د پاچايي نظام له منځه وړل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاچايي نظام (بادشاهت) له منځه وړل يا د شاهي حکومت مخالفت يو قانوني يا انقلابي خوځښت دی، څو په حکومت او عموماً په ميراثي نظام کې پاچايي عناصر له منځه يوسي.

د قانوني پاچايۍ لاندې د محدود حکومت په پلوۍ د مطلق العنانې پاچايۍ له منځه وړل، د شاه پالنې مخالفت يوه کمه بنسټپال بڼه ده چې په يو شمېر داسې ملتونو کې بريا ته رسېدلې، کومو کې چې اوس هم پاچايي پر ځای ده، لکه انګلستان، اسپانيه او تايلينډ.

د پاچايۍ د ختمولو چاره په ګڼو لارو تر سره شوې ده چې د پاچايۍ ختمول، قانون جوړولو کې اصلاحات، اوښتون (انقلاب)، کودتا او د استعمار (نيواک) ختمول پکې شامل دي. په شلمه پېړۍ کې د پاچايۍ ختمولو پېښې زياتې شوې، په داسې حال کې چې د ۱۹۱۴ او ۲۰۱۵ز کلونو تر منځ په اروپا کې د پاچايو شمېر له دوه ويشتو څخه دولسو ته راښکته شو او د جمهوريتونو شمېر له څلورو څخه څلوردېرشو ته لوړ شو. په يو شمېر پخوانيو مستعمرو کې د استعمار ختمول او خپلواکي د پاچايو د ختمېدو لامل وګرځېدل لکه چې انګلستان د مستعمرو ختمول پيل کړل.

د پاچايۍ په ختمولو کې د برابرۍ غوښتنه او د طبقاتي نظام ضد اندونه، د يو داسې نظام له منځه وړل چې په ممکنه ډول د بل راتلونکي نظام مخالف وي (لکه هغه څه چې په ۱۹۴۷ز کال کې په رومانيا کې پېښ شول)، د غېر جمهوري او ميراثي ادارو مخالفت، د پاچايۍ له وخت سره نا مناسب يا وخت تيری بلل او يا د يو ځانګړي پاچا يا واکمنې کورنۍ مخالفت کول د پاچايۍ د ختمولو محرکات (توخې) دي. په ډېرو مستعمرو او پخوانيو مستعمرو کې، د يو استعماري دولت د پاچايۍ د اغېز ختمول د استعمار څخه د خلاصون برخه بلل کېږي. د ټولګټو په ډېرو قلمرونو کې، شونې ده چې پاچايۍ ته د يوۍ بهرنۍ ادارې په سترګه وکتل شي چې د ملي هويت يا ملي خپلواکۍ خلاف ده.[۱][۲]

په یو ویشتمه پېړۍ کې، ځېنې هغه هېوادونه چې پاچايۍ دي، يو شمېر د پام وړ جمهوري خوځښتونه لري، لکه اسپانيا او استراليا.[۳][۴]

د شلمې پېړۍ له پيل راهيسې، د پاچاييو بيا واک ته رسېدل په نسبي ډول کم دي. په بېلګو کې يې د اسپانيې پاچايي، کومه چې له ۱۹۴۷ز کال راهيسې تش په نوم د خالي تخت نائب السلطنتي وه، خو د بوربن واکمنه کورنۍ په ۱۹۷۵ز کال کې بيا واک ته ورسول شوه؛ په ۱۹۹۰ز کال کې له ختمېدو او د خليج له جګړې وروسته په ۱۹۹۱ز کال کې د کويت د امير بيا واک ته رسېدل او په ۱۹۹۳ز کال کې د يو مارکسي-لينني جمهوريت څخه په انتخابي پاچايۍ د کمبوډيا بدلېدل شامل دي.

لرغونې نړۍ[سمول]

سياسي تيوري[سمول]

کورنۍ جګړه او د انګلستان جمهوريت[سمول]

د «اوليور کروم ويل» په مشرۍ په ۱۶۴۹ز کال کې، پاچا لومړی چارلس د لوړ خيانت له امله محاکمه شو، مجرم وبلل شو او اعدام شو. په دې سره د انګلستان کورنۍ جګړه پای ته ورسېده، په پايله کې يې د انګلستان پارلمان د انګلستان پاچايي نسکوره کړه او د انګلستان د جمهوريت پړاو يې پيل کړ (کوم چې د درې پاچاييو د جګړې په نوم پېژندل کېږي). يوولس کاله وروسته، په ۱۶۶۰ز کال کې، محدوده  پاچايي بېرته پر ځای کړای شوه، خو د خپلواک پارلمان له خوا اداره کېده.[۵][۶]

د انګلستان په پاچايۍ کې، د ۱۶۸۸ز کال پرتمين انقلاب د اساسي قانون پر بنسټ ولاړه پاچايې (مشروطه پاچايي) لا پسې مخکې يوړه، خو د ځينو قوانينو په مټ محدوده کړای شوې وه، لکه د ۱۶۸۹ د حقوقو قانوني سند او د ۱۷۰۱ د جوړجاړي قانون. په ورته وخت کې، په سکاټلينډ کې، د ۱۶۸۹د حق د ادعا قانون د د شتمنيو کنوانسيون په واسطه نافذ کړای شو، کوم چې همدې ته ورته محدوديتونه د سکاټلینډ په پاچايۍ هم ولګول.

