباته بهرنیو اسعارو زیرمو ته وده ورکولو لپاره، قطر د درې میلیارده امريکايي ډالرو پانګونې او زیرمو اعلان وکړ. د ۲۰۱۹ز کال په وروستيو کې، قطر لومړي ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالره پاکستان ته واستول.[۲۸][۲۹][۳۰]

ونډو[سمول]

د ونډو بازار[سمول]

لکه چې د «سوداګرۍ اونۍ» (Business Week) په نوم نړیوالې مجلې اعلان کړی، د یوویشتمې پیړۍ په لومړیو څلورو کلونو کې، د پاکستان «KSE» ۱۰۰ شاخص په نړې کې تر ټولو ښه د ونډو بازار شاخص و. په ۲۰۰۵ز کال کې د نړیوال بانک له خوا په پاکستان کې فهرست شويو شرکتونو د ونډو بازار پانګونه ۵۹۳۷ میلیونه امريکايي ډالره وه. خو په ۲۰۰۸ز کال کې، د ټولټاکنو، نامعلومه سیاسي چاپیریال، د هېواد په لوېدیځو پولو کې د اورپکو زیاتوالي او د انفلاسیون زیاتوالي او د جاري حساب له کسر وروسته پایله دا وه چې د کراچۍ د ونډو بازار کې د پام وړ کمښت راغی. په پایله کې، د پاکستان شرکتي سکتور (د سوداګرۍ برخې) په وروستیو کې په هېښونکي ډول سقوط وکړ. په هر حال، بازار په ۲۰۰۹ز کال کې بیرته په پیاوړي ډول ورغېد او دغه بهير په ۲۰۱۱ز کې هم جریان درلود.[۳۱][۳۲]

په ۲۰۱۴ز کې د ونډو بازار په نامعلومو سیمو کې راښکته شو، ځکه چې د «KSE» شاخص معيار ۹۰۷ نقطې (۳.۱٪) ته لوړ شو او د ۳۰۰۰۰ نقطې خنډ څخه تیر شو، څو نوې لوړې نقطې ته نږدې شي، دا هر څه څو ورځې وروسته له هغې منځ ته راغلل چې «موډیز» اعلان وکړ چې دوی د پنځو سترو پاکستاني بانکونو ليدلوري له منفي څخه باثباته ته نوي کوي، په پايله کې يې د بانکدارۍ په سکتور کې پراخه پيرودونه وشوه. د ۲۰۱۶ز د جنورۍ په يوولسمه نېټه، د کراچۍ د ونډو بازار، د لاهور دونډو بازاز او اسلام اباد د ونډو بازار د پاکستان ونډو بازار په نوم سره رايوځای شول، موخه يې دا وه چې د بازار وېشل کېدل کم کړي او د تخنیکي مهارتونو چمتو کولو لپاره اړین ستراتیژیکي شراکتونو راجلبولو لپاره پیاوړی حالت جوړ کړي.[۳۳][۳۴]

