د پايښت تاريخچه
د پايښت تاريخچه له لومړنيو تمدنونو نه تر نن ورځې پورې د انسان تر واک لاندې ايکولوژيکي سيستمونه رانغاړي. تاريخچه د يوې ځانګړې ټولنې د زيات شوي سيمه ییز پرمختګ په واسطه مشخص کېږي، چې د هغو کړکېچونو په واسطه تعقيبېږي چې يا د پايښت توليدونکي تحليل شوي يا دا چې نفې ته لارښوونه کوي. د انسان د تاريخ په لومړيو کې د اور کارونې او د ځانګړو خوړو غوښتنې کېدای شي، د نباتې او حيواني ټولنو طبيعي ترکيب بدل کړی وي. د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ پخوا کلونو تر منځ کرنيزې ټولنې را اښکاره شوې، چې په پراخه توګه يې په خپل چاپيريال او د پايښت د يوه جوړښت پر رامنځته کولو باندې تکيه وکړه. [۱][۲][۳][۴][۵]
د ۱۸ او ۱۹ پېړيو غربي صنعتي اوښتون د فوسيلي سون توکو د انرژي د پراخې ودې ځواک وهڅاوه. ګټورو ماشينونو ته د انرژي ورکولو په موخه د ډبرو له سکرو نه ګټه پورته کېده او وروسته د برېښنا د توليد لپاره هم د ډبرو سکاره کارېدل. د ناروغيو د مخنيوي معاصر سيستمونه او په طب کې پرمختګونو پراخ وګړي يا نفوس له ناروغيو نه وژغوره. د ۲۰مې پېړۍ په نيمايي کې د چاپيريالي غورځنګ يوې ټولنې په ګوته کړه، چې د زياتو مادي ګټو په ملتيا چاپيريالي لګښتونه وو، چې اوس ترې نه هوساينه (خوند) اخيستل کېده. د ۲۰ پېړۍ په وروستيو کې چاپيريالي ستونزې په ډلبندۍ کې نړيوالې شوې. د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۹ ز انرژي کړکېچونو هغه پراخوالی څرګند کړ چې له مخې يې نړيواله ټولنه پر نه نوې کېدونکو سرچينو باندې متکي کړې ده. تر ۱۹۷۰ ز لسيزې پورې د انسانيت ايکولوژيکي نښې د ځمکې د لېږد وړتيا زياته کړه، چې د همدې له امله د انسانيت د ژوند حالت ناثابت (ناپايښته) شو. په ۲۱ مې پېړۍ کې د اقليم د بدلون له امله (چې په پراخه توګه د فوسيلي سون توکو د سوځولو په واسطه توليدېږي) د رامنځته شوي ګواښ مخ پر زياتېدو نړيوال پوهاوی شته. يو بل ستر ګواښ په بنسټيز ډول د ځمکې د کارونې د بدلون له امله د ژوند د تنوع له لاسه ورکول دي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
لومړنی تمدن
[سمول]د لومړنيو انسانانو په تاريخچه کې که څه هم د پووندګلوۍ (کوچيتوب) ښکاري راټولوونې د انرژي او نورو سرچينو غوښتنې کوچنۍ وې، مګر د اور کارونې او مشخصو خوړو ته اړتيا کېدای شي د نباتي او ژوو د ټولنو طبيعي ترکيب بدل کړی وي. د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ پخوا کلونو تر منځ کرنه د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې راڅرګنده شوه، چې په پراخه توګه يې په خپل چاپيريال او د پايښت د يوه جوړښت پر رامنځته کولو باندې تکيه وکړه. هغه ټولنې چې د خوړو غوښتنه يې له اندازې نه زياتېدله يا يې ګواښوونکي سرچينې خلاصېدلې، يا وکوچېدلې او يا له منځه تلنې سره مخامخ شوې. [۱۴][۱۵][۱۶]
د لرغون پېژندنې بېلګه وړانديز کوي چې لومړني مدنيتونه، د سهيلي ميزوپوتاميا (اوسني عراق) په سومر او مصر کې راښکاره شول، چې دواړه له ميلاده ۳۰۰۰ کالونه پخوا ته ورګرځي. له ميلاد نه تر ۱۰۰۰ کالونو پخوا پورې، په هند، چين، مکسيکو، پيرو او د اروپا په ځينو برخو کې هم مدنيتونه رامنځته شول. سومر د انساني تمدن د پاېښت اړوند مرکزي مسئلې څرګندوي. سومري ښارونو له ميلاد نه د ۵۰۰۰ کالونو پخوا نه سخته کلنۍ کرنه وازمايله. د زېرمې وړ خوړو زياتوالی چې د دې اقتصاد په واسطه رامنځته شوی دی، وګړو ته د وحشي خوړو او ځمکې څیرلو په لټه کې د کډوالۍ پر ځای په يوه