اتلانتیک انقلابونه[سمول]

امريکايي[سمول]

په ۱۷۶۵ز کال کې پيل شوي د تدريجي انقلاب په پايله کې په متحده ايالاتو کې د پاچايۍ منظم مخالفت وده وکړه، ځکه چې نېواکګرو د مالياتو د مسئولينو سره د پرېکون او غندلو په مټ د سټامپ ماليې (د رسمي سندونو پر سر ماليې) په وړاندې مقاومت وکړ. په داسې حال کې چې دوی د انګلستان د پارلمان د واکمنۍ تابع وو (ځکه چې له ۱۶۶۰ راهيسې پاچايي يوه محدوده پاچايي وه)، د شمالي امريکا اتباع په چټکۍ له پارلمان سره په ټکر کې واقع شول، کوم پارلمان چې د شمالي امريکا د پارلمان استازو ته څوکۍ نه ورکولې. په ۱۷۷۶ز کال کې د خپلواکۍ په اعلان سره، د پاچايۍ ضد تبليغاتو په پايله کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول، کومو چې په منظم ډول د پاچايۍ نښې له منځه يوړې. د بېلګې په ډول، په نيويارک ښار کې د جورج درېيم په اس سپره يوه مجسمه رانسکوره کړای شوه. د پارلمان وفادار په ځانګړي ډول د تعصبي بريدونو تر اغېز لاندې راغلل او لسګونه زره د برتانوي کاناډا پر لور روان شول. پاتې شوې شتمنۍ د تصويب شويو نويو قوانينو په مټ د ديارلسو نويو جوړو شويو ايالتونو څخه هر يو مصادره کړې. د برتانوي پاچايۍ ښودونکې د نیواکګر پړاو بېلګې په متحده ايالاتو کې ډېرې کمې موندل کېدې. په هر حال، ټول احساسات د پاچايۍ له مخالفت سره برابر نه و. د يو دولت په سر کې د يوې پاچايۍ عادي شونتيا پر ځای پاتې شوه، په دې ډول چې ځينو امريکايانو ولسمشرۍ ته د پاچايۍ په سترګه کتل، د جمهوريت يو قيصر، په نوي جمهوريت کې يو ابتدايي بحث و.[۷][۸][۹][۱۰]

هايتيان[سمول]

فرانسه[سمول]

په ۱۵۸۱-۱۷۹۵ کې د هالنډي جمهوريت تر څنګ، په تاريخ کې د پاچايۍ د ختمېدو يوه تر ټولو مهمو پېښو څخه په ۱۷۹۲ز کال کې د فرانسې د انقلاب پر مهال د فرانسې د پاچايۍ ختمول و. وروسته د فرانسې پاچايي په بېلا بېلو وختونو کې په مختلفو کچو بيا واک ته ورسېده. ناپيليون چې په لومړيو کې د جمهوري انقلاب يو اتل و، په ۱۸۰۴ز کال کې يې د سترواک په توګه تاج پر سر کېښود، په ۱۸۱۵ز کال کې د بوربن واکمنۍ بيا پر ځای کېدو د هغه ځای ونيو، د دې واکمني ځای بیا په خپل وار سره په ۱۸۳۰ز کال کې زيات ليبرال «جولي پاچايۍ» ونيو. د ۱۸۴۸ز کال انقلاب په څرګند ډول د پاچايۍ مخالفت يو پاڅون و، کوم چې د لنډې مودې لپاره د دويمې فرانسوي جمهوريت د شاهي مشرانو ځای ونيو. لويس ناپيليون بوناپارټ دويمه فرانسوي سترواکي (۱۸۵۲-۱۸۷۰) جوړه کړه، جمهوري اړخونه يې پر ځای وساتل، خپل ځان يې د دولت په منځ کې وساته، تر دې چې په فرانسوي پروشيايي جګړه کې يې له ماتې وروسته د نسکورېدو لامل وګرځېد، د دې په پايله کې درېيم فرانسوي جمهوريت منځ ته راغی او په فرانسه کې پاچايي په حتمي ډول پای ته ورسېده. پاچاپلوۍ چې د ۱۸۷۱ز کال له ټولټاکنو وروسته يې په ملي اسامبلۍ کې اکثريت تر لاسه کړی و، د روانې پېړۍ په اوږدو کې کرار کرار پای ته ورسېده.[۱۱][۱۲]

نولسمه پېړۍ[سمول]

افريقا[سمول]

مداګاسکر

د مداګاسکر پاچايي چې د «مرينا سلطنت» په نوم هم پېژندل کېږي، په ۱۸۹۷ز کال کې هغه مهال پای ته ورسېده، کله چې فرانسې دا هېواد خپله مستعمره وګرځوله او ملکه «رناولونا درېيمه» يې له واکه لرې کړه.

