Jump to content

د پاپ اړوند خلافت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پاپ اړوند خلافت
اړوند
په نامه د
apostle (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
ځانګړې وېشنيزه

د پاپ اړوند خلافت هغه میتود دی چې له مخې یې ځینې مسیحي فرقې د مسیحې کلیسا خدمت له حواریونو څخه د پر له پسې ځایناستوالې نه را اخلي، چې معمولاْ دا ادعا لري چې ځایناستوالی یا خلافت د یو لړ اسقفونو (بایشاپونو) له لارې تر سره کېږی. انګلیکان، ختیځه کلیسا، ختیځ ارتودوکس، هوسي، موراویان، لرغونی کاتولیک، شرقي ارتودوکس، کاتولیک او د سکانډنیوي لورتران دودونه پر دې اند دي چې «یو بایشاپ یا اسقف نه شي کولای منظم یا معتبر فرمانونه ولري، مګر دا چې د پاپ اړوند دې خلافت کې تقدیس شوی وي». دا روایتونه تل د نورو ټولو دودونو اسقفي تشریفات معتبر نه بولي.[۱][۲][۳][۴][۵]

دغې لړۍ ته په اصل کې د یوه ځانګړې ځای د اسقفونو په سترګه کتل کېدل چې د یوه یا څو خلفاوو له خوا جوړ شوي وو. د تاریخ لیکونکي، جسټو ایل. ګونزالیز په خبره، په اوسني وخت کې د پاپ اړوند خلافت په عمومي توګه د اسقفونو د ټولګې په معنی ده، د هغوی رویت ته له کتلو پرته، چې هغوی هر یو یې بیا د نورو اسقفونو له خوا تقدیس شوي دي. د کاتولیک کلیسا او ارتودوکس کلیسا تر منځ د الهیاتو د ډیالوګ د ګډ نړیوال کمېسیون په حواله، د «پاپ اړوند خلافت» د واک له لېږد پرته کوم بل څه نه دي. دا په کلیسا کې ځایناستوالی دی چې د رسولي ایمان شاهد دی او د نورو کلیساوو اړوند بیا شاهدان همغه د رسولي ایمان لرونکي خلک دي. د جامع کلیسا مشر د کلیسا د حواریونو په زړه کې د اسقف د ځای پر ځای کولو په برخه کې مهم رول لوبوي، خو له انتصاب وروسته، اسقف په خپله کلیسا کې په خپله د رسالت ضامن ګرځي او د رسولانو ځایناستی کېږي.[۶][۷][۸]

هغه کسان چې د رسولي د ځایناستوالي اهمیت ته د اسقف د لاسونو د ښودلو له لارې متوسل کېږي، هغوی نوي عصر ته متوسل کېږي چې د هغوی په خبره، د شخصي رسولي ځایناستوالي متضمن ده (د بېلګې په توګه له پولیس څخه نیولي تر تیموتاړوس او تیتوس پورې). هغوی همداشان د لومړنۍ کلیسا نورو اسنادو ته په تېره بیا د کلمنټ لیک، ته متوسل کېږي. په دې برخه کې، کلمنټ په ډاګه بیانوي چې رسولانو بایشاپ یا اسقف د ځایناستي په توګه منصوب کړل او امر یې وکړ چې دا بایشاپان دې په خپل نوبت سره خپل ځایناستي وټاکي. دې خبرې ته په کتو سره، د کلیسا دا ډول رهبران نه باید پرته له کوم دلیل او په دې بڼه له دندې ګوښه کړل شي. سربېره پر دې، په کلیسا کې د بایشاپانو د شخصي رسولي ځایناستوالي د اړتیا پلویان، د لومړۍ ناوېشل شوې کلیسا (۴۳۱ ز کال پورې) نړیوالې کارکړنې ته اشاره کوي، وړاندې تر دې چې هغه د ختیځ کلیسا، اوریڼټل ارټوډوکس او ختیځ اورټوډوکس کلیسا باندې ووېشله شي.[۹]

ځینې مسیحیان، له هغې ډلې د ځینو ناسازګارو پروټیسټانو په ګډون، له دغه ډول تداوم څخه انکار کوي او د هغوی اړوند تاریخي ادعاګانې په کلکه سره تر شک او تردید لاندې نیول شوي دي. انګلیکن عالم، اریک جې، جی لیکي چې د جزمي د اساسي قانون Lumen gentium (1964) په درېیم څپرکي کې د بایشاپ د ظهور په اړه وړاندې شوی رپوټ «ډېر نیمګړی دی او د مسیحي خدمت په لومړني تاریخ کې له زیاترو ابهاماتو څخه سترګې پټې شوي دي».

د نورو پروټیسټانو برسېره، ځینې انګلیکان پر دې باور دي چې د رسولي ځایناستوالی «همداشان ممکنه ده د رسولانو له وخت څخه تر اوسه پورې د اعتقادي تعالیمو د تداوم په توګه درک کړل شي». د بېلګې په توګه، د بریتانیا د مټډیسټ کنفرانس «ریښتینی تداوم» د پخوانيو عصرونو له کلیسا سره د «مسیحي تجربې تداوم، د واحدې روح په ورکړې کې ګډون، واحد خدای ته د وفادارۍ تداوم، مستمر اعلان، د رسالتې د منلو دوام» کې یو ځای راولي.[۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Guidry, Christopher R.; Crossing, Peter F. (1 January 2001). World Christian Trends, AD 30 – AD 2200: Interpreting the Annual Christian Megacensus. William Carey Library. مخونه 307. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780878086085. A number of large episcopal churches (e.g. United Methodist Church, USA) have maintained a succession over 200 years but are not concerned to claim that the succession goes back in unbroken line to the time of the first Apostles. Very many other major episcopal churches, such as the Roman Catholic, Orthodox, Old Catholic, Anglican, and Scandinavian Lutheran, make this claim and contend that a bishop cannot have regular or valid orders unless he has been consecrated in this apostolic succession. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Konečný, Šimon (1995). A Hope for the Czechoslovak Hussite Church. Reformed Theological Seminary. مخونه 86. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Apostolic succession. Encyclopædia Britannica. 4 January 2007. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. González, Justo L (2005). Essential Theological Terms. Westminster John Knox Press. مخونه 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-22810-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "II,4", The Mystery of the Church and of the Eucharist in the Light of the Mystery of the Holy Trinity, 1982 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Apostolic succession", The Sacrament of Order in the Sacramental Structure of the Church with Particular Reference to the Importance of Apostolic Succession for the Santification and Unity of the People of God, 1988 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Adam, Karl. The Spirit of Catholicism. Doubleday, 1957 p. 20
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. "apostolic succession".. (2005). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-280290-3. 
  12. "Apostolic Succession". The Columbia Encyclopedia (sixth). (2004). Columbia University Press.  Archived 4 June 2011 at the Wayback Machine.