سيمه کې د اوسېدلو اجازه ورکړه. دې چارې د زياتو وګړو تراکم يا غلظت ته هم اجازه ورکړه. په ميزوپوتاميا کې د کرنې ودې د کرنې اړوند د اوبه رسونې سيستم د جوړولو او ثابت ساتلو په موخه زياتو کارګرانو ته اړتيا لرله. دې حالت په خپل وار سياسي سلسله پړاوونو، بيوروکراسۍ او مذهبي تحريم رهبري کړ، تر څنګ يې چې د راپورته کېدونکي (رامنځته کېدونکي) تمدن د ساتنې په موخه به ثابت پوځونه وو. پياوړې کرنه د وګړو د زياتوالي لامل شوه، مګر په لوړو سيمو کې يې د ځنګلونو د پرې کولو لامل هم شوه چې د سيلابونو او زياتې اوبه رسونې پايله يې لرله او د خاورې د مالګې کچه يې لوړه کړه. په داسې حال کې چې د غنمو له کښت نه د مالګې زيات زغمونکو اوربشو ته يو بديل و، مګر بيا هم حاصلات لږ شول. بالاخره د کرنيز توليد کمښت او نورو عواملو د کښت کمښت يا نفې ته رهبري وکړه. له ميلاد نه د ۲۱۰۰ نه تر ۱۷۰۰ کلونو پورې اټکل شوې ده، چې نفوس نږدې شپېته سلنه لږ شوی و. مدنيتونو په ورته ډول فکر کېږي چې بالاخره يې د (Mayans)، (Anasazi) او د (Easter Islanders) په ګډون نورو زياتو ټولنو د سرچينو د کمزوري مديريت له امله سقوط وکړ. له دې سره په توپير، د ناثبات بزګرانو او د کرنې پوهانو ثابتې ټولنې چې په نوي ګينيا او سهيلي امريکا کې شته وي او په چين، هندوستان او نورو ځايونو کې پراخو کرنيزو ټولنو د پېړيو لپاره په ورته ځايونو (موقعيتونو) کې کرنه يا بزګري کړې ده. د پلينز د اوسېدونکو ځينې کلتورونه، د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ کلونو لپاره د (rahui) او (kaitiakitanga) په کارولو سره په لږو سرچينو سره پر کوچنيو ټاپوګانو باندې ثابتې ټولنې ساتلې دي، چې پر چاپيريال د انسان فشار اداره کړي. په سريلانکا کې د طبيعت ساتنه د (Devanampiyatissa) پاچا د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوه او له ميلاد نه مخکې ۳۰۷ کال ته بېرته ورګرځېدل د پايښت او له طبيعت سره همغږي ژوند لپاره قرباني شوي وو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د زرګونو کلونو په
[سمول]د زرګونو کلونو په ترڅ کې تکنالوژيکي پرمختګونو، انسان ته پر چاپيريال باندې زياتېدونکی واک ورکړ، مګر د ۱۸ مې او ۱۹ مې پېړيو غربي صنعتي اوښتون د فوسيلي سون توکو د انرژي د پراخې ودې ځواک وهڅاوه. ګټورو ماشينونو ته د انرژي ورکولو په موخه د ډبرو له سکرو نه ګټه پورته کېده او وروسته د برېښنا د توليد لپاره هم د ډبرو سکاره کارېدل. د ناروغيو د مخنيوي معاصر سيستمونه او په طب کې پرمختګونو ګڼ شمېر وګړي يا نفوس له ناروغيو نه وژغوره. دې حالتونو د انساني نفوس پراخوالی او بې مخينې صنعتي، تکنالوژيکي او علمي وده رهبري کړه، چې تر اوسه يې دوام وکړ، چې د (Anthropocene) په نامه پېژندل شوي د نړيوال انساني اغېزې د يوې دورې پيل په نښه کوي. له ۱۶۵۰ نه تر ۱۸۵۰ز پورې نړيوال نفوس له ۵۰۰ ميليونه نه ۱ بيليون (دوه برابره) شو. [۲۶][۲۷]
د صنعت د چاپيريالي او ټولنيزو اغېزو په اړه اندېښنې د ځينو سياسي اقتصادي روښانفکرانو له خوا او د ۱۸۰۰ پېړۍ د افراطي غورځنګ (Romantic Movement) په واسطه څرګند شوي وو. د درناوي وړ (Thomas Malthus) د زيات نفوس خواشیني زيږوونکي او زیات نقد شوې نظريې اختراع کړې، په داسې حال کې چې (John Stuart Mill) د يو ځايي حکومت د اقتصاد د غوښتنې وړتيا اټکل کړه، چې د همدې له امله د ايکولوژيکي اقتصاد د معاصرې طريقې د اندېښنو اټکل کوي. د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې (Eugenius Warming) د بوتاني لومړنی عالم و چې د چاپيريال او نباتاتو تر منځ يې فزيالوژيکي اړيکې وڅېړلې، چې د ايکالوژي علمي طريقه اټکل کوي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
