Jump to content

د پاریس د سولې کنفرانس ۱۹۲۰- ۱۹۱۹

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاریس دسولې کنفرانس په ۱۹۱۹ او ۱۹۲۰ ز کلونو کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای وروسته د سوبمنو متحدینو ترمنځ ناسته وه چې موخه یې مرکزي ماته خوړلو مرکزي ځواکونو لپاره د سولې د شرطونو برابرول و. دا کنفرانس د برتانیا، فرانسې، امریکا متحده ایالاتو او ايټالیا د مشرانو تر منځ د پنځو تړونونو لامل شو چې د هغوی تر حکم لاندې یې د اروپا، د آسیا د یوې برخې، افریقا، دآرام سمندر د جزیرو نقشې یو ځل بیا ترتیب او مالي جریمې  ولګولې . جرمني او نورو ماته خوړلو هېوادونو د کنفرانس په مشورو کې هیڅ غږ پورته نه کړ؛ چې داسې سیاسي تنفر یې پورته کړ چې د څو لسیزو لپاره یې دوام وموند.  

دې کنفرانس کې د ۳۲ هیوادونو او ملیتونو دپلوماټانو  ګډون کړی و. ددې کنفرانس مهمې پریکړې د ملتونو د لیګ یا دملتونو د ټولنې (دا د هغې ټولنې نوم دی چې  دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ یې فعالیت درلوده اووروسته بیا د ملګرو ملتونو سازمان د جوړیدو لپاره یوه مقدمه شوه) جوړیدل؛  له ماته خوړلو دولتونو سره د سولې د پنځو تړونونو رامنځ ته کول؛ د جرمني او دعثمانې سترواکۍ بهرني ملکیتونه ، تر ډیره برتانیا او فرانسې ته د " قیمومیتونو" په توګه سپارل ؛ په جرمني باندې د تاوانونو تحمیلول او د نووو ملی سرحداتوکښل کله نا کله د ټولپوښتنې له لارې د نژادی نژدیوالي ته په پام سره. د ویلسون ( د امریکا ولسمشر چې له ۱۹۱۳ تر ۱۹۲۱ پورې د ولسمشر په توګه پاتې شوی او د ملتونو د ټولنې په جوړیدو کې یې مرسته کړې) موخې چې په څوارلسو ټکو کې بیان شوې وې  د کنفرانس په ترڅ کې دجرمني د تسلیمیدو د شرایطو لپاره اساس وګرځید ځکه همدا موخې د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر د ۱۱ داوربند لپاره د جرمنې حکومت سره د خبرو اساس و.      

تر ټولو عمده پایله  له جرمني سره د ورسیلیس تړون و، چې د دې تړون ۲۳۱ مادې د جګړې ټوله پړه په جرمني  او دهغه په متحدینو واچوله. نوموړې ماده د جرمنې لپاره ډیره شرمونکې ثابته شوه او د هغه پړاو لپاره یې لاره پرانستله چې په هغه کې جرمني باید خورا ګران تاوان پرې کړای وای ( جرمني په ۱۹۳۱ کې د خپلې جریمې له ورکړې دمخه د خپل پور یوه وړه برخه پرې کړې وه). پنځه ستر ځواکونه فرانسه، برتانیا، ايټالیا، جاپان او امریکا وه چژ د پاریس کنفرانس یې کنترولاوه. په دې لړ کې پنځه مشران جورجیس کلیمینسیوGeorges Clemenceau د فرانسې لومړی وزیر، دیوید لوید جورج David Lloyd George د برتانیا لومړی وزیر، د امریکا ولسمشر ودرو ویلسون Woodrow Wilson او د ايټالیا لومړی وزیر ویتوریو ایمانوایل اورنالدو Vittorio Emanuele Orlando وه چې ۱۴۵ ځله یې غیر رسمی ناستې تر سره کړې او د پریکړو تر تصدیق دمخه یې ټول ستر تصمیمونه ونیول.  [۱]

د پاریس کنفرانس د ۱۹۱۹ د جنورۍ په ۱۸ پېل شو. ددې کنفرانس د پای په اړه پروفېسور میکاییل دیبرګ لیکلي " که څه هم سترو زمامدارانو په شخصي توګه په کنفرانس کې کار د ۱۹۱۹ ز کال په جنورۍ  کې پای ته ورساوه، خو د سولې رسمي پروسه د ۱۹۲۳ ز تر جولای پورې چې د لویزانا تړون پکې لاسلیک شو پای ته و نه رسیده " . دا کنفرانس ډېری وخت د ورسایلس  Versailles کنفرانس په نامه یادیږي که څه یوازې لومړی تړون په تاریخِي ماڼۍ کې ترسره شو؛ خبرې اترې د پاریس په کوای دی اورسې Quai d'Orsay کې تر سره شوې. [۲]

تشریح او مستقیمې پایلې

[سمول]

