د پايښت وړ ښار جوړونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پايښت وړ يا تل پاتې ښار جوړونه هم د ښارونو او هم يې د جوړولو د لارو چارو څېړلو ته وايي، چې د خلکو او ځای په اړه د مصرف يا استهلاک، ککړتيا او زيان رسونکو اغېزو د کمښت له لارې د هغوی اوږد مهاله پايښت ته پر وده ورکولو باندې تمرکز کوي، په داسې حال کې چې د خلکو او ځای دواړو ټوليز ښه والی يا هوساينه لوړوي. په هوساينه کې د نورو ګڼو عواملو له ډلې فزيکي، ايکولوژيکي، اقتصادي، ټولنيزه، روغتيايي او د برابرۍ عوامل شامل دي، چې ښارونه او وګړي يې رانغاړي. د معاصرې ښاري جوړونې په برخه کې د ښارونو اصطلاح له ښارګوټو څخه تر ښارونو، لويو ښارونو او خورا سترو ښاري سيمو پورې د انساني استوګنو بېلابېلو کچو ته ويل کېږي، چې د يادو سيمو چاپيريال، کليوالي سيمې يا له ښار څخه د باندې سيمې رانغاړي. پايښت د خپلو اړوند لارو چارو د منظرې معمارۍ، معمارۍ او مدني او چاپيريالۍ انجينرۍ تر څنګ په ښاري پلان جوړونه او د ښاري ډيزاين کې د ملکي لارې چارې کليدي برخه ده. شنه ښاري جوړونه [په ښار جوړونه کې د پوره کچې نباتاتو د کرنې عمل] او ايکولوژيکي ښار جوړونه له تل پاتې ښار جوړونې سره ورته دوه نورې عامې اصطلاحګانې دي، په داسې حال کې چې يادې اصطلاحګانې پر طبيعي چاپيريال او ايکوسيستمونو باندې د زيات او پر اقتصادي او ټولنيزو اړخونو باندې د لږ تمرکز کونکو په توګه تشرېح کېدلی شي. د ځمکې د پرمختګ لارې چارې هم د پايښت وړ يا تل پاتې ښار جوړونې پورې اړه لري، چې تل پاتې پرمختګ ورته وايي او په فزيکي ډول د پايښت وړ ودانيو د جوړونې بهير دی. همدا راز د ښاري پلان جوړونې لارې چارې هم له يادې برخې سره اړيکه لري، چې چټکه وده يا د ودې مديريت ورته وايي او د ښاري استوګنو د پلان جوړونې، طرحه کولو او ودانولو بهيرونه په ګوته کوي، چې د پايښت د معيارونو او اصولو له مخې د نه پلان کولو په پرتله د زيات دوام وړ دي. [۱][۲][۳][۴]

اصطلاح[سمول]

د تل پاتې ښار جوړونې اصطلاح وياړ په ۱۹۹۰ ز لسيزه کې انګليستان کې د کمبريج پوهنتون د پروفيسورې سوسن اووينس “Professor Susan Owens” د دوکتورا دورې د زده کونکي او د معمارۍ د برخې د اوسني پروفيسور فليپ ټاب له نظره د نوموړې په برخه دی. د پايښت وړ ښار جوړونې په نوم د پوهنتون د فراغت لومړنۍ خپرونه په ۲۰۰۲ ز کال په تکزاس ای اينډ ام پوهنتون “Texas A&M University” کې د مايکل نيومن او فليپ ټاب نومي پروفيسورانو له لورې رامنځته شوه. اوس په نړيواله کچه په دې نوم د پوهنتون لسګونه پروګرامونه شته. د ګوګل سکالر د معلوماتو له مخې تر ۲۰۱۸ز کال پورې په سلونو پوهنيزې مقالې، کتابونه او خپرونې شته، چې سرليکونه يې د پايښت وړ ښار جوړونې کټ مټ ويي او په زرګونو مقالې، کتابونه او خپرونې شته، چې ياده کټ مټ اصطلاح لري. [۵]