د ۲۰۱۷ز کال په مۍ مياشت کې د ونډو بازار شاخصونو او تحلیلي وسایلو امریکايي چمتو کوونکو، «MSCI» په خپل نيم کلن شاخص بیا کتنه کې تايید کړه چې د پاکستان د ونډو بازار (PSX) له ښه تاسيس شوي بازار څخه د مخ پر وده بازار په توګه ډلبندي شو. د یو مخ پر ودې بازار په توګه د ونډو بازار د بيا ډلبندي کېدو په خوښۍ کې د PSE-۱۰۰ شاخص هغه مهال یو بل پړاو ته مخه کړه، کله چې شاخص د ۶۳۶.۹۶، یا ۱.۲۳٪، زیاتوالی ثبت کړ، څو په ۵۲۳۷۸.۸۷ پای ته ورسید. په ۲۰۱۸ مالي کال کې، د ونډو بازار د تیر مالي کال په پرتله ۷.۱٪ منفي وده ښودلې او په منځني ډول ۴۷۰۰۰ نقطو ته ولاړه. د پاکستان د ونډو بازار فعاليت په ۲۰۲۱ مالي کال د پام وړ و. د ۲۰۲۰ز جولای څخه تر ۲۰۲۱ز کال اپریل پورې موده کې، د معياري KSE – ۱۰۰ شاخص د ۳۴۸۸۹.۴۱ نقطو څخه ۴۴۲۶۲.۳۵ نقطو ته وده وکړه. د پاکستان د ونډو بازار د لومړنۍ کرونا له امله د اقتصادي سقوط له لارې هم په بریالیتوب سره ځواک تر لاسه کړ او په ۲۰۲۰ز کال کې یې د (اسیا غوره ونډو بازار او په نړۍ کې څلورم غوره فعالیت کونکي بازار) لقب خپل کړ. د KSE-۱۰۰ شاخص په ټول کال کې مخ په بره تګ ته دوام ورکړ. په KSE-۱۰۰ شاخص کې زیاتوالی له کرونا وروسته د حکومت د لویې محرکې کڅوړې، د مرکزي بانک مستحکمې تګلارې کچې، په تولید کې په لویه پیمانه زیاتوالي، په بهرنیو حسابونو کې پرمختګ او د پاکستان د امنیت او تبادلې کمیسیون (SECP) او PSX له خوا وړاندې شويو اصلاحاتو په مټ منځ ته راغلی و.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Report for Selected Countries and Subjects". IMF (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Faryal Leghari (3 January 2007). "GCC investments in Pakistan and future trends". Gulf Research Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Quid Pro Quo 45 – Tales of Success" (PDF). Muslim Commercial Bank of Pakistan. 2007. د کتاب پاڼې 2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Malcolm Borthwick (په 1 June 2006 باندې). Pakistan steels itself for sell-offs. BBC News.
  5. Henneberry, S. (2000). "An analysis of industrial–agricultural interactions: A case study in Pakistan" (PDF). Agricultural Economics. 22: 17–27. doi:10.1016/S0169-5150(99)00041-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "World Bank Document" (PDF). 2008. د کتاب پاڼې 14. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Pakistan Country Report" (PDF). RAD-AID. 2010. د کتاب پاڼي 3, 7. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Design, Websynergi. "Pakistan Trade, Pakistan Industries, India Pakistan Trade Unit". iptu.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Pakistan's Top 10 Exports 2020". www.worldstopexports.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "World Bank Document" (PDF). 2008. د کتاب پاڼې 14. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Arquivo.pt". arquivo.pt. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Privatisation process: Govt to sell assets in sole offering". The Express Tribune. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Fiscal Sustainability: A Historical Analysis of Pakistan's Debt Conundrum. Emerging Markets: Theory & Practice eJournal. Social Science Research Network (SSRN). Accessed 1 July 2019.
  14. http://web.worldbank.org/WBSITE/EXTERNAL/DATASTATISTICS/0,,contentMDK:20421402~pagePK:64133150~piPK:64133175~theSitePK:239419,00.html#Low_income World Bank Country Classification Groups "Archived copy". Archived from the original on ۲۴ مې ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), (July 2006 data)
  15. Declan Walsh (په 18 May 2013 باندې). Pakistan, Rusting in Its Tracks.
  16. "Pakistan growth to hit decade high". wionews.com. 24 May 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۴ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Moody's Report on Pakistan". www.moodys.com. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 17 July 2017 باندې). Pak GDP in terms of purchasing power parity crosses $1 trillion. The News.
  19. "World Economic Outlook Database, April 2022". IMF.org. International Monetary Fund. 19 April 2022. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. www.accountancy.com.pk (PDF) https://web.archive.org/web/20130304222913/http://www.accountancy.com.pk/docs/economic-social-indicators-pakistan-2005-06.pdf. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  21. www.statpak.gov.pk (PDF) https://web.archive.org/web/20101113152918/http://www.statpak.gov.pk/depts/fbs/statistics/national_accounts/table2.pdf. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ نومبر ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  22. (په 13 September 2001 باندې). Bush administration puts pressure on Pakistan (Sept 13 2001). CNN
  23. "Pakistan: Economic Reforms And Privatisation Overview" (PDF). londonstockexchange.com. 12 November 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Doing Business in 2006: South Asian Countries Pick up Reform Pace, says World Bank Group; India Ranks 116th, 25 Places After China; Pakistan Among Top 10 Reformers". 12 September 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Doing Business 2019 – 17th edition" (PDF). doingbusiness.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "New auto players to invest over $800m in Pakistan". tribune.com.pk. 7 January 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "ExxonMobil set for comeback in Pakistan after nearly three decades: Report". profit.pakistantoday.com.pk. 26 November 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 29 June 2019 باندې). Qatar Sends First Tranche of $3 Billion Payment to Pakistan. Bloomberg.
  29. "Qatar sends $500 million payment to Pakistan". Pakistan Today. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 24 June 2019 باندې). Qatar will invest $3 billion in Pakistan, state news agency says. Reuters.
  31. "Data – Finance". Web.worldbank.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. . Pakistan-Sri Lanka trade zooming to US$ one billion mark.
  33. "Weekly review: KSE-100 crosses 30,000 points to hit all-time high". The Express Tribune. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Pakistan Stock Exchange formally launched Index". DAWN News. 11 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Market dips as MSCI reclassifies PSX to Emerging Markets Index". DAWN News. 16 May 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "KSE-100 ends shy of 52,400, gains over 600 points". The Express Tribune. 15 May 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Pakistan's Economy Skyrockets". Twitter. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Pakistan economic survey" (PDF). Finance Division. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)