کنفرانس په رسمی ډول د ۱۹۱۹ ز کال د جنورۍ په ۱۸ د پاریس په کوای دی اورسې Quai d'Orsay کې پرانستل شو. دا نېټه یوه سمبولیکه نېته وه، ځکه دا په ۱۸۷۱ زکال کې د جرمني  د ستر واک په توګه د لومړي ویلیم د ټاکل کیدو له کلیزې سره چې د ورسالیس Versailles د ماڼۍ  د میرورز Mirrors په  سالون کې تر سره کیدل برابره وه، دا نېټه د پاریس د محاصرې تر پاي دمخه وه هغه ورځ چې په خپل وار یې په جرمني کې د پروشیا د شاهي دولت د تاسیس له کلیزې سره د برابروالي له امله اهمیت درلود.  له ۲۷ هېوادونو څخه  استاذي ( د ۵ ملیتونو استاذي د هغوی د ډیروالي له امله له پامه وغورځول شول) په ۵۲ کمیسیونونو کې توظیف شول چې ۱۶۴۶ ناستې یې تر سره کړې ترڅو د ډیرو ماهرینو په مرسته راپورونه برابر کړي، د دې راپورونو موضوعات د جګړې د بندیانو،  تر سمندر لاندې کبلونو، د نړیوال هوایي چلند او د جګړې د مسؤلیت په اړوند و. د دې کنفرانس کلیدي سپارښتنې له جرمني سره د ورسایلس  Versailles په تړون کې را ونغاړل شوې چې ۱۵ څپرکې او ۴۴۰ مادې  یې درلودې او د ماته خوړلو هیوادونو لپاره تړونونه هم پکې شامل و. [۳][۴][۵][۶]

څلورو عمده ځواکمنو قدرتونو فرانسې، برتانیا، ايټالیا، امریکا او جاپان دا کنفرانس کنترول کړ. په دې پنځو کې جاپان یواځې خپل لومړی وزیر ور واستاوه او کمه ونډه یې درلوده خو پاتې څلورو سترو مشرانو په کانفرانس اداه کړ. څلورو مشرانو ۱۴۵ ځله په غیر رسمي توګه سره ولیدل، هغوی ټول عمده تصمیمونه ونیول چې په نوبت سره د نورو ګډون کوونکو له  لوري تصدیق شول. د ټولو استاذولیو پرانستو ناستو ټولې هغه پرېکړې منظورې کړې چې د څلورو سترو مشرانو له شوې وې. دا کنفرانس ۱۹۲۰ز د جنورۍ په ۲۱ د ملتونود ټولنې د عمومي اسامبلې د پرانستلوسره پای ته ورسیده.[۷][۸][۹][۱۰]

د پاریس د سولې په کنفرانس کې له ( په قوسونو کې له لیکل شوو اغیزمنو هیوادونو) سره  پنځه عمده تړونونه چمتو شول :

  • د ورسایلس Versailles تړون، د ۱۹۱۹ ز کال د جون په ۲۸ ( جرمني)
  • د سینت جرمن Saint-Germain تړون د ۱۹۱۹ ز کال د سپتمبر په ۱۰ ( اطریش)
  • د نیو ایلی Neuilly تړون د ۱۹۱۹ ز کال د نومبر په ۲۷ ( بلغاریا)
  • د تریانون Trianon تړون د ۱۹۲۰ز کال د جون په ۴ ( هنګري)
  • د سیوریس Sèvres تړون د ۱۹۲۰ ز کال د اګست په ۱۰ چې د ۱۹۲۳ ز کال د جولای په ۲۴ د لاوسنا Lausanne  تړون په واسطه بیا نوی شو( د عثماني سترواکۍ/ دترکیې جمهوریت)

دې کنفرانس کې د ۳۲ هیوادونو او ملیتونو دپلوماټانو ګډون کړی و. ددې کنفرانس مهمې پریکړې د ملتونو د لیګ یا دملتونو د ټولنې (دا د هغې ټولنې نوم دی چې  دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ یې فعالیت درلوده اووروسته بیا د ملګرو ملتونو سازمان د جوړیدو لپاره یوه مقدمه شوه) جوړیدل؛  له ماته خوړلو دولتونو سره د سولې د پنځو تړونونو رامنځ ته کول؛ د جرمني او دعثمانې سترواکۍ بهرني ملکیتونه ، تر ډیره برتانیا او فرانسې ته د " قیمومیتونو" په توګه سپارل ؛ په جرمني باندې د تاوانونو تحمیلول او د نووو ملی سرحداتوکښل کله نا کله د ټولپوښتنې له لارې ترڅو د ملت پالنې ځواکونو ته ښه انعکاس ورکړي.  عمده تړون بیا له جرمني سره د  ورسایلس  Versailles تړون و چې دهغه ۲۳۱ برخه کې د جګړې جرم د جرمنی اودهغه د متحدینو په یرغلونو واچول شو. د تړون دې برخې جرمني یو شرمیدلی هیواد ثابت کړ اوداسې پړاو یې پیل کړ چې جرمني باید ستر تاوانونه پرې کړي ( جرمني په ۱۹۳۱ ز کال کې د تاوانونو له پای ته رسیدو د مخه یوه وړه برخه تاوانونه پرې کړل).