زمبابوی

په ۱۶۲۹ز کال کې، «موينيموټاپا» هڅه وکړه چې پرتګاليان له واکه لرې کړي. نوموړی ناکام شو او بالعکس هغه خپله له واکه لرې شو او پرتګاليانو «Mavura Mhande Felipe» په تخت کېناوه. په ۱۹۱۷ز کال کې، د واکمنې کورنۍ وروستی پاچا «Mambo Chioko» د پرتګاليانو پر ضد جګړه کې ووژل شو.

امريکاګانې[سمول]

مکسيکو

د مکسيکو لومړۍ سترواکۍ د ۱۸۲۱ز کال د خپلواکۍ له اعلان څخه وروسته بيا د ۱۸۲۳ز کال د مارچ په مياشت کې د سترواک تر استعفاء پورې موجوده وه. لنډمهالي حکومت واک په لاس کې واخيست او په ۱۸۲۴ز کال کې لومړی مکسيکويي جمهوريت اعلان شو. د درېيم ناپيليون تر واکمنۍ لاندې د فرانسې د لاسوهنو له امله د مکسيکو دويمې سترواکۍ د ۱۸۶۴ څخه تر ۱۸۶۷ز کال پورې دوام وکړ، تر هغه وخته کله چې دې سترواکۍ سقوط وکړ او ستر واک د مکسيکو لومړي مکسيمليان اعدام شو.

برازيل

په برازيل کې پخوا په ۱۸۱۵ز کال کې د پرتګال، برازيل او الګارويس د متحده سلطنت (په دوی کې برازيل يو بنسټيز ايالت و) له خوا په رسمي ډول پاچايي قايمه شوې وه، همدا پاچايي په ۱۸۲۲ز کال کې د برازيل په سترواکۍ بدله شوه او په ۱۸۸۹ز کال کې هغه مهال پای ته ورسېده، کله چې سترواک «دويم پيډرو» د جمهوري پوځي کودتا په پايله کې له واکه لرې کړای شو (د جمهوريت حيثيت په ۱۹۹۳ز کال د يوې ټولپوښتنې په واسطه تاييد شو، په کومه کې چې ۸۶٪ رايې د جمهموري حکومت په پلوۍ کارول شوې وې).

سرچينې[سمول]

  1. "We need to abolish the monarchy – because it's not fair on anyone, including the royals". The Independent. 19 May 2018. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "'Essentially, the monarchy is corrupt' – will republicanism survive Harry and Meghan?". The Guardian. 9 May 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Royal families: The countries that feel the strongest about abolishing their monarchies". QZ. 18 May 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Does the monarchy have a future?". Dhaka Tribune. 11 January 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Restoration of a Limited Monarchy in England: Definition & History, " Study.com, last accessed 28 December 2019. https://study.com/academy/lesson/the-restoration-of-a-limited-monarchy-in-england.html
  6. Haley, K.H.D. (1985), Politics in the Reign of Charles II, Oxford: Basil Blackwell, کينډۍ:ISBN
  7. "Stamp Act crisis and significance, " University of Massachusetts History Club, last accessed 28 December 2019. http://www.stamp-act-history.com/stamp-act/stamp-act-crisis-significance/
  8. Maya Jasanoff (2012). Liberty's Exiles: American Loyalists in the Revolutionary World. Random House. د کتاب پاڼې 357. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400075478. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mark Boonshoft "Dispossessing Loyalists and Redistributing Property in Revolutionary New York," The New York Public Library, 19 September 2016, Last accessed 26 December 2019. https://www.nypl.org/blog/2016/09/19/loyalist-property-confiscation
  10. Note for example: Breen, Timothy H. (2016). "4: Voices of the People". George Washington's Journey: The President Forges a New Nation. New York: Simon and Schuster (نشر 2017). د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781451675436. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۷. If most Americans saw the danger of addressing Washington as their American Caesar - he had absolutely no interest in becoming emperor - they nevertheless found it surprisingly appealing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Everdell, William R. (2000). The End of Kings: A History of Republics and Republicans. Chicago: University of Chicago. د کتاب نړيواله کره شمېره 0226224821. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Compare the 1871 election results with those of the end of the century in which monarchist candidates barely attained any seats