د پايښت محاسبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د پايښت محاسبه (چې د ټولنيزې محاسبې، ټولنيزې او چاپېريالي محاسبې، سوداګريز ټولنيز راپور ورکول، د سوداګريز ټولنيز مسووليت راپور ورکول يا نامالي راپور ورکولو په توګه هم پېژندل کېږي) نږدې ۲۰ کالونه وړاندې رامنځته شو او د مالي محاسبې د يوې فرعي ډلبندۍ په توګه په پام کې نيول کېږي، چې د باندينيو ونډه لرونکو لکه د سرمايه لرونکو، پور ورکونکو او نورو صلاحيتونو ته د يو شرکت د کارکرده ګۍ په اړه د غيرمالي معلوماتو پر څرګندونه باندې تمرکز کوي. د پايښت محاسبه هغه فعاليتونه وړاندې کوي، چې پر ټولنې، چاپېريال او د يو سازمان په اقتصادې کارکرده ګۍ باندې مستقيمه اغېزه لري. د پايښت محاسبه په اداري محاسبه کې له مالي محاسبې سره توپير لري. اداري محاسبه د دنني پرېکړه نيونې او د نوو کړلانرو د جوړولو لپاره کارول کېږي، چې په اقتصادي، ايکولوژيکي او ټولنيزه کچه (چې د درې ګونې قاعدوي کرښې يا درې ګوني P په ډول (خلک: People، سياره: Planet او ګټه: Profit) د يو سازمان پر کارکرده ګۍ باندې اغېزه لري. د پايښت محاسبه زياتره د يو سازمان په دننه کې د ارزښت جوړونې د توليدولو په موخه کارېږي. [۱][۲]

د پايښت محاسبه يوه وسيله ده، چې سازمانونه يې د تل پاتې اوسېدلو په موخه کاروي. تر ټولو زيات پېژندل شوي او په پراخه توګه کارېدونکي معيارونه د سوداګريز پايښت راپور ورکول (Corporate Sustainability Reporting (CSR)) او درې ګونې قاعدوي کرښې محاسبه (triple bottom line) ده. دا د مالي معلوماتو ونډه تاييدوي او ښيي چې عنعنوي محاسبه د روڼتيا په واسطه او پايښت پر درې ګوني P باندې د راپور ورکولو له مخې څه ډول پراخه کېږي.

د درې ګونې قاعدوي کجې راپور ورکولو د پايلې په توګه او د دې لپاره چې په ټولنيز او چاپېريالي معلوماتو کې ثبات رامنځته او ډاډمن شي، نړيوال راپور ورکولو نوښت (Global Reporting Initiative) رامنځه شو، چې موخه يې د پايښت په اړه د سازمانونو راپور ورکولو ته د لارښود چمتو کول و. په ځينو هېوادونو کې لارښودونه د GRI د بشپړونې لپاره رامنځته شول. GRI (د نړيوال راپور ورکولو نوښت) بيانوي چې «د ټولو سازمانونو په واسطه پر اقتصاد، چاپېريال او ټولنيزو چارو باندې راپور ورکول د مالي راپور ورکونې غوندې عادي او د پرتلنې وړ دی. [۳]

له مالي ډلو او محاسبانو سره د مرستې په موخه چې پايښت په خپله محاسبه کې ورداخلوي، د ويلز شهزاده (The Prince of Wales) په ۲۰۰۴ کې د پايښت پروژي لپاره د شهزاده محاسبه (The Prince's Accounting for Sustainability Project (A4S)) ترتيب کړه. [۴]

تاريخچه[سمول]