په ۲۰۰۷ ز کال کې د امريکا متحده ايالتونو کې دوه مهمې پېښې وشوې، چې د پايښت وړ ښار جوړونې د پوهې بنسټ او خپرېدنه يې زياته کړه. لومړۍ پېښه په اپرېل کې په تکزاس ای اينډ ام پوهنتون کې د پايښت وړ ښار جوړونې په اړه نړيوال کنفرانس و، چې له پينځه لويو وچو څخه يې نږدې ۲۰۰ تنه راجلب کړل. دويمه پېښه د کال په وروستيو کې د ډوګ فار “Doug Farr” له لورې «د تل پاتې ښار جوړونې» نومي کتاب خپرېدل وو. د فار له نظره دا هڅه په سيمه ييزه کچه د ټولو سرچينو د چمتو کولو او وړاندې کولو په واسطه د ښاري پرمختګ د چاپيريالي اغېزو له منځه وړل په نښه کوي. د برېښنا او خوړو په څېر د خدمتونو او عمومي توکو د ژوند بشپړ دوران د ضايعاتو يا د چاپيريال د باندنيو توکو د له منځه وړلو په نيت له توليد څخه تر مصرف پورې ارزول کېږي.  له همغه وخت راهيسې په نړيواله کچه د پام وړ څېړنې او عمل ياده اصطلاح د پام وړ پراخه کړېده، چې د فار کتاب کې د چاپيريالي او فزيکي عواملو په ګډون د نورو ګڼو عواملو له ډلې ټولنيز، اقتصادي، مرستندويه او د عمومي روغتيا عوامل رانغاړي؛ په دې ډول دا د ښاري ډيزاين له برخې ورهاخوا ټوله ښاري پلان جوړونه، تګلاره او پرمختګ کې په پام کې نيول کېږي. هغه لارې چارې چې پر ټولنيزو او اقتصادي اړخونو باندې تمرکز کوي، د مناسبو ښارونو او عادلانه ښارونو اصطلاحګانې کاروي. ملګرو ملتونو تل پاتې ښار جوړونه د پايښت وړ ښارونو او ټولنو “Sustainable Cities and Communities” تر سرليک لاندې د پرمختګ د تل پاتې نړيوالو موخو د ۱۱ موخې په توګه ځای په ځای کړی دی. [۶][۷]

د دولتي استازوليو، نادولتي سازمانونو، مسلکي ټولنو، پوهنتونونو او د څېړنې انسټيټيوټونو، د انسان دوستۍ بنسټونو او مسلکي شرکتونو په ګډون ټوله نړۍ کې يو لړ ادارې شته، چې د تل پاتې ښار جوړونې لارو چارو ته وده ورکوي او يادې لارې چارې څېړي. د ايکولوژيکي ښار جوړونې خوځښت او د غځېدونکو ښارونو خوځښت هم د تل پاتې ښار جوړونې اړوند دي، چې لومړنی هغه يې د ايکولوژيکي اصولو پر بنسټ د ښاري چاپيريالونو پر رامنځته کولو باندې تمرکز کوي او دويم يې د ستر پرېکون په حالت کې د عرضې د نړيوال ځنځير پر ځای د وېشل شويو سيمه ييزو سرچينو د جوړولو په واسطه د خالي کېدونکو سرچينو په ګوته کولو باندې تمرکز کوي. لکه څرنګه چې د غځېدونکو ښارونو فکر وده کړې ده، د دوه ګونو ښاري طبيعي ايکوسيستمونو په واسطه د غځېدونکو ځوابونو د همغږي کولو په موخه د اقليمي بدلون تر شا هم تللی دی. لکه: د طبعي ګواښونو، جګړې او شخړې، اقتصادي ټکانونو او کړکېچونو، پراخه کډوالۍ او نورو ټکانونو پر وړاندې ښاري سيمې. [۸]

د پايښت وړ ښار جوړونه: له طبيعت سره ښاري ډيزاين، د ډوګ فار له لورې (۲۰۰۷ز کال)[سمول]

د معمارۍ او ښار پلان جوړونکی ډوګ فار د ايکولوژيکي ښار جوړونې، د پايښت وړ ښاري زيربنا او نوې ښار جوړونې د عناصرو د يو ځای کولو تر څنګ ښارونه د پلي ګرځېدلو وړ کولو په اړه بحث کوي او د سرچينو د کارولو او هر څه ښار يا ښارګوټي ته د راوړلو په اړه د کړۍ يا څرخ د نږدې کولو په موخه د دوی تر شا ځي. دا لاره په يو لنډ واټن کې فعاليتونو او ځايونو ته د پراخه لاسرسي د برابرولو او د غوښتل شويو توليداتو د کيفيت زياتولو په واسطه د ژوند پر زياتېدونکي څرنګتيا باندې متمرکز ده.

د ورته اصولو پرتلنه[سمول]