د ۲۰مې پېړۍ لومړي وختونه
[سمول]تر ۲۰ مې پېړۍ پورې صنعتي اوښتون، د سرچينو په انساني استهلاک کې يو تشرېحي زياتوالی رهبري کړ. په روغتيا، غنمو او نفوس کې زياتوالی د ودې د يوې ساده لارې په توګه درک شوی و. که څه هم په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې اقتصادپوهانو د نه نوي کېدونکې سرچينې د نمونو جوړول او په اقتصاد کې د هوساينې پايښت چې نه نوې کېدونکې سرچينې کاروي، پيل کړل.[۳۲][۳۳][۳۴]
ايکالوژي اوس د يوه علمي سمون په توګه عمومي منښت تر لاسه کړی دی او د پايښت حياتي زيات مفهومونه څپړل شوي دي. په دې کې په يو مفرد د اوسېدنې ګرځنده (سياروي) سيستم کې د ټولو ژوندي سيستمونو يو له بل سره اړيکه، biosphere، د طبيعي دورانونو (د اوبو، غذايي موادو او نورو کيمياوي موادو، مادې، کثافت) اهميت او د اوسېدنې سيستم د يادګاري کچو په واسطه د انرژي برخه او لاره شاملېږي. [۳۵]
سرچینې
[سمول]- ↑ Caradonna, Jeremy L. (2014) Sustainability: A History. Oxford University Press, ISBN 978-0199372409
- ↑ Beddoea, R.; Costanzaa, R.; Farleya, J.; Garza, E.; Kent, J.; Kubiszewski, I.; Martinez, L.; McCowen, T.; Murphy, K.; Myers, N.; Ogden, Z.; Stapleton, K.; Woodward, J. (2009). "Overcoming systemic roadblocks to sustainable health". Proceedings of the National Academy of Sciences. 106 (28): E80, author reply E81. Bibcode:2009PNAS..106E..80K. doi:10.1073/pnas.0902558106. PMC 2710687. PMID 19584255.
- ↑ Wright, R. (2004). A Short History of Progress. Toronto: Anansi. ISBN 0-88784-706-4.
- ↑ Scholars, R. (2003). Stories from the Stone Age. Beyond Productions in association with S4C and S4C International. Australian Broadcasting Corporation. Retrieved on: 16 April 2009.
- ↑ Clarke, W. C. (1977). "The Structure of Permanence: The Relevance of Self-Subsistence Communities for World Ecosystem Management," in Subsistence and Survival: Rural Ecology in the Pacific. Bayliss-Smith, T. and R. Feachem (eds). London: Academic Press, pp. 363–384. کينډۍ:DOI. ISBN 978-0-12-083250-7.
- ↑ Hilgenkamp, K. (2005). Environmental Health: Ecological Perspectives. London: Jones & Bartlett. ISBN 978-0-7637-2377-4.
- ↑ D.H. Meadows, D.L. Meadows, J. Randers, and W. Behrens III. (1972). The Limits to Growth. New York: Universe Books. ISBN 0-87663-165-0.
- ↑ "Living Planet Report". Global Footprint Network. Archived from the original on 27 March 2009.Living Planet Report 2008 (PDF) (Report). World Wide Fund for Nature, Zoological Society of London, Global Footprint Network. 2008. نه اخيستل شوی 1 October 2008.
- ↑ Millennium Ecosystem Assessment (2005). Ecosystems and Human Well-being: Biodiversity Synthesis. World Resources Institute, Washington, DC. Retrieved on: 2009-07-08-01.
- ↑ Turner, G.M. (2008). "A comparison of the Limits to Growth with 30 years of reality" (PDF). Global Environmental Change. 18 (3): 397–411. doi:10.1016/j.gloenvcha.2008.05.001.