د پايښت محاسبې مفهوم په محاسبه کې له پرمختګونو څخه راڅرګند شوی دی. په تېرو څلوېښت کالونو کې د محاسبې په برخه کې پراخه پرمختګونه شوي دي، که څه هم په تېرو لسو کالونو کې لږ پرمختګونه شوي دي. ياد پرمختګ د شننې دوه بېلې کرښې څرګندوي. لومړنۍ کرښه د پايښټ په اړه فلسفي بحث يا مناظره ده؛ ايا دا څه ډول د دوام وړ پرمختګ سره مرسته کوي او د پايښت پر لور اړين ګامونه کوم دي. دا لاره د محاسبې په بشپړ ډول د يو نوي سيستم پر بنسټ دی، چې د پايښت يوې کړنلاړې ته د ودې ورکولو په موخه جوړ شوی دی. دويمه کرښه د پايښت پر لور د بېلابېلو اصطلاحاتو او توکو په ملتيا سره، مديريتي ليد دی. دا د معمومي مالي بيې يا اداري محاسبې يا يې د مشخص کولو د يوې پراختيا په توګه ګڼل کېدلی شي. د پايښت محاسبې ته د ودې ورکولو لپاره de novo د ټولنيز، چاپېريالي او اقتصادي ګټو او ګواښونو او د شرکت محاسبې سيستمونو کې د دوی د غبرګونونو اړوند اهميت يوې بشپړې بيا ارزونې ته لاره هواروي. هغه پرمختګونه چې د پايښت محاسبه رهبري کوي، په بېلابېلو وختونو کې سره بېلېدلی شي، چې يو لړ هڅې (لکه د ۱۹۸۰ – ۱۹۷۱، ۱۹۹۰ – ۱۹۸۱، ۱۹۹۵ – ۱۹۹۰) او له ۱۹۹۵ څخه تر اوسه پورې په کې څرګندې وې. يادې دورې لنډ مهالې (موقتي) څېړنې، قانوني بيانيې، فلسفي بحث، تدريسي پروګرامونه، ادبيات او ټاکل شوي چارچوکاټونه سره بېلوي. [۵][۶]

له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۸۰ پورې[سمول]

د لسيزې په پای کې د نمونو يا موډلونو جوړښت اړوند په پراخه حجم لنډ مهای کار او يو شمېر مقالې خپرې شوي دي، چې د ټولنيزې محاسبې څرګندونې خپروي. دې لومړنيو کارونو موضوعي شننه او همدارنګه تر پرمختګ لاندې د ټولنيزې او چاپېريالي محاسبې ادبيات راونغاړل. د محاسبې د ټولنيز اړخ اړوند معلومات زياتره په کارکوونکو يا توليداتو سره نښتي دي. چاپېريالي مواد په عمومي ډول د ناتوپير شوي او په مناسب ډول د طبيعي ټولنيزې محاسبې حرکت د برخې په توګه په پام کې نيول شوي وو. چاپېريالي ويجاړي د ځمکې (اراضۍ)، هوا، اوبو، شور، د ليدلو وړ، هنري او د ککړتيا نورې بڼې او د کلکو (جامد) ضايعاتو توليد رانغاړي. د (shadow prices) او د باندينۍ پېښېدنې د نقشه جوړولو په اړه نظريې په لومړي ځل راښکاره او پرمختګ يې پيل کړ. سره له دې د دې دورې ونډه د ټولنيزې مميزۍ په ډګر کې د پراخه پرمختګونو لپاره د يادولو وړ وه، چې ياده تګلاره د تاريخي مالي محاسبې په راپورونو سره نږدې ورته وه. په دې وخت کې د مالي محاسبې معيارونو او تنظيمي چارچوکاټونو دواړو هيڅ پرمختګ نه و کړی. لنډمهالې څېړنې او پلټنه په بسټيز ډول تشرېحي وې. که څه هم ځينې نمونې (موډلونه) او ورته قانوني بيانيې پياوړې شوې، مګر فلسفي مناظره خپره نه شوه. [۷]

له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۹۰ پورې[سمول]

د دې لسيزې لومړۍ برخې په ټولنيزې محاسبې برخه کې زياته شوې پېچلتيا وښوده او دويمه برخه يې په ادبياتو کې د تخصص د زياتېدونکو نښو په ګډون د چاپېريالي محاسبې اړوند د ليوالتيا د يو څرګند لېږد شاهده وه. لنډ مهالې څېړنه يو څه تحليلي وه. د ټولنيزو څرګندونو اندېښنې پر چاپېريالې څرګندونو باندې د يو تغليظ او د چاپېريالي ويجاړتيا د کمونې د بديلو مفهومونو په توګه د قاعدې ځايناستې شوې دي. قانوني بيانيې او د نمونې جوړول د چاپېريالي ډګر يا برخې د ودې ورکول په پار پيل شول. د دې دورې پر مهال د ټولنيز او چاپېريالي محاسبې اړوند مسئلو په اړه د تدريسي پروګرامونو پرمختګ پيل شو. د ادراکي چارچوکاټونو، د محاسبې معيارونو او قانوني مقرراتو د زياتېدونکې کارونې تر څنګ، چې په مالي راپور جوړولو کې د انفرادي تعبير درجه ټيټوي؛ د محاسبې د دې ساختمان وروستی يې د ټولنيز او چاپېريالي محاسبې يو مناسب چارچوکاټ ته تطبيقېږي. لږې قانوني بيانيې جوړې شوي دي، مګر د فلسفي ستونزو بحث کوونکې زياتې مقالې خپرې شوي دي. [۷]