څرنګه چې د کنفرانس پرېکړې په یواړخیز ډول عملي کېدې او تر ډیره د څلورو قدرتونو تر هوا هوس پورې تړلې وي نو پاریس په اغیزمنه توګه د  کنفرانس په مهال د نړیوال حکومت مرکز وه چې سلا به پکې تر سره کیده  او د اروپا په سیاسي جغرافیا کې یې پراخ بدلونونه پلي کړل. ډیره مشهوره دا ده چې، د ورسایلس Versailles تړون پخپله د جرمني نظامی ځواک کمزوری کړ، د جګړې ټوله ملامتیا یې په جرمني واچوله او د جرمني په اوږو ېې ستراو ګران تاوانونه کېښول. د جرمني شرمیدل او د هغه په وړاندې راتلونکې کرکه تل د تاریخپوهانو له خوا په ټاکنو کې د نازي ګوند بریالیتوبونو د یوې مستقیمې اغیزې او د ددویمې نړیوالې جګړې پیل دغیر مستقیمې اغیزې په توګه بلل شوېده. د ملتونو ټولنه په امریکا یو بحث پارونکي موضوع ثابته شوه ځکه منتقدینو ویل چې دې ټولنې د امریکا د کانګرس ځواک د جګړې په اعلانولو کې  نسکور کړ ، د امریکا سنا د سولې هیڅ تړون هم تصدیق نه کړ له همدې امله امریکا هیڅ کله هم د ملتونو له ټولنې سره یوځای نه شوه. ددې په ځای له ۱۹۲۳-۱۹۲۱ څخه هاردینګ Harding ( دامریکا نهه ویشتم ولسمشر و) له جرمني، اطریش او هنګري سره په نويو تړونونو پریکړه وکړه. د جرکمني د ویمار جمهوري په ورسایلس Versailles کې کنفرانس ته ونه بلل شو، خو په کنفرانس کې سپینې روسېې نه کمونستې روسیې حضور درلود. ډیرو نور هیوادونو دې کنفرانس ته استاذي واستول چې په تړونونو کې د نابریالېو زیاتونو غوښتنه وکړي ، ډیرو ګوندونو د سويلي قفقاز د هېوادونو لپاره د خپلواکی غوښتنه وکړه او جاپان نورو ستروځواکونو ته د نژادي برابرۍ ناکامه وړاندیز وکړ.

سرچينې

[سمول]
  1. Rene Albrecht-Carrie, Diplomatic History of Europe Since the Congress of Vienna (1958) p. 363
  2. Neiberg, Michael S. (2017). The Treaty of Versailles: A Concise History. Oxford University Press. p. ix. ISBN 978-0-19-065918-9.
  3. Erik Goldstein The First World War Peace Settlements, 1919–1925 p49 Routledge (2013)
  4. Nelsson, compiled by Richard (2019-01-09). "The Paris peace conference begins - archive, January 1919". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2019-04-27.
  5. Goldstein, Erik (2013-10-11). The First World War Peace Settlements, 1919-1925 (in انګليسي). Routledge. ISBN 9781317883678.
  6. Ziolkowski, Theodore (2007). "6: The God That Failed". Modes of Faith: Secular Surrogates for Lost Religious Belief. Accessible Publishing Systems PTY, Ltd (published 2011). p. 231. ISBN 9781459627376. بياځلي په 2017-02-19. [...] Ebert persuaded the various councils to set elections for 19 January 1919 (the day following a date symbolic in Prussian history ever since the Kingdom of Prussia was established on 18 January 1701).
  7. Meehan, John David (2005). "4: Failure at Geneva". The Dominion and the Rising Sun: Canada Encounters Japan, 1929-41. Vancouver: UBC Press. pp. 76–77. ISBN 9780774811217. بياځلي په 2017-02-19. As the first non-European nation to achieve great-power status, Japan took its place alongside the other Big Five at Versailles, even if it was often a silent partner.
  8. Antony Lentin, "Germany: a New Carthage?" History Today (2012) 62#1 pp. 22–27 online
  9. Rene Albrecht-Carrie, Diplomatic History of Europe Since the Congress of Vienna (1958) p. 363
  10. Paul Birdsall, Versailles Twenty Years After (1941) is a convenient history and analysis of the conference. Longer and more recent is Margaret Macmillan, Peacemakers: The Paris Peace Conference of 1919 and Its Attempt to End War (2002), also published as Paris 1919: Six Months That Changed the World (2003); a good short overview is Alan Sharp, The Versailles Settlement: Peacemaking after the First World War, 1919–1923 (2nd ed. 2008)