- ↑ Lin, David; Hanscom, Laurel; Murthy, Adeline; Galli, Alessandro; Evans, Mikel; Neill, Evan; Serena Mancini, Maria; Martindill, Jon; Medouar, Fatime-Zahra; Huang, Shiyu; Wackernagel, Mathis (17 September 2018). "Ecological Footprint Accounting for Countries: Updates and Results of the National Footprint Accounts, 2012–2018". Resources. 7 (3): 58. doi:10.3390/resources7030058.
- ↑ U.S. Department of Commerce. Carbon Cycle Science. NOAA Earth System Research Laboratory. Retrieved on: 14 March 2009
- ↑ BBC News (August 2008). In depth: "Climate Change." BBC News, UK. Retrieved on: 14 March 2009
- ↑ Scholars, R. (2003). Stories from the Stone Age. Beyond Productions in association with S4C and S4C International. Australian Broadcasting Corporation. Retrieved on: 16 April 2009.
- ↑ Diamond, J. (2005).Collapse: How Societies Choose to Fail or Succeed. New York: Viking Books. ISBN 1-58663-863-7.
- ↑ Wright, p. 55.
- ↑ Kramer, S. (1988). History Begins at Sumer: Thirty-Nine Firsts in Recorded History. University of Pennsylvania Press; 3rd edition (April 1988), pp. 52–55.ISBN 9780812212761.
- ↑ Wright, R., p. 42.
- ↑ Wright, R., pp. 86–116
- ↑ Thompson, W. R.; Hay, ID (2004). "Complexity, Diminishing Marginal Returns and Serial Mesopotamian Fragmentation" (PDF). Journal of World Systems Research. 28 (12): 1187–98. doi:10.1007/s00268-004-7605-z. PMID 15517490. S2CID 23452777. Archived from the original (PDF) on 2012-02-19. نه اخيستل شوی 2009-07-07.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Diamond, J. (2005). Guns, Germs, and Steel: The Fates of Human Societies. New York: W.W. Norton. ISBN 978-0-393-06131-4.
- ↑ Diamond, J. (2005). Collapse: How Societies Choose to Fail or Succeed. London: Penguin. ISBN 978-0-14-303655-5.
- ↑ Cook Islands National Environment Service. National Parks and Conservation Areas Archived 2009-08-05 at the Wayback Machine.. Retrieved on: 2009-02-24.
- ↑ Miller, D. N. Tüwharetoa & N. Kahungunu (2005). Western and Mäori Values for Sustainable Development. MWH New Zealand Ltd. Retrieved on: 2009-02-24.
- ↑ Mackee, J.; Obbard, J.; Briffett, C. (2001). "Environmental Assessment in Sri Lanka: Its Status and the Potential for the Introduction of Strategic Environmental Assessment". Journal of Environmental Assessment Policy & Management. 3 (2): 209. doi:10.1142/s1464333201000674.
- ↑ Hilgenkamp, K. (2005). Environmental Health: Ecological Perspectives. London: Jones & Bartlett. ISBN 978-0-7637-2377-4.
- ↑ Goudie A. (2005). The Human Impact on the Natural Environment. 6th ed. Oxford: Blackwell Publishing. ISBN 978-1-4051-2704-2.
- ↑ Martinez-Alier, J. (1987). Ecological Economics. London: Blackwell. ISBN 978-0-631-15739-7.
- ↑ Schumacher, E. (1973). Small Is Beautiful: A Study of Economics as if People Mattered. London: Blond and Briggs. ISBN 978-0-85634-012-3.
- ↑ Daly, H.E. & Farley, J. (2004). Ecological Economics: Principles and Applications. London: Island Press. ISBN 1-55963-312-3.
- ↑ Goodland, R.J. (1975). "The tropical origin of ecology: Eugen Warming's jubilee." Oikos 26: 240–245. Retrieved on: 2009-03-14
- ↑ de Long, B. (2000). "Cornucopia: The Pace of Economic Growth in the Twentieth Century." Working Paper 7602. Cambridge, MA:National Bureau of Economic Research.
- ↑ Hotelling, H (1931). "The Economics of Exhaustible Resources". Journal of Political Economy. 39 (2): 137–175. doi:10.1086/254195. S2CID 222432341.
- ↑ Hartwick, J (1977). "Intergenerational Equity and the Investing of Rents from Exhaustible Resources". American Economic Review. 66: 972–974.
- ↑ Worster, D (1994) "Nature's economy: a history of ecological ideas". Cambridge: Cambridge University Press. ISBN 0-521-46834-5