نوې ښار جوړونه “New Urbanism” په ۱۹۸۰ز لسيزه کې راپورته شوه او د پايښت لرونکې ښار جوړونې لپاره لومړنی بنسټ ځکه و، چې دا د فعاليتونو او د ځمکې د کارونو يو له بل سره د نږدې کولو پر بنسټ ده، ښاري او د ښاري وګړو غلظت زياتوي، د زيربنا چمتو کولو او د لېږد رالېږد انرژي د کارونې برخو کې خورا اغېزناکه ده او په پلي ګرځېدونکي واټن کې نور ډېر څه لري. د نوې ښارجوړونې او د سره ټول يا نغښتي “Compact” ښار په نوم د هغې د خورا نړيوالې اصطلاح په اړه د پام وړ نيوکې شته، چې د موندنو له مخې يې نوې ښار جوړونه ټاکلې يا محدوده لاره چاره ده. اصلي پايله يې دا وه، چې د يو ښار د پايښت وړتيا يوازې د بڼې له مخې نه شي اندازه کېدلی او د تل پاتې والي د اندازه کولو په برخه کې دا بهيرونه تر نيوکې لاندې يا د بحث وړ وو. د نوې ښار جوړونې نيوکه دا ده، چې دا ډول ښار جوړونه د ۲۱ پېړۍ ښارونو باندې د ۱۹ پېړۍ د ښاري بڼې د پلي کولو هڅه کوي او بل دا چې نوې ښار جوړونه ژوند لپاره د لوړ بيه ځايونو د جوړولو په واسطه اقتصادي بېلابېلوالی يا تنوع له پامه غورځوي، چې خورا خصوصي او اداره شوي دي. همدا راز نيوکه کونکي په دې باور دي، چې په داسې حال کې چې نوې ښار جوړونه زياتې راښکونکې نظريې لري، نو ښايي د کچې، لېږد رالېږد، پلان جوړونې او د قوانينو د ټولګو، سيمه ييز اصالت او بازار موندنې په ګډون د معاصرو مسايلو له پراخې لړۍ څخه په بحث کولو کې ستونزه ولري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د پايښت وړ ښار جوړونه د هغو عواملو د رانغاړلو له مخې د نوې ښار جوړونې تشې ډکوي، چې د دې ويکيپيډيا د ننوت په لارښود پراګراف کې لښتليک شوي دي.

چټکه وده د پايښت وړ ښار جوړونې اړوند تګلاره ده. لکه څرنګه چې د ښاري پلان جوړونکو له لورې فکر کېږي، چټکه وده د کور جوړونې د توازن په څېر د سترو دندو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي، مګر ښايي د ځای فکر نامشخص پرېږدي او اشاره ورته ونه کړي. په داسې حال کې چې نوې ښار جوړونه ښايي د ځای د فکر ياد اړخ پر ځای کړي، مګر د هغو ټولنو لارښود تګلاره نه شي ګڼل کېدلی، چې د انرژي برخه کې پر ځان بسيا دي. د ايکولوژيکي ښار تګلاره د دوی د ځاني پياوړتياوو او کمزوريو برخه کې د دوه نورو تګلارو بشپړونکي ګڼل کېږي. [۱۳]

شنه ښار جوړونه ښايي له تل پاتې ښار جوړونې سره خورا ورته نظريې لري. دوی دواړه د يو بل پر وړاندې د طبيعت او ښارونو پر عمل باندې ټينګار کوي او همدا راز غوره ټولنې او د ژوند ډولونه جوړوي. که څه هم د شنې ښار جوړونې اصول د درې ګوني صفر چارچوکاټ پر بنسټ دي، چې په صفر کچه د فوسيلي سون توکو د انرژۍ له کارونې، صفر کچه ضايعاتو او په صفر کچه د شنو خونو ګازونو له توليد څخه بحث کوي. د پايښت وړ ښار جوړونه له بله پلوه د هغو ټولنو پر طرحه کولو باندې زياته متمرکز ده، چې د پلي تګ وړ او د لېږد رالېږد خدمتونه په کې برابر شوي وي او په دې ډول به خلک غوره وګڼي، چې خپلې ورځنۍ اړتياوې په پښو (پلي ګرځېدلو) پوره کړي.

سرچينې[سمول]

  1. Michael Neuman and Angela Hull, editors. 2011. The Futures of the City Region. London: Routledge, کينډۍ:ISBN.
  2. Sharifi, Ayyoob (January 2016). "From Garden City to Eco-urbanism: The quest for sustainable neighborhood development". Sustainable Cities and Society. 20: 1–16. doi:10.1016/j.scs.2015.09.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mostafavi, M. and G. Doherty, editors. 2010. Ecological Urbanism. Baden, Switzerland: Lars Muller
  4. https://smartgrowthamerica.org/
  5. "Sustainable Urbanism Certificate - College of Architecture". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Tigran Haas, editor. 2012. Sustainable Urbanism and Beyond: Rethinking Cities for the Future. New York: Rizolli
  7. http://www.undp.org/content/undp/en/home/sustainable-development-goals/goal-11-sustainable-cities-and-communities.html
  8. Peter Newman, Timothy Beatley and Heather Boyer, 2017. Resilient Cities; Overcoming Fossil Fuel Dependence. Washington DC: Island Press, 2nd edition
  9. Michael Neuman. 2005. “The Compact City Fallacy” Journal of Planning Education and Research, 25(1):11-26
  10. "What Is New Urbanism?". د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "New Urbanism". د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. William Fulton, "The New Urbanism Challenges Conventional Planning", Lincoln Institute, Land Lines, September 1996, Volume 8, Number 5. Accessed: 29 July 2012
  13. Jepson Jr, Edward J.; Mary M. Edwards (August 2010). "How Possible is Sustainable Urban Development? An Analysis of Planners' Perceptions about New Urbanism, Smart Growth and the Ecological City". Planning Practice and Research. 25 (4): 417–437. doi:10.1080/02697459.2010.511016. S2CID 154870469. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)