له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۵ پورې[سمول]

دا دوره پر ټولنيزې محاسبې باندې د چاپېريالي محاسبې د تر ټولو بشپړ حاکميت په واسطه مشخص شوې وه. له چاپېريالي څرګندونو څخه چاپېريالي ارزونې ته او همدارنګه د چاپېريالي ارزونې د کاريالونو د لارښوونې لپاره د چارچوکاټ پرمختګ او په ځانګړي ډول د چاپېريالي اداري سيستمونو د پراختياوو يو شمېر شته. د ټولنيزې او چاپېريالي محاسبې پر څرګندونو باندې اغېز لرونکي لږ تنظيمي چارچوکاټ اوس هم و او د محاسبې لپاره ادراکي چارچوکاټونه غيرمالي پېژندنې او ټولنيزو يا چاپېريالي مسئلو ته پراخه نه شول. د يو روښانه تنظيمي او همدارنګه ادراکي چارچوکاټ پرمختګ په ځينو هېوادونو کې وده وکړه، حال دا چې د چاپېريالي قاعدې پرمختګ په انګليستان او اروپا کې د متحده ايالتونو، کاناډا يا اسټراليا په پرتله بطي و. ياد پرمختګ نابرابر، مګر د ټولنيزې محاسبې د څرګندونو په برخه کې د پرمختګونو په پرتله تېز و. د دې دورې پر مهال بېلابېل درسي کتابونه او د موقوتو خپرونو مقالې شته دی، چې ټولنيزه او چاپېريالي دواړه محاسبې رانغاړي. که څه هم د دې دورې په جريان کې د محاسبې اړوند د قانوني يا فلسفي کار کمښت هم شته: چاپېريالي محاسبه د ۱۹۷۰ لسيزې راهيسې بيا نه ده رغول شوې او د بيګانګۍ (باندينيو پېښېدنو) د ارزونې په اړه بحثونو سره د سمون په برخه کې بې پايلې شوې ده. پايښت او د دوام وړ پرمختګ سره په مرستې کولو کې د اداري محاسبې د ونډې بحث وده وال (مخ پر وده) لېوالتيا ګرځېدلې ده. [۷]

سرچینې[سمول]

  1. Tilt, C. A. (2007). "Corporate Responsibility Accounting and Accountants". Idowu, Samuel O.; Leal Filho, Walter (Eds.), Professionals' Perspectives of Corporate Social Responsibiliry, DOI 10.1007/978-3-642-02630-0_2, Springer-Verlag Berlin Heidelberg 2009.
  2. Perrini, Francesco; Tencati, Antonio (September 2006). "Sustainability and stakeholder management: the need for new corporate performance evaluation and reporting systems". Business Strategy and the Environment. 15 (5): 296–308. doi:10.1002/bse.538. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Global Reporting Initiative". Globalreporting.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Accounting for Sustainability. "Accounting for Sustainability". Accounting for Sustainability. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Schaltegger, S.; Burritt, R. L. (2010). "Sustainability accounting for companies: Catchphrase or decision support for business leaders?". Journal of World Business. 45 (4): 375–384. doi:10.1016/j.jwb.2009.08.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mathews, M. R. (1997). "Twenty-five years of social and environmental accounting research. Is there a silver jubilee to celebrate?". Accounting, Auditing & Accountability Journal. 10 (4): 481–531. doi:10.1108/EUM0000000004417. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Mathews, M. R. (1997). "Twenty-five years of social and environmental accounting research. Is there a silver jubilee to celebrate?". Accounting, Auditing & Accountability Journal. 10 (4): 481–531. doi:10.1108/EUM0000000004417. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)